ليكواله: شاهده پروين
ژباړن : سردارولي څرك
دومره غرور مه كوه
موږ پنځه ورونه او خويندې وو، پلار مې ماموريت درلوده چې له امله يې موږ ښه خوشحاله ژوند تېرولو، زموږ د كور چاپيريال له مينې ډك و، كله ناكله به د خويندو تر منځ جنګ جګړه وشوه، خو دا د ژوند يوه برخه وه، ډيرى وخت به مو له مشرې خور شازيې سره لانجه راتله، ځكه هغې غوښتل پر موږ خپل روب داب واچوي او دا كار پر موږ ښه نه لګېدو.
د مشرې خور په توګه يې موږ كشرانو لحاظ هم كولو، مګر د هغې غوسه همېشه د پوزې پر سر وه، هغې د هيچا لحاظ هم نه كاوه، ډېره په زړه سخته وه، تل به يې خپله خوښه كوله او هيڅوك يې خوښې ته نه پرېښودل.
زه، ناديه او آصمه... د هغې له غوسې څخه تنګې وو، هر وخت به مو مور راته ويل چې هغه مو مشره خور ده مخكې يې مه ودرېږئ او تل د مشرانو عزت كوئ، د مور دې خبرو مې مشره خور نوره هم پر سر راوخېژوله.
هغې اوس د مور او پلار خاطر هم نه كاوه، موږ نه پوهيدو چې پر هغې كومه خبره ښه لګي او كومه بده، د هغې عادت و چې نورو پورې ملنډې ووهي، موږ ترې نورې پوزې ته راغلې وو. په دې ورځو كې مې مور د هغه د واده په تكل كې شوه چې چرته ښه هلك ورته وګوري او ور يې كړي، نيا به مې مور ته ويل چې لورې! دغه لور دې بې مهاره اوښ دى، ګوره څنګه شڼېږي.
_ په دې عمر كې جونې همداسې نادانې وي، روستو كرار كرار ښې كېږي.
سمه ده چې د وخت په تېرېدو سره خلك ښه كېږي، خو زما خور داسې ضدي وه چې د وخت په تېرېدو هم په كې كوم خاص بدلون رانغى، هماغسې شوخه او ورانه وه، هغه له رنګه هم ډېره ښكلې وه چې ښكلا يې غرور څو برابره كړى و.
يوه ورځ مې ترور موږ كره د خپل ځوى لپاره په مركه راغله، ترورزى مې د تعليم، څېرې او ... لخوا ښه پوره و، خو پر سر يې ويښتان كم وه، خور مې يې په ليدو په خندا شوه او ملنډې يې پرې پيل كړې چې پك دى، ګنجى دى او ... ترور مې د ځوى په مركه راغلې وه او خور مې ورپورې ملنډې وهلې.
مور مې ورټله او ورته يې وويل چې دا څه وايې وه جنۍ؟ لږه وشرمېږه موږ دې د هغه په نوم كوو او ته ورپورې خاندې..!!
شازيې ورته وويل : مورې خيال دي وي! زه له دې ګنجي سره واده نه كوم، مور مې ښه ورټله، ترور مې ناسته وه د دې په خبرو يو څه خپه شوه، په دې كې مې پلار هم راغى او ورته يې وويل چې شازيې لورې! داسې ښه خلك موږ ته نه پيداكېږي، زه هم خوښ يم او بل په دوى كې څه بدي ده؟ جاويد خو ښه هلك دى.
_ ښه دى او كه بد، خو زه ورسره واده نه كوم، دا يې ووې او خپلې كوټې ته لاړه، مور مې ورپسې ورغله او ورته يې وويل: شازيې! ته د خپل پلار خاطر هم نه كوې، په څومره بې شرمۍ دې د خپل پلار پر وړاندې انكار وكړ.
مورې! ... ژوند ورسره زما تېرېږي، ستا خو په غوږونه ساړه وي، خور لڼې به ما پورې ملنډې ووهي، زه نورو پورې خاندم اوس به نور ماپورې خنداګانې كوي...
ترور مې دا هرڅه اورېدلي و،خپه شوه او مور ته يې زما وويل چې خورې! زه نه غواړم چې له لور سره دې له زوره كار واخلې، كه زموږ ترمنځ دا خپلوي ونشوه، زه نه خپه كېږم، ښايي د الله خوښه به نه وه. همدې سره روانه شوه.
