ناز، ادا او كبرو غرور، ستم
چاويل چې ښكلو سره نه لګي
خداى مه كړ ه چې تا به ځوروم ګلې
هسې دې منت راباندې ښه لګي
دومره مې كنځلې هم ترې خوښې دي
نه چې مې تنها د شونډو سره لګي
هيڅ وخت دې سپېره تندي ور نه وستم
چېرته مې چې روغ لېونى زړه لګي
دا ځلى وروړم په چرسو سرې سترګې
ګوره كه پرې دغه تاويز ولګي
08.02.2007
- سردارولي څرک
راله د سترګو نه بال جوړويمات شه لاسونه چې دې وال جوړي
د آينې په وړاندې ودرېدلهځان له پخپله يو مثال جوړي
رنګونه راكړه، چې زنځير يې كړميوه بوډۍ راله ترې ټال جوړوي
په زړه يې داغ د محبت راكړلولكه چې زنه باندې خال جوړوي
يو هنر مند لمبه كوي عكسونهجوړې واپس ورځنې خيال جوړوي
سعوده مونږه خټه واغږلهګورو چې څه به ترې كولال جوړي...
11.02.2007
- سردارولي څرک
خدايه ستا په دين که مرو که مونږه پايوکليمه د لا اله به مونږه وايوبېرته خپل وطن مو جوړ کړه جنګ ترې لرېربه! څو به هره خوا ترې کډې بيايو
ښاغلى څرک سردار ولي زمونږه د پښتون آهنګ نوى ترنګ دى، د حسن او عشق په سمندر کې لاهو دى، خو د قام، هېواد او خاورې د ستونزو نه يې قلم ډډه نه ده کړې. يو خوا که د سرو اننګو او تورو سترګو قصيدې وايي، نو بل خوا سره او تور دښمنان ډير ښه پېژني. خورې ورې زلفې که ستايي، نو خواره واره پښتانه هم غندي او د يووالي د پاره يې د خپل ر...