لاس ېې رسي ان تر ستوري دنګ ولاړ دی
بيا مې خيال په سندريز ګړنګ ولاړ دی
بوله مه چې به زلمي ور پسې پاڅي
انقلابه، جينکو ته جنګ ولاړ دی
هر غزل مې لکه زيږ پښتون د غرونو
ځکه هوش دی ورته لوتی رنګ ولاړ دی
زما له سل ملالو ډک درانه نظر ته
ستا نظر لکه زخمي پېرنګ ولاړ دی
هله مړه ترې ها ډيوه کړئ ګنې سوځي
په لمبې ېې يو ياغي پتنګ ولاړ دی
بيا بدرۍ ته ېې لمن بېرې راوړي
ها ماشوم چې د ګودر تر څنګ ولاړ دی