دا خدمتګاره د خپلې بادارې په اشاره راوړاندې شوه او له ماڅخه يې پوښتنې پيل كړې:
- نوم دې څه دى؟
- څو كلنه يې؟
- د پلار نوم دې څه دى؟
- د كومې قبيلې يې؟
- كور كې دې څه كول؟
- څو ورونه او خويندې لرې؟
- مور دې ژوندۍ ده كه مړه؟
دا هغه سوالونه و چې دې ګورجۍ خدمتګارې له ما وكړل، له دومره مودې وروسته چې كله ما په لومړي ځل پخپلې مورنۍ ژبه خبرې واورېدې، نو دومره خوښه شوم چې اظهار يې نشم كولاى.
د دې خدمتګارې له خولې څخه مې چې پخپلې ګرانې ژبې(ګورجۍ) خبرې واورېدې، بې اختياره مې زړه وغوښتل چې ورغاړې وځم، خو فضا دومره خاموشه او منظر دومره با رعبه و چې هغې خدمتګارې له خپلې مالكې سره په ادب او احترام ځوړند سر خبرې كولې او هره خبره كې به يې ورته د آغلې كليمه كاروله، زه د يو بت په شان غلې ولاړه وم، كوم خلك چې دلته وو ټول دومره مؤادب ښكارېدل چې په لوړ اواز يې خبرې نشوې كولى او نه يو بل سره سترګې په سترګو كېداى شول، زه خپله هم وېرېدلې ولاړه وم او سترګې مې ښكته وې_ د سلطان د مور په امر يوه خدمتګاره وړانده راغله او زما له مخه يې نقاب پورته كړ، زما وطنوالې مباركي راكړه او راته يې وويل چې آغلې ملكه وايي چې دا جنۍ رښتيا هم ښه ښكلې ده، هغه له هغه حبشي خواجه سرا څخه هم خوښه ده چې ته يې انتخاب كړې يې او دلته يې راوړې يې، دا آغلې دا هم وايي چې زه حيرانه يم چې ستاسې د وطن پېغلې نسبت تركي پېغلو ته ولې ښكلې دي؟
د سلطان د مور دا خبرې ما په ټيټ سر واورېدې، له دې وروسته زموږ د ډوډۍ په اړه خبرې وشوې، له ما څخه وپوښتل شول چې زه له كوم كار سره زياته دلچسپي لرم؟ ما ورته وويل چې د كاليو ډيزاين زما د خوښې كار دى، له دې وروسته يې زه يو تن ته چې د شاهي جامو ناظم و حواله كړم. او پرته له دې چې څه خبره وكړي، خپل لاس يې وخوراوه چې هدف ترې زما د تلو و.
پر ما ګرانه عزيزه:
زما او د عزيزې اړيكې ورځ په ورځ ښې كېدې_ عزيزه د هغې خدمتګارې نوم دى كومه چې زما د هېواد (ګورجستان) اوسېدونكې ده او اوس د سلطان د مور له غوره خدمتګارو څخه يوه ده، دواړه يو د بل په ملګرتيا كې ډېرې خوښې و، او له دې امله هم خوښې و چې موږ دواړو د يوه بادار خدمت كاوه.
د سلطان د مور په ماڼۍ كې درې شعبې وې:
1. پخلنځى
2. د جامو خونه
3. د سينګار خونه
د دې درې واړ مسؤلينې بېلا بېلې ښځې وې، موږ د جامو په خونه كې كار كاوه، موږ دواړو يو بل ته پخپلو اصلي نومونو غږ كاوه، ما هغې ته د عزيزې په نوم غږ كاوه او هغې ماته نشاط وايه، اوس هم موږ دواړه ناستې و او خبرې مو سره كولې، پدې كې مواذان وارېد، پاڅېدو ا وهلته مو د تګ تيارى ونيوه_ زما زړه بار بار د خداى شكرونه ادا كول، چې له دومره تباهيو او برباديو وروسته، كله چې زه له كوره را ووتم، په بازار كې وپلورل شوم او دې ښار ته راوستل شوم، خو بيا مې هم عزت په امان كې دى.
