ليكوال: نصرت شاهين
ژباړن : سردارولي څرك
جونې پردى مال دى
زما غوږونو چې كله دغه اوازه واريده زه ايله دڅلورو_ پنځو كالو وم، په دې عمر كې سړى هر څه اوري خو په مطلب يې نه پوهيږي، ما د همدې خبرې د مطلب په اړه له خپلې مور نه پوښتنه وكړه چې (جونې پردى مال دى) د دې خبرې مانا څه ده؟ مور مې زه په هغې دغې غولولم او خبره يې راته نه روښانه كوله، زما په زړه يره خوره وه، ماسره مې مور او پلار ډېره مينه كوله، زه نوره هم شله شوم چې د دې خبرې په جاج پوه شم، ښايي ما دا ثابتوله چې زه پردى مال نه ستاسې ګرانه لور يم.
دا خبره مې مور هغه وخت له يوې ښځې سره كړې وه چې كله زما ورور پيدا شو، موږ د مور و پلار دوه اولاده وو او د ورور په پيدا كېدو مې زه تر ټولو ډېره خوښه شوم، يوه ښكلى په زړه پورې د لوبو څيز مې موندلى و، خو زما دا خوښي څه موده وروسته مړه شوه، د مور و پلار مينه مې له ما وشلېدله او له ورور سره مې پيدا شوه، زه مخكې له خپلې مور سره ويده كېدم، خو اوس دغه ځاى زما ورور ونيوه.
هرې جينۍ ته د هغه ورور ګران وي ما ته هم و، خو كله چې زه نهه _ لس كلنه شوم او هغه پينځه كلن، نو زما ورسره كينه پيدا شوه او هغه داسې چې زه د كور نوكره شوم، زما د لوبو شيان ټول د هغه شول، كله به چې له ښوونځي نه راتلم، نو د هغه خدمت به مې هم كولو او تر دې چې د هغه هر حكم به ما ته لكه د امر و او زه اړه وم چې سر ته يې ورسوم.
هغه آخر زما ورور و، زه د هغه له امر او فرمايش نه په تكليف نه وم، بلكې مور مې او د مالت ښځو زه دې ته اړه كړم چې له ورور نه نفرت وكړم، ښځو به خبرې كولې، خو دې ته يې نه كتل چې زه يې اورم او كه نه، د ځينو خبرو كول د كوچنيانو پر وړاندې ښه كار نه دى، لكه دا خبرې چې د ځينو ميندو له خولې به بې واكه را ووتې چې (لوڼې پردى مال دى)، (كه خداى يې راكوي نو زوى دې راكړي كه نه بې اولاده ښه يو)، دا الفاظ اوس زما د مور له خولې هم را وتل.
زما ورور نور ښه ښكلى و، خو بدن يې يو څه كمزورى و، د مالت ښځو به مې مور ته ويل چې زوى ته دې ښه ښه شيان وركوه، لور ته دې ګوره څومره غوښنه ده، دغسې بدن خو بايد د هلكانو واى.
ما به ليدل چې هرڅه به يې زما ورور ته را وړل، كله به مې چې پلار كومه مڼه يا كېله ماته هم راكړه نو مور به مې دا خبره ضرور كوله: ((لور ته په دومره خوراك وركولو كې څه ګټه ده، غټه پټه به شي، خو د بل لپاره.))
د چا كور ته؟ دې سوال به زه پرېشانه كولم... ((زه د چا كور ودانوم؟... جونې ولې بايد تندروستې يا صحت مندې نه وي؟... دا پوښتنې ټولې جونې پرېشانه كوي، خو له چا څخه د دې پوښتنې د ځواب په غوښتلو ډاريږي.
زه په دې پوهېدم چې د ورور په پيدا كېدو مې اهميت له لاسه وركړى دى، كه ورور مې نه واى پيدا شوى نو زه به د مور او پلار ګرانه لور واى، همدا سوچونه و چې له ورور سره مې نفرت پيدا شو، زه به ښوونځي ته تلم او د كور كارونه به مې په ډېره مينه كول تر څو مې د مور و پلار زړونه خپل كړم، په زده كړو كې به مې هم كوښښ كاوه چې مور و پلار مې رانه خوشاله وي، خو ما به كتل چې كوم اهميت زما ورور لري هغه ما ترلاسه نه شو كړاى.
موږ دواړه په غټېدو وو، ماته رو_ رو پته لګېده چې ولې جونې پردى مال دى؟ خو بيا هم په دې نه پوهېدم چې جونو ته ولې د هلكانو غوندې اهميت نه وركول كېږي.سره له دې چې د ښځې پرته د دنيا دغه نظام پر مخ نه ځي، زه نه غواړم چې په دې لانجه كې راښكېله شم چې په ښځې او نارينه كې كوم يو د ډېر اهميت وړ دى؟ زه تاسې ته د خپل ژوندانه تجربې وايم، پرېكړه تاسې وكړئ.
زما لپاره د جهېز پېرل پيل شول، د منځكورې طبقې خلك جهېز په يو وار نه شي اخيستلاى، نو ځكه كله چې هم پيسې پيدا كړي لږې _ لږې يې اخلي چې له همدې امله ځينې پلرونه او ميندې له وخته وړاندې زړېږي، همدا زموږ د كورنۍ حال هم و، كله به چې هم مور ماته نوې جوړه اخيسته نو د ټول مالت ښځو ته به يې ښودله، ښځو به ليده، ځينو به مې مور ته ويل چې خداى دې د زوى قسمت ښه كړه او ځينو به لا دا ويل : ((خداى دى چاته لور نه وركوي، پردى مال دى، د بل لپاره لويول دي.))
هغه وخت به زما عمر نږدې دولس كاله و چې مور مې راته د واده لومړۍ جوړه راوړې وه، په دې عمر كې كه هلك وي كه جلۍ په هر څه پوهيږي، ښځو به چې هرڅه ويل زه پرې پوهېدم، له دوى څخه يوې هم د خوښۍ اظهار ونه كړ، مور مې هم خفه وه او كله به چې هم زما لپاره جوړې اخيستل كېدې نو دا به خفه كېده.
زه پوهيدم ا و زما يقين و چې مور مې په دې نه ده خفه چې څلور كاله وروسته به زه ترې بل كاله ته لاړه شم، بلكې هغه په دې خفه وه چې زما د پلار ګټه زما په جوړو مصرفېدله.
