ليكوال:     رئيس احمد جعفري
ژباړن  :      سردارولي څرك

 

   رنګين خوب

 يخه هوا لګېده، تازه د پسرلي علامې را د بره شوې وې، هغه يخ توپان چې ټوله جارجيا يې په سر اخيستې وه پاى ته رسېدونكى و، زه د خپل كور په برنډه كې چې نسبت نورو كورنو ته لوړ دى ولاړه وم او په واورو پوخل شويو د غرو څوكو ته چې زموږ په څو كيلو ميترۍ كې و په ځير وم، عجيبه منظره وه، په زړه كې مې د خوښۍ څپې راپورته كېدې.
د سپرلي موسم د خپلو ټولو ښكلاوو سره په راتلو و، چې په دې سره زما په ذهن كې يو خيال هم راغى او هغه دا چې كله د انګورو موسم پاى ته ورسېږي،  نو زما د مشرې خور واده به وشي،  زه او مور مې چې د هغې غېږه زما د خوښيو زانګو او سر چينه ده په دې پراخه كور كې يوازې پاتې شو.
ما دا سوچ هم كاوه چې يوه داسې ورځ هم راتلونكې ده چې زه به هم واده شم، نو بيا به زما دا زهيره او غمځپلې مور څه كوي؟ څوك به ورته تكيه وركړي؟ څوك به ورسره د زړه خواله كوي چې غم او د ماضي تراخه يادونونه يې ونه ځوروي،  څوك به ورسره په ورځنيو ستونزو كې مرسته كوي،  زموږ د زمكې او جايداد ساتنه او پالنه به څوك كوي؟
زما پلار د خپلې قبېلې مشر و، بلا زمكه او جايداد ترې  راپاتې و، په كوم كې چې يوه شاندار باغ او يوه زړه كلا شامله وه، باغ په څلور دېوالۍ كې دننه و او كلا دنګ _ دنګ برجونه لرل،  ما سره دا فكر هم و چې زموږ د انګورو د باغچو او نورو مېوه لرونكيو ونو حساب كتاب به څوك كوي، ټېكه دارانو او نور خلكو سره به څوك اړيكې نيسې، زه خو د خپلې خسرګنۍ كره ترې ځم.
په همدې سوچ _ سوچ كې مې نظر په خپل بزګر ولګېد، د قوي وجود او لوړې ونې څښتن چې په پټي كې يې كار كاوه، څنګ كې يې يو ښكلى هلك و، هغه د غوايي پړى په لاس كې نيولى و او سر شاره  بې پروا له هره غم ناخبره د خپل كور په لور راروان و، د هغه په سپينو واور پوښل شوي غر ترڅنګ بهيدونكي رود په غاړه يو شمېر ښځې چې په محنت او خوارۍ كې له هيڅ يو سړي څخه كمې نه دي راټولې دي، رېګونو له سمندره د سرو زرو زرې راټولوي، همدا د دوى خواري ده،  همدا د دوى روزي او همدا د دوى كار، دا اوس چې زه په كوم ځاى كې ولاړه يم د دې لاندې په يو انګړ كې دوه ښځې په پوره ډاډ ناستې دي او له تناره څخه ګرمې _ ګرمې ډوډۍ راوباسي.
زما نظر لكه د چتكي له يو ځايه  بل ځاى ته په ټوپونو و، بېرته د هغه غرونو په لور لاړ چرته چې د انګورو تاكونه ښه په مستۍ كې وو، بيا هغه ځنګلونو ته لاړ چرته چې بې شمېره وحشي ژوي وو.
زه د دې نظارې په ليدو بوخته وم چې قرار _ قرار راباندې ستړيا غالبه شوه، كېناستم او سوچ مې پيل كړ چې هغه ورځ هم ژر راتلونكې ده چې زه د دې ځاى په پرېښودو مجبوره شم او يو نوي كور، نوي ماحول او نوو خلكو كره لاړه شم، زما لا سوچ پاى ته نه و رسېدلى چې ناڅاپه مې د مور غږ تر غوږو شو چې ماته يې غږ كاوه، د مور د اواز په اورېدو مې ټكان وخوړ او له خپلې خيالي نړۍ راووتم، هغې ماته د ناشتې لپاره غږ كاوه، څنګه چې يې خواته ورسېدم، نو په موسكو شونډو يې زما خواته د شېدو پياله ونيوله او وى ويل: لورې! دا ستا لپاره ډېرې ګټورې دي، په دې سره به دې د مخ سرخي لا سېوا شي چې بيا به د شاهي قصر ملكې تاته په ليدو شرمېږي، خداى دې له بده نظره وساته،  په حسن اوجمال كې دې څوك مقابله كولاى شي؟
څه عجيبه زړه راښكونكي او جادوګر الفاظ و  چې په اورېدو به مې زړه پرې باغ _ باغ كېده او بلا_ بلا خوښي به مې تر لاسه كوله.
