لسمه برخه

كله چې دروازې بندې شوې او زموږ غلام وريېښمينه پرده راخوره كړه، نو لولا د پردې شاته په پټو سترګو كېناسته، د دې شونډې خوزېدې، موږ ليدل چې پر دې يو ډول حالت راتلو، داسې ښكارېده لكه سره چې پكې ساه نه وي، څو ځله يې لاس پر خپل تندي راتېر كړ او بيا يې په زمكه لاس راتېركړ، له دې وروسته لكه د مرغه دواړه لاسونه داسې وخوځول تا په ويل الوځي.
د ټولو سترګې د همدې چاغې او لنډۍ ښځې خوا ته وې چې څېرې او جامو نه تياره يوه پېرۍ ښكارېده، پرته له دې چې موږ ته وګوري بيك يې پرانيست، له بيك څخه يې او له هغې څخه يې څو وړې وړې پوړۍ راوويستې، هغه يې خپلې مخې كې ډېرۍ كړې، دې يو ځل بيا خپلې سترګې پټې كړې او موږ ته يې وويل : تاسې يو يو زما مخې ته راشٍئ.
دا لړۍ له كيڼ لوري نه پيل شوه، كومه خدمتګاره به چې د دې مخكې ته ورسېده، دې به ورته ورو ورو څه ويل ترڅو نور يې وانه وري.
د دې كار له پيلېدو نه وړاندې دې لارښونه كړې وه او ويلي يې و: پام چې زما د كړنې پر مهال تاسې له يو بل سره خبرې مه كوئ، ځكه چې په دې كار سره ښاغلي خپه كيږي او بيا ور څخه څه پوښتل او معلومول ناشونې كږي.
تر ټول لومړۍ جنۍ چې د دې مخې ته ورسېده، هغه سنتاره نومېده، لولا  يې د لاس كرښې، غوږونه معاينه كړل، د پښو تلي يې له نظره تېر كړل، دا ټول كار يې په ډېر احتياط تر سره كړ، بيا يې  له بيك څخه يو لوښى راوويست او ګرمه مصاله يې له كوم څيز سره ګډه كړه او پرې يې واچوله، او  ورو ورو يې له ځان سره څه زمزمه كول، كله به يې لوښي ته شاه كړه او كله مخ او څه منترې به يې ويلې، دا مهال يې سترګو يو عجيبه شان حالت غوره كړى و، داسې برېښېده چې د سترګو تور يې تښتېدلي او يواځې سپين يې پاتې دي، له دې وروسته يې د سنتارې په لور وكتل او د هغې د قسمت په اړه يې خپله وينا پيل كړه، چې په دې ټول كار نږدې پينځه دقيقې تېرې شوې.
 كله چې زما وار راورسېد،نو له ويرې او دهشت نه مې زړه درزېده، زه له خپله ځايه پاڅېدم، په لړزېدلو قدمونو د هغې خواته لاړم او ودرېدم، مخې كې مې يوه توشك پرته وه راته يې اشاره وكړ او زه هم له اشارې سره سم پرې كېناستم.
لولا ماته امر وكړ چې سترګې پټې كړم، ما سترګې پټې كړې، دې هم سترګې پټې كړې او تر اتو پورې يې حساب پيل كړ، له دې وروسته يې راته وويل چې سترګې پرانيځم، دې سره موږه دواړو سترګې پرانيستې.
دې وخت كې زما د حيرانتيا حالت څوك معلومولى شي، تر اوسه چې كومه ښځه ماته لنډۍ ښكارېده، ناببره اوږده په نظر راتله، دې له عادت سره سم ورو ورو څه ويل_ بيا يې له بيګ څخه يو لوښې راوويست، دا له سپينو زرو څخه جوړ و، دې له ځانه سره يو څه وويل، خو زه پرې پوهه نه شوم، بيا دې خپل موټى بند كړ، ما ليدل چې يو وړوكى شان طباق د دې په طباق كې دې چې تر خولې پورې له سكروټو ډك دى.