د ترور په سترګو كې مې اوښكې وې، مور مې هم ژړغونې وه، ويل يې ما سمه تربيه نه ده وركړې، ځكه شازيه ما ته داسې خپګان رسوي.
كال وروسته د جاويد واده و، موږ ټول د هغه واده ته لاړو خو شازيه لا ړه نه شوه، ترور او جاويد هيڅ ګيله ونه كړه، د ده كور ودان شوى و، په دې خبره چې شازيې ورته ګنجى ويلى و هيڅ خپه نه وو.
اوس مې مور د شازيې د واده په لټه كې وه، هر چاته يې ويل چې شازيه وركوم، كه چرته ښه هلك او ښه كورنۍ پيدا شي، د مور مې يوازې د شازيې غم نه كوله بلكې د څلورو لورګانو غم ورسره و، خو له ټولو زياته شازيې ته خپه وه، ځكه د مور په وينا مې شازيې په پوزه مچ نه پرېښده او خپل ښايست ته ډيره غره وه.
خور ته مې خداى ښه ښكلې څېره وركړې وه، چې له همدې امله يې ناز او كبر كاوه او له ځانه پرته يې بل چاته هډو اهميت نه وركاوه.
څه موده وروسته يوه بله مركه د شازيې لپاره راغله، ښه مالداره خلك و، هلك هم ښه ښكلى او زده كړى و، مور مې ورته ښه وكړه، خو له كومې خبرې چې ډارېده همغسې وشول.
كله چې ټوله خبره خلاصه شوه نو له شازيې نه د پوښتنې وار راورسيد، اوس مې د مور عزت د شازې په لاس كې و، مخكې خو زه د كور خبره وه، ترور مې سره له دې چې په زړه كې خپه شوه، خو ښكاره يې هيڅ هم ونه ويل، مګر اوس خبره د پرديو ترمنځ وه، په نرۍ خبره هم د دواړو كورنيو ترمنځ تاوتريخوالى راپيدا كېداى شو، خو د خور لپاره مې اوس هم د مور و پلار د خجالتۍ هيڅ اهميت نه و.
د اسلم كورنۍ سم له واره ځواب غوښتو، خور مې يوځل بيا انكار وكړ او ويې ويل چې دا خلك مخكې په كلي كې اوسېدل، خير كه اوس په ښار كې اوسي، خود دوى عادتونه به اوس هم د شډلو كليوالو وي.
دا غلطه خبره وه چې څوك دې داسې ښه ريشته ځواب كړي، خو د خور مې چې څه زړه غوښتل همغسې يې كول، هغې واده يوه لوبه ګڼله، ښايي د دې په ذهن كې د راتلونكي ژوندانه كوم سم تصوير نه و، خداى خبر هغه د خوبونو په كومې دنيا كې اوسېدله.
هغې دا هم ويل چې اسلم غنمرنګى دى، كه د هغه هيله وي چې له ښكلې جنۍ سره واده وكړي، نو زه هم هيله لرم چې له يو ښكلي هلك سره واده وكړم، د دې خبرو په اوريدو مې مور خپل سر په لاسو كې كلك كړ او ويې ويل: خداى خبر دا جنۍ څه غواړي؟ لورې! دا څه لوبه نه ده چې ته همېشه انكار وكړې، تاته پكار ده چې په پوره فكر پرېكړه وكړې.
زما دويمې خور ( ناديې ) يې هم د پوهولو كوښښ كاوه چې غنمرنګې څېره خو څه عيب نه دى، خو شازيې پرې را بړچ وهل چې عيب نه دى ته ورسره واده وكړه، ستا تور خلك ډېر خوښيږ كنه!
هغې ټول غوسه په ناديې سړه كړه، يوې شېبې لپاره خو ناديه له غوسې نه لړزېده خو ځان يې كنترول كړ او مورته يې وويل: مورې! ته اوس د شازيې غم پرېږده، د نورو لورګانو غم دې وخوره، د مايوسۍ په حالت كې مې مور ناديې ته وكتل، كومې چې د مور درد پېژانده، د ناديې د خبرې په اوريدو مې د مور په سترګو كې د اميد سپرغۍ ښكاره شوې او ناديې پرېنښودې چې دغه سپرغۍ مړې شي، نو ورته يې وويل : مورې! ماته د دې كور او ستاسې خوښي مهمه ده، ته دې خلكو ته انكار مه كوه، كه شازيه واده ته تياره نه وي موږ خو يو، زه ستا د هر حكم پر ځاى كولو ته تياره يم.
