دوى دواړه ښار ته لاړل او له مشهور وكيل سيف الله سره يې خبره غوټه كړه او د مظفر خان كېس يې ور حواله كړ.
سيف الله دوى ته يقين وركړ چې پوره كوښښ به كوي ترڅو لومړى خو تورن بري شي او كه نه نو لږ تر لږه دا خو به وكړي چې سزا يې راكمه كړي.
_((بس كوښښ كوه چې پلار مې ژر تر ژره راخلاص شي.))
_ لومړى خو به زه محكمې د تورن د ضمانت ردخواستي وركوم، كه ضمانت يې وشو، نو پوه شه چې تورن بري شو.
امير خان او بلقيس له مظفرخان سره د لېدنې لپاره (تاڼې) ته لاړل، له دوى سره مختار هم غاړه و_ مظفر خان تر دې دمه په (تاڼه) كې و، خو په څو ورځو كې يې زندان ته استولو_د بلقيس د ويجاړ او ماتم ځپلى حالت په ليدو د مظفرخان د زړه زخم لا پسې ژور شو، بلقيس خپل بې قصوره خاوند ليده چې د تمبو شاته بندي و او له سترګو يې خفګان ورېدو، بلقيس له ډېره درده په زړه كې وويل: ((كاش! دا هرڅه نه واى شوي، كاش! امير خان خپله خور نه واى وژلې، نو څنګه به ښه واى، اوس به يې زندګي څومره مختلفه وه، مګر دا هرڅه شوي و او هيڅ ډول نشو بدلېداى. بس له ډېر زيان له دبچاو لپاره يې هڅې روانې وې.
د جمېلې له مړينې وروسته يوه نوې وېره د امير خان په زړه كې پيدا شوې وه، هغه دا چې مختار ده سره دا شرط ايښى و چې دا به خپله خور جميله د صفيې په بدل كې وركوي او دې لپاره د له زړه نه كوښښ كاوه چې كورنۍ يې جميله مختار ته وركړي.
اوس چې جميله نشته، داسې نه چې د مختار اراده بدله شي او هغه خپله خور دته له وركولو انكار وكړي.
تر اوسه خو په دې اړه يې له مختار سره نېغې خبرې نوې شوې، لېكن د مختار له همدردۍ نه امير خان ...  بند و.
مختار له ده سره مرسته كوله، هغه ورسره د مظفرخان ليدنې لپاره حوزې ته هم تللى و او د حوزې مشر ته يې ويلي و چې له مظفرخان سره له نرمۍ كار واخلي، ځكه چې هغه پخپله خپل جرم منلى دى او ... .
صفيه سره يې ښايي د يوازې د ليدنې وخت تر لاسه كړى و، هغې ورته ويلي و چې د دې پېښې له امله به د دوى د اړيكو كې كوم كمى رانشي.
د صفيې وعده پخپل ځاى،خو امير خان تر هغې باور نشو كولاى ترڅو يې د مختار له خولې نه وي اورېدلي، اصلي پرېكړه خو د مختار په لاس كې وه.
د مختار په زړه كې د امير خان لپاره هيڅ خبره نه، بلكې هغه ورڅخه خوښ و، ځكه چې دا خبره ده ته ښه معلومه وه چې اميرخان دې خبره كې پوره كوښښ كاوه چې مور و پلار يې خور مختار ته وركړي ا وهسې هم په اميرخان كې داسې كومه خبره نه وه چې د هغې له امله مختار خپله خور(صفيه) اميرخان ته ورنكړي.
قوم، كورنۍ او حيثيت، هر څه يې سم و او تر كومه ځايه چې د مختار خبره وه نو هغه ته په اسانۍ ښه جنۍ پيدا كېده.
يوه ورځ خپل مختار له اميرخان سره دا خبره شريكه كړې وه او ورته يې ويلي وچې پلار يې له زندانه خلاص شي نو د ده او صفيې كور به هم ودان كړي،((مور دې هم ويلي و چې اوس د صفيې په هكله بايد پرېكړه وكړو.))
دمختار د خبرې په اورېدو سره د مختار د زړه درزا نوره هم تېزه شوه_څه يې چې غوښتل هغه يې لاس ته ورتلونكي و او په مخكې يې هيڅ ډول خند نه و.
