نهمه برخه

يوه ورځ د سلطان د مور پر وړاندې حاضرې شو-  د دې په مخكې له قيمتي ډبرو او سرو زرو نه په جوړو شويو لوخو كې ډول ډول خواړه ايښي و.
دوباره چې موږ كله ورغلو نو و مو كتل چې ماحول بكل بدل دى، هماغسې يې بالخت ته تكيه وهلې وه او داسې په زور زور يې خندا كوله چې د بل چا مجال هم نه و.
يو ځل چې بيا هم موږ ورغلو ،ګورو چې زموږ خونو كې عجيب عجيب خوشبويانې وهل شوې وې، په محل سراى كې د لوړ كيفت عطرو كارخانه هم وه.
د سلطان د مور په كوټه بې اندازې ښكلې قالين غوړېدلې وه، يو لوري ته تخت ايښودل شوى و او درې واړو لوريو ته يې پاسته پاسته بالختونه ايښول شوي وو، بل لوري ته د خوب تخت پروت و چې پرې زري روجيي پرته وه، دروازې او كړكيګانو ته هم رنګارنګ پردې پرتې وې.
د سلطان د مور عمر دومره ډېر نه و، سره له دې چې ويښتان يې سپين شوي و، مګر په نكريزو داسې ښكلي رنګ شوي وو چې ډېر ښكلي ښكارېدل، د دې په اوږدو اوږدو تورو سترګو كې بلا جادو پروت و، كه كوم چاته يې د عمر پته نه وى، نو د حرم سراى په پېغلوټو كې په اسانۍ پټېداى شوه، دا ډېره زياته پر ځان زهيره وه، د دې په مخكې يوه ښكلې او لويه هينداره تل  ايښې وه.
له لږې لږې دمې وروسته به يې د خپلې ښكلې څېره ديدن كاوه، كه لږ به يې هم په خپلو شونډو او يا مخ كې كوم عيب وليد، نو ارايشخونې ته به لاړه، د دې په ورتګ به شاهي نايڼې ودرېدې او په څو شېبو كې به يې د دې د خوښې سره سم سينګار كړه.
د سلطان د مور زموږ له برياو سره ډېره دلچسپي وه، ما خو داسې احساسوله چې ګنې پر ما ځانګړې مهربانه ده.
زموږ د ډلې ښځو څه ناڅه په تركۍ ژبه خبرې كولاى شوې_ موږ به د سلطان د مور په مخكې په تركي ژبه خبرې كولې، ترڅو هغه پوه شي چې موږ څومره ترقي كړې ده، دا ډېره هوښياره او زهينه ښځه وه، زموږ په غلطۍ به ژر تر ژر پوه شوه چې د غلفت له امله دا كار  و شو كه د يرې له امله؟
يوه ورځ يې زما له خبرو اورېدو وروسته په ډېرې نرمې او خوږې لهجې وويل: ((شاباش! ډېرې ښې خبرې كوې.))
د سلطان د مور دې داد او تشويق په ما كې يو نوى اميد پيدا كړ، د دې د خوښۍ پخاطر به زه اړېدم چې لا زيات كوښښ وكړم او ژر تر ژره تركۍ ژبه زده كړم، په ډېرې دلچسپۍ مې د تركي ژبې لوست پيل كړ، تر خپلې وسې به مې كوښښ كاوه چې كوم نظر دا زما په وړاندې لري چې پخپل ځاى پاتې شي.
د سلطان د مور رانجه ډېر خوښېدل، دې به خپله هم تل كارول او دا چې له ما ډېره خوښه وه، نو پر ما به يې هم تاكيد كاوه چې رانجه په سترګو پورې كړم، د دې په اند دې سره د سترګو ښكلا نور هم زياتېده، رښتيا هم دا رنجو سره ډېره ښكلې ښكارېده، مګر دې رنجو زه په يو ډول تشويش كې واچولم، هغه داسې چې كوم خدمتګارې چې زما سينګار كاوه، هغه راته ويلي و چې پام له چا څخه رانجه په ډالۍ كې وانخلې، ځكه په محل سراى كې چې د كومې ښځې د بلې په ښكلا رخه راشه نو بلې ته زهرجن رانجه وركوي، چې دې سره د هغې ښكلې جنۍ د سترګو ديد له منځه ځي، ((نه درمه پاتې كيږي او نه شپېلۍ غږول كېږي!))
