د فرهنګي ارزښتونو دمرګ ورځې رانېږدې شوي دي
دنارنج ګل دوديزې مېلې تر جوړېدو وړاندې لا فرهنګيان او بړيڅي په يوه خوله نه وو.
خوشال(( خليل))
د بې ثباته او څپڅپانده دريځونوخاوندان زمونږ په ټولنه کې له بل هر وخت نه ډېر شوي، پخوا به چې له چا سره مخا مخېدلې او ليدل به دې، هريو به دخپل دريځ او موقف نه چې د ژوند په هره برخه کې يې درلود راضي ښکارېدل او د يو ډول غرور احساس به هم ورسره ملګري و، په تېرو جګړو او په ځانګړي ډول په دې وروستيو څلورپنځو کلونو کې داشمېره د ځينو يو ناڅاپي لاملونو له امله په ډېرېدو ده.
په تېرو کلونو کې د کليوالو نالوستو خلکو په مينځ کې د شتو د پيدا کولو په سر سيالي ښه په درز روانې وې، د مخدره موادو له لارې په کليوالو سيمو کې ګڼ شمېرخلک د سترګو په رپ کې دموټرو خاوندان شول. دغه يو ناڅاپي ټولنيزې نا برابرۍ ديو شمېر رقابتونواو تربګنيو او کله ناکله دجنګ جګړو سبب شوې. دغه ژرشتمن شوي د سيمې نورو خلکو ته ښه نه ښکارېدل او خپلو دريځونو ته يې ګواښ ګڼلو، ددوي په وړاندې به يې هر ډول خنډونه اچول دا سلسله په کليوالو سيمو کې همداسې روانه ده، تر ډېره حده د داسې کړنو پړه په سيمه کې دتعليم نشتوالي ښودل شوي، په تېروخت کې په تعليم يافته خلکو کې يو ډول قناعت موجود ؤ، ددې قناعت لاملونه خورا ډېر دي يو خو يې دې ډول لوبو ته لاس نه رسېده په خپلو ناستو کې به يې په نالوستو شتمنو اونالوستو چارواکو ملنډې وهلې، په رښتيا هغه يو ډېر بد دوران ؤ. د ډېرو سترګې تعليم يافته خلکو ته وراوښتې،که وخت راغي ګواکې داخلک به وطن شړشم کړي، له ډېرانتظاروروسته د دغو لوستو خلکو وار هم راورسېد چې په خپلو مقالو،شعرونو او ويناو کې به يې د روان بحران پړه په هغو خلکو اچوله چې دوي ته د کار اجازه نه ورکوي...
اوس چې مېدان دې خلکو ته څه ناڅه مساعد شوې او که خداي کول ټول واک به له همدغو روښان فکرو او کارپوهانو سره وي: وينو چې دا ډله خلک هم مېدان ته به راوتو د تعصب او کرکې په ناوړه ناروغۍ اخته شوي اودا ناروغي په ډېره چټکۍ د يوې وبا په څېر خپرېږي. دغه ډله چې د ډېرو سترګې ور اوړي وخت نه مخکې لکه دتنظيمونو د دوران په څېر يو بل پسې خولې خلاصې کړي او خپلو کې له هيڅ ډول سپکو سپورو ډډه نه کوي،دغه د نظر خاوندان چې يو وخت خپله ډېر ښه منتقيدين پاتې شوي د خپلو نظرياتو او ويناو په ضد بل ډول څرګند شول، د موقفو نو د لاسته راوړلو لپاره د دوي په خپله وينا چې کولي به يې د همغه نا اهلو او نالوستو شتمنو او چارواکو د لاسونو الې ګرځېدلي.هر يو يې اوس د يو مشاور په توګه له نوموړو سره په ټيټ او پاس کېدو بوخت دي، دا چاپلوسان او غوړه مالان نه يواځې نني ډول ته ګډېږي بلکې له پخوا راهيسې يې دې ګډا ته کار ويلي او دهغو کلوشو په څېر دي چې هره غټه او وړه پښه پکې جوخته راځي.
له هغو ارزښتونو چې يو وخت ورته ژمن ؤ او ځانونه به يې ورته نژدې ګڼل په شا شوي، داسې ښکاري لکه دارزښتونو د مرګ ورځې شپې چې رارسېدلي وي، په هغه اختلافونوکې راښکېل شوي چې په اصطلاح د لويانو تر منځ روان دي.ننګرهار ولايت چې په فرهنګي ډګر کې ځانګړي ځاي لري د دې په ځاي چې فرهنګي هڅې منظمې او ګړندي کړي دغه ورونه يې په لوي لاس يا خپله او يا يې دخپلو متعليقيونو په زور سبوتاژ کوي، دځان غوښتنې او برتري جنون له يو شمېر فرهنګيانو نه هر څه هېر کړي، ددې پرځاي چې د هېواد او سيمې په سطحه ځانونه جوړ اووځلوي، په يوې وړې دايرې کې له مطرح کېدو وروسته ورنه ځانونه ورک شوي.
د دوي د اختلافونو او غلطو مشورو له امله، چې چارواکو ته يې ورکولې په ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه مېله هم ګډه وډه کړه دغه ميله، چې د پنځو لسيزو راهيسې بې له کوم ځنډه د جلال اباد په ښکلي ښار کې په مشاعرو ملي سندرو او اتڼونو لمانځل کېده سږ کال له پيله بېخونده ښکارېده، د مشاعرې د ځا ي په ټاکلو له پخوا نه فرهنګيان او چارواکي په يوه خوله نه وو، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس غمشريک د مشاعرې نه يوه ورځ وړاندې ويلې و: موږ کوښښ وکړ تر څو ورته يو مناسب او وړ ځاي پيدا کړو بيا د ځينو کسانو په مشوره شاهي ماڼۍ مناسبه وګڼل شوه.