رښتيا خو دا وه چې ترڅو جميله ژوندۍ وه او مور يې د مختار او جميلې د واده سخت مخالفت كاوه، نو هغه وخت ده ځان مجبور او كمزورى احساساوه، لېكن اوس خو ټولې لارې خلاصې وې.
((ډېره ډېره مننه مختاره وروره!)) اميرخان دا خبره له ډېره خوښښۍ وكړه او زياته يې كړه چې اوس بايد دى د خپل كور د ابادولو په فكر كې شي،((ته هم بايد اوس د ځان غم وخورې.))
(( ياره وبه يې كړو.)) مختار په خندا ځواب وركړ او زياته يې كړه((هېڅ كمى نشته، ډېرې كورنۍ زما د اشارې منتظرې دي او ترور هم د جنۍ په لټه كې ده.))
اميرخان  مور ته د دې خبرې اړتيا نه وه احساس كړې چې مختار د ده او صفيې رشته بلاخره ومنله او ډېر ژر به د دوى واده وكړي.
دى پوهېده چې دا خبره يې مورته د كومې خوښ وړ نه وه، بلكې پر زخمونو به يې د مالګې شيندلو په مانا وي، كه چېرې د صفيې د ورور د مركې خبره نه واى نو اوس به جميله ژوندۍ واى_ اميرخان     خپل پلار ته هم چې اوس يې له حوزې نه زندان ته وړى و، د لېدنې پر مهال ورته دا خبره نه وه كړې، ده په دې خوښۍ كې هيڅوك هم نه شريكول غوښتل، ځكه چې مور او پلار دواړو ته يې دا خبره د زورېدو سبب ګرځېده.
وكيل سيف الله د مظفرخان د ضمانت درخواستي محكمې ته وړاندې كړې وه، خو حكومتي وكيل د سمو دليلونه له امله يې ضمانت رد شو. د حكومتي وكيل يو دليل دا و چې د قاتل په ضمانت خوشې كېدو له امله د قاتل پر وينا د جمېلې د يار او د هغه د كورنۍ ژوند په خطر كې پرېوځي_ سيف الله كه څو هم كوښښ وكړ او له ((نورو)) لارو نه يې هم كار واخيست، مګر برى يې تر لاسه نه كړ.
مظفرخان لا په زندان كې و چې پر وړاندې يې محكمې خپل كار پيل كړ،ده په عدالت كې هم هماغه بيان وركړ كوم يې چې پوليسو ته ويلي و چې لور يې د ناصر په نوم له يوه هلك سره ناوړه اړيكې درلودې او د پېښې په ورځ هم له هغه هلك سره له لېدنې وروسته كورته راغلې وه او له كوره يې په پټه د تېښتې او واده كولو پلان لرلو.
د جمېلې له وژنې وروسته يې جسد د (پوسټ مارټم) لپاره وړل شوى و او جسد يې (پوسټ مارټم) كړاى شوى و، د كوم چې ريپورټ د محكمې پر وړاندې و_ د ريپورټ له مخې جميله ... وه.
دولتي وكيل چې كله له فضلو سره خبرې وكړې، نو فضلو ورته ټول هغه څه وويل چې ليدلي او اورېدلي يې و_ حكومتي وكيل په ډېرې هوښيارۍ پوښتنې كولې او دايې د فضلو له خولې ويستل غوښتل چې ده ناصر او جميله پر كوم ناوړه كار نه و ليدلي.
له تورن  نه يې هم ورته منطقي پوښتنې كولې: ((ايا تا ناصر او جميله پر خپلو سترګو ليدلي؟))
((نه))، مظفرخان ځواب وكړ او زياته يې كړه چې دى هغه وخت په هغه ځاى كې نه وچې كوم ځاى ته چې دوى تللي وو.
- ((نو تا دوى په خپلو سترګو په كوم ناوړه كار نه وو ليدلي؟
مظفرخان يو څه پرېشانه شو چې وكيل ورنه څه ډول اعتراف غواړي؟، خو ځان يې قابو كړ او د ((نه)) ځواب يې وركړ، ځكه له ده سره له دې پرته بل ځواب نه و.