دا څه هم چې په نظر راتلل، ما په ډېرې حيرانتيا ورته ليدل، هيڅ نه پوهېدم دا څه دي؟ په دې كې لولا ماته امر وكړ_
بلكل همداسې غلې اوسه! خبردار چې يو كليمه هم له خولې راونه باسې.
زه پوره حيرانه وم او دې ته مې ليدل، ناڅاپه څه ګورم چې دا پر دې سكروټو ورټيټه شوه، دومره چې كه بل څوك واى نه سوزېدلې به وه، مګر په لولا يې هيڅ اثر ونه كړ، داسې ښكارېدله چې دې هډو د سكروټو هغه تاو هم ندى احساس كړى، بيا يې سترګې پټې كړې او بيا يې داسې خبرې پيل كړې لكه څوك چې په خوب كې خبرې كوي:
ته ډېره ښكلې يې، خو ډېر ژر به درته دا حسن او جمال كار وګوري، په دې حرم سراى كې به له تا پرته بله كومه داسې ښكلې او با اقتداره نه وي_ ستا په واك كې به سره او سپين وي، قيمتي ډبرې به وي، غلامان او وينزې به دې وي_
دايې وويل او بيا غلې شوه، ناڅاپه يې بيا له خولې دا الفاظ راووتل:
تاسره به خلك رخه وكړي، ته به هغه مقام تر لاسه كړې، چې چا هم تر اوسه ندى ترلاسه كړى، دا بيا غلې شوه، له يو څه ځنډ وروسته يې وويل:
ته به هغه د خوښۍ ورځې هېره كړې كومې چې ستا د كلي له ځنګلونو او درو پورې تړلي دي، مګر تا كې به هغه اقتدار او طاقت وي، كه په ښه شان يې استعمال كړې، نو ډېر څه كولاى شې، ته هوښياره يې، عقلمنده يې ، زما دا نصيحت په ياد لره، كله چې د اقتدار واګي ستا په لاس كې درغلل، نو هيڅكله هم د عقل او پوهې لمن له لاسه مه پرېږده، ځكه چې قوت او واك ډېر خطرناك څيز دى، دا انسان له څه نه څه جوړويدا له انسان څخه انساني اقتدار لوټوي.
د لولا غږ لړزېده، جادوګرې سترګې يې پړكېدلې، په دغه سكروټو كې ځلا او سره والى ما كله هم نه و ليدل، كوم چې د لولا پروړاندې ايښو سكروټو كې تر سترګو كېدل_ يو شېبه وروسته هغه غلې شوه_ د دې د چوپتيا سره سم هغه ځلېدونكې سكروټې په ايرو بدلې شوې، نه اوس په كې ځلا وه او نه هم تاو.
ما په حيرانتيا دا تماشا ليدله چې لولا وويل:
زما لورې! دا هرڅه د دغه سكروټو په څېر تېرېږي او له منځه ځي، له ځلا او څېرې څخه داسې معلومېږي چې تل به وي، او هيڅ بدلون به په كې نه رامنځته كېږي، كله به هم زوال نشي، مګر دا خيال ناسم خيژي، په ډېرې چټكتياد مرګ لاس راغځېږي او هرڅه له ځانه سره وړي، ځلا او ښكلا هم او تاو هم، زموږ بدن له منځه ځي، زموږ دا بدن خاورې او ايرې كېږي.
لولا بيا ماته يو پاكټ راكړ او په اشاره يې راته د تلو امر وكړ، بيا يې وويل چې تل دا په غاړه كوه، ځكه له تا څخه د دې كوم بل مستحق او محتاج نشته_
ما هيڅ ځواب ورنه كړاى شو، غلى مې هغه پاكټ ترې راواخيست او په احتياط مې په خپل موټي كې ونيولو، ترڅو كله چې خپلې خونې ته ورسېږم او څوك نه و نو بيا به يې خلاصوم.
تر دوو ساعتونو پورې دا محفل روان و، بيا تفريح شوه او ناشته راوړل شوه، ماته يې ډېر يخ سور رنګى شربت راوړ، له راوړو سره پرې داسې ورپرېوتو، لكه د مودو مودو تږې چې ووم، له هر ګوټ سره مې نوې نوې زندګي احساسوله، مګر لولا دې شيانو ته هډ نظر هم ور وانړواوه.
