ليكوال انور احسن صديقي
ژباړن: سردارولي څرك
امير خان په سختو الفاظو مورته وويل: څنګه خبرې كى مورې! اوس موږ دومره خوار شو، دومره ذليل شو چې جميله ناصر ته وركړو، لكه چې ستا په اند موږ كې هيڅ غيرت نه دى پاتې كه څنګه؟
مور يې( بلقيس) ځواب وركړ : زه نه پوهېږم چې دې كې د بې غيرتۍ څه خبره ده؟ تا په ناصر كې څه بدي ليدلې؟ كورنۍ يې ښه زمكه جايداد لري، د پلار يو زوى دى، دوى له موږ نه كم نه بلكې څو جنده زيات دي.
_ خبره د كم او زيات نه ده مورې! دا خلك زموږ له ذات نه ډېر واړه دي، موږ خپله خور و لور داسې خلك ته نشو وركولاى.... كله هم نه.
_ څه خرابي د دوى په كورنۍ كې، نورو خپلوانو دې هم د دوى په كورنۍ كې خپلې لوڼې وركړي. (ولي جان) وګوره دواړه لورګانې يې د دوى په كورنۍ كې وركړي دي.
امير خان په پرېكنده انداز خپلې مور ته وويل : زموږ له نورو خلكو سره كار نشته، خو موږ خپله لور له ځان نه په ټيټه كورنۍ كې نه شو وركولاى.
د امير خان پلار مظفر خان چې لا تر دې دمه غلى و، په سولييز ډول يې دوى ته وويل: ځه سمه ده چې لور په ټيټه كورنۍ كې نه وركوې، خو د جمېله واده بايد وشي، ځكه د هغې عمر نور په پخېدو دى او په خپله كورنۍ كې مو د ده د منګ هلك نشته.
_ هلك څنګه نشته پلاره! اخر په مختار كې څه خرابي ده؟ زموږ د خپلې كورنۍ سړى دى، ښه خلك دي، زمكه جايداد يې هم ښه پرېمانه دى...
بلقيس مداخله وكړه او ويې ويل چې مختار هلك نه بلكې د څلوېښت پېنځه څلوېښتو كالو سړى دى او هغه هم كونډ، يوه لور هم لري، زه جميله كله هم مختار ته نه وركوم.
_ عمر پرېږده مورې! د سړي عمر ته څوك نه ګوري، سړى خو په شپېتو كلنۍ كې هم زوړ نه وي او مختار خو لا پنځوس هم نه دى... بله دا چې لومړۍ ښځه د مرګ يې څو كاله وشول، هسې هم هغه بله ښځه كوي، نو دا كومه بده خبره ده.؟
_ بده خبره څنګه نه ده، زموږ جميله د هغه له نيمايي عمر نه هم وړه ده.
مظفر خان په خواره خوله وويل : نو زموږ په كورنۍ كې خو د جمېلې د عمر سړى نشته، څومره هلكان چې دي ټول ترېينه واړه دي.
_ نو ستا څه مطلب دى چې موږ جميله يو زوړ سړي ته وركړو، ولې په ناصر څه شوي، د هغوى كورنۍ خو هم زموږ د كورنۍ يو ښاخ دى.
امير خانيو ځل بيا مورته مخ واړولو: هغوى زموږ د كورنۍ تر ټولو وروستى او ټيټ ښاخ دى، موږ دومره خوارو خلكو ته خپله لور نشو وركولاى، دا يې وويل او له همدې سره پورته شو.
جميله چې د دروازې شاته ولاړه وه، ټولې خبرې يې اورېدلې وې،په خوله خو يې څه نه وې ، خو په زړه ډېره خفه وه او نرۍ نرۍ اوښكې يې پر مخ روانې وې،ځكه چې كور كې يې يوازې مور د دې ملاتړې وه، پلار خو يې داسې خبرې كولې لكه له زوى نه چې ډارېدو، تر دې چې په دې موهمه خبره كې هم غلى پاتې شو، ورور خو يې ضدي انسان و، كله يې هم د دې واده له ناصر سره نه كولو او اوس خو يې خپله پرېكړه هم واوروله او لاړ. جميله لا هم ولاړوه، د مور و پلار خبرو ته يې غوږ نيولى و.
بلقيس د زوى له تګ نه وروسته خپل خاوند ته وويل: اخر ته ولې خپل زوى نه منعه كوې، ګوره ښه يې واوره، زه كله هم دا نه پرېږدم چې د جمېلې واده له هغه بوډا سره و شي.
_ چې له دې زوړ سړي سره يې نه پرېږدې نو كوم ځوان خو را پيدا كړه. ما خو نه يې منعه كړې، اخر يو څوك خو بايد د دې په مركه راشي كنه.
_ مركه ، خو څه وخت نه راغلې، خو ستاسې (پلار او زوى ) ماغزه خراب شوي دي چې نه يې منۍ، له ناصر دوى نه ښه كورنۍ د جمېلې لپاره نشي پيدا كېدى.
مظفر په ورو وويل: ښايي ته رښتيا وايي، مګر موږ خو د خپل زوى خبره هم نه شو غورځولاى، اخر هغه هم د جميلې مشر ورور دى، زموږ د كورنۍ يواځنې وارث دى، موږ هيڅ كار د هغه له رضا پرته نه شوكولاى، كه هغه په دې مركه خوښ نه دى نو موږ هم بايد ضد ونه كړو.
_ تاسې دواړه، پلار او زوى غواړي چې زما د لور ژوند بر باد كړى، خو زما خبره په غور سره وارئ ، زما په شتون كې د جمېله واده له مختار سره نشي كېداى.
_ ته ښځه ذات يې خپل ځاى وپېژنه، له خپل حد نه وړاندې د تلو كوښښ مه كوه، دا د سړيو كار دى، پرېږده چې سړي پرې تصميم ونيسي.
د پلار د دې زړه زورونكې خبرې په اورېدو د جميلې زړه لكه چړې چې پرې شوى وي څړيكه وكړه، خو هيڅ يې هم له لاس نه كېده، ځكه د دې په اند پلارې ښايي سمه خبره كوله، ځكه همغه څه كېږي چې سړي يې وغواړي او دا خبره اوسنۍ نه ده بلكې له پخوا نه راروانه ده.
په همدې ورځ نږدې ماښام جميله د خپل كلي شاته لاړه او ځان يې هغه ځاى ګڼو ونو ته ورساوه چې تل به يې له ناصر سره پكې ديدن كاوه. د دې له ورتګ نه وړاندې ناصر هلته ولاړ و، كله چې دې ورته د خپل كور خبرې كولې نو بې واره يې له سترګو نه اوښكې روانې شوې. او ورته يې وويل : ما كله هم دا فكر نه وكړى چې له تانه دې به جدا شم او د مختار سره دې زما واده وشي.
دا د كلونو وړاندې خبره ده، هغه وخت چې كله د يو كوچني بزګر مظفر خان په كور كې زوى وشو، نو له ډېرې خوښۍ يې له سترګو اوښكې توې شوې، مظفرخان هم لكه د نورو كليوالو هيله درلوده چې زوى يې وشي او ترڅو چې يې ښځه اولاد راوړي نو ټول دې هلكان وي، چې په راتلونكې كې يې د كورنۍ او ټبر ډيوه ګلېدو ته پرېږنږدي. دى په دې باور و كه داسې كار وشي نو ژوند به يې خوښيو ډك وي.
