راله د سترګو نه بال جوړوي
مات شه لاسونه چې دې وال جوړي

د آينې په وړاندې ودرېدله
ځان له پخپله يو مثال جوړي

رنګونه راكړه، چې زنځير يې كړم
يوه بوډۍ راله ترې ټال جوړوي

په زړه يې داغ د محبت راكړلو
لكه چې زنه باندې خال جوړوي

يو هنر مند لمبه كوي عكسونه
جوړې واپس ورځنې خيال جوړوي

سعوده مونږه خټه واغږله
ګورو چې څه به ترې كولال جوړي