اوس چې ما د ژوندانه اته سپرلي تېر كړي فكر كوم چې هغه زما د مور خبره پر ځاى  وړاندوينه وه، هغې چې هرڅه ويلي و، څه موده وروسته هغه پوره شو،  زه رښتيا هم ملكه ګرځېدلې وم، د وخت د تر ټولو ستر بادشاه محبوبه وم، موږ غرنيو ښځو په اړه خو هسې هم ويل كېده چې د دوى سترګې له دوربين هم تېزې او نظر يې رسا په زړه لكه د غشي لګي، زما مور ماته دا خبره په غير شعوري توګه كړې وه، مګر د نولسو كالو يوه پېغله اوس د دې وړاندوينې ښكار شوې وه، ما به چې فكر كاوه،  نو داسې به راته ښكارېده چې رښتيا هم حالات بدل شوي او زه ملكه شوې يم، خوب به مې چې ليده نو ځان به مې د شاهي تخت له پاسه لكه د ملكې ليده او د ژوندانه څومره خاكې چې ما جوړولې په هغو ټولو كې به مې ځان يوه ملكه ګڼله.
زه په دې خيالاتو كې ډوبه وم، د مور مې چې راته فكر شو له مينې په ډكه لهجه يې راته وويل: زما لورې! ته څه فكر كوې؟
ما ورته د زړه حال ونه وايه او خبره مې په بله واړوله چې ډېر ژر به مې د خور واده وشي او زما مسؤليتونه به زيات شي.
مور مې راته ډاډ راكړ او ويې ويل چې نه، د خفګان هيڅ اړتيا نشته، كه خداى كول هر څه به سم تر سره  شي.
زما مور د ډېر عمر نه وه،  خو په ځوانۍ كې د كونډتون له امله  ډېره ژر زړه شوه ګنې د عمر له لحاظه يې اوس ايله د زړښت په وره قدم ايښى و، هغې ماته وويل: جنۍ! ته اوس وړه يې، ستا د عمر جونې لا ګوډيانې لوبوي او ته ناسته يې دومره فكر او غم كوې.
مور مې د كوم كار پسې پاڅېده، ما  غلې _ غلې  شدې ګوټ كړې، خو زما خيالونه له كوره بهر خداى خبر چرته؟ په چكر وتي و. څو شېبې وروسته مې مور خپله ايرانۍ وينځه چې زما په عمر وه راوغوښته او ورته يې وويل چې لاړه شه او هغه شيان چې نشاط ته به يې د خور د واده په ورځ د سوغات په توګه وركړل شي راوړه.
زما د خور واده سبا و، دا يوه ورځ بلا اوږده وه هيڅ نه تېرېدله، زه يې ډېره  نا قراره كړې وم، په همدې كې مو وينځه راغله او يو پاكټ يې راوړ،  د خور د واده لپاره مې مور راته دومره قيمتي جامې جوړې كړې وې چې تا به ويل د كومې شهزادګۍ لپاره جوړې شوې دي ، هسې په خيال كې خو زه څو ځله شهزادګۍ شوې وم، سبا ته چې كله زه دا جوړه واغوندم رښتيا به هم لكه د ښاپېرۍ ښكاره شم! ما ژر هغه ښكلې جوړه پورته كړه او په منډه خپلې كوټې ته لاړم، مور راته ډېرې چغې ووهلې،  خو زما يې چغو ته هډو فكر هم نه و،  جامې مې واغوستې او په كوټه كې هغې هندارې ته ودرېدم چې د سړي د قد هومره  وه،  په حيرانۍ مې ځان ته كتل_ دا جوړه ماسره رښتيا هم  ښه ښكارېده،  ما فكر كاوه خور مې سره له دې چې ناوې ده او ښكلې جامې به يې اغوستي وي، خو كه ما په په دې جامو كې وګوري، نو خپله ماتې به ومني او ګوته په غاښ به راته پاتې شي.