دكلي ملا صيب د مظفر خان پر زوى امير خاننوم كېښود چې د ټولو خوښ شو، له دې وروسته بلقيس خپل خاوند خوښونكى خبر وانورولو، وورځې شپې ترېدې مظفر خان په تمه و چې بل اولاد به يې وشي، خو د ګلا ب د پيدا كېدو دا دريم كال هم پوره شوه خو، د بل كوم ماشوم درك نه و، مظفر او بلقيس داوړه ډېره خفه و، دوى داسې انګېرله چې د ژوندانۍ رېل ګاډې يې په لومړي سټېشن كې تم شو، كلونه تېر شول خو دوى فكر كاوه چې وخت پر خپل ځاى ولاړ دى.
بيا يوه ورځ ناڅاپه د دوى په سترګو كې د خوښۍ نښې پيدا شوې، له كلونو انتظاره وروسته بلقيس يو ځل بيا اميدواره شوه، د اميدوارۍ په دې نهه مياشتو كې يې تل دعا كوله چې خدى بيا هم زوى وركړي، بلا تعويذونه يې كړي و او چرته چې هم چا ورته كوم زيارت ښوولى و دوى يې دروازه ټك تك كړې وه. خو دا ځل خدى د دوى د خوښې سره سمه مهرباني پر ونه كړه او د زوى پر ځاى يې داځل لور وركړه، د مظفر خان ټوله خوښي له خاورو سره خاورې شوه، ځكه ده خو زوى غوښتو، بلقيس هم خفه وه خو په زړه كې يې لور ته محبت هم و، سمه ده چې هلك په هر لحاظ ترې غوره و، خو دا هم څه د توپ ډنډې بال نه و.
داوه ماشومان په غټېدو وه، د پلار يې ټول پام زوى ته و، خو مور يې په لور هم مهربانه وه او د دواړو يې يو ډول پالنه كوله.
مظفر هيله درلوده چې ځه راتلونكې كې به خدى زوى وركړي، خو داسې ونشوه، كلونه تېر شول خو د دوى په كور كې د بل كوچني غږ چا وانورېدو.
امير خاند مور و پلار ګران زوى او يواځنى وارث و، دوى د همده په سر ژوندي و او لا يې د ژوند تمه درلوده، مظفر خان به د ده هره غوښتنه پرځاى كوله او دا يې پر ځان فرض ګرځولې وه.
د امير خانعمر چې څومره پخېدو، ورسره يې د خپل مالت انجونو ته پام زياتېدو، خو دا كلى و، دلته له ډېرو سره يارنه ستونزمنه وه، مجبور و چې يوه غوره كړي، د ده نظر هم اخر پر خپلې يوې كليوالې (صفيه) ودرېد.
صفيه د دوى د كلي د يوه مخورې كورنۍ لور وه، د هغې هم امير خانخوښېدو، خوښېدو څه چې دمينې لومړى اظهار هم د هغې لخوا و، دوى به تل هڅه كوله چې يو بل سره وګوري او همېشه به د دې كار لپاره ناكراره وو.
د دوى دا هڅه داسې نه وه چې ګنې څوك پرې خبر نه دي، مګر ټول كلې له دې رازه خبر و. هسې خو اميرخان دا اړتيا نه لرله چې دا راز پټ كړي، ځكه د مختار مور كلونه وړاندې وفات شوې وه، دى د مور و پلار يواځنى زوى و، د مختار د مور له مرګ ورورسته يې پلار له خپلې كشرې خينې سره واده وكړ، دې به مختار لكه د خپل اولاد پاله او مينه يې وركوله.
له دويم واده وورسته تر ډېرې مودې د دوى په كور كې د كوم ماشوم غږ پورته نه شو، د واده يې نږدې پيځم كال و چې د مختار توړۍ يو ماشوم دنيا ته راوړ، هغه صفيه وه. د صفيه پلار په دې كار چندان خوښ نه و، ځكه ده هيله درلوده چې له دې ښځې به هم خدى يو زوى وركړي، خو مور يې ډېره خوښه وه او ويل به يې كه نارينه نه دى پروا نه كوي اولاد خو دى.
د مختار او صفيې د عمرونو ترمنځ نږدې دېرش كاله توپيرو و، د صفيې له پيدا كېدو څو ورځې وروسته مختار واده وكړ. تر يو څه مودې پورې د دوى په كور كې كومه عمناكه واقعه نه وه شوې، دوى په خوښۍ خپل ژوند تېراوه، د مختار پلار بلا ځمكه او جايداد درلود او دى يې يواځنى نارينه اولاد و.
د وخت په تېرېدو سره په هرڅه كې ادولون بدلون راځي، ځينې بدلونونه محسوسيږي او ځنې نه، همداسې يو بدلون د مختار دوى په كور كې هم رامنځته شو، يوناڅاپه يې پلار ناروغ شو، دوى يې لا سمه درمنله نه وه پيل كړې چې له دنيا يې رحلت وكړ، د مختار د پلار غم سره له دې چې په ټول كور و، خو ډېر اغېز يې د صفيې په مور و چې ناڅاپه كونډه شوه.
د پلار له ومړينې وروسته مختار د خپلې كورنۍ سرپرست شو، د خور واده اوس د ده له لومړنيو مسؤليتونو څخه يو و، خو فكر يې كاوه چې لا وختي دى. ځكه صفيه لا وړه وه.
يو شى چې په دې ورځو كې يې په مختار ډير اغيز كړى و هغه د ده نارينه اولاد نه لرل و د كوم چې د سخته اړتيا ليدله، ترڅو د دوى ډيوه مړه كېدو ته پرېنږدي.
له ډېر ځنډ وورسته يو ځل بيا د ده ښځه اميدواره شوه، ښځه و مېړه دواړو دا خوب ليده چې خدى به زوى وركړي، خو دا هيله يې سرچپه وخته. د مختار ښځې مړ هلك دنيا ته راوړ او په سبا يې خپله هم مړه شوه چې له امله يې مختار ډېر ودردېدو.
د ښځې د مړينې درد يوخوا، خو د زوى غم دى سم لېونى كړ، د خدى خدى كول چې زوى يې پيدا شي، د رڼا يو بڅرى يې لا ترسترګو شوى نه و چې تيارو پرې حمله وكړه او هرڅه يې په خپله لمنه كې پټ كړل. ده اوس اړتيا ليدله چې له دې تيارو نه ځان وباسي چې په همدې موخه يې د دويم واده نيت وكړ، دا يوازې د ده پرېكړه نه وه بلكې د ده خاله (ناسكه مور) هم پر دې ټينګه وه چې بايد دويم واده وكړي.
د مختار خاله د ده لپاره يو خوا او بلخوا سترګې غړولې چې كومه جنۍ ورته پيدا كړي، د ده عمر دا مهال نږدې څلوېښت كاله و او يوه لور يې هم وه، خو د ده د ډېر مال دولت او مقام له امله ډېرې كورنۍ لېواله وې چې خپلوي ورسره وكړي.
