تيارې دي له سهاره تر سهاره توره شپه ده
په موږه بدنصـــــــيبو دوامداره توره شپه ده
بنګړو ته دې شرنګ وركړه چې دې وپېژنم ياره
ده لار له لارې وركه لار په لاره توره شپه ده
بلا د زلفو اخلو چې په لاره ځــــــــو د زلفو
د عشق د ليونيـــو خو تر داره توره شپه ده
نه جام نه صراحي شته او نه شور څه د بنګړيو
په موږه مينه خوارو داسې خواره توره شپه ده
ديدن ارمان چې راشي بدره دا سندره بولو
چې خوارې سترګې ګرځو لا اغياره توره شپه ده
19.02.2008
- سردارولي څرک
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شيبس له لرې ورته وګوري روان شيدا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شيزړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړچې رقيب شړې نو هم زما ارمان شيپه وړه خوله چې كوې لويه خبره دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شيد دروېش خاورې وجود به هم سره زر شيكه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي
له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وهزما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه
ستا په...
19.02.2008
- سردارولي څرک
ولې داسې غلى يې څه نه وايېګرانه چا رټلى يې څه نه وايېحسن ګناهګار دې خطاګانې كړيته څومره سپيڅلى يې څه نه وايېښكلي بس كاته كوي غږيږي نهخدايږو ياره ښكلى يې څه نه وايېځار دې له منصورې حوصلې نه شمدار ته را ختلى يې څه نه وايېپيژنم تصوير يې د خواږه جانانزړه نه راوتلى يې څه نه وايېبيا دې ياغي حسن كې مستي نشتهبيا چا ژړولى يې څه نه وايېډيره موده وشوله څپاند اشناكومې خواته تلى يې څه نه وايېعبدالجبار څپاند...