مور مې او د چم ګاونډ ښځو راته په ذهن كې دا خبرې پيچكارۍ كړې وې چې لورګانې د پلار په كاله كې نا بللې مېلمنې او پر دوى دروند پېټى وي.
يوه ورځ زموږ په سيمه كې د اتو(۸) كالو يو هلك مړ شوى و، يوې ګاونډۍ مې مور ته د هغه هلك د مرګ په اړه وويل چې د پلاني زوى مړ شوى.
مور مې ورته له خفګانه په ډكه لهجه وويل چې وى! څومره مينه ناك هلك و.
هغې ښځې يې په ځواب كې ويلي و. ((لور به د كوم قسمت والا مري.))
زه اوس چې د څو لورګانو مور يم، ښه په تفصيل يې درته ويلاى شم چې هغې ښځې چې څه هم ويلي و په هغې كې د يوې مور څومره مجبوري او بې وسي نغښتې وه، د دود و دستور او تنګ لاسۍ له لاسه له دې پرته خلكو نور څه كولاى شول؟، خو كه دغه الفاظ د يوې تنكۍ پېغلې چې عمر يې نږدې څوارلس _ پينځلس كاله وي غوږو ته ورسېږي، نو هغه لكه د عربو د جاهليت د دورې په شان ځان په ژوندوني په قبر كې دننه احساسوي چې مور و پلار پرې خاورې اړوي، پر ځان د بې اعتمادۍ روحيه په كې پياوړې كېږي چې پايله يې نه د كورنۍ او نه خسرګنۍ لپاره ښه كېداى شي.
زما مور به دا هم ويل چې له كوره د لور رخصتول د فرضو ادا كول دي، واده خو اصلاً د زوى دى چې د سيمې خلك يې ياد كړي چې پلاني زوى ته واده وكړ، د لورګانو څه په درد خوري، د دې خبرو په اورېدو سره به زه ډېره زورېدم، خو هيڅ مې له لاسه نه كېدل.
له خپل ورور سره مې خبرې نږدې بندې شوې وې،ما فكر كاوه چې د دې بدبختۍ لامل همدى دى.
ما لومړنۍ زده كړې پاى ته رسولې وې، خو مور و پلار نورو زده كړو ته پرېنښودم او ويل به يې چې جونې په لوړو زده كړو څه كوي.
بيا يوه ورځ داسې راغله چې زه ناوې شوم، شاوو او جنجيان راغلل او زه يې له ځانه سره يوړم، خاوند مې زموږ د قوم سړى و، ښه مې پېژانده، سره له دې چې زما خوښه بل څه وه، خو زموږ كورنۍ ته دې مسئلو او جزباتو هيڅ اهميت نه درلوده،ځكه چې جونې خو په مور و پلار بوج وي، زه په دې هم پوهېدم چې زما خواښې د ښه نيت لرونكې ښځه نه ده، خسر مې يو ساده باده سړى دى، لكه زما د خواښې غلام چې وي، دوه ايندروګانې مې وې چې يوه واده شوې وه او يوه لا وړه وه، خاوند مې په ښار كې په يو شخصي دفتر كې كار كاوه.
د واده په اوله شپه مې خاوند راته يو لكچر پيل كړ او داسې يې راته ښودل چې ښځه كور چلوي او مېړه يې ګټي، خو امر يوازې د خاوند حق دى، ښځه اړه ده چې د خاوند د ارام او خوښۍ پوره خيال وساتي،خو وروسته ماته دا پته ولګېده چې په دې كور كې د خاوند حكم نه بلكې د ده د مور حكم چلېږي، كوم چې يوه ديكتاتوره ده او خسر مې د ده مريي (غلام) دى، زه هم د دې مريى شوم او ژر دا احساس راكړل شو چې زه په دې كور كې د لوړې مرتبې نوكره يم، ماته له اجازې پرته د دېګ او ډوډۍ پخولو او په خپله خوښه خاوند ته د ډوډۍ تيارولو اجازه نه وه، د اشپزۍ هيڅ ډول شي ته مې لاس نه شو وړلاۍ، تر دې چې خپل خاوند ته په لاس وركولو كې هم ډارېدم، خواښې مې داسې رويه غوره كړې وه چې د ورځې لخوا مې خاوند راسره په كوټه كې يوازې نه شو كېناستلاى.
خواښې په دې وخت كې هغه وخت له ياده باسي چې يوه ورځ دا هم د ناوې په جامه كې خسر كره تللې وه، زړښت يې جذبات ساړه كړي وي او كوښښ كوي چې د اينګور جذبات هم و وژني، خو ډېرى وخت پاتې راځي، ځكه ناوې او شاوو له خپلو جذباتو نشي محرومولاى.
ما په كور كې په لږ عمر كې د ډېر كار كولو عادت پيدا كړى و او هغه د دې په خاطر چې د مور و پلار په زړه كې ځاى پيدا كړم او په خسر ګنۍ كې مې هم دا لاره غوره كړه.
زه په دې هڅه كې وم چې د خواښې په زړه كې مې ځانله مينه پيدا كړم، خو هغې له ماشكايت پيل كړ چې زه يې ګنې د كور له واكه غورځوم.
د خسر بېچاره خو مې دا حال و چې څوك پرې سره له دې چې په دې كور كې اوسېده،نه پوهېدل چې كور كې دى كه نه، ايندروګانې مې هم د مور اثر لاندې وې، دوى ټولو ما ته داسې كتل چې ته به وايې زه دې كور ته په زور راغلې يم او د دوى زوى له ځانه سره تښتوم.
كله كله خو به مې زړه ډېر راتنګ شو، پلار ګنۍ خو پردى مال ګڼلم او پرديو ته يې حواله كړم، دلته دوى هم پردۍ ګڼلم.
د ژوند په دې تيارو كې مې يوازې خاوند د رڼا څلى و، د خپلې مور ذهنيت او زما له جذباتو يوازې همدى خبر و، ده ما ته څو ځله ويلي وو: ((ته ډېره ښايسته يې، زه ستا لايق نه يم.)) چې په دې سره به ما ته روحاً ارام او سكون پيدا كېده،خو سره له دې هم چې هغه باندې ګرانه وم، ما كله هم دا هيله نه كوله چې هغه دې زما د ښايست ستاينه وكړي، بلكې ما ورته ويل چې له خاوند سره نه ښايي چې د ښځې غلامي وكړي.
