تاته نه ښكاري نه يې وينې مينې
له خوږ زړګي مې څاڅي وينې مينې
شوم ستا په مينه كې بدنام دكلي
كوم خبرې سپينې سپينې مينې
خيركه غريب يمه خونازبه دې وړم
سربه درځاركړمه نيازبينې مينې
دخپل ملنګ جانان ګريوان وګوره
سلګۍوهي په زړه سنګينې مينې
زه ملاخېل درنه لوګى لوګى شم
پښتنې پېغلې شرمګينې مينې
08.02.2007
- سردارولي څرک
چې د اظهاره دې په سترګو كې حيا ګرځيپټ محبت به نو تر څو ماله سزا ګرځي
ستا اننګو ته اوښكه راغله په رنجو ككړهكه نه، د سور ګلاب په پاڼو كې بورا ګرځي؟
كله چې زخم تاته رسي، درد يې ماته رسيچې سر په تا چورلي اشنا، دونيا په ما ګرځي
ما خو ده داسې نظام سوال الله ته نه و كړىچې رقاصانې په كابل كې په ګډا ګرځي
د شاعرۍ نه زه توبه كړم خو چې تا ووينمنوى عزل مې بيا په ذهن كې په غلا ګرځي...
08.02.2007
- سردارولي څرک
راله د سترګو نه بال جوړويمات شه لاسونه چې دې وال جوړي
د آينې په وړاندې ودرېدلهځان له پخپله يو مثال جوړي
رنګونه راكړه، چې زنځير يې كړميوه بوډۍ راله ترې ټال جوړوي
په زړه يې داغ د محبت راكړلولكه چې زنه باندې خال جوړوي
يو هنر مند لمبه كوي عكسونهجوړې واپس ورځنې خيال جوړوي
سعوده مونږه خټه واغږلهګورو چې څه به ترې كولال جوړي...