چې د اظهاره دې په سترګو كې حيا ګرځي
پټ محبت به نو تر څو ماله سزا ګرځي

ستا اننګو ته اوښكه راغله په رنجو ككړه
كه نه، د سور ګلاب په پاڼو كې بورا ګرځي؟

كله چې زخم تاته رسي، درد يې ماته رسي
چې سر په تا چورلي اشنا، دونيا په ما ګرځي

ما خو ده داسې نظام سوال الله ته نه و كړى
چې رقاصانې په كابل كې په ګډا ګرځي

د شاعرۍ نه زه توبه كړم خو چې تا ووينم
نوى عزل مې بيا په ذهن كې په غلا ګرځي