لولا د خپل واسكت له جېب څخه يو وړوكى شان ډبى راوويست، دې كې يې كوم څيز ايښى و، هغه يې په ګوته راوويست او په خوله يې كړ، د دې څيز له خوړو وروسته يې وويل: دا زما خواړه دي، دا مې له كيمياوي بوټو څخه جوړ كړي دي، زه غوښه نه خورم، وريجې نه استعمالوم، هيڅ ډول غلې  دانې ته لاس نه ورتېروم، زه به لږ تر لږه پنځوس كاله نوره هم ژوندۍ پاتې شم، ښايي له دې هم زياته_
له لږ ځنډ چوپتيا وروسته لولا وويل: نن زه به ډېر څه وكړم، نن د سپوږمۍ لومړۍ شپه ده، د دنيا ټول رازونه په همدې تاريخ زما په اختيار كې لوېږي او همدا لامل دى بچيو! چې زه تاسې ته ستاسې قسمت بيانوم، څه مې چې هم درته ويلي هغه په ياد ولرئ.
موږ ټولو په يوه اواز ځواب وركړ: موږ به يې په ياد ولرو، موږ به يې په ياد ولرو.
له دې سره ټول پورته شو، دروازې سره نږدې بيا لولا موږ ټولو ته وويل ، سبا به زه بيا هم راشم او د دې جواهراتو په اړه به درته و وايم چې په استعمال يې ستاسې قسمت نور هم روښانه كېږي.
ټولو جونو په يوه غږ ورته وويل: خامخا راشه، موږ به دې په ډېرې ناقرارۍ انتظار كوو.
د ښه راغلاست له خونې راووتو او د ارام خونې په لور لاړو او په ارامه په خپل بستر كې وغځېدو
خدمتګارنو زما پښې او لاسونه چاپي كول، او موږ يو بل ته هغه خبرې كولې چې لولا موږ ته كړې وې، مګر ما ځنې خبرې وكړې او ځنې مې پټې كړې، هغه په دې چې ځينې جونو له ما سره رخه درلوده، هغوى د خپلې ښې راتلونكې په تمه وې چې زما د خبرو په اورېدو ښايي د دوى خوبونه ماته شوى واى، نو په دې خاطر مې ځنې خبرې ترې پټې كړې، خو له دې هرڅه نه ماسره د هغه پاكټ چې لولا راكړې و، ډېره سودا وه چې په هغې كې به څه وي.خدى خدى مې كول چې اوس شپه شي، خو ځه شپه شوه او زه د خوب خونې ته لاړم، اوس زه يواځې وم، خو بيا مې هم د احتياط لپاره هر لوري ته وكتل او بيا مې هغه پاكټ پرانيست،  په كومې ټوټې كې چې تاو شوى و، هغه مې ترې لرې كړه، زما ناقراري نوره هم زياتېده چې اخر دې كې څه دي؟ يو يو پوخ مې لرې كاوه، مګر هغه څه چې ما غوښتل هغه لا تر اوسه له سترګو پناه و، اخر ټوټې خلاصې شوې او د كاغد څرك ولګېد، دا مې پرانيست، پكې يو هډوكى و، چې په ليدو يې زه نوره هم حيرانه شوم، خو ژر مې حيرانتيا له منځه لاړه، په كاغذ باندې دا يادښت ليكل شوى و: دا د تورې سوكې (خرګوش) هډوكى دى، دا به دې له كينه ګرو څخه ساتي، تر څو چې دا له تاسره وي، هيڅ زهر پر تا باندې اثر نشي كولاى، دا تل په غاړه كوه.
د دې يادښت په لوستلو سره ماه خپله خندا قابو نه شواى كړاى، دې بوډۍ ته لكه چې ښه كم عقله ښكاره شوې يم چې د دې په وينا به زه اوس دا هډوكى په غاړه كوم، سره له دې چې دا ماته نه ګټه رسولاى شي نه زيان، د دې هډوكي له ځان سره ساتل څومره د خندا وړ خبره ده، زه پاڅېدم او هغه هډوكى مې له كړكۍ بهر وغورځولو، د خدى شكر دى چې له دې هډوكي څځه مې نجات وموند.