كله يې چې د دويم واده هڅه پيل كړه نو سترګو ته يې جميله ودرېده، مظفر خان او بلقيس لور او د امير خانخور يادوم، دا يې مخكې هم خوښېده، خو دا ډول فكر يې ځكه نه و كړى چې دى واده شوى واو يوه لور يې درلوده، مګر حالاتو چې كله دى د دويم واده په فكر كولو اړ كړ، نو جميلې سره يې مينه پيدا شوه او ده به ورته د خپلې مينې په سترګه كاته.
سره له دې چې د دوى د عمرونو ترمنځ بلا واټن و، خو ده هيله درلوده چې د امير خانله لارې به يې تر لاسه كړي ، دى او مور يې پوهېدل چې امير خانله صفيې سره مينه لري، دواړه كورنۍ د يوې قبيلې بېل ښاخونه و، دواړو ښه سوكاله ژوند درلود، د مختار دوى كورنۍ لا ترې د مال دولت له پلوه غوره وه.
ښكاره خو د امير خاناو صفيې د واده پر وړاندې كوم خنډ نه و، د امير خانمور و پلار هم د دوى له مينې خبر و او د خپل زوى پر غوراوي يې كومه نيوكه نه درولوده.
مختار د صفيې مشر ورور و، امير خان هم دى خپل مشر ورور باله، سره له دې چې د عمرونه يې ډېر توپير و، خو بيا يې هم ترمنځ ښه دوستانه وه.
خبره په لومړيو كې په اشارو او كنايو پيل شوه، خو ورو ورو هرڅه برسېره شول او مختار امير خانته ښكاره وويل چې كه له خور سره يې واده غواړي نو د ده واده دې له خپلې خور جمېلې سره وكړي. كه نه له صفيې دې لاس ووينځي.
د مختار په دې خبرو وبوږنېدو، ځكه امير خانفكر كاوه چې مور و پلار يې ښايي د ده او صفيې په واده كوم اعتراض ونه كړي خو له مختار سره د جميلې واده به ورته د منلو وړ نه وي.
كور كې به چې كله د جميلې د واده خبره كېده، نو مور به يې هيله درلوده چې د كومې ښې كورنۍ له يو ځوان سره يې وكړي، خپله د امير خان هم دا هيله وه چې د خور يې له كوم ښكلي ځوان سره واده وشي. تر دې دمه يې په زړه كې هم نه ګرځېدل چې د جمېلې واده له يو عمر خوړلي او كونډ سړي سره وكړي.
د جميلې غوږو ته هم د كوم چا له خوا دا خبره رسېدلې وه چې مختار د دويم واده اراده لري او د هغه نظر پر دې پرېوتى دى.
له دې هم خبره وه چې ورور يې د مختار له خور صفيې سره مينه لري، خو كله چې د مختار له دې ارادې خبره شوه، نو ډېره غمجنه شوه، ځكه ورور يې پر دې او پر مور و پلار فشار اچولو چې له مختار سره واده ته غاړه كېږدي. د دوى د فشار مقابله كول اسان كار نه و، خو جميلې له ناصر سره مينه درلوده او له هغمغه سريې وداه غوښتو.
ناصر د دوى د كلي يو ځوان و چې كورنۍ يې د دوى قبيلې يوه څانګه وه، خو مظفرخان او امير خاندوى د ځان پر وړاندې ټيټ بلل.
د دوى مينه له هغه وخته پيل شوې وه كله چې دوى واړه و او يو ځاى به يې سره لوبې كولې. او ورو ورو د دوى دا سپېڅلې مينه تر ځوانۍ ورسېده. دوى هڅه كوله چې له مينې يې څوك خبر نشي خو د جميلې مور بلقيس پرې خبره وه، بلقيس يوه مور وه او مور له خپلې لور بايد خبره وي.
همدا علت و كله چې د ناصر مور د جميلې په مركه راغله، بلقيس يې ورتګ بد ونه ګاڼه، د ناصر مور و پلار هم په دې خپلوى خوښ و، ځكه د جميلې دوى كورنۍ تر دوى يو څه لوړه وه او د داسې كورنۍ لور خپله اينګور ګرځول دوى ته د درناوي خبره وه.
سره له دې چې د بلقيس د ناصر مور رابعې ته سم ځواب نه و وركړى، خو بيا هم دا خوښه وه، لومړى خوښي يې په دې وه چې ناصر د دوى خوښ و او بله دا چې د ناصر او جميلې د مينې په اړه چې دې كوم معلومات لرل هغه ټول سم و.
جميلې ته چې كله د مختار د دې هيلې پته ولګېده نو ډيره خفه شوه او ناصر سره يې ليدو ته زړه وشو چې له دې خبرې يې خبر كړي، ناصر هم د دې خبرې په اورېدو سخت خپه شو، خو بيا يې هم له همت نه كار واخيست او جميلې ته يې تسلي وركړه او ورته يې وويل چې هرڅه به سم شي، زه به سبا ته خپله مور تاسې كره در ولېږم، اصلي غلطي زموږ ده، موږ بايد ډېر مخكې خپلو مشرانو ته دا خبره كړى واى، خو ځه خير اوس هم ناوخته نه دى، ستا مور و پلار خو مختار دوى ته ( هو ) نه ده كړې؟
_ د هغوى له كوره تر اوسه كومه مركه نه ده راغلې، خو هر وخت راتلاى شي او ورور به مې دا هڅه كوي چې مور و پلار مې راضي كړي، ځكه چې هغه د مختار له خور سره مينه لري او له هغې سره واده كول غواړي.
_ هغه دې په ښه شوق سره له صفيې سره واده وكړي، هغه چا ايسار كړى دى؟ خو هغه دا حق نه لري چې تانه د قربانۍ اوزګوړى جوړ كړي.
_ هو همداسې كېدونكى دى، ورور مې له صفيې سره واده كول غواړي او مختار له دې خبرې ګټه پورته كړې چې كه ته زما له خور سره واده كول غواړې، نو د خپلې خور واده دې له ماسره وكړه.
_ زه به سبا ته خامخا خپله مور تاسې كره درلېږم، داسې نه شي كېداى، ته زما يې او موږ هيڅوك هم نشي بېلولاى.
جمېلې به په غټو غټو ژړل او ناصر ورته ډاډينه وركوله، هغه خو جميلې ته ډاډ وركاوه خو خپله هم ډېر خپه او خواشينى و، خبره نوره سخته شوې وه، دى پوهېده چې امير خانله صفيې سره واده كول غواړي، كه مختار دا شرط ايښودى وي چې په بدل كې دې خپله خور هغه ته وركړي، نو امير خانبه ورته غاړه كېږدي، اوس سمدسي د كوم ګام پورته كولو وخت دى.
ناصر په سبا خپله مور د جميلې دوى كره واستوله، بلقيس پر دې خبره ډېره خوښه شوه، دا خبره وه چې لور يې او ناصر يو له بل سره مينه لري. دا په همدې تمه وه چې كله به د ناصر مور دوى كره د جميلې په مركه راځي.
تر اوسه خو يې دا خبره له خپل مېړه او زوى سره نه وه شريكه كړې، خو اوس يې وخت رارسېدلى و چې بايد ورسره شريكه شي. نو په ډېره خوږ ه ژبه يې دا خبره له خپل خاوند او زوى سره شريكه كړه او ورته يې وويل چې د ناصر مور د جميلې په مركه راغلې وه او هيله يې درلوده چې خپلوي يې قبوله كړو.