د مور د خوښۍ په خاطر ناديې خپل سر ټيټ كړ، د اسلم دوى كورنۍ هم څه اعتراض ونه كړ، مشره كه نه وي كشره هم زموږ قبوله ده، موږ له تاسې سره دوستي غوښته، دا دى دا ارمان مو پوره شو.
اوس هر چا ويل چې جوړې په اسمان كې جوړېږي، هر چا ته خپل قسمت رسيږي. د ناديې په نصيب كې چې څوك و هغه ورته ورسيده، مور و پلار مو غلي و او هېڅ يې نه ويلو خو په دې خوښ وو چې بار يې كم شو.
تر دوو كالو پورې مې مور شپه او ورځ په دې فكر كې وه چې شازيې ته مناسبه كورنۍ وګوري، خو تر اوسه يې داسې څوك په مركه نه و راغلي، ناديې خور مې په خپل كور كې ژوند ښه په خوښيو تيراوه، په خسرګنۍ ډېره ګرانه وه او خاوند خو يې د خپل سر تاج ګرځولې وه، د دې لپاره يې ځانته موټر اخيستى و چې چرته يې خوښه وي كولاى شي له موټروان سره لاړه شي ، خسرګنۍ يې مېلمه پاله، اخلاقي او تعليم يافته كورنۍ وه، د شك او ګومان نه لري و، لنډه دا چې د هيڅ شي كمى يې نه و، په دنيا يې خداى جنت په برخه كړى و.
دا د مېړه په غنمرنګي رنګ خفه نه وه بلكې دې به ويل چې له اسلم نه بل ښكلې نشته كه وي راميدان ته دې شي.
مور مې ډېرو ښځو ته ويلي و چې څنګه چې خداى د ناديې نصيب خلاص كړ، خدى دې د شازيې نصيب هم په همداسې كورنۍ كې وكړي كړي.
ښځو به ورته ويل ته پروا مه كوه اوس چې شازيه خپله كشره خور داسې خوښه او خوشحاله ګوري، بيا به انكار و نه كړي.
په دې ورځو كې مې د پلار پخوانى ملګرى سلطان صيب له خپلې كورنۍ سره موږ كره راغى، دى له ډېرې مودې راهيسې په برطانيه كې اوسېده، هېواد ته د دې په خاطر راستون شوى و چې زوى ته د خپلې سيمې يوه جنۍ په نامه كړي، پلار مې يې مخې ته ورغى او له ځانه سره يې كور ته راوړ، له ده سره د ده زوى طارق چې ښكلى او تنكى ژڼى و هم زموږ كره راغى،
كله چې د سلطان صيب د ښځې نظر په شازيې ولګېد نو زما مور و پلار ته يې و ويل: زه هسې يوخوا بلخوا د اينګور پسې ګرځم، اينګور خو مې دلته په كور كې ده، د طارق لپاره به شازيه راكوئ.
موږ ټول ويرېدو چې هسې نه شازيه كومه خبره ونه كړي چې د مېلمنو زړه ازار نشي، بيا هم همداسې وشوه او شازيه خپل ضد او غرور په سر اخيسې وه او ويل يې چې زه خپل وطن نه پرېږدم، نه ، نه زه برطانيې ته نشم تللاى.
دا ځل مې مور فايزې ته سترګې واړولې چې لورې د شازيې خو ماغزه خراب شوي داسې ښه كورنۍ بيا بيا نه پيدا كېږي، راځه ته ورته غاړه كېږده او انكار مه كوه، موږ تېرى زاړه شوي يو، څومره چې ژر كېږي ښه دى چې تاسې خپلو قيسمتونو پسې لاړې شى.
فايزې سر ټيټ كړ او دا قرباني يې وركړه، مور ته يې زما و ويل چې كه دوى ما قبلوي زما كوم اعتراض نشته، خو زه دې ته خفه يم چې د شازيې خور راتلونكى به څنګه وي، هغه به ترڅو هر ځل انكار كوي!؟
مور مې د فايزيې پر اوږې لاس كېښود او په مينه يې ورته وويل : لورې دهغې په اړه فكر كول پرېږده، هغه د خپلې خوښې خاونده ده، ګوره سبا به لاسونه مروړوي خو وخت به تېر وي، زه اوس د طارق لپاره ستانوم وړاندې كوم، ګورو چې نصيب دې څه كوي.