- تا دوى په خپلو سترګو نه وو ليدلي، خو بيا دې هم په تبر ووهله او و دې وژله؟
دې وخت كې د مظفرخان وكيل څه اعتراض كول غوښتل، خو قاضي يې اعتراض وانه ورېد او حكومتي وكيل ته يې د نورو خبرو امر وكړ.
((صيبه دا ماته فضلو ويلي و)) مظفر خان په خبرو راغى، خو حكومتي وكيل يې خبره پرې كړه او ويې ويل چې فضلو دا بيان وركړى دى چې ده ناصر او جميله پر كوم ناوړه كار ندي ليدلي، ځكه نو ده هغه خبره پرېږده او خپله خبره كوه، ((ايا تا خپله دواړه په كوم ناوړه كار باندې ليدلي دي؟
مظفرخان يواځې ((نه صيب)) وويل او نور غلى شو.
((او تا جميله هغه وخت ووژله كله چې هغه په كور كې وه، پخپل كور كې (ستا په كور كې) او له هغې سره كوم پردى سړى نه و؟))
((بلې صيب)) مظفرخان په لړزانده اواز ځواب وركړ.
- ښاغلى قاضي صيب دا كوم سهواً خبره نده، بلكې قصدي وژنه ده چې نور علتونه يې هم كېداى شي ....
وكيل سيف الله كه څو كوښښ وكړ چې محكمې ته وښايي چې دا د غيرت او ننګ  وژنه ده كومه چې تورن د غيرت له امله خپله سكه لور ووژله، مګر محكمې يې خبرو ته غوږ كېنښود او مظفرخان ته يې د لور د قتل سزا څوارلس كاله سخت بند وارواه.
دا هرڅه دوى ته يو غير متوقع كار و، دوى له اولې ورځې نه په دې خوش باورۍ كې وو چې مظفر خان به بري شي او يا به يې د بند موده كمه وي، وكيل سيف الله هم دوى ته ډاډ وركړى و او ډېر فيص يې ترې اخيستى و، مګر خبره بل ډول شوه او محكمې مظفرخان ته د لور د وژنې له امله څوارلس كاله بند سزا واوروله.
د محكمې د پرېكړې په ورځ پر بلقيس او اميرخان سر بېره مختار هم موجود و، د پرېكړې اورېدو له امله د بلقيس پر سترګو تياره خوره شوه اونږدې وه چې پرېوځي.
امير خان ژر تكيه وركړه او پرې يې نښوده چې پرېوځي، په دې وخت كې پوليس هم راغلل او مظفرخان يې د محكمې له خونې څخه زندان ته روان كړ، خو بلقيس ورسره خبرې هم ونشوې كړاى، څو شېبې وروسته كله چې بلقيس لږ په هوش كې شوه، نو په زړه يې لومړۍ د مرګوني ګوزار خبره دا وه چې دا د تل لپاره له خپل خاونده جدا شوه، څوارلس كاله سخت بند_ دا خو بلا موده ده. په دې موده كې خداى پوهېږي څه څه به پېښ شي؟ همدې سې يې له سترګو نه بې واره اوښكې روانې شوې او ښه يې وژړل.
اميرخان خپلې مور ته د ډاډ وركونې كوښښ كاوه چې ناڅاپه يې زړه ته دا سوچ راغى چې كه چېرې يې پلار د جميلې قتل پر سر نه واى اخيستى نو څه به شوى واى...څوارلس كاله سخت بند.... اف خدايه!.... بيا به د نو ژندګې پاتې څه و؟ څوك دومره وخت لپاره صبر كولاى شي؟ بيا چې كله دى له زندانه راخلاصېده نو خداى خبر چې صفيه به د څو اولادونو مور وه؟ دا كله كېداى شوه چې مختار دخپل خور د واده لپاره دومره صبر كړى واى؟ ولې به يې كاوه؟ صفيې لپاره، خو بلا ښې ښې كورنۍ وې.
((تا زه بچ كړمه پلاره!)) اميرخان په زړه كې له ځانه سره لګيا و، او ويل يې ((كه تا راسره مرسته نه واى كړى، نو اوس به زه د څوارلس كاله بند تېرولو لپاره زندان ته تلم.))