د هيندارې پر وړاندې چې دا مهال كومه شهزادګۍ ولاړه وه د دې جامې څومره ښكلې وې؟ سره  ورښمينه لوپټه ، شين قميص په كوم چې په طلايي تارونو خامك شوى و، ښكلى كمربند، توره بخملي خولۍ چې د مختلفو تارونو لړونه ترې ځنګېدل. دا زه وم، د خپل تخيل شهزادګۍ، ما په خپلو اوږدو اوږدو ويښتانو ناز كاوه كوم چې زما تر نرې ملا هم ښكته وو.
په دې كې مې مور كوټې ته راغله،  زه يې چې په نوې  جوړه كې وليدم هكه پكه شوه او يوناڅاپه يې له خولې ووتل چې ما شاءالله! داسې ښكارې لكه د شاهي ماڼۍ كومه شهزادګۍ  زما كور ته راغلې وي.
زه غلې ولاړه وم او د مور دا خبرې مې اورېدې، د مور احترام مې سترګو ته ولاړ و كنه ورته ويل مې چې شهزادګۍ دې اوسم،  خو د كوم بادشاه په محل كې لكه د بنديوانې  ژوند تېرول نه خوښوم،  موږ د غرنيو سيمو اوسېدونكې ښځې په ازاد ژوند عادت يو، د حرم سراى په څلور دېوالۍ كې مو ساه بندېږي، خو نه پوهېږم يو ناڅاپه مې په زړه كې وګرځېدل، هسې نه د مور دا خبرې مې په راتلونكې كې ريښتيا نشي!! خو ځه ګورو به، دې كې مې مشره خور چې سبا يې واده و راغله، د دې له راتګ سره موږ د سبا ورځې په پروګرام خبرې پيل كړې، د واده دې تياريو موږ له يوې مياشتې راهيسې پرېشانه كړې و، دا كوم عادي واده نه و، ډېر پراخه تيارى ورته شوى و، زما د خور واده د ګاونډۍ قبيلې د مشر له زوۍ سره كېده چې ډېر مالداره و، موږ اړ و چې په پراخه توګه ورته تيارى ونيسو، ترڅو په نږدې سيمو كې يې ثارى ونه ليدل شي. ځكه زموږ پر وړاندې هغه مالداره كورنۍ وه،  جارجيا كې يو متل دى: پلار مړ شي خو د كورنۍ ننګ او ناموس يې د اولاد په لاس كې پاتې شي.
د كومې ورځْې لپاره چې له اونيو راهيسې انتظار و اود كومې لپاره چې دومره تيارى شوى و هغه ورځ سبا وه،  موږ داسې احساس كاوه لكه نن شپه چې ډېره وړه وه او د لمر سترګې له خپل وخته وړاندې څرك و واهه،  ما د خپلې كوټې كړكۍ پرانيستې، ليدل مې چې مخامخ غر په دوپ لمبا كوله او يوه نازكه پرده پرې غوړېدلې وه چې  تا به ويل كومې ناوې باندې نازكه شال غوړېدلى دى، د مرغانو خواږه اوازونه هرې خواته اورېدل كېده،  ما ژر ژر خپلې جامې بدلې كړې او د خپلې خور كوټې ته ورغلم، دا به د خپل عات له مخې مخكې ناوخته پاڅېده، خو نن زما له ورتګ وړاندې بيداره وه.
بې اختياره مې ځان د هغې په غېږې كې واچوه او ترې مې وپوښتل: خورې! ته به همېشه د نن په څېر خوشاله يې؟ خو هغې خبره په يوې پيكه موسكا كې پټه كړه.
اوس په كاله كې د خلكو شور ماشور اورېدل كېده، مېلمانه په راتلو وو، د دوى د هركلي لپاره پټاكۍ چاودېدلې، دوستانو له يو بل نه د خير او خيريت پوښتنې كولې، په دوى كې يو شمېر دوښمنان هم وو، خو په نن ورځ يې خپلې دوښمنيانې هېرې كړې وې، د قبيلې د هر تن لپاره په كار و چې په دې مېلمستيا كې په خوښۍ برخه واخلي، خوراك څښاك وكړي، نڅاوې وكړي او سندرې ووايي. د ناوې د تحفو (ډاليو) انمبار جوړ شوى و، چې پكې د ورېښمو كالي چې په طلايي تارونو په كې سكختې شوې وې، سره زر، قيمتي شالونه، د ورېښمو او بخملو خولۍ، قالينې او ... شاملې وې.
