چې جدا شوى يم له تانه، زړه مې وچاودېده
لېونى شوى يم جانانه، زړه مې وچاودېده
دخداى لپاره ما مياعلي بابا ته ورسوه
راسره ځان وتړه ګرانه! زړه مې وچاودېده
دا دووسان رقيبان سور دوزخ ته ورسوه
ژره شه! را ولوېږه اسمانه! زړه مې وچاودېده
پرما يې ناز وړلو ماهم ورباندې ناز كولو
په ټوكو، ټوكو كې شوه ورانه، زړه مې وچاودېده
څوك لا راغلي نه وي تا وي زړه كې ځاى وركړى
د ځواب وران افغانستانه! زړه مې وچاودېده
08.02.2007
- سردارولي څرک
اى د مغرور حسن خاونده ياره ځانله زما په سترګو وګوره لږرب پيدا کړى څومره ښکلى يې ته*** دا چې زه پورته درکتى نه شمه ستا د ټټر ښيښې مې سترګې وهيګنې نو دومره خو بې ز...
08.02.2007
- سردارولي څرک
چې د اظهاره دې په سترګو كې حيا ګرځيپټ محبت به نو تر څو ماله سزا ګرځي
ستا اننګو ته اوښكه راغله په رنجو ككړهكه نه، د سور ګلاب په پاڼو كې بورا ګرځي؟
كله چې زخم تاته رسي، درد يې ماته رسيچې سر په تا چورلي اشنا، دونيا په ما ګرځي
ما خو ده داسې نظام سوال الله ته نه و كړىچې رقاصانې په كابل كې په ګډا ګرځي
د شاعرۍ نه زه توبه كړم خو چې تا ووينمنوى عزل مې بيا په ذهن كې په غلا ګرځي...