((مورې ته مه پرېشانه كېږه)) اميرخان خپلې مورته ډاډ وركاوه او ويې ويل چې دوى به سترې محكمې ته لاړ شي، تر اوسه خو ورسره نورې قانونې لارې شته.
بلقيس يې د خبرې هيڅ ځواب ورنكړ_ هغه د سختې مايوسۍ او نااميدۍ ښكار وه_ دې د محكمې پرېكړې خو هلاكه كړې وه، په ژړا ژړا يې نور ستوى په درد شو_ دې غم هم دا ځوروله چې خاوند يې بې قصوره دى، خو كه اصلي قاتل ته سزا وركړل شي نو بيا به څه كېږي؟ په دواړو كې د كوم يو غم ډېر دروند دى؟ په دې فكر فكر كې به د بلقيس دماغ په درد شول.
ترڅو يې چې مظفر خان ته د وركړل شوې سزا په خلاف په ستره محكمه كې عرض كاوه نو، دوه كاله پوره شوي وو، په دې موده كې مختار بل واده كړى و، د ده د ښځې نوم ريسه و، دا يوه ځوانه او مالداره كونډه وه، خدى بخلى خاوند يې د ترانسپورت كاروبار كاوه، دكومې چې دا د خاوند له مرګ وروسته يواځنۍ واكداره وه_ د دې ورور سهيل يې د سوداګر مشر و، همده يې ټول كاروبار پر مخ وړولو، سهيل هم غوښتل چې د خور كور يې يو ځل بيا ودان شي_ دا چې د مختار او ريسې په واده كې كوم خنډ مينځته رانغى، اميرخان هم پرې خوښ و، ځكه چې دمختار له واده وروسته د ده او د صفيې د واده لاره بلكل صفا شوې وه.
خپله د مختار هم دا هيله وه چې ژر تر ژره يې د خور له دې مسؤليت اوږې سپكې شي، ځكه چې د جنۍ دواده عمر دومره اوږد نه وي، د صفيې د واده كولو وخت په تېزۍ سره تېرېدو، مختار د خپلې ښځې په واسطه اميرخان ته دا خبره ياده كړې وه چې ژر تر ژره واده وكړي، امير خان چې تر اوسه پورې معطل و نو هغه د دې په خاطر چې زه پلار به يې له زندانه خلاص شي او بل دا چې د مور جذبو خيال هم ساتل پكار وي. مګر اوس خو هرڅه ختم شوي وو_ پلار ته يې سزا اورول شوې وه او تر كومې چې په ستره محكمه كې د عرض خبره وه، نو څوك پوهېده چې څومره وخت به پرې ولګېږي؟ دا هم معلومه نه وه چې ستره محكمه به يې عرض واوري او كه نه؟
سره له دې چې وكيل سيف الله هرځل دا باور وركاوه چې محكمه به يې عرض واوري، مګر امير خان پرې پوه شوى و چې دى دا خبرې يوازې د خپل فيص د اړولو په خاطر دا خبرې كوي. ده مخكې هم ورته ويلي و چې پلار به يې راخلاص كړي او د دې كار لپاره يې بلا پيسې اخيستې وې، دا وعده يې هم وركړې وه چې په څو ورځو كې به دا كيس پاى ته ورسوي.مګر داسې ونشوه_  دوه كاله او څو مياشتې وروسته دا كيس فيصله شو اوهغه هم داسې چې پلار يې په څوارلس كاله بند محكوم شو.
***
په ستره محكمه كې يې عرض وړاندېې كاوه، خو د پرېكړې انتظار يې نشو كولاى، ځكه چاته معلومه وه چې څومره وخت به پرې ولګېږي.
اميرخان چې كله مورته وويل چې دى له صفيې سره واده كول غواړي، او له مور نه يې هيله وكړه چې په دې اړه اړين كارونه تر سره كړي، نو مور يې ... په ژړا شوه.
د همدې واده پخاطر... د صفيې په خاطر يې لور وژل شوې وه_ كه اميرخان له صفيې سره د واده لېونى نه واى  او مختار د دې كار په بدل كې جميله نه غوښتى، نو جميله به اوس ژوندۍ واى، اوس به اميرخان     هم د جميلې لپاره د ناصر رشته قبوله كړې واى او د دې وينې توېدنې وار به نه و رغلى.