اوس په كاله كې د خلكو شور ماشور اورېدل كېده، مېلمانه په راتلو وو، د دوى د هركلي لپاره پټاكۍ چاودېدلې، دوستانو له يو بل نه د خير او خيريت پوښتنې كولې، په دوى كې يو شمېر دوښمنان هم وو، خو په نن ورځ يې خپلې دوښمنيانې هېرې كړې وې، د قبيلې د هر تن لپاره په كار و چې په دې مېلمستيا كې په خوښۍ برخه واخلي، خوراك څښاك وكړي، ګډا ګانې وكړي او سندرې ووايي.
 د ناوې د تحفو (ډاليو) انمبار جوړ شوى و، چې پكې د ورېښمو كالي، سره زر، قيمتي شالونه، ورېښمينې  او بخملي خولۍ، قالينې او نور ډير شيان شامل وو.
موږ كتل چې خلكو ښكلې ښكلې جامې اغوستې وې او اخوادېخوا به ګرځېدل، ځينو ځوانانو بخملي واسكټونه اغوستي و چې پرې په طلايي تارونو خامك او ګلان كښل شوي و، د ډېرى سړيو په غاړه د كارتوسو ګردنۍ، تورې او جړې تر سترګو كېدې، خو دا د جنګ جګړې لپاره نه وې بلكې د رسم او رواج لپاره وې. ځكه چې له دې پرته د ګډا محفل سم نه ګرمېږي_ دا خلك نن ډېر خوښ وو. د ګورجيستان اوسېدونكي د واده په ورځ ټول غمونه هېروي او په خوښۍ يو له بله په كې ډېره برخه اخلي.
ښځې په كاله كې وې او سړي له انګړه د باندې، خو د ښځو ډله له سړيو هم غټه وه، مشرانو ښځو به په ډېر خوند د خپلو ودنو كيسې سره كولې، او د هغو تېرو شويو ورځو شپو خاطرې به يې يو بل ته ويلې، د كومو چې له دوى پرته هيڅ ګواه نه و، پېغلو به د خپلو جامو او سرو زرو نمايش كاوه، هرې يوې به د بلې جنۍ په جامو او سرو نيوكې كولې او يا به يې د هغې جامې او ګاڼې ستايلې. كله كله به داسې هم و شو چې يوې به له بلې سره ګاڼې بدلې كړې.
زموږ د كور په لور غځېدلې لارې له خلكو ډكې وې، د واده په ورځ ماړه وي كه غريب خو په مېلمستيا كې خامخا برخه اخلي، دا ځكه چې په دې ورځ هرڅه پرېمانه وي، ډك ډك خمونه  شراب، پرېمانه كېك، ميټايي او ... چې څومره څښلى او خوړلاى شې درته راوړل كېږي_ داسې څوك نه پيدا كېږي چې و وايي دا شى كم و. او دا د دې په خاطر چې زموږ په خلكو كې دا رواج و چې كله جنۍ د خسرګنۍ كره ځي نو داسې بايد خلكو ته وښودل شي چې دا انسان نه بلكې پريښته ده.
كله چې د نكاح وخت رانږدې شي نو د خلكو شور ماشور لا زيات شي، ساز او سرود پيل شي، ډول ډول نغمو فضا په سر اخيستې وي، تورې او چړې په لاس ځوانان نڅاوې كوي، د واده ورځ د قبيلې هر تن لپاره د خوښۍ ورځ وي، څوك چې سندرې ويلاى شي هغه سندرې وايي، څوك چې نڅا كولى شي هغه ناڅي، يوازى هغه عمر خوړلې ښځې او سړي په يو كونچ كې ناست وي او د خپلو ځوانيو په ياد يې ننداره كوي.
د جنج يا ورا د تګ پر مهال د خپلوانو لخوا په هوا كې د دې په خاطر چې له بلاګانو نه په امان كې شي ډزې كوي، بيا ناوې او شاوو يو ځاى روانېږي.
د واده د مراسمو پاى ته رسيدو پر مهال ناوې او شاوو ته د اوږده عمر او ښې راتلونكې دعاګانې وشي او نارينه په خپل اسونو سپار او د يو كاروان په توګه د شاوو كور ته روان شي.
