هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لرې ورته وګوري روان شي
دا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي
زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شي
په وړه خوله چې كوې لويه خبره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي
د دروېش خاورې وجود به هم سره زر شي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي

 

له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وه
زما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه

ستا په تندي كې به مې خپله څېره وكتله
په كومه ورځ چې به له ماسره هينداره نه وه

دا رنګه شپه وه چې په سرباندې مو ستوري نه وو
داسې مزل و چې تر پښو لاندې مو لاره نه وه

زه چې تر تا پورې درتلم رقيب ونه ليدمه
په دغه لار كې بلا وه، مګر بيداره نه وه

يو په قبرونو كې راغلي تر دې ځايه پورې
دروېشه! دا ځل د وطن ځمكه هواره نه وه

 

 


ډېر سره لرې يو موږ ډېر سره نږدې كړې خدايه
زما په اوښكو د جانان سترګې لندې كړې خدايه

زړه د هر ښكلي د هغه د مخ په شانې سپين كړې
د ښيښو شاته دغه كاڼي هم ښيښې كړې خدايه

په خپلو اوښكو بېرته و وينځو رانجه د سترګو
زموږ په هره ښادۍ غم ولې پسې كړې خدايه

چې يبلې پښې ځي له وطنه، د هغو لپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوكې پستې كړې خدايه

چې د دروېش د زړه تركاڼي پورې ورې وزي
د بڼو څوكې دې د يار څومره تېرې كړې خدايه

 

 


بدن ته نه رسېږي دغه تاوان زړه ته رسي
كږه خبره د سم غشي په شان زړه ته رسي

په كوم طرف باندې روان شم په دې نه پوهېږم
ګوره چې كومه يوه لار د جانان زړه ته رسي

څه په اسانه رقيب درشي ستا تر كوره پورې
څه په اسانه دا مختور د جهان زړه ته رسي

ستا د كږو وروځو په باب دومره ويلاى شم زه
چې هر تېره غشى د دغه كمان زړه ته رسي

پر سپوږمۍ باندې خو يې ولګاوه پل دروېشه!
ګوره چې كله به انسان د انسان زړه ته رسي؟

 

 


زړه مې درد كوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم

ما د يار دغه غوښتنه هم په ځاى كړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم

بېلتانه دې د هر چا په غم شريك كړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

چې ترڅو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې ترڅو لرم لېمه ورپسې ژاړم

لكه اوښكې تر لېمو څاڅې دروېشه!
دى مې زړه اوبه اوبه ورپسې ژاړم

 

 


 دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه
خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه

چالاكه دښمنان چې يې سر وړي، هغه مهال
مشغول لكه ماشوم كړي په څه ورور د پښتانه

دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ
چې هر يخزڼى مار تود شي په اور د پښتانه

وړيا به يې هم دركړي كه يې زړه وي ستا په كار
خو سر په هر حالت كې دى په پور د پښتانه

دروېش ورپسې ټول عمر اخيستى و څراغ
خو چرته يې هم و نه ليد غمخور د پښتانه

 

 


بارخو، زنه، اوربل، سترګې او لب نه هېروم
دروېشه! نعمتونه به د رب نه هېروم

له ياده به ونه باسمه څوكي د بڼو
د خپل زړه د ژور زخم سبب نه هېروم

له ياره خوله ونه غواړم او بېرته شم راستون
خو دا ځل به خبره د مطلب نه هېروم

مات نه شوم د مودو مودو هجران وته اشنا
ستا رنګ دى رانه هېر خو ستا طلب نه هېروم

په وصل كې دروېشه لرم وېره د فراق
د رحم په وخت هم د خداى غضب نه هېروم