عزيزه ډېره ښكلې او سېكه ناكه جنۍ وه، نږدې له دوه كالو راهيسې يې دلته خدمت كاوه، دا هم لكه زماپه څېر د لار شكونكيو لاسو كې پرېوتې وه، د دوى قبيله زموږ له قبيلې څخه نږدې لس ميله لرې پرته وه،
عزيزې د ماڼۍ يو يو څيز راته را وښود_ د خدمتګارانو د اوسېدو خونې، باغچې، ژوبڼ، كتابتونونه، ... لنډه دا چې هر هغه څه چې د دې ماڼۍ اړوند وو، ټول يې راوښول.
په دې ماڼۍ كې نږدې سل جونې وې چې زموږ په شان يې د وينزو په توګه كار كاوه، موږ ټولو به خپلو كارونو كې پوره محنت ويسته او په ښه توګه به مو سرته رسول، كله كله به چې لږې اوزګارې شو، نو خپلو كې به مو ګپ شپ لګاوه چې له امله به يې راباندې هغه ورځ داسې ښه تېره شوه چې هډو پوه به نه شو.
د ماڼۍ په ددنه كې څو نور واړه واړه محلونه و، چې دا ټول په ښكلو ښكلو او ډول ډول اړينو توكو باندې ښكلي شوي وو. د دې محلونو كړكۍ د باندې لوري ته پرانيستل كېدې، كله به چې مو طبعيت يو څه خراب و، نو په دې كړكۍ كې به ودرېدو او د بهر سيمې ننداره به مو كوله، دا ننداره به دومره په زړه پورې وه چې پكې وركه به شوم، د وړو محلونو څلورو خواوو ته دنګې دنګې ونې ولاړې وې، چې له امله يې د محلونو ښكلا څو چنده شوې وه، مخكې يې يوه لويه لاره وه چې دواړو غاړو ته يې دنګې دنګې ونې وې، د لارې په منځ كې يو مستطل ته ورته حوض و چې د هوا له څپو سره به يې اوبو ښكلي ښكلي شلكونه غوره كول.
د ماڼۍ له عمومي دروازې نه به چې و وتې، نو نور به هم دا منظر دومره ښكلى شو چې د ښاپيريو د حرم ګومان به دې پرې كاوه.
د فوارې اوبه به په وړو وړو ويالو كې په نڅا نڅا ښكته تلې او په مارمورا بحيرې كې به پرېوتلې، دومره زړه راښكونكى منظر زما په نظر په دنيا كې نشته او نه ما ليدلى دى. يو ځل زه د نن په څېر په دې كړكۍ كې د دې منظرې په ليدو وم او دا هرڅه مې هير كړي و چې زه څه كاره يم؟ او كه رښتيا ووايم زما حيثيت د شك وړ و، ځكه زه يوه وينزه وم، نه ازاده جنۍ، وينزه يا خدمتګار په دې نه وم چې كومه رويه چې له نورو بنديانو سره كېده هغه ما سره نه كېده او ازاده په دې نه وم چې ما كوم اختيار نه درلود_ په دې كې عزيزه راغله او زما ترڅنګ ودرېده، د دې له راتګ سره مې د خواږه خيال سلسله پرې شوه، ما ورته وويل: ((زما ښكلې او مينه ناكې عزيزې! ګورې دا منظر څومره په زړه پورى دى؟
عزيزې تازه ساه واخيسته او ځواب يې راكړ:
هو، ته ښه وايې، ايا دلته هم د ګورجستان غرونه تر سترګو كېږي، د چا په غېږ كې چې موږ رالوى شوې يو، هغه كور چرته، هغه خلك او هغه فضا چرته؟ نشاط دلته هرڅه شته مګر هغه څه نشته چې موږ ورپسې ځورېږو.
زموږ دواړو سترګې يو بل سره ولګېدې، بې اخيتاره مو يو بل غېږ كې ونيوې او تر ډېره په ماضي كې وركې وو، وروسته مو ورو، ورو د حرم سراى په لور قدمونه پورته كړل او روانې شو.