په هر حال هغه زما پوره پوره خيال ساتلو، مګر د هغه د مور په سلطنت كې دا يو جرم و چې د دې جرم سزا په ما تېروله، او ايندرورګانې مې هم رانه په څنګ تېرېدې.
كله به چې هم د پلار كره تلم، نو خواښې به مې راته په ځير ځير كتل چې كوم شى له ځانه سره يو نسم.
يوه ورځ مې مور راته كيسه كوله چې خواښې مې د چم ګاونډ له ښځو سره زما په اړه خبرې كولې، په موږ كې دا رواج دى چې څوك د چا په خلاف كوم شكايت لري، نو له هغې سره خبرې نه كوي، د چم ګاونډد ښځو له ليارې يې هغې ته رسوي.
زما خواښې زما په اړه د چم ګاونډ ښځو ته شكايتونه كړي و او دا يې هم ورته ويلي و چې چا ته يې ونه وايي، خو هغه په دې پوهېده چې دا ښځې يې زما مور ته ضرور وايي چې همدا د هغې هدف و.
زه پوهېدم چې زما د خواښې موخه څه ده، خو بيا هم مور راته همېشه ويل چې پام كوه خواښې ته دې د شكايت موقع په لاس ورنكړې، ما كوښښ كاوه چې د شكايت موقع په لاس ورنشي، خو د دې ضمانت چا كولو چې خواښې به رانه شكايت نه كوي.
د هغه زوى د هغې دا هيله نه پوره كوله چې له ما سره محبت ونه كړي، زموږ د مينې ريښې ډېرې ژورې وې، چې له همدې امله مې راسره د خواښې دښمني هم ژوره شوه.
زما ورور اوس وړوكى نه و، زلمى شوى و، مور او پلارمې چې دى په كومه مينه محبت ستر كړى و په هغې هلكان ورانېږي، خو دې داسې نه شو، په زده كړه كې هم ښه و (ايف اى) يې وكړه، زما په زړه كې چې د ده لپاره كوم نفرت پيدا شوى و هغه ځوانۍ كې هم له زړه ونه وتو، څو ځله مې زړه پوه كړم چې ورور مې دى، خو په زړه كې مې ورته مينه پيدا نه شوه، دى به كله كله موږ كره راتلو، خاوند مې دى ډېر خوښاوه، خو زما رويه ورسره رسمي شوې وه.
د يوې خورلڼې له لورې خبره شوم چې ورور مې د هغه له يوې ټولګيوالې سره ليدل شوى دى چې كور ته يې هم كله ناكله ورځي، دا جنۍ ډېره ښكلې وه، دوه خويندې او دوه ورونه يې لرل، پلار يې هم ژوندى و، خو مور يې په دې بدنامه وه چې د لورګانو له رشته دارانو نه خوراك كوي، د پلار په اړه يې هم مختلفې خبرې كېدى، ځينو به ويل چې پلار يې ډېر ښه سړى دى، خو ځينو به بيا ويل چې څنګه ښه سړى دى چې ښځه يې خپلې خوښې ته پريښې ده او د خپلو لورګانو له ښايست نه په ګټې له خلكو شوكې كوي.
دا ښځه سره له دې چې د درې لورګانو او دوه زامنو مور وه، خو بياهم تر او تازه معلومېده، د بې حسه خلكو روغتيا همېشه ښه وي، تاسې به هم داسې ښځې ليدلې وي چې په زړښت كې هم د لږ عمر معلومېږي.
هغوى چې د دې كورنۍ په اړه يې ورته پته وه هيڅكله هم د دوى د وره لور ته نه ورتله، خو نا پېژاندو خلكو به يې كله ناكله دروازه ټكوله، چې ډېرى له دې كسانو څخه د جونو له ښكلاوو او د مور له چالاكۍ او غوړه مالۍ يې اغيزمن شوي وو.
يوه ته به يې د( هو ) هيله وركړه او بيا به يې پرې خپل فرمايشونه پوره كول، دا خپله هم ښايسته او استاده وه، د اړتيا په وخت كې خندا، په ناز او كرشمو تګ، دا هرڅه يې زده و.
زه پرې كوم الزام نه لګوم چې ګنې دا ښځه بدكاره وه، سره له دې چې خلكو ورپسې خبرې كولې، خو كوم عيني شاهد نه و چې د دې بدكاري ثابته كړي، مګر دومر به ووايم چې د كور چلولو لپاره يې له خلكو نه د پيسو شكولو چل او جادو ښه زده و او په دې كار كې به يې له خپلو ښايستو لورګانو ګټه پورته كوله، يو نه به يې چې ښه شوكه وكړه، نو بل به يې په دام كې ښكېل كړ.
ښكاره خبره ده چې د مور اثر په لورګانو هم وي، د دې ښځې مشرې لور زما له ورور سره د مينې ډرامه پيل كړه، زه پوهېدم چې دا كورنۍ به زما ورور وخوري، كله مې چې په دې اړه له مور سره خبره شريكه كړه، نو راته معلومه شوه چې هغه پرې خبره ده خو له دې امله يې نه ايساروي چې همدا يو زوى يې دى، كه هغه ووايي چې په همدې كورنۍ كې واده كوم نو څوك يې خبره نشي ردولاى.
ما ته په دې خبره چې هغه هلك دى، كولاى شي چې دا ډول كارونه وكړي، او له هر چا سره چې وغواړي واده وكړي سخته غوصه راتله، خو مور ته مې هيڅ هم ونه ويل.
يوه ورځ مې خاوند راته وويل چې ورور دې دغو خلكو كره تګ راتګ كوي، ما ورته وويل چې په تا ګران دى ته يې ايسار كړه، څو ورځې وروسته مې خاوند راته وويل چې ورور ته مې دې له هغې جنۍ سره د ملګرتيا پرېښودو وويل، نو هغه ورته په ځواب كې ويلي و چې دا هغه مينه نه ده چې د خلكو په وينا پرېښودل شي.
له دې وروسته به مې د مور وپلار لخوا خبرېدم چې د دوى مينه كوم كوم ځاى ته رسېدلې ده، هغه ډيرى وخت له كوره پيسې وړلې ا و هغې جنۍ ته به يې تحفې (ډالۍ) پرې اخيستې، دا اطلاع هم راورسېده چې هغه د خپل پوهنتون پر ځاى د هغې جنۍ پوهنتون ته ورځي او هغه له ځانه سره چكر ته وړي.