 

 

 

يولسمه برخه


د فاسفورس چکر:


د حرم سراى په درشل کې له حبشي خواجه سراى څخه پرته بل هيڅ يو سړي هم د حرم سراى په درشل کې قدم نشو کېښوداى، په حرم سراى کې د اوسېدونکيو ټولو ښځو او انجونو ساتنه او خدمت د همدوى په غاړه و.
زما له دغه راز بدشکلو  سړيو څخه ډېره کرکه کېدله، د حرم سراى په قوانيونو کې دا خبره شامله او پابندي پرې کېدله چې له خواجه سراى پرته هيڅ سړى، په هېڅ کار پسې، په هېڅ حالت کې نشي کولاى دغې برخه ته چې انجونې په کې اوسي دخل شي.
دې کسانو د حرم سراى په حدودو کې دومره واک لاره لکه يو والي چې يې د خپلې سيمې په پولو کې لري، په همدې خاطر به ټولو ښځو او انجونو، هغه که  د هرې طبقې به وه، د دوى خيال ساته، هيچا به هم داسې خبره نه کوله چې دوى پرې خپه شي.
عزيزې ماته ويلي و چې دا خواجه سراى وال چې د سلطان په غوږ کې که هرڅه و وايي هغه پرې يقين کوي، همدا لامل و چې هرې ښځې او انجونې قيمتي ډالۍ ورکوي. د دې خواجه سراى والو قيمتي ډبرې او جواهر ډېر خوښېدل، په ډاليو کې به يې هم اکثره دا شيان منل.
کومه غوښتنه به چې د محل سراى ښځو او انجونو غوښتل د سلطان په خدمت کې يې وړاندې کړي، نو اړې وې چې خپلې غوښتنپاڼې سپين پوستى خواجه سراى چې د نورو مشر و، ورکړي، ځکه له ده پرته بل چا دا کار نشو کولاى، ده به همېشه په ښي لاس غوښتنپاڼه اخيسته او چپ لاس به يې ډالۍ ته اوږداوه.
کوم درخواستونه او عريضې به چې ورته وړاندې کېدې، يو يو حرف به يې لوسته، که به يې خوند ورکړ، نو له خپلې رايې او سپارښتنې سره يو ځاى به يې خپل بادار ته وړاندې کړ، که نه نو کثافت دانۍ، خو ښې ډېرې وې.
د محل سراى خواجه سرايوال ټول تور پوستي، غوښن او ځواکمن وو، دوى به يو ډول ځانګړې خولۍ په سروله چې تور رنګې او ږده به وه، وريښمين کوټ يا چپنه به يې په تن کوله چې اوږده اوږده لستوڼي يې درلوده چې ډېر ښه به ښکارېدل.
کله ناکله به موږ ته موقع راکول کېده چې د ساعت تېرۍ لپاره د باسفورس سيل ته لاړې شو، کله به چې دا موقع راکول کېده نو موږ به دومره خوښېدو چې بيان يې مشکل دى، موږ به د خواجه سراى تر سرپرستۍ لاندې د پاسفورس څنډو ته لاړو او په کښتيو کې به سپرې شو او تر لرې لرې به مو د سيند له څپو او شوره خوند اخيسته، خپلو کې مو ده زړه خبرې کولې، خنداګانې به مو کولې او بيا به ناوخته بېرته راستنې شو.
په حرم سراى کې زموږ د ټولو خدمتګارو شمېر پوره درې سوه تنه وو، د پاسفورس په چکر کې به سپين پوستى خوجه سرا چې د نورو مشر و تل راسره مل و، د به زموږ په هيڅ کار کې کار نه درلود، زموږ خندا، ټوکو مستيو .. . هيڅ کې به يې کار نه درلود، مګر موږ هيڅ يوې ته هم اجازه نه وه چې داسې خبره وکړو چې هغه پرې خپه شي، ځکه هغه به په داسې حالت کې دوه ځله اخطار ورکاوه، که پدې به هم هغه تن اصلاح نه شو، نو بيا به يې په ضد ريپوټ ورکولو چې بيا به هيڅ شي هم له سزا څخه نشو ژغورلاى.