لا يې د مور خبره پاى ه نه ورسېدلې چې امير خان پرې رابړچ وهل او دمور خبره يې تالا ترغۍ كړه، او زياته يې كړه چې مختار ورسره په دې اړه خبرې كړي دي او ده همدا اوس دوى ته دا خبره كوله، مختار له جميلې سره واده كول غواړي، موږ بايد د هغه خبره ومنو.
_ لېونى شوى خو نه يې؟ چرته جميله او چرته مختار، ړوند خو نه يې د دواړو د عمر توپير ته خو لږ وګوره بيا خبره كوه، د پلار همزولى يې دى.
د دې خبرو نه وروسته به همېشه د دوى په كور كې غالمغال و، بلقيس جدي خپل زوى ته ويلي و چې د جميلې واده به له مختار سره نه د ناصر سره كوي، خو امير خانهم خپلې خبرې ته اړم و چې د خور واده به يې له مختار سره كېږي.
تر كومه ځايه چې د مظفر خان خبره وه هغه هم نه غوښتل چې د لور واده يې له يو عمر خوړلي سړي سره چې كونډ هم دى وشي. خو خپل زوى يې هم نشو خپه كولاى، دى پوهيدو چې زوى يې ولې ضد كوي، يوازې ده ته نه ټولو ته معلومه وه چې مختار پر ده شرط ايښى و چې كه له صفيې سره واده كول غواړې نو د خپلې خور واده دې بايد له ماسره وكړې.
د مختار ميرې هم د جميلې دوى كره د خپل زوى لپاره په مركه ورغلې وه خو د جميلې مور ورته هيڅ ځواب نه و وركړى.
نن هم د دوى په كور كې دعوې دنګلې روانې وې، امير خانمور ته سم ويلي و چې د خور واده به يې له ناصر سره نه له مختار سره كېږي او دا د ده اخري پرېكړه وه.
جمېلې دا هرڅه اورېدل، څه چې په كور كې تېر شوي و، ټول ورته معلوم و چې له امله يې خپګان، زړه بداوي او ناهيلى كې ډېروالى راغى، سره له دې چې كور كې يې مور د ده په پلو وه خو دلته كله د دې واك چلېدو، په كومې ټولنه كې چې دې ژوند كاوه په دې كې ټولې مهمې پرېكړې سړي كوي نه ښځې.
جميله د خپلې مور په مينې پوره باوري وه، خو د خپلې مور مجبوري هم ورته معلومه وه، كه د مور پر ځاى يې پلار د دې ملاتړ كړى وى، نو اوس به حالت داسې نه وى،مګر پلار خو يې منځنۍ لار غوره كړې وه، نه يې لور خپه كوله او نه يې زوى خپه ليدلاى شو.
جميلې د دوى درې واړو تندې او ترخې خبرې ښې د زړه په غوږ واورېدې او وروسته د ناصر سره ليدو ته روانه شوه، له دې واړندې امير خانجميله له ناصر سره په خبرو كولو ليدلې وه او وره يې اختار هم وركړى و چې نور دې له ناصر سره ليده كاته نه كوي، (( دا خلك له موږ نه ډېر ټيټ دي، له دوى نه چې څومره لرې يې ښه دى.))
د دې خبرو په اورېدو د جميلې زړه ډېر زورېدلى و او د تل لپاره ورباندې دا داغ لګېدلى و، خو مجبوره وه چې د ورور خبرې واوري.
نن ورځ يې ناصر ته سم وويل چې په كور كې يې پلار او ورور د دوى دواړو د واده پر خلاف دى او كله به هم پرېنږدي چې دوى دواړه واده وكړي،يوازې مور مې زما په طرف ده، خو د هغه په ملاتړ هيڅ هم نه كېږي، پرېكړې خو پلار كوي او هغه پرېكړه كړې ده، هغه زما واده له مختار سره كوي، ترڅو د مختار د خور واده زما له ورور سره وشي، خو زه به كله هم دا موقع هغوى ته په لاس ورنكړم، زه له به دې كاره وړاندې ځان ووژنم.
_ ته داسې هيڅ هم مه كوه، موږ يوځاى د مرګ او ژوند سوګند خوړلى، څه چې كو شريك به يې كو، موږ به پټ په پټه له كلي وتښتو او ښار ته به لاړ شو، هلته به واده وكړو، ښار كې زما يو دوست دى، هغه به زموږ پوره مرسته، زه به له وړاندې نه له هغه سره خبرې وكړم.
جملې ژړغوني اواز ورته وويل چې نه ناصره! په دې حالت كې خو به دوى يوازې ما نه تا هم ووژني او زه نه غواړم چې زما د كور د ضد له كبله ته ووژل شې، كه زه مړه شم زما كورنۍ په تاون وكړي، خو ستا كورنۍ ولې تاوان وكړي؟
_ داسې به كله هم ونشي جميلې، موږ چې څه هم كو، شريك به يې كو، ما ته د لږ سوچ كولو وخت راكړه، په يو دوه ورځو كې به هرڅه سم شي.
_ ښه نو زه اوس ځم جميلې ورنه مخه ښه واخيست او روانه شوه، خو لا يې دوه قدمه نه و اخيستي ودرېده او ناصر ته يې وويل چې زه يرېږم هسې نه چا ليدلې نه يم، په دې ورځو كې خو مې ورور خپل نوكر (فضل) راپسې اچولى دى. ورور مې غواړي چې موږ سره نور ونه وينو خو زه به يوه نه يوه لاره ګورم او راځم به، خو كه ورور مې خبر شو نو سخت په قار به شي.
مګر جميلې ته دا پته نه وه چې څو شېبې وړاندې فضل د ده قدمونه څارلي و او دلته ورپسې راغلى و او په ډېرې هوښيارۍ يې په يوه بوټي كې ځان پټ كړى و او د دوى ډيرى خبرې يې اورېدلې وې، څنګه چې جميلې وويل چې ( ښه نو زه ځم) همدې سره هغه لكه د هوښيارې پيشو پرته له دې چې د پښو ښكالو يې څوك واروي له هغه ځايه يې ځان راوويست او له جميلې وړاندې كور ته لاړ.
***
دې وخت كې كور له جميلې پرته ټول موجود و، خو امير خان فضل ته ويلي و چې د خلكو پر وړاندې به ورسره د جميلې په هكله خبرې نه كوي. نو له همدې امله هغه ډېر احتياط كاوه. مخكې هم څو ځله هغه د جميلې او ناصر د ليدو كتو په اړه امير خانته راپورونه وركړي وو او ده خپله خور سخته رټلې وه، خو جميلې به دا ليده كاته غير ارادي او اتفاقي وبلل او ځان به يې ترې خلاص كړ.
مګر اوس فضل د دې او ناصر ترمنځ شوې خبرې ټكي په ټكي اورېدلې وې، جميلې د ځان وژنې ګواښونه كول او ناصر پټ په پټه واده كولو ته راضي كوله.