زموږ په كور كې هم د دې واده لپاره په پراخه پيمانه تيارى شوى و، دسترخوان هوار شو او ټول خلك څنګ په څنګ سره كېناستل، خوراك پيل شو. هيڅ سړى په دې وخت كې دا اندازه نه شي لګولاى چې څومره خواړه به بس شي، خو دا اندازه له وړاندې وي چې خلګ ډير رازي او تر مړخته به ډوډۍ خوري. نو په همدې خاطر څو اونۍ مخكې ورته تيارى نيول شوى و. كله چې ډوډۍ شروع شوه نو زموږ غلامانو به له هر راز خوړو لكه څو قسمه وريجو، ډول ډول پخه شوېو او سره شويو غوښو، رنګارنګ مېو، او ... څخه ډك ډك خانكونه راوړل او په يوه شېبه كې به تشېدل. زموږ په سيمه كې خلك د خوراك پر مهال د دې په خاطر خبرې نه كوي چې كوربنو ته شك پيدا نشي چې ګنې د دوى لپاره تياره شوې مېلمستا كې څه كمى دى. له ډوډۍ وروسته د شرابو وار راورسېد، ټول خلك په لوى حال كې چې په كې ښكلې ښكلې قالينې غوړېدلې وې، دېوالنو ته يې بالختونه ايښي و راټول شول او دې ډلې ډېر ژر د يو محفل رنګ خپل كړ، ساز سرد و نڅاوې پيل شوې، هيڅ داسې سړى نه و چې په دې پروګرام كې برخه وانخلي، خلك دومر په جوش كې راغلل چې غږونه يې له هاله بهر ووتل او داسې فكر كېدو لكه توپان چې را الوتى وي.
يو څو شېبې وروسته دا مراسم پاى ته ورسېدل او ناوې د خپلې خسرګنۍ په لور يوړل شوه، د پروګرام ټول برخوال ، دوستان او خپلوان لكه د يو لاريون په توګه له ناوې سره د كلي تر بريده لاړل، په سرحد كې د خداى په امانۍ ډزې وشوې او ټول له مخه خې وروسته د خپلو كورنو په لور روان شول.
تر هغې پورې چې زموږ له كوره اخري ميلمه هم نه وو تللى په كور كې مو هماغسې مېلمستاوې او جشن روان و او ايله څو اونۍ وروسته موږ ته د خپل عادي ژوندانه  موقع په لاس راغله.

ناڅاپي بريد

د خور له واده مې لا مياشت نه وه تېره چې موږ ورپسې خفه شوو، موږ يوازې د بېلتون نوم اورېدلى و، خو اوس راته پته ولګېده چې بېلتون څومره سخت دى، زه به يې چې پرېشانه ليدم نو مور مې هم خفه كېده، يوه ورځ مو مشوره وكړه چې د څو ورځو لپاره به د خور كره لاړ شو، چې له امله به يې زما پام غلط شي او د مور د زړه ناقراري به هم لري شي.
دې واده مې حالت داسې كړى لكه په مرګي چې رانه بيله شوي وي، اوس يې چې ليدو ته ورځم نو ډېره خوښه يم، دومره چې بيان يې له حده وتلى دى.
څنګه مو چې پرېكړه وكړه، ما ژر ژر د خپلو شيانو په راټولو پيل وكړ، په مخكې مې د جوړو ډيرۍ پرته وه، نه پوهيدم كومه يوه ځان سره واخلم، اخر مې يو څو نوې او ښكلې جامې بيلې كړې، ګاڼه مې راوخيسته او نويو دوستانو ته مې تحفې (ډالۍ) هم په نښه كړې، زموږ ايرانۍ وينځې چې ماسره يې مرسته كوله او دغه شيان يې په بكس كې اېښودل، ناڅاپه يې له خولې ووتل: خدايه! ترڅو چې زموږ مالك بېرته كور ته راګرځي موږ له هرې بلا وساته! د دې خبرو په اوريد وبوږنېدم او ورته مې وويل: څه خبره ده يديز؟
هغې راته وويل چې دلته له څو ورځو راهيسې ډاكې او داړې وهل كېږي. دې سات كې مې مور هم راغلې وه موږ دواړو په يوه خوله ورنه وپوښتل چرته؟
هسې خو داړې وهل او د سيالو قبيلو ترمنځ جنګ جګړې ورځنۍ خبرې وې، خو بيا هم د دې خبرو په اورېدو په موږ يو ډول يره خوره شوه. دې خلكو به چې پر كومې سيمې حمله وكړه،نو سړي به يې په روسي حكومت او ښځې به يې د سيمې په خانانو او نوابانو پلورلې چې بيا د دغه خانانو او نوابانو چلند له اخيستل شويو وينځيو سره ښه نه و.