كله چې مې ورور دې حالت ته راورسېد، مور و پلار مې پوه شول چې د دوى ډېرې مېنې هلك بې لارې كړ، هغه له كوچنيوالي راهيسې د خپل هر فرمايش پوره كولو عادي و، اوس په ځوانۍ كې هم له مور و پلاره د پيسو تمه كوي چې دى پرې هغې جنۍ او د هغې مور ته تحفې واخلي.
ما نه غوښتل چې مور و پلار مې دې په ټولنه كې وشرمېږي او د هغوى هم تمه وه چې همدردي ورسره وكړم او خپل ورور ته په نېكه لار د تلو بلنه وركړم، خو ده ته اوس هر څه ويل بې ځايه وو، هغه يوه غلطي كړې وه او د هغې سزا يې تېروله.
زه هغو ميندو ته چې لورګانې نابللې مېلمنې او زامن له اسمانه راښكته شوى پاك مخلوق بولي وايم، زه دوى ته وعظ او نصيحت نه كوم، خپلې تجربې او په ماتېرې خاطرې ورته بيانوم چې له دې څخه پند واخلي.
زما د خواښې په دماغو چې كوم پيريان ناست و د هغې له وجهې يې زه په ټول مالت كې بدنامه كړم، ښځو ماته ويل چې خواښې مې دا هرڅه د دې لپاره ښځو ته ويلي وو چې ماته راورسېږي او زه ترې و ويرېږم، خو پر ما خپل دغه مړوخى ژوند ګران و، ما د ښځو له ليارې پرې حمله ونه كړه بلكې خپل خاوند ته مې د هغه د مور په اړه وويل چې پر ما تورونه لګوي.
خاوند مې دا خبره له مور سره شريكه كړه او د دې خبرو پايله دا شوه چې خواښې مې لكه تورېدلې مچۍ جنګ ته تياره زما په دروازه كې ودرېده او را غږ يې كړ: (( ... ښځې! هغه ته به دې ډانګ وركړى و چې خپل سپين سرې مور يې پرې وهلى وى، نو هله به دې زړه يښ شوى واى.))
زما ايندرورګانو هم پر ما خوله راخلاصه كړه، ما يې چې څه جواب وركولاى شو هغه مې وركړ، خو د دوى په شان مې ګنځا په خوله رانغلې.
خاوند مې د مور پر وړاندې ځولۍ وغوړوله او ورته يې وويل: مورې! لږ په ارام خبرې وكړه، د دې هم واوره، خو مور يې كله د چا خبرې اورېدې، د كاله په انګړ كې ولاړه وه او چې څومره يې وسه كېده هومره يې په زوره بد رد راته ويل، تر دې چې له دېوالونو مو ګاونډيان راښكاره شول.
له دې وروسته به مې هر وختې د دوى بد رد اورېدل، ما كوښښ كاوه چې خاوند مې د دوى له دې خبرې بچ كړم، خو مور او پېغلو خويندو به يې زما په خلاف اعصاب راخراب كړي و، دوى خوڅه كړې واده كړې خور به يې هم چې كله موږ كره راغله د هغې رويه (كړه) به هم دا ډول وه، دا مهال زما يو اولاد شوى و او دويم كېدونكى و.
خاوند مې تازه په دې ورځو كې دماښام لخوا د محاسبې كورس پيل كړى واو د شپې لخوا به يې ورته تيارى نيولو، تر څو په راتلونكې كې د ښې تنخوا خاوند شي.
يوه ورځ مې خاوند راته وويل چې نوره يې حوصله له لاسه وركړې ده، دې ماحول كې چې هره شېبه په كې جنګ جګړه وي د ماشومانو راتلونكى خرابېږي، د دې يوه لاره ده چې موږ كرايي كور ته لاړ شو او خپل راتلونكى وخت په كې ښه په ارام تېر كړو.
ما له دې كاره منع كړ او ورته مې وويل چې مور و پلار به دې تر كومې ژوندي وي، اوس يې د خدمت وخت دى، خو خاوند مې راته وويل چې كور يې په كرا نيولى او د يوې مېاشتې كرايه يې وركړي هم ده، چې په دې خبره يې زه غلې كړم.
كله چې موږ له د ې كوره هغه كرايي كور ته تللو، نو خواښې مې يو ځل بېا چغې سورې پيل كړې، تا به ويل چې د زوى او اينګور جنازه يې پورته كېږي، دې چغې _ سورې وهلې او موږ د ښځو په ګڼه ګوڼه كې نوي كور ته روان شو، خاوند مې ريښتيا ويل چې په جلا زندګۍ كې به موږ ارام شو، له هغې ورځې وروسته چې زه واده شوې وم لومړى پلا مې د ارام ساه واخيسته.
زما دويم اولاد هم پيدا شو او دا ځل لور وه، وخت په تېرېدو و، خاوند مې په ښه سكون سره خپلې د حسابدارۍ كورس پر مخ وړو.
هغه مهال دومره ګراني نه وه، يو څه بچت هم كېده، ما د دويم ماشوم له پيدا كېدو سره هره مياشت ورته د يو څو روپو جلا كول پيل كړل، تر څو له يوې خوا په ځوانۍ كې پر موږ پېټى نشي او له بلې خوا ما ته د دې خبرې موقع په لاس رانه شي چې (لورګانې خو به د بختورو خلكو مري.)
زما مور و پلار د خپل زوى له غمه رو _ رو كمزوري كېدل، سره له دې چې پوهېدل بيا يې هم خپل زوى له هغو خلكو جلا نشو كړاى، اخر مجبور شول په هغې جنۍ يې مركه وكړه، د جنۍ مور د خپل عادت له مخې دوى ته نه (نه) وكړه او نه (ښه).
مور به مې همېشه دوى كره تلله، يوه ورځ ورته هغې ښځې وويل چې د لور په مركه يې څو مالدار خلك راغلي وو او دې ته تيار دي چې د خپل جايداد يوه برخه يې د لور په نامه كړي.
مور مې خفه بېرته خپل كورته راستنه شوه او ورور ته يې زما وويل چې دى خپله كوښښ وكړي، خو د نجونو مور هغه ته هم هغه او دغه كول.
يوه ورځ د جنۍ مور په منډه زموږ كره راغله او يوه حيرانونكې خبره يې زما مور ته وكړه چې موږ ته ستاسې دوستي منظوره ده، څومره چې ژر كېږي بايد واده وشي، وروسته موږ ته پته ولګېده چې له هغې جنۍ سره مې د ورور مينه دې حد ته رسېدلې وه چې د جنۍ په خېټه يې زما د ورور بچى شو، د جنۍ مور ايله په هوش شوه او د شرم او رسوايى له امله يې واده ته غاړه كېښوده، ځكه هغه اوس د موټرو او كورونو والا لايقه نه وه.