فضل خپل بادار يو ګوښه ځاى ته ځان سره يوړو او هلته يې ورته دا ټولې خبرې وكړې. د خبرو په اورېدو د امير خانپه مازغو كې اور بل شو، خور يې د خپلو خوښيو دښمنه و ګڼلله، خو دا نه پوهېدو چې دى هم د خپلې خور د خوښيو دښمن دى او د هغې ژوند تباه كوي. په ډېرې سختۍ يې فضلو ته وويل چې سمه ده ته اوس لاړ شه خو خوله دې بنده ساته!
فضل دواړه لاسونه په سينه ونيول او زياته يې كړه چې زما ژبه، خو تل ستا د حكم پا بنده ده صيب! او همدې سره روان شو.
كله چې جميله بېرته كور ته راستنه شوه، په كور كې يې مور، و پلار او ورور موجود و، كله يې چې د كاله په وره راننوته، امير خانله ډېرې غوسې سور او شين شو او پوښتنه يې ورنه وكړه: (( له كومې خوا راغلې؟))
_ زه ... بهر پټيو ته تللې وم، لږ سابه مې كوله هغه مې راوړل او له دې سره يې په پلو كې شنه سابه امير خانته وښودل، دې د احتياط په خاطر بېرته چې كله كورته راتله له يوه پټي نه سابه راكړي وو. ځكه دا بهرته د تګ يوازينى سم دليل و، مګر دا نه پوهېده چې ورور يې له هرڅه خبر دى.
جميلې خپلو خبرو ته دوام وركړ او زياته يې كړه چې له څو ورځو راهيسې مې شنو سبو ته زړه شوى و، مګر بهر ته ... دې لا خبره نه وه پوره كړې چې امير خانورباندې خوله راخلاصه كړه.
امير خانله قاره په چغو شو او ورته يې وويل : (( چټيات بند كړه، دروغ وايې ته، ته سبو پسې نه بلكې د ناصر ديدن ته تللې وې.)) د امير خانپه دې چغو او بدو ردو مظفرخان چې له دوى يو څه وړاندې په كټ كې پروت راجګ شو او بلقيس هم په منډه پخلنځي څخه را ووته.
_ زه خو... زه خو سبو پسې تللې وم.
_ غلې شه بې شرمې جنۍ! ته اوس دومره په خپل سر شوې چې چرته دې زړه وغواړې ځې، تا زموږ شرمولو پسې راخيستې ده، خو زه دې هم اوس ژوندۍ نه پرېږدم. همدې سره يې په يوه اړخ كې پروت تبر ته لاس كړ.
مظفرخان چې د زوى په لاس كې تبر وليدو، له كټه پاڅېد او غږ يې پرې وكړ: ((څه كوې والكه! ))
خو په امير خان لكه د لېونتوب څپه چې راغلي وي، له غوسې سور او شين كېده، د پلار غږ يې هډو وانه ورېد، بد او رد يې ويل د خور په لور روان و((د هغه بې غيرته، كم ذاته ناصر سره دې د تېښتې پلان جوړ كړى، ته اوس موږ خلكو ته د مخ ښكاره كول وړ نه پرېږدې.))
امير خاندا خبرې په يوه ساه كولې او مخكې تر دې چې مور و پلار يې له لاسه تبر واخلي او يا جميله يې ترې ځان يو خوا ته كړي په ښه زور يې پرې ګوزار وكړ او سر يې ورته دوه نيمه كړ.
دې وخت كې يې مور ورته راورسېده، او د جميلې سر يې په غېږ كې ونيوه، زوى ته په سپكوسپور سر شوه: ((ځوانيمرګ شې څه دې كړل، دا خو مړه شوه، خو ته به هم په دار شې، خدايه! دا په څه غم دې اخته كړو. اوس به موږ د چا غم ته ژاړو.))
مظفر خان د دې حالت په ليدو لكه كالبد يوې څنډې ته جام پاتې و، په رډو رډو يې د خپلې لور مړي ته كتل، رنګ يې تك سپين تښتېدلى و، تا به ويل چا ترې ټوله وينه ويستې ده.
په خپله امير خان هم يره او هيبت خور و، ده چې په غوسه كې كوم ګام پورته كړى و، اوس پوهيدو چې څه يې كړي او انجام به يې څه وي؟ اوس يې هغه غوسه سړه وه، هغه اور يې چې شېبه وړاندې يې دى دې كار ته اړ كړى وسوړ شوى و او په رډو رډو يې د خپلې خور مړي ته كتل.
بلقيس چې د لور مړى يې مخې ته پروت و په يوه ساه يې ژړل او چغې_ كوكارې يې وهلې: وه خدايه ! لور مې مړه شوه، وى لورې... وى لورې... وه خدايه......))
مظفر خان چې تر اوسه غلى ولاړو په خبرو راغى او له امير خاننه يې پوښتنې پيل كړې چې زويه! ژر ژر راته وايه، تا ته چا ووې چې دوى تښتي؟
_ ماته ... ماته فضل ووې هغه څارلي وو.
_ چرته يې ليدلي و؟
امير خانورته وويل چې د كلي شاته د ( سالم) دوى په باغ كې يې ليدلي و چې كور نه يې د تېښتې په اړه خبرې كولې چې ښار ته به لاړ شي او واده به وكړي.
_ بس سمه ده زويه، خو تا هيڅ هم نه دي كړي، هيڅ هم نه، زه په غيرت كې راغلى وم او جميله مې وژلې ده، پوليسو ته به هم زه دغه خبره كوم.
بلقيس په حيرانۍ ورنه وپوښتل چې دا ته څه وايې وه سړيه!؟
څه چې درته وايم ښه په غور يې واره او په مزغو كې يې كېنوه.زما زوى زندان ته نه ځي، ده لا په دنيا كې څه ليدلي دي، زه زندان ته ځم، په ماهسې هم دنيا تېره ده.
_ مګر... سړيه! بلقيس څه ويل، خو مظفر خان يې خبره پرې كړه او ويې ويل: موږ ټول بايد دا و وايو، چې دا قتل د غيرت له امله كړى. ماته ډېره سزا نه راكوي، څه موده وروسته په خوشې شم، خو امير خان به ضرور له دې سزا نه بچوم.
_ خو پلاره... !، پلاره! ته اوس زما په خاطر، امير خانڅه ويل غوښتل خو ستونى يې وچ شو او خبره ترې نيمګړې پاتې شوه.
پلار يې ځواب وركړ چې ستا په خاطر نه د ځان په خاطر، كه چيرې مې نور زامن درلودى، ښايي داسې مې نه وى كړى، خو ته مې يوازينى زوى يې، ستا په سر زه ژوند كوم، هم ستا لخوا به زموږ د كورنۍ ډيو بله وي، ته موږ ته هرڅه يې، خو كه ته نه يې، نو هيڅ هم نشته، موږ كنګال يو زويه كنګال.
بلقيس حيران حيران خپل مېړه ته كتل، سره له دې چې دا خبره په ځاى نه وه، خو د اختلاف حوصله پكې نه وه پاتې او هسې هم خاوند يې په حقه و، امير خانلا د دې نه و چې د زندان تورو تمبو شاته دې پرېوزي، لور يې هسې هم لاړه، خو زوى يې هم له لاسه وتلو.