دسترخوان:
په محل سراى كې مو يو ځانګړى، باغ و، كله به مو چې په كورنۍ ژوند كې زړه تنګ شو، نو باغ ته به را ووتو، لوبې به مو كولې او خپلو منځو كې به مو ګپ شپ لګاوه.
موږ يو څو خدمتګارو ته له غلامانو سره د ليدو كتو اجازه نه وه، د دوى حمام، خوړنځاى او د خوب خونې ځانته وې، تر دې چې د تګ راتګ لاره يې هم جلا وه.
سهار شپږ بجې به موږ له خپلې بسترې پورته شو، له دې وروسته به موږ ټول حمام ته تلو، په خنداګانو او شورماشور به مو حمام كاوه، بيا به د چايو وخت شو، چې كافي او يو څو ټوټې كېږ به پكې و، غرمنۍ به مو تل ډوډۍ خوړله چې پكې به پلاو، برياني، كباب، خوروا او ... شامل وو، دا څيزونه به په دسترخوان ايښودل شوي و، بيا به موږ ټولې ورته دواړو غاړو ته كېناستو، د ډوډوۍ پر مهال به مو ډېرې كمې خبرې كولې، د خوړو په ادابو كې دا شامل و چې د ښي لاس په درې ګوتو(غټه، شهادت او منځنۍ) هغې به خوراك كو، له دې پرته په بله طريقه خوړل بې ادبي ګڼل كېده... .
كله به چې سلطان په حرم سراى كې ډوډۍ خوړله، نو د ورځني خوړ ترڅنګ به ډول، ډول نور خواړه هم تيارېدل، كله به چې خوراك پايته ورسېد، يو غلام به په يوه لوخي كې د ګلابو اوبه راوړې، موږ به په نوبت پكې خپلې ګوټې ډوبولې او په لاسوچي به مو پاكولې.
لولا جادوګره:
حرم سراى ته به يو زړه ښځې اكثره وخت راتلله،  دې په اړه به ويل كېده چې دا له دولس كلنۍ څخه دې حرام سراى ته ځي راځي.، كله به چې دا راغله نو خدمتګارې به ترې ګردچاپېره كېناستې او دې به ورته پال ليده.
دې به له راتګ نه وړاندې كوم ځانګړي كارونه كول، بيا به چې دا راغله نو موږ هر يوه مجبوره وو، چې غسل وكړو. لكه څنګه چې يو كوچنى د نوي څير ډېر لېوال وي، داسې به يې موږ راتلو ته لارې څارلې، له موږ څخه هر يوې دا باور درلود چې څه چې دا وايي هغه سم خيژي، يو خبره يې هم ناسمه نه وي.
په عامه توګه به دا د غرمې له ډوډۍ وروسته راتله، كه له دې وړاندې راغلې واى، نو فكر نه كوم چې له موږ څخه يوې هم د دسترخوان مخ ليدلاى واى، ځكه چې د دې په ليدو به مو فكر د راتلونكي لور ته ګرځېدو.
يو ځل راته د دې جادوګرې ښځې له راتګ وړاندې يو ښكلې خدمتګارې (اومګا) وويل : (( ته پوهېږې چې دا جادوګره به كومه وړاندوينه وكړي؟))
ما ځواب وركړ چې ماته څه پته ده؟
2 اولګا لګيا شوه، كله چې مخكې ځل راغلې وه نو دې ته يې ويلي و چې حسن او جمال به يې نور هم ډېر شي، دايې هم ورته ويلي و چې دا به د ډېرو ښكلي او قيمتي ګاڼو خاونده شي.
يوې بلې جنۍ چې پر خپلې ښكلا يې غرور كاوه وويل چې ، تېر ځل زموږ بېړۍ د باسفورس څپې څيرلې او مخكې روانه وه، ډېرې ښكلې او نازه وينزې رانه چاپېره وې، دا جاودګره هم وه، دې په پوره ډاډ راته وويل چې هغه ورځ ډېره ژر راتلونكې ده چې حيثيت دې دومره لوړ شي چې ته به يې تصور هم نشې كولاى.