د ورور واده مې له هغې جنۍ سره وشو، خو زه يو زره هم خوښه نه وم ځكه يوه ناپاكه جنۍ مې وريندار شوه.څو ورځې وروسته مې مور موږ كره راغله او له خبرو سره يې په ژړا پيل كړه او راته يې وويل چې جنۍ د هيڅ كار نه ده، لمر يې په سر ودرېږي نو هله پاڅېږي، مور مې يې كوټې ته سبانارى وروړي، ورور مې مور ته حكم كړى دى چې د ښځې د خوښې سره سم دې د هغې خدمت وكړي، مور مې راته وويل چې هغه به نو كار څه وكړي، ټوله ورځ د هېندارې مخې ته ناسته وي او ځان سينګاروي، كله مې چې ورور كور ته راشي ښځه له ځانه سره مخكې كې او په چكر ووځي چې كله كله خو د شپې ناوخته پورې له كوره د باندې وي.
څو ځله مې ورور له موږ كره د ښځې سره راغلى و، په لومړي ځل ليدو پرې پوه شوم چې جنۍ كې يو زره هم شرم او حجاب نشته، يواځې سينګار پسې ګرځي، خو د مور په خبرو مې ځكه باور نه كاوه ما وې مور مې هم اخر خواښې ده، كېداى شي په اينګور كې به هسې په هسې عيبونه لټوي، خو كله چې زه يو دوه درې ځلې پلار كره لاړم نو راته پته ولګېده چې دا له هغې هم څو چنده زياته بد تميزه او بې حجابه ده څومره چې مې مور راته ويل، په ليدو به يې ډېره غوصه راتله خو څه مې نه ويل، څو رسمي شان خبرې به مو سره وكړې او بس.
ورور به مې له ښځې سره څو ورځې د خسرګنۍ كره اوسېده، سره له دې چې د خسرګنۍ كور يې په نږدې كلي كې و خو كور ته به نه راتلو.
تر اوسه لا د دوى اولاد نه و شوى چې خبره شوم دوى هم لكه زما د خاوند ځانته كرايه كور نيولى او ښځه مېړه هلته تللي دي.
بيا يوه ورځ مې پلار له موږ كره راغلو او راته يې وويل چې په جايداد كې برخه غواړيو په جايداد كې يو كور چې اوس مې مور او پلار په كې اوسېدل او يو بل وړوكى كور وو چې په كرايه يې وركړى و، پلار مې راته وويل چې لوى كور يې زما ورور او وړوكى يې ما ته راكړى، خو ځكه يې زموږ په نوم كړي نه دي چې ورور مې غواړي خپله برخه د ښځې په نوم كړي.
زما د ورور په كور كې هلك پيدا شو، مور او زه وركره ورغلو، داسې ښكارېده ته به وايې چې زموږ زوى او ورور نه بلكې موږ د سيمې كوم پردي خلك يو، د نورو غوندې موږ هم هلك ته لس لس روپۍ وركړې او بېرته راوګرځېدو، مور مې پر ټوله لار ژړل، ما به كه هرڅو تسلي وركوله هيڅ اثر يې نه كاوه.
يوه ورځ مې خسر ورخطا موږ كره راغى او راته يې وويل چې خواښې مې ( ) شوې ده، دې ورځو كې مې د كشرۍ ايندرور واده هم شوى و، پكار خو دا وه چې له ايندرورګانو نه مې يو څوك د مور خدمت ته راغلى واى، خو خسر ګنۍ يې له يوې ورځې زياته اجازه نه وه وركړې چې دا مې د خواښې لپاره يوه ستره سزا وه، له پرديو لورګانو نه د غلامانو د جوړونكې دا حال و چې اوس يې خپلې لورګانې د خواښېګانو په قيد كې وې.
ما مې د خاند انتظار هم ونه كړ كور ته مې قلف واچاوه، يوې ګاونډۍ ته مې وويل چې كه خاوند مې راغى ورته ووايه چې زه دې د پلار دوى كره لاړم، پچي مې له ځان سره راوخيستل او له خسر سره روانه شوم.
د خواښې حالت مې ډېر خراب و، تبه يې دومره زياته وه چې اوتې بوتې به يې ويلې، ژر_ ژر مو ډاكټر ورته راوغوښت، د شپې ناوخته لږه ښه شوه، لس پنځلس ورځې وروسته يې تبه وشلېده خو له دې يې يو كالبد جوړ كړى و. ما يې چې كوم خدمت وكړ تاسې يې تصور هم نه شى كولاى، شپه او ورځ مې په ځان يوه كړې وه، خاوند به مې ورته ښه خواړه او مېوه راوړه.
د مور د ناروغۍ په حالت كې مې ايندرورګانو ته خسرګنۍ اجازه نه وركوله چې د مور خدمت ته راشي چې همدې كار مې د خواښې ذهن بدل كړ او يوه ورځ يې راته بې اختياره وويل: ((زما سكنۍ لور خو هم ته يې.)) چې دې سره يې پر مخ مړې مړې اوښكې روانې شوې.
ما به هره ورځ خاوند ته ويل چې هغه كرايي كور خوشې كړي، بلاخره مې اړ كړ چې كرايي كور خوشې او كالي خپل كور ته راوړي، د خواښې چال چلند كې مې ډېر توپير راغلى و، د خداى سزا كار وكړ، هغې ټول كور زما په حواله كړ، ما هم د هغې پوره خيال ساته او پوره اهميت مې وركاوه.
وراره مې نږدې د پنځو_ شپږو مياشتنى و چې مور مې موږ كره راغله او داسې خبره يې راته وكړه چې هكه پكه يې كړم، هغه داسې چې مور مې د خپل زوى كره لاړه، دا وخت كې مې ورور دفتر كې و، له ټك ټك وروسته مې وريندار ورته دروازه خلاصه كړې وه، سره له دې چې ورندار مې په خوله ورته څه نه و ويلي خو له څېرې معلومېده چې په قهر وه،خو مور مې هم دهغې د غوصې پروا نه وه كړې او كور ته ننوتې وه، د مور مې لا په كوټه كې شېبه نه وه تېره چې د قدمونو اواز يې واورېد، له كړكۍ يې چې وليد يو ځوان سړى يې وليد چې له كوره د باندې ځي، مور مې خپله اينګور پوښتلي وه چې د ا سړى څوك و ؟ هغې ورته ويلي و چې كوم لرې ريشته دار دى.