څو شېبې وروسته ټوله كيسه بدله شوې وه، مظفر خان د خپل ګران زوى د بچېدا په خاطر دې قربانۍ ته تيار شو، امير خاند ده يوازينى زوى او وارث و، ده د جميلې غوندې څو لورګانې له امير خانزارولى شوې... تر كومه ځايه چې د ده خبره وه، دى ډاډه و چې ده ته به ډېره سزا ورنكړل شي، ځكه ده خپله لور د ننګ او غيرت په نوم وژلې وه.
دى وخت كې مختار د كلا پر وره راننوتو، ترڅنګ يې يو بل سړى هم چې پر سر يې يوه توكرۍ وه او د خپل باغ ډول ډول مېوې يې دوى ته د سوغات په توګه راوړې وې، مګر مختار او هغه راغلي سړي چې څنګ په انګړ كې قدم كېښود له يوه عجيب غريب حالت سره مخ شول، په ځمكه يې د جميلې مړى وليدو چې ترڅنګ يې بلقيس ناسته وه، له دې لږ هاخوا مظفر خان تبر په لاس دامير خانترڅنګ ولاړ و.
مخكې تر دې چې مختار او ور سره راغلى كس پوښتنه وكړي، مظفر په لوړ اواز وويل : ما جميله ووژله، موږ څو ځله دا پوه كړه چې له دې كم ذاتي ناصر سره ليده كاته بند كړه خو دا منعه نشوه، همدا اوس هم د هغه ديدن ته تللې وه.
مختار او ور سره راغلى مزدور هماغسې غلي ولاړ وو، تر يو څو شېبو پورې خو د مختار سر د مظفر خان په خبرو خلاص نه شو چې څه يې ووې.
_ ما ... ما د خپل باغ مېوه يوه څه مېوه راوړې وه، همدې سره يې مزدور ته اشاره وكړه، هغه له سره ټوكرۍ راښكته كړه او پر ځمكه يې كېښوده، خو ماته پته نه وه چې... .
_ ((چاته هم پته نشته مختاره... ! يوازې ماته پته ولګېده چې د ناصر ليدو ته تللې وه، چې څنګ راغله نو و مې وژله اوس به زه خپله ځان پوليسو ته سپارم ... .))
په همدې كې د بلقيس په ژړا او چيغو د ګاوند يوه ښځه د دوى پر وره راننوته ، كله يې چې دا حالت وليد په چيغو او بغارو يې سر كړ او په منډه له كوره ووته. شېبه وروسته ټول مالت خبر شوى وو چې مظفر خان خپله لور د بد لمنۍ په تور وژلې ده.
كومې چې له يو ټيټ ذاتي ناصر سره د تېښتې تابيا نيولې وه. كله چې دا خبر د ناصر دوى كورته ورسېد، ټول ډېر ووېرېدل، د ناصر پلار احمد خپل ځوى په خطر كې وليد، ځكه ده سره د اړيكو له كبله مظفرخان خپله لور وژلې وه.
ناصر له ډېره نور لېونى كېدونكى و، ډېر نارامه و، جميله د ده په محبت كې وژل شوې وه او دې لا ژوندى و، د خو له هغې سره د يو ځاى ژوند او يو ځاى مرګ پرېكړه كړې وه، نو دى بيا ولې ژوندى دى؟ هغه وخت خو ده فكر هم نشو كولاى چې له جميلې سره دې دا ډول كار وشي.
له جمېلې پرته ورته دنيا ډېره وېرونكې ښكارېده، زړه يې ډك و، خو نه يې ګرېوان څيرلى شو او نه يې په چغو چغو ژړا كولاى شوه، له ډېره درده د مور و پلار په مخكې په ژړا شو او كواښونه يې كول چې دى به مظفرخان ژوندى پرېنږد ځكه جميله يې د ده په خاطر وژلې.... ((زه د جميلې قاتل ژوندى نه پرېږدم. ))
پلار ( احمد) ورته وويل : ته به هيڅ هم نه كوې، مظفر ستا مېرمن نه خپله لور وژلې ده او د خپل جرم اقبال يې هم كړى، شاهدان هم شته، پوليس به ورنه پوښتنې ګروېګنې كوي، ته په دې لانجه كې ځان مه ښكېلوه.
د ناصر مور رشيدې هم د خاوند خبر تايد كړه او زوى ته يې وويل چې په شخړه كې ځان ښكېل نه كړي، جميله خو مړه شوه، ته دې اوس د ځان غم كوه چې يو زره الزام هم په تا رانشي.
د ښځې خبرې يې لا خلاصې نه وې چې احمد بيا پر زوى غږ چې دلته دې ژوند خوند نه دى ، ژر تر ژره كلى پرېږده او كراچۍ ته لاړ شه، هلته زموږ ډېر خپلوان دي هغوى به دې د اوسېدو بندوبست وكړي.
ځينې واقعتونه ډېر ترخه او ظالم وي، خو له حالاتو سره جوړ جاړى پكار دى، ناصر نه غوښتل چې كلى پرېږدي او كراچۍ ته له خپلوانو كره لاړ شي، ځكه ده فكر كاوه چې په دې سره به يې مينه بدنامه شي، ده غوښتل چې په كلي كې پاتې شي او خلكو ته سم او واضح ووايي چې له جميلې سره يې مينه وه او واده يې ورسره غوښتو او دا د دوى غلطي نه وه، خو دا هيڅ يې هم ونه كړاى شو او د مور و پلار په خوله په همدې شپه كراچۍ ته روان شو.
مظفرخان تبر په لاس ځان پوليسو ته حواله كړ، او پوليسو ته يې د جميلې د قتل اقرار وكړ چې لور يې له يو ټيټ ذاتي ناصر سره د تېښتې تابيا كړې وه، فضل ( د دوى نوكر) دا هر څه اورېدي و او بيا يې دى پرې خبر كړ، كله چې جميله د ناصر سره له ليدو وروسته كورته راغله او ده ورنه پوښتنه وكړه چې له كومې راغلې نو جميلې ورته دروغ ووې، خو دا خبره نه وچې پلار يې خبر دى چې د چا ليدو ته تللې وه، د ده هم غوسه ورغله او پر جميلې يې د تبر ګوزار وكړ چې په پايله كې يې دا پېښه رامنځته شوه.
پوليسو پر مظفر سر بېره د ده د مېرمن بلقيس او زوى امير خانهم وپوښتل، خو دا چې ده له وړاندې پوه كړي وو، نو د مظفر له وينا سره سم يې ځوابونه وركړل.
له مختار ، د هغه له مزود او ګاونډۍ ښځې نه هم بيان واخيستل شو، خو دوى يوازې د هغه حالت شاهدان و كله چې جميله مړه وه او مظفر خان تبر په لاس ورسره ولاړ و.
مظفر په خپل بيان كې ويلي و چې خپله لور يې د غيرت له مخې وژلې، دا زما او زموږ د ټول قوم د شرم خبره وه، ماسره د دې له وژلو پرته نوره چاره نه وه.
مظفر يې د خپلې لور د وژلو په تور بندي كړ، ده خپله خپل جرم منلى و او ښځې او ځوى يې هم د دې پېښې شاهدان و، نو ځكه ورسره پوليسو له سختۍنه كار وانخيست.