ورځې كرار كرار تېرېدې_ د ودانيو په دې مجموعه كې چېرته چې موږ استوګن و، پخپل ذات كې يو ښار و، زه په داسې ځايونو او فضا كې په اوسېدو عادي نه وم چې له امله يې د هرډول سهولتونو سره سره نا ارامه وم.
يوه ورځ عزيزې له ځانه سره د ماڼۍ بام ته پورته كړم اوله هغې ځاى څخه يې يو شمېر ودانيو ته ګوته ونيوله او را ويې پېژندلې، ګوره نشاط! دغه ودانۍ چې ګورې دا خزانه ده او هغه مخكې ښكلې ودانۍ چې ګورې دا د سلطان ارام ځاى دى، هغه څلى چې تر سترګو كېږي هغه شاهي جومات دى، هغه تياره غوندې ودانۍ د سلطان د خوب خونه ده. هغه د كورونو كتار چې ګورې دلته سپين پوستي خواجه سرا اوسېږي، هغه دويم كتار د غلامانو خونې دي، هغه ښي لوري ته د فتر ودانۍ ده، وګوره هاغه د سلطان د مور تفريح ځاى دى.
د سلطان د مور نوم په اورېدو سره مې سترګو ته د هغه با وقاره او رعب لرونكې مېرمنې تصوير ودرېد، كومه چې د شاهي ماڼۍ تر ټولو واكداره وه_ د حرم سراى ذره ذره به د دې د نوم په اورېدو په لړزه شوه، د دې ماڼۍ په داخل كې يې يو ځانګړى حكومت جوړ كړى و، د دې ځانګړې خزانه وه، ځانګړى وزير، خزانه دار، خواجه سرا، غلامان، وينزې، د دې د اوسېدو خونه، حمام، خلوت خونه، دربار، لنډه دا چې هرڅه يې ځانګړي، ځانګړي و. له دې پرته مې تر اوسه د دومره جاه جلال خاونده ښځه نه وه تر سترګو شوې.
د سلطان مور:
تر اوسه مې د ښاغلي سلطان ديدن نه و نصيب شوى، له عزيزې نه مې چې د ده په اړه څه اورېدلي و، د هغې پر بنا ما نظر درلود چې دا همداسې هستي ده چې ترې هر شخص په وېره كې دى، عزيزې ته مې وويل: ايا د سلطان د ليدنې كومه لاره نشته؟ زړه مې غواړي چې يو ځل يې وګورم.
هغې ځواب راكړ: نن او سبا كې سلطان د شاهي عسكرو ليدنه كوي، پدې وخت كې ته كولاى شې چې ښه يې وګورې.
شپې چې كله خپلې خونې ته ورسېدو، نو تر ډېره مو خپلو منځو كې د وطن په ياد، د هغه ځاى د غرونو ، ميدانونو خبرې كولې، د زندګۍ د دې غمناكو حوادثو د داستان پيل به كله هغې كاوه او كله ما...
د سلطان د مور د خدمت موقع هم موږ ته ډېره نه ترلاسه كېده، په اونۍ كې يواځې يو ځل د هغې په خدمت كې وړاندې كېدو. تر اوسه مې كوم ځانګړى موقف نه درلود، موږ به اونۍ په اونۍ د سلطان د مور خدمت ته له خپلو نورو ملګرو سره حاضرېدو، هغې به زموږ امتحان اخيسته چې تر تېرې اونۍ مو څومره پرمختګ كړى_
د هر ملاقات په ورځ به موږ ورو ورو د هغې مخې ته راتلو، خپل تندى او شونډې به مو په ګوتو مچې كړې او سلام به مو واچاوه، بيا به لاس په نامه د هغې پر وړاندې ودرېدو.
كله به داسې هم وشوه چې هيڅ به يې راته نظر هم ونه كړ او كله به يې په ناپامۍ پر موږ سترګې ولګېدې، لېكن عزيزې راته ويلي و چې كه د سلطان مور راته وګوري او كه نه موږ بايد د هغه ځاى ټول اداب مرعات كړو_ كه لږه كمي يې احساس كړه، نو بيا زموږ خير نشته.
نور بيا