مور مې پوهه شوې وه چې خبره څه ده، ښه يې هملته خپله اينګور ښكنځلې وه او نوره ترې كور ته ستنه شوې وه، هغې مې د ورور په نه شتون كې دا كانې كولې، د شپې مې ورور د مور دوى كره ورغلى و او ورته يې ويلي وو چې ته مې ښځه بدناموې، له دې ورسته موږ كره رانشې، مور مې ورته وويل چې دې په خپلو سترګو هرڅه وليدل، كه دروغ وي له ښځې دې وپوښته چې كوم خپلوان وركره راغلى و
له دې واقعې وروسته به مې كتل چې پلار و مور مې د ورور په غم كې لكه واوره ويلي كېږي او ډېر بې دسته شوي دي.
څو ورځې وروسته يوه شپه مې ورور له موږ كره راغى، زوى هم ورسره و، ډېر پرېشانه معلومېده، په لنډه توګه يې راته وويل چې ښځې مې راته دوكه راكړه، زوى او يوه رقعه يې پرېښې چې په كې ليكل شوي وو: ((زه د تل لپاره لاړم په زوى مې پام كوه.))
ورور مې په ژړغونې انداز وويل چې زه اوس چرته لاړ شم؟ ما ورته وويل چې ته دمور خواته لاړ شه هغه به دې په ليدو ډېره خوښه شي، تا او زوى به دې په مينه وپالي.
هغه وويل چې زه مور و پلار ته د مخ اړولو لايق نه يم، ته مې د زوى پالنه وكړه.
ماته سخته غوصه راغله او دا خيال مې وكړ چې دى اوس هم ما خپله نوكره ګڼي، ده له ماڅخه د مور و پلار مينه اخيستې وه، مور و پلار مې زه د ده نوكره ګرځولې وم، سره له دې چې مور مې پوهېده چې خواښې مې ښه ښځه نه ده بيا يې هم په هغه كور كې وركړم، اوس چې مې ورور خوار او ذليل شو، نو خپل زوى ماته راكوي چې زه يې پالنه وكړم او هغه د عياشۍ لپاره ازاد شي.
ما مې خپل ځان قابو كړ او پرته له دې چې د غوصې اظهار وكړم، ورته مې وويل چې زه له خسرګنۍ سره اوسم او هغوى د پرديو بچيانو پالنه پر غاړه نه اخلي.
_ خاوند مې راغږ كړ (زه يې پالنه پر غاړه اخلم، ته يې د زوى په توګه واخله.))
ما بيا هم انكار وكړ، زما موخه دا وه چې ده ته د خپلې ګناه سزا ورسېږي او دويمه دا چې په دې بهانه به د مور و پلار خواته لاړ شي، خو هغه ويل چې په دې ښار كې په اوسېدو به يې ډېره بې عزتي وشي، هغه ښار پرېښودو او كوم لوري ته روان و، په دې كې مې خواښې راغله، خاوند مې ورته دا وويل چې ورور مې د څه لپاره راغلى او زه يې د زوى له اخيستو څخه انكار كوم.
خواښې مې راته امر وكړ چې له ورور نه مې د هغه زوى واخلم او زما ورور ته يې وويل چې خور دې زما دومره خدمت كړى چې زه غواړم د هغې څو چنده بدله وركړم، كه دا يې له اخيستو انكار وكړي، نو زه به دې د زوى پاله نه وكړم.
زما د وررو د ماغي حالت داسې و چې پرته له دې چې څه ووايي خپل زوى يې زما په غېږ كې واچولو او خپله لاړ، خواښې مې ډاډ راكړ، د خواښې په اړه مې فكر واخيستم چې د قدرت د يوه ټكان سره څومره بدله شوې ده.
خواښې مې بيا راته وويل چې لورې د هلك پالنه ضرور وكړه، خو خيال كوه هلك پردى مال وى، لوى شي او لاړ شي.
ما په خندا ورته وويل چې ترورې! ما خو تر دې دمه اورېدلي چې لور پردى مال دى!
نه لورې! لور د ژوند تر اخرۍ سلګۍ پورې لور وي او زوى د واده پورې، تا مې په ناروغۍ خبر وارېد اود خاوند نه له پوښتنې پرته دې كور ته قلف واچاوه او راغلې، كه مې زوى غوښتى واى، نو راغلى به وى او كتلى به يې واى چې ښځه د مور خدمت ته راواستوم كه نه، زما لورګانې دلته د راتګ لپاره ترپېږي، خو هغه بدبختان يې نه راپرېږدي.
زه څو ورځې وروسته د مور كره لاړم،ورور مې هلته نه وو تللاى، ما مې مورته وويل چې هغه يې ښحې پرېښى دى او زوى يې موږ كره دى ، پلار مې په دې وخت كې د زوى كره تللى و، بېرته چې راغلى و ويل يې چې كور تش و او ګاونډيانو ويل چې د شپې لخوا يې څو كراچۍ راوړې وې، د كور سامان يې په كې بار كړ او كوم لوري ته لاړل.
مور مې د ورور خسرګنۍ كره لاړه، هغوى ته نه زما د ورو پته وه او نه خپلې لور.
مور او پلار مې په دې اميد ژوند تېراوه چې ګنې يو ورځ به يې زوى بېرته كورته راستون شي، خو هغه راستون نه شو، د ښځې يې هم څه پته ونه لګېده، پلار مې خپل كور د هغه په نوم كړى و او وړوكى كور يې زما په نوم...
د ورور له تګ نه مې څلور پينځه مياشتې وروسته راته د ډاګ خانې له لارې يو راجستر شوې پاكټ په لاس راغى، په دې كې د كور په اړه كاغذونه و، ورور مې خپله برخه زما په نوم كړې وه، څنګ كې ورسره كوم ليك نه و، په پاكټ باندې د كراچۍ ښار ټاپه لګېدلې وه او ورلاندې يې زما د ورور نوم ليكل شوى و، خو ادرس يې نه و.