موږ ټولې له دې پايلې څخه يرېدو او تر خپلې وسې مو کوښښ کاوه چې داسې حالت سره مخ نشو چې له موږ خپه شي او په خلاف مو ريپوټ وکړي.
کله به چې موږ د پاسفورس په چکر کې په کښتيو کې سپرې شو، نو داسې به مو احساسوله چې نوى ژوند مو تر لاسه کړى، د غم، درد او خفګان هيڅ څرک نه لګېده، خوښۍ او خوشحالۍ به خپلې غېږې کې اخيستلو.
د دې کښتيو ساز و سامان هم د ليدو وړ وو، وړې وړې کوټې او لوى هال يې درلود، په تېره بخملي توشکې يې ډېرې ارام بښوونکې وې، کله به چې د پاسفورس په چکر ووتو  تر لرې لرې به پاس شين اسمان و او لاندې شنې اوبه ښکارېدې، په اسمان کې ستورو او سپوږمۍ داسې منظر وړاندې کاوه چې سړى به ورته ګوته په غاښ پاتې کېده.  د دې سيمې ښايست او ښکلا دومره په زړه پورې وه، لکه دا ښار چې ريښتيا هم د قسطنطينې د خوبونو ښار وي، د دې د دنګ محلونه، د دنګې دنګې منارې او شانداره جوماتونه او هغه واړه واړه څلي چې د بازينطينې د دور يادګار و، په ميليونونو، نوي او زاړه محلونه چې ځينې پکې د ميلاد نه د وړاندې مودې هم وو. د دې ټولو مجموعې به يو داسې منظر وړاندې کاوه چې د بيان لپاره يې له ماسره الفاظ نشته، لنډه دا چې دا ښار نه جادويي دنيا ده، د دې ښکلا، زړه راښکون به په فکرو خيال داسې اثر پرېښوده چې کلونه کلونه به پاتې کېده.
زموږ کښتۍ د باسفورس په څپو کې روانې وې، موږ به ترې خوند اخيست، د سبا او بېګا له ګردشونو څخه ناخبره، راتلونکي ته هيله من، له حاله بې پروا، ښکلي او رنګارنګ، حشرات زموږ د کښتۍ په سر الوتل، د دې په اړه ويل کېدل چې دا په حقيقت کې په محل سراى کې د اوسېدنکو ښځو او انجونو روحونه دي، کوم چې دلته د خوښۍ ژوند تېروي، لېکن  د مرګ بې رحمه لاس دوى له دنيا نه په رخصتولو مجبور کړي دي او اوس قدرت پرې دا احسان کړى چې د الوتونکو په څېره کې دلته الوت وکړي او د خپل وخت يادونه تازه کړه، د کومو ياد چې له دوى څخه په جنت کې هم هېر شوى ندى.
له حرم سراى څخه بهر ډېر کلي ودان وو چې په  دوپ کې به يې له سرو سپينو څخه جوړو دروازو داسې ځلا کوله چې سترګې به يې برېښولې، د دې محلونو په برنډو کې به خلک ناست وو او په مختلفو موضوعاتو به يې سره خبرې کولې، د ترکانو دا عادت دى چې ډېرې خبرې کوي، ښه په مړه خېټه ډوډۍ خوري او کله چې د ګپ شپ لپاره سره کيني نو بيا د پورته کېدو نوم نه اخلي، موږ به کښتيو کې د دې ترڅنګ تېرېدو او له دې منظرو نه مو هم خوند اخيسته، کومې ښځې به چې له کوره وتى يا به يې چادري پ سروه او يا هم يو شوخ رنګې لوپټه چې ډيرى وخت به بزګرې ښځې په دې جامه کې له کوره وتې.
زموږ کښتۍ د باسفورس په څپو کې روانه وه، چې د يوه کور څخه د موسيقۍ نغمې پورته کېدې، ښايي کوم د خوښۍ پروګرام پکې و، کور ډېر ښکلى و، د کوم بډايه سړي ماڼۍ ښکارېده، د ودانۍ شا و خوا چمنونه، حوض او فواره وه چې اوبه يې داسې ځلېدې لکه د سرو زرې ورسره ګډې شوي وي.
