ولې داسې غلى يې څه نه وايې
ګرانه چا رټلى يې څه نه وايې
حسن ګناهګار دې خطاګانې كړي
ته څومره سپيڅلى يې څه نه وايې
ښكلي بس كاته كوي غږيږي نه
خدايږو ياره ښكلى يې څه نه وايې
ځار دې له منصورې حوصلې نه شم
دار ته را ختلى يې څه نه وايې
پيژنم تصوير يې د خواږه جانان
زړه نه راوتلى يې څه نه وايې
بيا دې ياغي حسن كې مستي نشته
بيا چا ژړولى يې څه نه وايې
ډيره موده وشوله څپاند اشنا
كومې خواته تلى يې څه نه وايې
عبدالجبار څپاند