ما يې زوى د خپلو اولادونو په څېر پاله او له خپل خاوند، خسر او خواښې سره مې پرېكړه كړې وه چې ورور ته به مې د هغه زوى بېرته نه وركوم، ځكه له يوې خوا به يې د ميرنۍ مور له لاسه ژوند تريخ شي او بل دا چې په دې سره به ورته پته ولګي چې دى د بل چا زوى دى. زما اولادونه لا واړه وو او دى يې خپل ورور ګڼلو.
دوه كاله وروسته مې مور د زوۍ له غمه مړه شوه، د مور مې لا پنځمه مياشت پوره نه وه چې پلار مې هم په حق ورسېد.
د پلار كور مې وران شو، يو څه سامان يې ما كور ته راوړ او پاتې مې خرڅ كړ، خو د هغه سامان په ليدو مې چې ما كور ته راوړى وو په زړه څه تېرېدل يوازې زه پرې پوهېږم.
اولاد چې پيدا كېږي، نو خداى يې روزي هم حواله كوي، زما خاوند د حسابدارۍ كورس ښه په برياليتوب سره پاى ته ورساوه چې له امله يې په هغه كمپنۍ كې چې ده مخكې په كې كار كاوه، تنخوا يې زياته شوه، په دې ورځو كې په پاكستان كې صنعت او سوداګري مخ پر ښه كېدو وه او ډېرو خلكو په كې خپلې كمپنۍ جوړې كړې، خاوند ته مې له وخته وروسته هم كار پيدا شو، او ځينو_ ځينو خو به كور ته ورته د حسابدارۍ كارونه راوړل، له دې پرته موږ ته د دوو كورونو كرايه هم په لاس راتله چې په دې سره زما او زما د ورور د بچيانو ژوند ښه تېرېده.
زموږ د دې خوشاله ژوند له دوه كاله پوره نه وو چې خواښې او خسر مې له دنيا رحلت وكړ، وراره مې دا مهال شپږ كلن و، په ښونځي كې مو شامل كړ، ډېر ښايسته هلك و، سم د پلار انځور و، د يوې ښايسته مور او ښايسته پلار زوى و، خو ده به زه مور او زما خاوند پلار ګاڼل، د ورور مې هيڅ پته ونه لګېده، خط يې هم نه راتللو، ښځه يې هم نادركه وه، خلكو ډول _ ډول خبرې پسې كولې، ځينو خلكو ويل چې د كراچۍ ښار په يوه مشهور هوټل كې په ګډا ليدل شوې، ځينو خو دا هم ويل چې هغې دريم مېړه كړى دى او په پينډۍ كې ده، دا تور هم و چې ورور مې هغه پيدا كړې وه او ژلې يې ده او زما ورور د پاكستان په كوم زندان كې دى.
څومره يې چې ما پورې اړه لرله ، ما مې ورور هېر كړى و، وخت تېرېده، او كلونه يو په بل پسې اوښتل...
وراره مې په سبقونو كې پوره تكړه و، په ډېرو ښه نمبرو يې لسم پاس كړ، دې وخت كې يې عمر نږدې شپاړس كاله و، او څېره يې كټ مټ زما ورور ته پاتې كېده چې د سړي شك پرې راتلو چې ګنې هغه دى.
د ګرميو په شپو ورځو كې مې بچيانو ټينګار كاوه چې په مري كې يو څو شپې تېروي، دې ورځو كې ښه و موږ دومر پيسې لرلې چې په مري كې پرې په ارام يو څو شپې تېرې كړو، خاوند مې موږ ټول مري ته له ځان سره يوړو، موږ ته يې هلته د شل پنځه _ ويشتو شپو انتظام وكړ او خپله بېرته راوګرځېد، موږ هلته ډېر چكر او سيل وكړ، تر دې چې زما يې نور زړه ووهلو، خو هلكان به چې و وتل نو د شپې ناوخته به بېرته راګرځېدل.
دوه درې ورځې وروسته مې وراره يوازې په چكر ووتو او د شپې لږ ناوخته ځاى ته راغى. ويل يې چې په مېله كې يې كوم نوى دوست پيدا كړى دى، ما ته فكر پيدا شو چې دوست خو دې پيدا كړ، خو د مازيګر وتل او د شپې ناوخته راتلل هغه هم داسې چې را و به رسېده، نو ستړى ستومانه به و، حال دا چې دى يو خوش طعيته هلك و.
يو ورځ مې له زامنو نه وپوښتل چې ولې له هغه سره نه ځئ، هغو ځواب راكړ چې دى يوازې تګ خوښوي، ماته شك پيدا شو، دى اوس ځوان و، څېره يې هم زړه راښكونكې وه، د پلار ځواني يې راياده شوه، د هغه په اړه هم موږ داسې وخت خبر شو چې هغه د يوې بدكارې جنۍ اود هغې د مور لخوا د تباهۍ كوهي ته په غورځېدو و، نو ځكه زه و يرېدم چې د زوى يې هم هماغه انجام نه شي.
كله چې ما په دې اړه له خپلو زامنو نه پوښتنې ګروېګنې پيل كړې، نو كشري زوى مې راته وويل چې يوه ورځ دوى په يوه پارك كې چكر واهه چې يوې ښكلې جلۍ ورته وكتل، دوه درې ځلې دا ليده كاته تكرار شول، بيا يې ده ته غږ كړ او ځان ته يې ور وباله، دى هم څنګ ته ورغى او څو شېبې سره ولاړ وو او خبرې يې سره كولې.
زامنو مې راته ويل چې اوس دوى هر ماښام په هماغه ځاى كې سره ګوري.
كله چې مې وراره كور ته راغى نو ما ځانته وغوښت او په مينه مې ترې پوښتنې پيل كړې چې له هغې جنۍ سره يې څه ډول اړيكې دي؟ كه څومره مې ترې وپوښتل ، خو يوازې دومره يې وويل چې پر ما شك مه كوه،هغې ښځې زه ځانته ور وبللم او مينه راسره كوي، له مايې پوښتنه وكړه چې د كوم ځاى اوسېدونكى يم، ما ورته وويل، هغې ستا او د پلار په اړه رانه وپوښتل، ما ورته وويل، بيا هغې رانه پوښتنه وكړه چې چرته اوسم ، ما ورته وويل، هغې له ما وغوښتل چې زه ترڅو دلته يم له هغې سره بايد وګورم... نو زه ځكه خواته ورځم.
_ هغې تاته تر اوسه كوم شى دركړى دي؟
_ هو مورې!، خو ما تاته له يرې نه شو ويلى، هغې ماته تر اوسه څلور سوه روپۍ راكړي دي، هغه ټولې پيسې راسره ايښې دي، يوه مې هم نه ده لګولې.