((د سترې محكمې په پرېكړې كې به اوس ډېر وخت ولګېږې مور!)) اميرخان     د مور د پوهونې په موخه دا خبرې كولې او ويل يې چې وكيل ورته ويلي دي چې ښايي يو كال يا له دې زياته وخت وغواړي...، نو تر هغې خو انتظار نشي كولاى.
بلقيس فكر كاوه چې زوى يې سمه خبره كوي، رښتيا هم تر هغې وخت خو انتظار نشي كولى، نو ځكه يې زوى ته د واده كولو اجازه وركړه او د واده كولو تيارى يې پيل كړ.
مظفرخان په زندان كې يوه يوه شېبه ډېره ستونزمنه تېروله _ بلقيس او اميرخان     به د ليدنې په ورځ زندان ته ورتلل، په پيل كې كې خو دى ژر ژر راتلل، مګر مظفرخان خپله منعه كړل او ورته يې ويل چې په هرو پيځلس ورځو كې يو ځل يې ليدنې ته ورشي او بار بار د ورتګ تكليف ونكړي.
د دوى په ورتګ به مظفر د بهر له ټولو خبرو خبرېده_ د كلي او كليوالو له حاله به خبرېدو، دوى دواړه ورته د بهرنۍ نړۍ د دروازې په حيث وو.
دمختار او ريسې له واده نه چې كله مظفرخان خبر شو، نو هغه وخت يې لا په هكله پرېكړه نوه شوې او قضيه لا روانه وه، خپل زوى ته يې د پيكه موسكا په ترڅ كې وويل چې مختار ته د ده لخوا مباركي وركړي: ((دا چې كور يې بيا ودان شو... دا ده خوښۍ ځاى دى.))
امير خان په تمه و چې له دې وروسته به يې پلار ترې د ده او صفيې د واده په هكله پوښتنه وكړي او ښايي مشوره وركړي چې ژر تر ژر دوى واده وكړي، مګر هغه په دې اړه هيڅ هم ونه ويل.
مظفرخان يوه شېبه خاموشه و او وروسته يې نورې خبرې پيل كړي، تر دې چې د ليدنې وخت پاى ته ورسېد او اميرخان     له خپلې مور سره بېرته ستون شو.
اوس خپله اميره خان واده كاوه، دا وخت د پرېكړې د اورولو نېټه ټاكل شوې وه، خو پرېكړه لا نه وه اورول شوې.
نن چې بلقيس او اميرخان د مظفرخان ليدنې راغله، نو له يو لړ خبرو وروسته بلقيس غلي خپل خاوند ته وويل : ((د راتلونكې مياشت په څوارلسمه ده اميرخان     واده دى... د صفيې سره...)) د دې خبرې په اورېدو سره د مظفرخان په زړه يو زورو ګوزار وشو.
((د جنۍ والا نور انتظار نشي كولاى)) بلقيس په نيولي اواز خپلو خبرو ته دوام وركړ او زياته يې كړه چې د صفيې عمر نور په تېرېدو دى او ورور يې نور رخصتول غواړي.
مظفرخان په ژورې خواشينۍ سره وويل چې كه دى بهر وى نو خپله به يې ښه په ډنګ و ډول سره دا واده كړى واى.((زما لپاره تر دې د خوښۍ خبره څه كېداى شي، خو څه وكړم مجبور يم...))
اميرخان ژر خپله خبره پيل كړه او ويې ويل((كه ته بهر واى، نو څه به ښه واى، خو مګر پلاره! ستا قضيه خو لا د محكمې ته نده وړاندې شوې، دا چې محكمې ته وړاندې كېږي، نو خدى خبر چې څومره وخت به ونيسي.))
مظفر خان له يوې اوږدې ساه اخيستلو وروسته ځواب وركړ: ((هو، زويه! زه پوهېږم، زما لپاره انتظار بې ځايه دى، څوك پوهېږي چې زما په قسمت كې څه ليكل شوي دي، ته خپل وخت مه ضايع كوه، بسم الله كړه او واده دې وكړه، زما دعاګانې درسره دي_ زما لخوا نه مختار او مور ته يې ډېره ډېره مباركي وركړه.!))