 موږ لکه د وخت مسافر ورو ورو روان وو، تر دې چې ورځ پايته ورسېده، لمر د ارام لپاره د لويديځ خلوت کدې په لور روان و، د ورځې رڼا د شپې په تياره کې ورکېدله او د جوماتونو له منارونو څخه د اذنونو غږونه پورته کېدل.
الله اکبر   الله اکبر
د دې غږ په اورېدو به موږ  د خوب او خيال له نړۍ څخه را ووتو او د حقيقت نړۍ کې به مو قدم کېښود، په دغو الفاظو کې څومره جادو او اعجاز پروت و.
الله لوى دى، الله لوى دى
خداى يو دى، صرف يو
 او محمد د هغه په حقه رسول دى
راځئ د کاميابۍ لاره اختيار کړئ
او ...
له اذان وروسته کښتۍ چلونکو ته د بېرته تګ امر وشو، د خوښۍ او خوشحالۍ له نړۍ بېرته د درد او غم دنيا ته روان شو.
قسمت باندې د کاڼو اثر:
د باسفورس له چکره چې راتلو راتلو د شپې تياره هره خوا خوره شوې وه، د ښار هره يوه برخه داسې ځلېده، لکه په تياره کې ځلېدنکې سترګې. تر دې چې کله موږ د حرم سراى مرمرينو زينو ته راورسېدو. اوس هره خوا خاموشي خوره وه، هغه واړه واړه الوتونکي حشرات چي ځيني خلک يې روحونه بولي، دا مهال د ارام په خاطر ونو او بوټو ته راټول شوي وو.
نيلي اسمان دا مهال داسې برېښېده، لکه چا چې بخملي تان غوړولى وي_ څنګه چې موږ په زينو کې قدم کېښود، داسې ښکارېده لکه څوک چې له درده ډکه سندره زمزمه کوي_ ما له يو ملګرې وپوښتل : دا څوک دى چې داسې له درده سندره وايي؟
هغه په خندا شوه او ويې ويل:
دا يو ترکى ماڼو(بېړۍ چلونکى) دى، چې په دې ناوخته کې خپل کورته روان دى، چې پدې ډول سندرو ويلو خپل مزل لنډوي.
دروازې ته چې ورسېدو، موږه لګې پښه نيولې شو، مخکې تر دې چې هغه يې پرانيزي ما په اسمان کې يو نازکه نشه وليده_ دا نوې سپوږمۍ وه. ما دواړه لاسونه پورته کړل، لکه څنګه چې زموږ په سيمې(ګورجستان) کې عادت و چې پدې مهال به دعا کېده او له الله جل جلاله  څخه به غوښتل کېده چې اى الله! دغه نوې مياشت زموږ لپاره د خير او برکت مياشت وګرځوې، پدې کې زموږ خواجه سرا راغى_ د پاټک له کړکۍ څخه يې موږ وليدو، غلامانو ته يې حکم وکړ چې دروازه پرانيزي، په باغ کې له ولاړو څوکيدارانو څخه تېر  شو او دخپلو اوسېدو ځاى ته لاړو، دلته له رسېدو سره سم مو، خپلې جامې بدلې کړې، بوټان مو و ويستل، پدې کې احوال راغى چې ډوډۍ تياره ده، له ډوډوۍ خوړو وروسته مو تر ډېره د کار وکړ، واسکټونه، پاى جامې او چپنې زموږ تر سرپرستۍ لاندې جوړېدې، د سلطان د مور دا فرمان و چې کله ناکله دغه کار وکړو او بله ورځ يې هغې ته د ليدو لپاره واستوو.
زموږ غلامانو به چې کله زموږ په لاس جوړ شوي توکي د سلطان مور ته يوړل، نو په ډېرې بې صبرۍ به مو انتظار کاوه چې هسې نه زموږ کار خراب وا نه ارزوي او زموږ دغه کړى کار عبس نه شي.


نور بيا