مور مې د سلطان صيب له ميرمنې سره خبره شريكه كړه، هغې ورته وويل چې دواړه ستا لوڼې دي، موږ كوم اعتراض نه لرو، زما زوى ښه هلك دى، دا به خوشحاله وساتي ته فكر مه كوه.
فايزه هم د خپل كور شوه، له طارق سره يې واده وكړ او لندن ته لاړه، كله ناكله به يې خط يا ټيليفون راتلو ډېره خوښه وه، خسر يې زما د پلار پخوانى ملګرى و، هغه د فايزې ډېر خيال ساتلو او خواښې يې هم له خپلې لور نه كمه نه ګڼله.
اوس زه او مشره خور شازيه مې پاتې وو، خور مې ډېره خوښه وه چې ښه شوه له طارق سره يې هم واده ونه شو، دا چې ولې دې انكار كاوه، د مور و پلار پر انتخاب يې باور نه و او كه له بل چا سره يې تار غزولى و، خداى پوهېږي.
دوه كاله وروسته چې كله فايزه له لندن نه د خپل خاوند او زوى سره راستنه شوه، نو ډېره خوښه وه، د ناديې او فايزې نه مې د مور و پلار زړه بېغمه و، خو شازيې ته ډېره خفه وه او ويل يې چې چا ته مې ډېر فكر و هغه هماغسې په كور پاتې شوه، نور خو يې د واده كولو وخت هم په تېرېدو دى، زما د مشرې خور فكرونو مې پلار و مور ته لوى سرخوږى اچولى و چې په همدې ورځو كې زما په مركه هم يوه كورنۍ چې يو څه غريب وو، خو هلك يې د ښو اخلاقو خاوند او زدكړى و راغله، د دې په خاطر چې د شازيې خور له لاسه مې د مور و پلار زړه ښه زوريدلى و، نو هيڅ مې ونه ويل، پر خداى مې هرڅه وسپارل او د مور و پلار خوښه مې ومنله، خداى هم راباندې خپل رحمت رانازل كړ، زه هم ښه خوښه او خوشحاله وم، ښه كورنۍ مې په نصب شوې وه او مور وپلار مې هم خوشحاله شول چې له څلورو لورګانو نه خو يې د دريو لورګانو ښه په خوشحالۍ خداى پرده وكړه او اوس په خپلو كورونو كې په خوښۍ ژوند تېروي.
اوس مې پلار د زړښت او بيمارۍ له امله تقاعد شوى و او پر كور ناست و، اقتصادي وضعه مو په خرابېدو وه، مور مې شازيه پوهوله چې اوس يوازې ته پاتې يې، ترڅو به په كور ناسته يې، ترڅو به له موږ نه امتحان اخلې، د دې په ځواب كې مې خور ورته وويل چې زه د واده پر ځاى چرته نوكري كوم او تاسې به ساتم.
ډيره خواري يې وكړه خو د شازيې له هيلې سره سمه نوكري ورته نه پيدا كېده، پلار مې هم هر ځاى كوښښ كاوه اخر ورته په بانك كې ماموريت پيدا شو، مور و پلار خواران مې غلي و او ويل يې چې د لور يې څه خوښه وي هماغسې دې وشي، خو د شازيې د واده عمر په تېرېدو و.
ناديه او فايزه به كله ناكله له خپلو ماشومانو سره راتله، يوازې ما نشو كولاى چې ژر ژر راشم، ترڅو خداى زوى راكړ او راغلم، له موږ درېواړو نه مو مور و پلار ښه خوشحاله او ډاډه و، خو شازيې ته يې اوس هم فكر او سودا وه، اوس يې هم ورته ويل چې لورې ته هم واده وكړه، اخر د واده نه كولو علت دې څه دى؟ په موږ څه باور دى نن يو سبا نه يو، بيا به ته څه كوې؟
چرته چې شازيې كار كاوه هلته د آصف په نامه يو تن ملازم و، ناڅاپه د دواړو ترمنځ اړيكه پيدا شوه او بيا دواړو پرېكړه وكړه چې واده به سره كوي، دا چې د آصف كورنۍ څنګه وه په دې خداى پوهيږي، خو يوه خبره چې موږ ټول ورته خفه وه هغه دا وه چې اصف واده كړى و، كه څو مې مور و پلار پوهوله، خو دې كله د چا منله، تل به په خپلو خبرو كلكه وه، ويل يې چې واده كوم نو له اصف سره يې كوم كه نه نو ټول عمر به همداسې ناسته يم، مور و پلار مې پوهېدل چې دا څومره ضدي ده او څه چې وايي هغه كوي، بلا ورپسې هر څه چې وي نوم خو يې كېږي چې واده يې وشو.