د دوى له تګ وروسته د مظفرخان زړه چې تر اوسه يې د دوى په شتون كې قابو كړى و له واكه ووت او له سترګو يې بې واره اوښكې روانې شوې_ د نورو بنديان په مخكې يې ځان له ژړا ايسارولو او په تېزۍ سره له هغه ځايه لاړو.
له خپل ځانه سره يې وويل: ((ښه اوس اميرخان     واده كوي؟)) بيا يې ځان ته ډاډ وركړ او ويې ويل: ((هغه ښه كوي چې واده كوي، ترڅو به واده نه كوي، د انجونو د واده عمر څومره وي؟ بس سترګې پټې كړه بيا تېر وي... او بيا هغوى ولې څوارلس كاله انتظار وكړي؟))
د امير خان او صفيې واده وشو، صفيه داينګور په توګه د بلقيس دوى كره راغله_ بلقيس خو ښكاره د واده په ټولو مراسمو كې برخه اخيسته، خو په زړه كې يې د وينو ګوټونه كول، د واده هيڅ كار هم ورته خوند ورنكړ، دا خو د خپلې لور(جميلې) د مرګ او خاوند د زنداني كېدو غم لېونۍ كړې وه، ژوند يې نه و هسې د زهرو ګوټ يې كاوه_ روغتيا يې ورځ په ورځ خرابېده، دا چې ژوندۍ وه نو يواځې له دې امله چې يوه ورځ به يې محكمه عرض واوري او خاوند ته يې كه سزا معاف نكړي، نو لږ تر لږه راكمه خو به يې كړي. يو څه خو به يې د ژندي پاتې كېدو تكيه شي.
كورته د صفيې له راتلو وروسته، له يوې خوا بلقيس د زوى اشاره پوهه شوه او له بلې خوا يې غوښتل چې زوى يې خوشاله وي نو د كور ټول واك يې خپلې اينګور ته وركړ او ورو ورو يې ځان له هرڅه خلاص كړ_ اميرخان     له دې حالته ډېر خوښ و، هغه صفيه تر ټولو واكداره او مطمئنه غوښته.
مظفرخان مخكې هم خپل زوى او ښځه منعه كړي و چې دوى صفيه زندان ته رانوړي،: (( دا ځاى د هغې وړ نه دى، كله چې زه خپله راخلاص شوم، خپله به يې لېدو ته ورشم او مباركي به ورته ووايم، تاسې دواړه ورته ووايئ چې زما دعاګانې ورسره دي او مختار ته هم د خور د واده مباركي زما لخوا وړاندې كړئ.))
له واده وروسته پلار ته د امير خان تګ كم شو_ بوختياوې يې يوڅه زياتې شوې وې، بلقيس خو ځانته نشواى تللى، يو دوه وارې يې خپله كومه خپلوانه له ځانه سره كړې وه او د خاوند پوښتنې ته تللى وه، مګر هر وخت خو ورسره څوك د لار مل نه پيدا كېدو.
دعريضې وړاندې كېدل پيل شول_ بلقيس به كوښښ كاوه چې تل محكمې ته لاړه شي، اميرخان     هم تللو، خو يو دوه وارې لاړ نشو، ځكه وخت يې پيدا نكړ.
دعريضې په هكله د محكمې پرېكړې يو كال ونيوه او پاى كې سترې محكمې د دوى عرض رد كړ او د لومړنۍ محكمې لخوا وركړ شوې سزا يې پخپل حال پرېښوده.
د پرېكړې پر ورځ بلقيس او اميرخان  دواړه په محكمه كې حاضر و_ وكيل سيف الله تر پايه دوى ته اميد وركاوه چې دى به قضيه وګټي، خو پرېكړه د دوى د تمې برعكس وه.
په محكمه كې بلقيس د خپل خاوند لاس ونيوه او په سرو سترګو يې وژړل_ اوس خو يې په ټولو ارمانونو اوبه چپه شوې وې، دا خو تر اوسه په دې اميد ژوندۍ وه چې مظفرخان به ژر كورته راستون شي، مګر اوس خو د دې او مظفرخان ترمنځ بلا بېلتون راغلى و_ د دې بېلتون پايته رسېدو پورې خدى خبر چې څه څه به وشي.

 نور بيا