ما ورته وويل ته سبا ماښام بيا هلته لاړ شه، زه يې ګورم چې څوك ده، خو هغې ته زما په اړه څه مه وايه.
هغه راته وويل چې مورې ستا شك غلط دى، زه نه پوهېږم چې هغه ولې ماسره محبت كوي،خو داسې نه لكه څه ډول چې ته فكر كوې، هغه يو ورځ ما ته په ژړا شوه او راته يې وويل چې زوى يې مړ شوى، كه ژوندى واى، نو اوس به زما هومره واى.
سبا ماښام چې كله هغه له كوره ووتو، نو زه ورپسې شوم، هغه پوهېده چې زه ورپسې يم، هغه ټاكلى ځاى راورسېده، هلك لاړ له يوې ښځې سره ودرېده، زه ورو ورو خواته ورغلم، هغې ښځې چې ماته وكتل، نو زه له حيرانۍ هكه پكه شوم، هغه زما د ورور ښځه وه، زما د وراره مور، ما فكر نه كاوه چې هغه دې وي، ماويل زما د ورور د خواښې په شان به كومه ښځه وي چې غواړي دى په خپل دام كې راښكېل كړي.
زه حيرانه وم، خو د هغې په شونډو موسكا خوره وه، هغې زه پېژندلې وم، ما مې وراره ته وويل چې ته لاړ شه ، هغه لاړو، ما يو ځل بيا خپلې پخوانۍ وريندارې ته په ځير وكتل، دې وخت كې د دې عمر له پينځه دېرشو اوښتى و، خو دا له دېرشو كمه ښكارېده، كټ مت خپلې مور ته ورته وه.
د هغې په ليدو مې ژبه بنده شوې وه، غوصه هم راتله، همداسې ورته حيرانه پاتې وم.
هغې راته وويل : ((تا مې چې زوى څه ډول پاللى او لوى كړى دى، د هغې اجر دې خداى در كړي، خو كه مانه د څه تمه لرې، نو وايه زه به هرڅه دركړم.
_ ته خو داسې خبرې كوې لكه ستا زوى چې وي.
_ نه ما چې كله ورنه د مور او پلار په اړه وپوښتل، نو هغه ستا او ستا د خاوند نوم راته واخېست.
هغه زما د ورور نوم واخيست او وى ويل چې كله مې دى په لومړي ځل وكتلو نو وه مې پېژانده كټ مټ ستا د ورور په شان دى.
ما ورنه پوښتنه وكړه چې ايا ته ځانته دا حق چې ګنې ته د ده مور يې وركوې، تا شايد بل واده كړى وي زه دى د ناسكه پلار په لاس كې نه وركوم.
د هغې له خولې نه آه ووتو او په غمجنه لهجه يې وويل چې ما دويم واده نه دى كړى_ زما نصيب كې خاوند چرته دى او زياته يې كړه چې زما په اړه نورې پوښتنې مه كوه.
ما ورته وويل چرته اوسېږې؟
_ هوټل كې، خو زه تا او زوى مې هلته نه شم غوښتلاى.
ما ورته وويل چې د خداى لپاره له دې هلك سره ليده كاته بند كړه، پرېږده چې دى زموږ په نوم ژوند تېر كړي، تا مې د ورور انجام وليده، پرده رحم وكړه.
_ستا ورور چرته دى؟
_خداى پوهېږي، تا هغه پرېښودو او هغه زوى راوړ موږ كره يې پرېښود او خپله تر دې دمه نادركه دى.
_ تا سره يې كله ملاقات شوى؟
_نه.
ما كه څومره وګړوله چې د خپل ځان په اړه راته څه ووايي، خو هغې هيڅ هم ونه ويل، خو زه پوه شوم چې دا ډول ښځې هغه ځاى ته ځان رسوي چې كوم ځاى كې يې شپې تېرېږي.
هغې راته لس زره روپۍ ونيولې چې د زوى لپاره مې ځان سره وساته، خو ما ترې دا ناپاكې روپۍ وانه خيستې، هغې ډېر زيات وژړل.
موږ له ډېرې شېبې وروسته سره جلا شو، كله چې جلا كېدو راسره يې وعده وكړه چې په راتلونكې كې به له خپل زوى سره نه ګوري.
له هغې راهيسې يولس كاله تېر شوي ، شايد هغه اوس د شپې تېرولو ځاى هم ونه لري.
بيا څلور كاله وروسته مې يو ورځ ورور راغى، له څېرې او جامو شتمن سړى ښكارېده، راته يې وويل چې د خپل زوى ليدو ته بهر نه راغلى دى او غواړي چې له ځان سره يې هماغلته يوسي، ښه و دا مهال زه كور كې ځانته وم.
زه پرې په غوصه شوم او ورته مې وويل چې تا له ماڅخه دمور او پلار مينه واخېسته، پلار او مور دې له غمه مړه كړل، تا د كورنۍ عزت له خاورو سره خاورې كړ، اوس غواړې له ما دغه سكون هم واخلې؟ دا ستا زوى نه، بلكې زما زوى دى؟ ما لوى كړى او اوس مې د زړه ټوټه ده، زه يې تاته نه دركوم، هغه زما خاوند خپل پلار او ما خپله مور ګڼي.
هغه راته پنځوس زره روپۍ ونيولې او زه يې سينې سره جوخته كړم او په ژړا يې راته وويل چې زه په خپلې ګناه اعتراف كوم.
كه څو يې له ما بښنه وغوښته، خو زما زړه تيږه شوى و، ما ورته انكار وكړ، هغه ومنله او له خپل بيګ نه يې د سلو روپو د نوټونو دوه بنډله را وويستل، زما په ځولۍ كې يې واچولې او زه يې په لاسو كې ونيولم او راته يې وويل : ((د خپل ورور نذرانه دې قبوله كړه، زه لاړم.))، كله چې هغه له كوره وواته بيا مې هغه پيسې را واخيستې.
سره له دې چې ما دغه كيسه چاته نه وه كړې، خو دا د كور په څلور دېوالۍ كې نه پاتې كېږي، هغه پوه شوى و، خو د خپلې هوښيارتيا له امله اوس هم ماته مور وايي...
پاى
د ۱۳۸۶ لمريز كال د تلې شلمه
ننګرهار ټولنيز مركز_ ميديوټيك
جلال اباد