وينځې په ويريدلي غږ خپله خبره پيل كړه: هسې خو زه په څه نه پوهېږم، خو ويل كېږي چې سردار يعقوب د دې كور پخوانى دښمن دى او هغه د حملې تابيا نيسي، د دې ثبوت دا دى  چې سره له دې دلته كوم واده يا بل كوم پروګرام نشته خو په كور كې يې د خلكو ګڼه ګوڼه ليدل كېږي. ښايي د بريد لپاره د مناسب وخت په تمه دى.
د يديز لخوا د دې خبرو په اورېدو مې د مور رنګ والوتو، ځكه هغه پوهيده چې سردار يعقوب زموږ د كورنۍ دښمن دى.
 ده غوښتل چې له مور سره مې واده وكړه، خو پاتې راغى، چې همدې ناكامۍ يې په زړه داغ  جوړ كړى و،  د دومره كلونو په تېرېدو سره هم د ده په نفرت كې كموالى رانغى. هغه اوس هم د انتقام په اور كې سوځېده او غوښتل يې چې په دې اور كې موږ هم وسوځوي.
 ما ته د ډاډ لپاره مې مور خپلې ايرانۍ وينځې ته وويل: يديز! د يرې كومه خبره نشته، موږ د څو ورځو لپاره ځو او ته خو پوهېږې چې زموږه قبيله د خداى په فضل څومره غښتلې ده، كه يعقوب دې خوا نظر هم را واړولو نو سترګې به يې وويستل شي،زه همدا اوس څو كسان خپلو خپلوانو ته استوم، هغوى به د دې خبرې په اورېدو سره په منډه دلته ځانونه راورسوي.  بيا كه له يعقوب سره د ده ګاونډۍ قبيلې هم يوځاى شي او پر موږ بريد وكړي نو په شا به يې وتمبو.
د مور په دې خبرو مې  د ايرانۍ وينځې (يديز) حوصله يو څه لوړه شوه او ويې ويل: اوس داسې وخت راغلې چې د داسې خبرو په اورېدو هم موږ يرېږو، خو كوم وخت چې مې مالك ژوندى و هيچا هم دا همت نه شو كولاى چې زموږ د كور يا قبيلې په لور سترګې واړوي. مور مې ورته و وې يديز! ته لېونۍ شوې يې، داسې خبرې ولې كوې.
دا سمه ده چې مور مې له ډاډه ډكې خبرې وكړې خو ما يې په سترګو كې غلې شوې اوښكې ليدې، هغې د پېښې ژور والى حس كړى و، د مور دغه حالت مې چې وليد په ما هم وېره ترهه خوره شوه او زړه مې په زوره ټكانونه پيل كړل.
زموږ نږدې سيمه كې ارامه ارامي وه، خو له دې اخوا بېشمېره داړه ماران او غله د موقع موندنې په لټه كې وو، ګاونډۍ دښمنې قبيلې هم پر خپلو سرتيريو تمرينونه پيل كړي و، ناڅاپه مې په ذهن كې وګرځېدل چې هسې نه مخكې تردې چې زموږ خبر خپلوخپلوانو ته ورسېږي دښمن پر موږ حمله وكړي، بيا به څه كو؟ دغه فكر پر ما يو شان لړزه راوسته.
مور مې چې زما دغه حالت وليد، نو خپله يره يې پټه كړه ژر ژر يې څو سرتيري خپلو خپلوانو پسې واستول او بيا ماته موسكۍ شوه او ويې ويل : لورې! اوس خو به ډاډه شوې يې.
چرته ډاډه شوې وم، خو د مور دا حال مې هم نه شو ليدلاى، هغې ته د ډاډ لپاره مې وويل چې هو اوس پوره ډاډه شوم.
زما دې خبرې كار وكړ او مور مې د ارام ساه واخيسته او د سفر په تيارۍ بوخته شوه، د خور خسرګنۍ لپاره مو چې كومې تحفې وړلې هغې يوې خواته كړې.
مور مې په خپل كار كې بوخته و، خو زما په زړه كې د ارمانونو يو توپان رالوتى و، ځان سره لګيا وم او ويل مې كاش! زه هلك واى، اوس به د دې داړه مارانو په مخكې لكه د سكندر دېوال ودرېدلى واى، زما زړه ولې يرېږي؟ ما باندې ولې يره او مايوسي خوره ده؟ ايا د دې لپاره چې زه يو جنۍ يم؟ زما زړه كمزورى دى؟
پلار مې پر ما اس زغلولو زده كړي و، ما لكه د نورو هېواد والو په شان د اس په لوڅو ډډو سورلۍ كولاى شوه او د په همدې حالت كې مې د انسان پر سر ايښودل شوى شى ښه سم ويشتلاى شو، د دې سوچ پر كولو مې زړه لږ ډاډه شو او غيرت مې راوپاريدو، له زړه سره مې ويل كه دښمن زموږ په كور حمله وكړي، نو زه به دا ثابته كړم چې سره له دې چې جنۍ يم خو د دوى چاره كولاى شم.