دا په دې ورځو كې د بې شمېره قتلونو څخه يو چې د غيرت په نوم تر سره شوى و، په دې كې د ډېرې پلټنې اړتيا نه وه، هرڅه روښانه و، خو بيا هم سره له دې چې ناصر له دې پېښې سره مستقيمې اړيكې نه درلودې،ځكه هغه عيني شاهد نه و، خو بياهم پوليسو اړينه بلله چې له هغه نه پوښتنې ګروېګنې وشي.
پوليسو ته د ناصر د يو څو روپو شكولو موقع په لاس ورغلې وه، خو كورنۍ يې مخكې تر مخكې دى له كوره نادركه كړ او شپې د شپې يې كراچۍ ته خپلو دوستانو كره واستولو.
د پوليسو مشر نور الدين چې كله د حوالدار مسعود سره د ناصر دوى كره ورسېد ، نو هلته ورته د ناصر د پلار لخوا وويل شول چې ناصر كراچۍ ته تللى دى.
_ ((ولې تللى دى)) د پوليسو مشر د په غوسې ترې دا پوښتنه وكړه او زياته يې كړه چې له كوره د پرديو انجونو تښتولو ته ښه تيار و، خو اوس چې و وژل شوه، نو ده پښې سپكې كړې او وتښتېدو.
ته يې د هغه ځاى ادرس راكړه موږ به ورپسې پوليس واستو او ګرفتار به يې كړو، دا د وژنې كېس دى هسې ګپ شپ نه دى.
احمد بخش ورته په نرمه لهجه وويل چې صيبه! دا سمه ده چې د وژنې كېس دى، خو تاسې دا هم وګورئ چې له دې پېښې سره زما د زوى څه اړيكې دي؟ ده خو څوك نه دي وژل_ جميله په خپل كور كې وژل شوې او هلته خو زما زوى نه و.
د پوليسو مشر پرې سترګې برګې كړې او ورته يې وويل: مګر ستا د زوى خو له هغسې سره ناوړه اړيكې درلودې او هغې سره يې يو ځاى له كور د تېښتې پلان درلودو كنه، ته شكر اوباسه چې مظفر يوازى خپله لور وژلې، كه يې ورسره ستا زوى هم وژلى واى نو خلكو ته به پته لګېدلې وه چې د دا ډول كارونو پايله څنګه ده؟
احمد بخش په ويرېدلي لهجې ورته وويل چې نه، نه هغه به ولې زما زوى وژني؟
_ ((ولې به يې وژني؟ په هغه جرم په كوم يې چې خپله لور وژلې ده.)) په ده خو د يو جنۍ د تښتولو تور ثابت دى، دى بايد د پوليس پر وړاندې حاضر شي، ته بايد موږ ته د هغه پته راكړې...
احمد بخش سره له دې چې په كلي كې اوسېده خو، په كلي كې د ډېرو شخړو حلولو او ډغرو له امله په قانون يو څه پوه شوى و، دى پوهېده چې زوى ته يې له دې امله كومه سزا نه وركول كېږي، خو بيا هم ډارېدو چې بې ګناه، ګناهګار ثابتول، د دروغو شاهدان پيداكول او ... د پوليسو د چپ لاس كار دى او خلك په يره كې اچول د هغو نه پيسې شكول لارې چارې دي.
د مطلب خبرې پيل شوې، د پوليسو مشر د جګ قيمت نه پيل وكړ او احمد بخش خپلې ستونزې ورته بيان كړې او ټيټ نرخ يې ورته وړانديز كړ.
خو پوليسو لا له وړاندې پرېكړه كړې وه چې بايد څومره پيسې ترې واخلي، د هماغومره پيسېو په شاوخوا كې پرېكړه وشوه، احمد بخش لاړ هغه پيسې يې پوليسو راوړې او په همدې توګه يې ځان اوزوى د پوليسو له نه وژغورلو.
د مظفر خان له زنداني كېدو وروسته امير خان او مور يې يوازې په كور كې پاتې شول. د مور يې ډېر وخت په ژړا او غم كې تېرېده، د دې په مخكې د جمېلې وژنه يوه داسې وېرونكې او وحشيانه كړنه وه چې دې كله هم نه شوه هېرولى. د كلي خلك او خپل خپلوان به دې د ډاډينې او غمرازۍ لپاره راتلل، خو بلقيس به ځان ګناهګار احساسولو، د لور د وژنې غم يې يو خوا مګر دا چې د لور اصلي قاتل يې چاته نه شو ښودلى دا هم څه كم نه و، دوى كره راغليو خلكو به ترې پرلپسې پوښتنې او د لا زياتو معلوماتو ټولولو هڅه به يې كوله او دې به له مجبورې ورځې پام كولو چې له اصلي رازه څوك خبر نشي.
د دې خاوند جمېلې ته لاس هم نه و وروړى، خو دا مجبوره وه چې خلكو ته ووايي چې جميله خپل پلار ووژله. د زوى د خلاصون لپاره به دې خوارې دروغ ويل تر دې چې كله كله به يې ژبه د دروغ ويلو له كبله بندېده او ستونى به يې په درد شو.
مظفر خان كله هم پر جميلې ظلم نه كولو او له دې څخه بلقيس ښه خبره وه په دې هم پوهېده چې د ناصر او جمېلې رشته د ده لپاره دومره د نا خوښۍ خبره نه ده. ناصر ښه هلك و او ډېرې ښېګڼې يې لرلې، بلقيس او مظفر خان له دې خبرې هم خبر و چې جميله او ناصر له يو بل سره مينه لري.
بلقيس په دې ډاډه وه چې خپل خاوند به پر دې راضي كړي چې جميله ناصر ته وركړي، خو مظفرخان د زوى د ضد پر وړاندې پاتې راغى، د زوى يې د مختار له خور سره مينه وه او هغه په هر ډول چې كېده له هغې سره واده كول غوښتل، كه څه هم د خور ژوند يې تبا شوى واى.
جميله مړه شوې وه، هغه د دنيا له هر غم او هر عذاب نه د تل لپاره خلاصه شوې وه، مګر بلقيس او مظفر خان د دې د مړينې د عذاب پرته له نور غذابونو څخه تېرېده.
مظفر خان كله هم د جميلې د وژنې په هكله فكر نه و كړى، جميله يې لور وه، يواځينۍ لور، سره له دې چې هغه له دې سره د زوۍ هومره مينه نه كوله خو مرګ يې هم پرې پېرزو نه و.
د ده د خپل زوى دا وحشيانه كړنه هيڅ خوښه شوې نه وه، ځكه د جميله يوازې پر دې تور چې له ناصر سره ليدو ته تللې وه او له هغه سره يې په پټه د واده تابيا نيوله، د دوى نوكر چې ده ته كومه د دوى دواړو د لېدنې په هكله كومې خبرې كړې وې په دې كې داسې كومه شرمناكه خبره نه وه. دوى دواړو داسې كوم كار نه و كړى چې د وژنې حكم دې پرې وشي... مګر بيا هم امير خان جميله ووژله . دى په دې خپه و چې زوى ته د دې كار جزا هم نشي وركولاى.