د خور د ضد له كبله مې مور وپلار ورته د واده اجازه وركړه، واده يې ډېر عادي و، تر ډېره خو آصف دا كار له خپلې كورنۍ پټ ساتلى و، خو واده كله پټ پاتې كېداى شي اوچې بيا يې كله لومړنۍ ښځه خبره شوه، نو سم قيامت يې راښكته كړ.
د آصف لومړنۍ ښځه د يوه پوليس افسر لور وه، هغه نه يوازى چې بد رد يې ورته وويل بلكې د درواغو كيس يې ورته جوړ كړ او زندان ته يې ولېږه.
تر څو ورځو پورې خو مې خور خاموشه وه او د اصف هم هېڅ درك نه معلومېده او نه يې له مودو وروسته د دې احوال واخيست.
د دې درانه غم له امله مې خور خپله دنده هم پرېښوده او ويل به يې چې زما فكر غلط و، مور و پلار مې چې څه پرېكړه كړې وه هغه سمه وه، موږ خو جدي كېږو او ښه پرېكړه هم راته ناسمه برېښي.
زما ورور عمران چې ترموږ ټولو كشر و (بي اى) كړى وه، ډېر خواري كښ انسان و، ټولو به د ده د ښو اخلاقو صفتونه كول، كله هم د انجونو په لومو كې نه ښكېلېدو، مور مې ورته د همداسې پاكې او سپېڅلې جنۍ په لټه كې وه.
په دې ورځو كې چې مې مور د زوى لپاره د جنۍ په لټه كې وه، چا ورته وويل چې زوى دې د حنا په نامه د يوې جنۍ سره ليدل شوى دى، د دې خبرې په اوريدو مې مور وبوږنېده، ځكه ده خو خپل زوى ساده باده بللو او هغه داسې راوختو.
حنا مې د ورور په دفتر كې كار كاوه، همېشه به يې يو بل سره ليدل راليدل،مور مې په دې لټه كې وه چې وګوري داجنۍ څوك ده؟ د چا لور ده؟ خو يو ناڅاپه حنا دفتر ته تګ بند كړ، ورو مې ډېر خفه و، چې چرته لاړه، كور ته يې ورغى كله يې چې ټك ټك وكړ د حنا مور ورته راووته، ورور مې ترېنه پوښتنه وكړه چې حنا ولې دفتر ته نه راځي؟
مور يې د دې پرځاى چې ځواب وركړي له ده نه يې وپوښتل: تا پورې څه اړه لري؟
زه له هغې سره يوځاى كار كوم او د دې لپاره راغلى يم چې هغه ولې دفتر ته نه راځي؟
هغه اوس واده شوې ده.
كله مې چې ورور دا ټكي واورېدل، يو څو شېبو لپاره خو يې هوش له سره والوتو، مګر ژر يې ځان كابوكړ، هغې ته يې د خداى په امان وويل او بېرته كور ته راغى او سوچونه يې پيل كړل، ايا دا همغه حنا وه چې د ګډ ژوندانه قسمونه يې كول او اوس د بل ناوې شوه!
له دې وروسته مې د ورور پر شونډو موسكا ونه ليدل شوه، مور مې چې د خپل زوى دا حالت ليده، نو ډيره ورته ځوريده، خو په دې كار خوښه وه، او ورور ته به يې زما ويل چې دا څه د چين ښاپيرۍ وه چې له امله يې ته داسې غمجن يې؟، خو ورور مې چاته څه نه ويل، ټوله ورځ به لكه د بت خاموشه و، زړه يې د حنا يادونو ځپلى و، اوس ده هم د شازيې خور پيښې پيل كړې، چرته به چې مې مور ورته كومه جنۍ ليده، نو ده به انكار كاوه.
عمر په دې هم خپه و چې له واده وروسته د حنا ژوند ښه نه و، خسرګنۍ به ډېره زوروله، تر دې چې مېړه به يې وهله هم، خو دې به اف قدرې هم نه كولو، هرڅه يې په خپل زړه كې اچول، يوازې خداى ته يې فرياد كاوه.