، سره له دې چې مور خو ډاډينه راكړه خو ما دوكه ونه خوړه، زه له راتلونكيو خطرونه نه ښه خبره وم او سوچ مې كاوه چې څه په كو؟ زړه نازړه مو د سفر توكي غوټه كړل، زه خپلې كوټې ته لاړم او د جامو په بدلولو بوخته شوم، مخكې به مې چې كله نوې جامې اغوستې نو زړه به مې له خوښيو باغ باغ كېده او له كه د كوچني ماشوم به مې ټوپونه وهل ، سندرې به مې ويلې او خنداګانې به مې كولې، خو نن چې مې تر ټولو قيمتي او ښكلې جوړه، له ياقوتو او نورو قيمتي ډبرو نه جوړې ګاڼې اغوستې وې بيا هم غلې وم او ديوې پخې او تجربه كارې ښځې په څير مې د حالاتو په اړه فكر كاوه.
زموږ د كور خدمتګاران هم پرېشانه وو،موږ  ښه پوهيدو چې د دښمن حمله به څومره تېزه  او خطرناكه وي، په دوى كې ځينې داسې هم وو چې څو ځله يې په خپلو سترګو يې د جنګونو، وژنو او تالان ننداره كړې وه. دوى هم لكه زموږ فكر كاوه چې كه دښمن رښتيا هم بريد وكړي نو څه به كېږي؟ ځكه د دوى عمرونه لا د ځوانۍ له پولې نه وو اوښتي او په اسانۍ سره د غلامانو په بازار كې پلورل كېدل.
زړه ته مې ډول ډول خبرې راتلې، داسې ښكارېده لكه خوښويو چې رانه كډه كړي وي او پر ځاى يې غم دېره شوى وي، په زړه كې مې اوس خوښي نه وه، غم او يره وه، ما سوچ كاوه چې ايا په دې حالاتو كې له كوره زموږ وتل مناسب دي؟ پلار مې دې خدى وبښي كه هغه ژوندى وى، نو ايا هغه به كور په دې حالت كې پريښى واى، نه هيڅكله نه، هغه به همدلته پاتې شوى واى او په پوره مېړانه به يې د دښمن مقابله كوله.
 ما هم پرېكړه وكړه چې له مور سره به مې خپله اراده شريكوم او د راتلونكي خطر لپاره به تيارى نيسم ترڅو خلكو ته دا موقع په لاس ورنشي چې و وايي: كاش نشاط جنۍ نه هلك واى!
له خپلې كوټې څخه ووتم، خو لا مې څو قدمه نه و اخيستي چې مور مې مخې ته راغله، غلې وه تابه ويل پر شونډو يې مهر لګېدلى دى، خو له څېرې يې پته لګېده چې خبره څه ده، دومره خفه او ورخطا  وه چې د خبرو په واسطه يې بيان ستونزمن دى.
په ډېرې ناقرارۍ مې ترې وپوښتل: څه خبره ده مورې! ولې دومره ورخطا يې؟
مور مې پرته له دې چې څه ووايي زه يې كلكه كړم، ښايي يره يې درلوده چې پرېنوځي چې د مور د دې حالت په ليدو ما هم خپل هواس وبايلل. يو ځل بيا مې ترېنه وپوښتل چې د خدى لپاره راته ووايه څه خبره ده؟ ناروغه خو به نه يې؟ خو مور مې همداسې ولاړه وه هيڅ يې نه ويل.
همدې كې مو دچا د پښو ښكالو وارېد چې منډې وهي، شېبه وروسته چغې او كوكارې هم پيل شوې، موږ هغه چغو ته غوږ و چې غلامان او خدمتګاران مو په منډه راغله او راته يې ويل چې دخدى لپاره دلته مه اودرېرئ، ځئ خپلو خپلو كوټو ته لاړې شئ.