په زندان كې مظفرخان شپې او ورځې ډېرې په سختۍ تېرولې. د شپې په تياره كې به يې ترڅو څوك پرې پوه د لور په ياد كې ښه ډېر وژړل، كومه چې ډېره په بې رحمۍ سره و وژل شوه.
د دې پر وړاندې يې لور جميله په وينه كې لت پت پرته و او د سر له ټپ نه يې وينې پر ټول بدن روانې وې، خو ده هيڅ هم ونشو كړاى، دماغو ته يې ډول ډول خبرې راتلې او زوراوه به يې چې ايا د جمېلې د مينې همدا سزا وه؟ ايا هغه د داسې كړنې وړ وه؟ او اوس به څه كېږي؟ ... دا يوه داسې پوښتنه وه چې تل به يې په ذهن كې ګرځېده او ده كې يې د ځوابولو توان نه و.
ده خو ځان د خپلې لور قاتل معرفي كړ، خو دا چې پايله به يې څه ډول وي دې ته فكر وړى و. ځكه هغه وخت خو يې دې سوچ لپاره موقع نه وه موندلې. يوازې په دې فكر كې و چې څنګه خپله كورنۍ له تباهۍ نه وژغوري چې د دې لپاره اړ و چې دلور د وژنې الزام پر خپل سر واخلي. مګر اوس يې د خپلې پايلې په اړه ډول ډول خيالونه ذهن ته رازي او زوري يې.
تر اوس خو دى په دې فكر كې و چې ښايي د لږې مودې سزا به وركړل شي او دا هم كېداى شي چې په ضمانت خوشي شي، ځكه د خو دا قتل د كومې دښمنۍ پر بنسټ نه و كړى. ده خو له غيرته او له ننګه خپله سكه لور ووژله او د غيرت په د لور، خور، ښځې او يا مور وژنه له زړو دودونو څخه دي چې هر سړى يې درناوى كوي.
مظفر خان به خپل زړه ته به يې تسلي وركوله او ويل به يې چې كه سزا هم راكړل شي نو ښايي كال دوه كاله وي او بېرته به له زندانه ووځي، څه د كلونو بند خو نه دى.
له مظفر خان، امير خان او بلقيس نه پرته چاته هم دا پته نه وه چې جميله يې پلار نه بلكې ورور امير خان وژلې ده.
مختار هغه وخت دوى كره له خپل نوكر سره راننوتى و چې جميله پر ځمكه پرته وه او تبر د مظفر خان په لاس كې و كوم چې دا وخت له جميلې سره نږدې ولاړ و. نو ځكه د دې پوښتنې هډو اړتيا نه پيدا كېده چې جميله چا وژلې ده؟
او بله دا چې مظفر خپله دا اقرار كړى و چې جميله ده وژلې ده،او علت يې دا ښودلى و چې هغه بد چلنه وه، نو ځكه مختار ته هم دا پته ونه لګېده چې اصلي قاتل څوك دى؟ د ده په وړاندې هم مظفر خان د جميلې قاتل و.
جميله د مختار مينه نه وه بلكې يو شوق يې و چې په نه پوره كېدو يې پرې نه دا چې اثر پرېوتو بلكى خوشحاله هم شو، ځكه چې كه جميله د ده نه شوه نو د ناصر هم نشوله.
كه جميله د ناصر شوې واى، نو د خپلې رشتې ردول به ورته ډېر سخت پرېوتي و، خو اوس چې مړه ده نو دى ځان له دې توهين خلاص ګڼي چې ګنې جميلې يې رشته رد كړى.
د جميلې كيسه خو پاى ته رسېدلې وه مګر د امير خان هغه لا اوس هم د پخوا په شان پرته وه، دمختار خو وړاندې هم د امير خان او صفيې پر واده كوم اعتراض نه و، شرط د له قصده ايښى و چې له دې لارې ښايي جميله تر لاسه كړي. ځكه له دې پرته كله هم ده له جميلې سره واده نشو كولاى.
تر كومې چې د بلقيس خبره وه، د دې هم پرته له دې چې خپلې شونډې وګنډې او يا ناسمه ګواهي وركړي بله چاره نه وه. دا شه پوهېده چې د دې له خولې نه وتونكي رښتيا يې د ځوى ژوند تباه كوي، لور خو يې له وړاندې له لاسه وتلې وه، نو څه وكړي، له ځوى څخه هم لاسونه ووينځي؟
دا اړه وه چې له دې دردونكي او په وينو لت پت راز سره ژوندۍ پاتې شي، ترڅو چې ژوندۍ وي نه دا راز به په زړه كې ساتي.
مګر د اميد يو څراغ و چې په تياره زړه كې يې رڼا پيدا كړي_ د مظفر خان په څېر دا هم تر ډېره په دې ډاډه وه چې خاوند به يې له زندان نه خلاص شي. بس د څو كالو سزا به وي چې په تېرېدو به ډېر ژر كور ته راستون شي او بيا به يو نوى ژوند پيل كړي. تر اوسه خو لا د دومره عمر نه وه چې د څو كالو په لګښت (ضايع كېدو) يې مرګ سرته ودرېږي.
امير خان مور ته تسلي وركوله او ويې ويل:((پلار به مې ډېر ژر راخلاص شي، دغيرت په نوم خو يا سزا نه وي او كه وي هم نه ډېره معمولي وي، پلار چې راخلاص شي، نو پوهه شه چې ورك شوي ټول شيان مو بېرته تر لاسه كړل.))
((نه))، بلقيس له خفګانه په ډكې لهجې ځواب وركړ او زياته يې كړه چې هيڅ په هم بېرته تر لاسه نشي، جميله له دې نړۍ نه تللې، هغه خو اوس كله هم بېرته نه راځي!
امير خان د مور هيڅ ځواب ورنكړ، ښايي له ده سره كوم ځواب نه و، هغه خاموشه شو او لږه شېبه وروسته له كوره ووتو.
هغه د مختار كور ته ورسېد، له مختار او صفيې دواړه سره يې وليدل، ټول په كور كې و، د صفيې مور هم وه.
اميرخان سره له څو شېبو خبرو وروسته صفيه د چايو راوړلو لپاره پاڅېده، او د اميرخان او مختار ترمنځ د مظفرخان د خلاصون په اړه خبرې پيل شوې.
مختار وويل چې ده د يو ښه تكړه وكيل په اړه فكر كړى، سيف الله نومېږي، هغه ډېر تكړه دې، په تېره د دا ډول كېسونو، بلا خلك يې له سزا بچ كړي دي، دى به مظفرخان كاكا هم خلاص كړي.
_ ((هو، ما يې هم نوم اورېدلى، د په خپل كوښښ (دينو) هم برى كړى و، كوم چې خپله اينګور يې وژلې وه.
_ بلې... ، هغه د دې كار ماهر دى، كه چرې ته تيار يې، نو دواړه به ښار ته ورپسې ورشو او خبرې به ورسره وكړو، اوس خو دې د لومړنيو كارونو لپاره له محمد قدير سره خبره كړې ده كنه!؟
_ ((قدير خو به يواځې لومړني كارونه تر سره كړي، پاتې اصلي كار خو يې بايد كوم تكړه او تجرب لرونكى وكيل تر سره كړي، ته سم ووې، مختاره! ... موږ به د سيف الله خواته ورشو.))