د طالبانو په رامنځته کولو کې د بينظير بوټو د رول په اړه کتاب چاپ شو

پژواک خبري آژانس               پښتون سحر
 
د طالبانو په رامنځته کولو کې دپاکستان دپخوانۍ صدر اعظمې بينظير بوټو د رول او کردار په اړه کتاب چاپ، او بازار ته وړاندې  شو.
 دغه کتاب چې په اردو ژبه ديو پاکستاني ليکوال لخوا ليکل شوي د(( طالبان اور بينظير بهټو کي سرپرستي)) نوم لري.
دکتاب په پوخ  دکتاب له نوم څخه لاندې ليکل شوي چې په دغه کتاب کې داخباري راپورونو او ثبوتونو سره يو بشپړ داسې راپور وړاندې کېږي چې پکې داخبره په اثبات سره رسول شوې چې بينظير بوټو او نورو ملګرو يې دطالبانو په رامنځته کې اهم رول ترسره کړي  دي.
د پاکستان د يو تن نوموتي  ژورنالست عبدالستار چوهدري د قلم نه وتي دغه کتاب دکب په ١١مه،(د مارچ په ٢مه) بازار ته عرضه شوي چې په ٢٠٦ مخونو مشتمل دي.
دکتاب په پشتۍ کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د طالبانو مشر ملا محمد عمر د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه بينظير بهټو او د پاکستان د کورنيو چارو د  پخواني وزير نصيرالله بابر عکسونو چاپ شوي دي.
د کتاب په يوه برخه کې ليکل شوي چې پخوانۍ صدراعظمې بينظيربهټو د طالبانو حکومت ته(( خپل حکومت))، نصيرالله بابر به طالبانو ته(( خپل زامن)) او ددغه مهال دبهرنيو چارو وزير سرداراصف طالبانو ته د((ډير ګران)) په څېر الفاظ استعمالول.
کتاب وايي چې په  ١٩٩٤ کې د اکتوبر په ٢٨مې   بينظيربهټو دهرات له  پخواني والي او اوسني وزير اسماعيل خان او جنرال دوستم سره وليدل اوله  دوي څخه يې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د رسېدو لپاره دمرستې غوښتنه وکړه.
دکتاب دمعلوماتو له مخې،  دپاکستان دصدراعظمې لدې غوښتنې څخه وروسته يواځې څو ورځې وړاندې طالبان په کندهار کې پيدا شوي وو او دوه مياشتې وروسته دوه زره نور پاکستاني او افغاني طالبان کندهار ته ورسېدل.
کتاب وړاندې وايي چې په ١٩٩٥ کال د فبرورۍ په مياشت کې صدراعظمې بينظير بوټو د نړيوال فشار له امله اعلان وکړ چې دوي  د طالبانو کومک لپاره د تلونکو کسانو مخه نشي نيولي او له دې وروسته  پاکستان او سعودي عربستان  د طالبانو پوځي مرستې زياتې کړې.
په کتاب کې  زياته شوې:(( لکه څنګه چې نصيرالله بابر له  جهادي مشرانوسره نږدې اړېکې لرلې، نو ددغو اړيکو څخه په ګټې اخستنې سره يې طالبان منظم کړل او پخپله بابر دافغانستان له شمالي او غربي ولاياتو څخه ليدنې وکړې او له اسماعيل خان، رباني دوستم  او نورو مشرانو سره يې وکتل.))
په کتاب کې د طالبانو د جوړولو او د مخالفينو په ضد ددوي د تقويه کولو لپاره د پاکستان د حکومت درول او هلو ځلو په اړه دلايل او ثبوتونه وړاندې کړل   شوي دي چې زياتره يې د پاکستاني واکدارانواوطالبانو دګډو بيانونو   په اړه دي.
کتاب وايي چې د طالبانو او پاکستان ترمينځه لومړۍ اړيکه دطالبانو لخوا دکندهار ولايت له نيولو  وروسته وشوه کله چې دطالبانو يو پلاوي  د ملارباني په ګډون له نصير الله بابر سره وليدل.
افغانستان ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن راتګ،د مجاهدينو له  مشرانو او طالبانو سره يې اړيکې او په ځانګړې توګه په طالبانو داسامه دراتګ اغيزې  هم دکتاب يو له مهمو څپرکيو څخه ده.
د کتاب ليکوال عبدالستار چوهدري د کب په ١٣ مه،، له پژواک خبري اژانس ته سره په   مرکې  کې وويل چې له دې وړاندې هم دطالبانو په اړه يو شمېر کتابونه ليکل شوي خو دده کتاب  په ځينو برخو کې له نورو څخه ځانګړتياوې لري.
عبدالستار چوهدري زياته کړه:(( ددې کتاب موضوع يواځې طالبان نه، بلکې د طالبانو په پښو درولو کې د پاکستان رول د نظر لاندې نيول شوي دي، ما په دې کتاب کې د طالبانو د رامنځته راتلوپه اړوند په پخوانۍ صدراعظمې بېنظيربهټو يا نصيرالله بابر باندې کوم تور نه دي پورې کړي،څه چې مې ويلي په ثبوت، دليل او ددوي د خپلو ويناوو په رڼا کې مې وېلي دي.))
عبدالستارچوهدري وايي، که څه هم نصير الله بابر اوس دا ادعاوې نه مني چې ګوندې نوموړي  دطالبانو په رامنځته کولو کې ستر رول لاره خو حقيقت دادي چې دطالبانو له کاميابۍ وړاندې نوموړي ددوي دپه رسميت پېژندلو  خبره کړې وه.
عبدالستارچوهدري زياته کړې:(( ما په دې کتاب کې په ثبوت سره دا خبره کړېده چې په پيښور کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال نصيرالله بابر وويل، که طالبان د شمالي اتحاد پرضد بريالي شو او کابل ته ورسېدل نو دوي به يې دولت په رسمي توګه ومني.))
 په اسلام آباد کې د مسټر بک په نوم د کتابونو د يو لوي  پلورنځي کارمند اشفاق حسين پژواک اژانس ته وويل چې يواځې په دوه ورځو کې د کتاب ٢٧ نسخې پلورل شوې دي.
ددې کتاب يو تن لوستونکي الياس خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتاب يو څو څپرکي يې لوستي دي  چې زيات په زړه پورې دي.
 الياس خان زياته کړه:(( که څه هم د طالبانو په اړه له دې نه وړاندې هم يو شمېر کتابونه مارکېټ ته راغلي دي خو ددې کتاب ځانګړتيا داده چې په دې کې زياتره داسې ثبوتونه شته دي چې د هغې ردول  به د پاکستان لپاره زيات مشکل وي.)
دپاکستان يو تن پښتون ملتپال سياستمدار عبدالطيف اپريدي ددغه کتاب په اړه وايي چې دا کتاب د هغو کسانو لپاره چې طالبانو په نوم يې پښتنو ته يوه لويه بدنامي رامتوجې کړې په مخ يو بل څپېړه ده. 
عبدالطيف اپريدي پژواک ته وويل:(( ما تراوسه داکتاب په بشپړه توګه نه دي لوستي،ددې ځنې برخې مې د نظر څخه  تيرې شوې، خو دا يقين لرم چې د طالبانو او ددوي درامنځته کوونکو د ډرامې په اړه د بعضې خلکو په زړونو کې موجود شکونه به هم دې کتاب لري کړ ي وي.))