ما ورنه سره د دې چې پوهېدمه ځواب به يې څه وي، پوښتنه وكړه چې څه خبره ده؟
هماغه ځواب مې واورېد چې توقع مې يې درلوده، ويل يې چې داړه مارانو بريد كړى دى، د دې ځواب په اورېدو مې وينه په جوش راغله او په لوږ غږ مې خدمتګارانو او غلامانو ته خبرې پيل كړې چې كه موږ ماتې وخوړه نو د دې مانۍ سره به سم موږ هم د خاورو په ډېرۍ بدلې شو.
څو تنو ته مې د مور پالنه وسپارله او خپله د كوټې په لور لاړم، برچه او ټوپك مې راواخيست او انګړ ته راغلم، په دې كې نوكرانو خبر راكړ چې بريد كونكيو بهرنۍ مورچې ماتې كړي او ماڼۍ ته د ننوتو هڅه كوي.
په ماڼۍ كې هر تن ځانته ځانته په يوه مورچه كې ناست و او د ټوپك خو له يې د دښمن لوري ته نيولې وه، زه پر هاغه ځاى ناسته وم چرته به مې چې پلار كېناسته او خپلو كسانو ته به يې قومانده وركوله، خو په دې ځاى كې زما په ليدو هيڅوك هم حيران نه شول، ځكه دوى پوهېدل چې زه د چا لور يم.
زموږ ترمنځ جنګ ښه په زور كې و، هره خواته ډزې او د خلك چغې او فريادونه اوريدل كېده، زموږ كسانو يې ښه په مېړانه مقابله كوله، دوى خوښ  او وياړ يې كاوه چې د خپل بادار ساتنه كې ځان قربانوي.
زه د قوماندې په ځاى كې ناسته وم او دا هرڅه مې ليدل، د دښمن شمېر تر موږ څو برابره زيات و، دا چې د دوى شمېر به څومره و، خدى پوهېږي، خو زموږ كسانو د هغوى د شمېر پروړاندې هيڅ هم نه و، په موږ كې ورو ورو ماتې ګډه شوې وه خو پر ما هيڅ ډول ويره نه وه خوره، نن لكه د پلار ټوله مېړانه چې زما بدن ته راټوله شوي وه.
شېبه پس دښمن زموږ پر كلا راننوت، ټوله ماڼۍ د هغوى خنداګانو او د بري نعرو په سر اخيستې وه، اوس زما لاس كې هم ټوپك و او پر دښمن مې ډزې كولې خو هغوى دې زيان ته نه كتل، همداسې پر مخ راروان وو. تا به ويل چې د دښمن ليكې نه د انسانانو سېلاب راروان دى. ټوله فضا د بارتو بوى، د ټپيان چغو او د ټوپكو ډزو پر سر اخيستې وه، د هر چا له خولې نه د ( الله) او (آه) اوازنونه وتل.
په دې كې مو يو غلام په منډه راغى او راته يې وويل چې مور مې مړه شوه، ما دا الفاظ واورېدل، خو پوره يې په مطلب پوه نه شوم، په بدن يو ډول لړزه راغله، په سترګو مې تياره خوره شوه، هيڅ مې نه ليدل، يوازې د مور تت تصوير مې سترګو سترګو ته كېدو.
خپلو خپلوانو ته مو چې كوم خبر استولى و د هغې ځواب در دې دمه نه و راغلى، د جنګ ټول بار زموږ پر اوږ و، دا كه موږ برى تر لاسه كولو او كه په جنګ جنګ كې مړه كېدو هرڅه زموږ د خپلو مټو په تكيه روان و.
دښمن اوس نور هم په رانږدې كېدو وو، زموږ كسانو چې څومره كولاى شول وجنګېدل او له سرخندنې يې درېغ ونه كړ، هره خوا يې بې روحه تنې پرتې وې، زه كې مې يو ناڅاپه راوګرځېدل چې د ټوپك شپېلۍ د دښمن لوري نه ځانته واړوم او ځانوژنه وكړم، خو د چا په خاطر چې مو نوكرانو سره له دې چې پوهېدل له دښمنه يې شمېر ډېر كم دې لاس په لاس وجنګېدل، زړه كې دا هيله راپيدا كړه چې د ځانوژنې پر ځاى له دښمن سره وجنګېږم.
دښمن مخكې راروان و او ما پرې ډزې كولې، نه پوهېږم چې تر دې دمه به مې څومره كسان وژلي و، خو كارتوس راسره خلاص شول، اړه شوم چې خنجر ته لاس كړم او په خنجر جګړې ته دوام وركړم. دې كې راباندې د دښمن كوم تن ګوزار وكړ، په سترګو مې تياره راغله او پر ځمكه پرېوتم.

نور بيا