د حنا مېړه نشه يي و، ټوله شپه به ورك و، كله به چې كور ته راغى، نو خپله ښځه به يې وهله ټكوله، خو دې په دې خاطر هرڅه زغمل چې د ښځې اصلي كور د مېړه كور دى، دا به له دې ځايه كومې لورې ته لاړه شي!
كال دوه وروسته ورته خداى زوى وركړ، ښه و له زوى سره به يې پام غلط و، كله چې يې زوى د دوو كالو شو، يوه ورځ خبر شو چې خاوند يې د نشې په حالت كې مړ شوى دى، كليوالو يې ګور و كفن وكړ، اوس د دې ژوند نور هم تريخ شو، مور و پلار يې غريبان و، نوكري يې هم كوله او د كوچني زوى پالنه هم.
يوه ورځ عمر له دفتره بېرته پر لاره و چې نظر يې په يوې مېرمنې ولګېد چې يو كوچنى ماشوم هم ورسره و، ښه چې ځير شو ګوري چې حنا ده.
ورور مې له موټر ښكته شو او هغې ته يې غږ كړ، د حنا هم باور نه راتلو چې ګنې عمر ورته غږ كوي، مخ يې ورته راواړاو، خو بيرته روانه شوه او له ځان سره يې ويل زموږ ترمنځ چې كومه اړيكه وه هغه شلېدلې، زه واده كونډه يم، اوس مې كله څوك خپلوي.
دا مخكې روانه وه او ورور مې ورپسې و اخر يې پوهه كړه او كورته يې راوړه، مور ته يې زما ويل چې تا د حنا پوښتنه كوله چې څوك ده، دا ده حنا.
مور مې حنا ته وويل چې لورې تا مې پر زوى څه كوډي كړي چې تر دې دمه يې واده نه دى كړى؟
عمر حنا ته وويل چې د دې زوى په خاطر دې له ماسره واده وكړه زه به دى خپل زوى وګڼم.
هغې ورته وويل چې زما لېور ډېر خراب سړى دى، هغه غواړي چې زه له هغه سره نكاح وكړم، اوس كه زه له تاسره واده وكړم، نو زه باور لرم چې ما او زوى به مې ووژني،ځكه چې خاوند مې خپله برخه ټول جايداد زما د زوى په نوم كړى.
له څو ورځو پوهولو وروسته ايله دې ده تياره شوه چې له عمر سره واده وكړي، مور و پلار مې ورور ډېر پوه كړ چې زوى نورې جونې شته، ته له حنا سره واده مه كوه، خو ورور مې يې خبره ونه منله او هغوى هم اړ شول چې د زوى ضد ته غاړه كېږدي.
د عمر او حنا واده وشو او هغه مې د وريندارې په توګه موږ كره راغله، له راتګ سره سم حنا د كور كارونو ته ملا وتړله او هرڅه يې ښه منظم كړل، د دې ترڅنګ يې ښه په خوښۍ د خواښې او خسر خدمت هم كاوه. دواړه خوښ او خوشحاله وو، خو دې خوښۍ ډېر دوام ونه كړ.
يوه ورځ چې مې مور و پلار چرته تللي وو او ورور مې هم كور كې نه و، يوازې حنا كور كې وه، نو لېور يې راغى او په ګوليو يې و ويشته او د حنا زوى يې له ځانه سره يوړو.
د حنا په مړينه عمر ډېر ودردېدو، مور وپلار مې كه څو ورته وويل چې بل واده وكړه، خو هغه د دې په خاطر چې له حنا سره يې ريښتينې مينه درلوده بل واده ونه كړ.
لس دولس كاله ورسته يوه ورځ خبر شو چې د حنا زوى ځان ويشتى او مړ شوى، په دې خبره موږ ټول هېښ شو، چې دا څنګه كېداى شي، خو دا خبر رښتيا و، د حنا شپاړس كلن زوى ځان په تمانچه پر سر ويشتى و.
يو شمېر خلكو نه باوروله او ويل به يې چې دا هم خپل تره وژلى، ځكه تره يې د جايداد وږى و، دا چې حقيقت څه دى خدى پرې پوهيږي، خو يوه خبره چې سړى ځوروي تر اوسه د هغه قاتل نه و نيول شوى، ځكه هغه د سيمې مخور كس و او اوس خو يې د ورور جايداد هم تر لاسه كړى و.
پاى