د ننګرهار د والي خرابات او مناجات د ډېرو نورو فرهنګيانو په څېر غمشريک هم متاثره کړي، چې ګنې والي صېب دنورو غونډو جوړولو استعداد لري دا غونډه به هم په شان او شوکت ولمانځي او له امله به يې کرېډېټ له والي نه وروسته دغه شان بړېڅو ته ورسېږي، که ګل اغا شېرزي د دې غونډې په جوړولو کې هر څومره ريښتني ؤ؛ خو دنارنج ګل د مېلې جوړول د ده لپاره يوه نوې تجربه وه، چې له امله يې هم والي او هم يې بړېسي رنګ بدي شول او دلومړي ځل لپاره دغه دوديزه مشاعره د چارواکود تنګ نظريو او لاس وهنو ښکار شوه. دلته تر ډېره ځايه چارواکي هم ملامته نه دي او شاعرانو هم له شعرونو نه شعارونه جوړ کړي، د زياتو شاعرانو په شعرونو کې له ښکنځلو او رټلو بل هېڅ نه وي، دا چې زمونږ ډېري مشران له ډيموکراسۍ سره روږدي نه دي دا ډول شعارونه نه شي زغملاي او پايله يې دغه ډول خوابدۍ رامنځته کوي.
په څرګنده ؛ خو دا د دولت پاليسي نه ده، چې دبيان د ازادۍ په مرۍ پښې کېښودل شي او موږ هم دا منو چې په دې کارونو کې په چارواکيو سربېره ددوي چاپلوس او بړيڅي فرهنګيان هم ملامته دي ؛ خو په راتلونکې کې دداسې نورو پېښو د رامنځته کېدو وېره لا په لاره کې ده.
له انعامونو او بخششونو نه مالا مال فرهنګيان په ادبي ډګر کې هغه پخوانۍ پنځونې او لاسته راوړنې نه لري، ښکاره ده چې دوي يواځې په مادي لاسته راوړنو اکتفا کړې، موږ له دوي څخه دګېلې تر څنګ دا هيله هم لرو چې نور دې دژورناليستانو ليکوالو او فرهنګيانو له نومونو ناوړه ګټه نه پورته کوي او په دې نامه يا ددوي ي په استازيتوب دې له چارواکيوسره معاملې نه کوي.
يو مهال دماشيني خوردظابطانو اصطلاح ډېره عامه شوې وه؛ خو وروسته په نظامي ډګر کې دې ماشين جنرالان، قومندانان او ملايان وزېږول او په ملکي ادارو کې هم دې ډول ماشين ته دانجوګانو په مرسته انکشاف ورکړل شو، چې له امله يې ډېر شمېر بې کفايته خپرونو مسول مديران او ژورناليستان وپنځول.
دا ژورناليستان او دخپرونو ماشوم چلونکي نه يواځې دا چې دخپل هېواد له تاريخ ناخبره دي،بلکې دمطبوعاتو په قانون هم پښې ږدي او ځنې وخت د ټولنيزو ستونزو دبرسېره کولو پر ځاي د يو بل سپکولو ته بډي وهي. دهمدغو غوړه مالانو په مشورو او خبرو يو شمېر چارواکيو ته ځنې فرهنګيان تر تروريستانو روسته ستر خطر ښکاري او دشک په سترګه ورته کتل کېږي.
څه موده وړاندې ولسمشر کرزي دمطبوعاتو دمالي سرچينو دڅرګندولو خبره راپورته کړه او دازادو مطبوعاتو په تقويه کېدو يې خوښي څرګنده ؛ خو له بده مرغه وينو چې دسترګو په رپ کې ځنې فرهنګ پلورنکي نه يواځې دموټرو او ښه ژوند خاوندان شول بلکې داسې سټايل يې خپل کړي چې د بهرنيانو ګمان پرې کېږي. دا چې ميډيا دخلکو او دولت ترمنځ دپل حيثيت لري ؛ نو دې ته په کتو ډېري خلک دوي ته داجنټانو او جاسوسانو په سترګه ګوري او په ټولنه کې يې اعتبار له لاسه ورکړي.
ښايي کرزي هم دفرهنګيانو او ميډيا دا ستونزه درک کړي وي ځکه يې دمادي سرچينو په ډاګه کولو خبره راپورته کړې. وايې هندو چې پوره شي غره شي، اوس يې ځانونه په لنډ وخت کې اوسنيو دريځونو او موقفونوته رسولي ددوي کړنې نورو ته هم يو غلط پيغام ورکوي تر څو له يوې سپېڅلې لارې دوې ته په کتو په دې ډول ځانونه وروسته په مادي دنيا جوټه کړي. دا ډول کړنې چې زما او ډېرو نورو په اند يو ناوړه او بد کار دي، اوس په يو دود بدل شوي دا ناروغي به د ګو تو په شمېر څو کسانو کې وي زما هيله دا ده چې نورو ځوانو فرهنګيانو ته دې يې نه لېږدوي. هغه فرهنګيان چې تر اوسه په دې رنځ اخته نه دي د زغم او قناعت په ترخو درملو دې د دې ډول ناروغيو نه ځانونوته معافيت ورکړي.
د فرهنګي تقوا خاوندانو ته اوږد او سرلوړي ژوند غواړم.