موږ د دې جاودګرې په اړه همدا خبرې كولې او خدمتګارې مو لګيا وې او زموږ اوږده اوږده ويښتان يې ګومنځول_
اولګا چې دا مهال د يوې عجيب اضطراب په حال كې كوټې ته په ننوتو وه وويل: ((اخر دا به كله راشي؟ زه يې په ډېرې بې صبرۍ انتظار كوم، دا بايد ژر راغلې واى، موږ ټولې يې سترګې په لار يو... .
د اولګا دې خبرو موږ ټولې د دې جاودګرې مينانې كړو، موږ ژر خپلو غلامانو ته ضروري هدايات وكړل او خپله د دې جادوګرې په انتظار كېناستو.
اولګا وويل
اوس به هغه راشي، موږ بايد د ښه راغلاست خونې ته لاړې شو_ هغه ډېره .............
د اولګا دې خبرې پر موږ كار وكړ، له خپلو ځايونو راپورته شو او د ښه راغلاست خونې ته روانې شو، پر لاره خاموشي خوره وه، يواځې زموږ د وريښمينو جامو غږ اورېدل كېدو، نور ټولې د خپلې راتلونكې په فكر كې وې، د خپل نامعلوم راتلونكي نه د خبرېدو لپاره بې قراره وې.
موږ د ښه راغلاست خونې ته ورسېدو، دا يوه پرخه او هوا داره خونه وه، ډېره ښه او ښكلې سينګار شوې وه، د دېوالونو رنګمالي يې د ليدو وړ وه، ځينو ځينو ځايونو كې قيمتي ډبرې لګول شوې وې، ځنې ځايونه د سرو زرو په اوبو رنګ شوي و، يو ډېر غټ فانوس ايښودل شوى و، پدې كې دومره غټه شمه بليده، تا به وې چې د ګورجستان د غورنو په منځ كې لمر ځليږي.
موږ ټولې ديوال ته پرتو بالختونو ته ډډه ووهله او د لولا جاودګرې په انتظار شو، لولا د دې جادوګرې نوم و چې د خلكو فال به يې ليدو  او ټول يې په ځان مينان كړي وو_ هرې سترګې د دې انتظار كاوه، هر يو زړه د دې لپاره بې واره و او هر غوږ د دې د آواز اورېدو لپاره بې قراره و.
اولګا د بخملي پردې مخكې ناسته وه، دا اوس ډېره ښكلې ښكارېده، زېړ رنګ ساټن كميس يې په تن و، (هري) ......... رنګ پرتوګ يې و، چې په پاينڅو كې يې د زري تار خامك شوى و، په كميس يې يو زرين واسكټ اغوستى و چې غمي پرې لګيدلي و.
ډېرې جونې داسې وې چې د اولګا پر ښكلا  او ښكلو جامو به يې رخه راتله، ليكن هغه له خپل قدر او قيمت نه خبره وه، د رخه كوونكيو يې هيڅ پروا نه كوله.
ناڅاپه د جامو ښكالو او د ګاڼو او جواهراتو غږ مو تر غوږو شو، بيا د د مرمرينو ډبرو دروازه  پرانيستل شوه، لولا ورو ورو په ډېر كبر اوغرور راننوته_ دا د يوې ټيټې ونې خاونده ښځه وه، ليكن ځلېدونكو سترګو يې بلا راښكون و، چې هر تن يې د ځان لوري ته راكشولو_ له راتګ سره سمه ماته لګيا شوه او رانه يې وپوښتل:
ووايه هغه واړه واړه حشرات درته ياد دي چې د باسفورس په اوبو  كې به يې غوټه وكړه او بيا به هواته والوتل؟
بيا يې پرته له دې چې زما ځواب واوري، په مدهم اواز ټولو ته سلام واچولو_ موږ ټولو په يوه غږ ځواب وركړ: ((هركله راشئ!))
لولا پر فرش كېناسته، په دې كې يو غلام راغى او دوه بيكونه ورسره و، هغه يې راوړل او د دې په مخكې يې كېښودل، لولا يو څو شېبې ناسته بيا څملاسته

نور بيا