د بحر آباد سمڅې لا هم خوندي دي
پژواک خبري آژانس حيا ت الله ګهيځ
په ننګرهارکې درونټې له برېښنا بند څخه جنوب ته غځېدلې غونډۍ کې دنظرآباد او بحرآبادپه نوم اوږدې په لسګونو پخوانۍ څمڅې چې دځايي اوسېدونکيو په وينا، د کوشانيانو دوختونو دي لا تردې دمه دخلکو له لاسوهنو او څېړلو څخه خوندي پاتې دي.
د سيمې د اوسېدونکيو په وينا، په سمڅو او غارونو کې د پرتو هډوکو له وېرې چې زيات هډوکي يې انسان ډوله دي څوک زړه نه ښه کوي چې دننه ورشي.
د درونټې يو تن اوسېدونکي ٧٥ کلن محمد زمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې مشرانو يې ورته د دې سمڅو په اړه ويلي چې دا ډېرې پخوانۍ سمڅې دي اودا څمڅې انګرېزانوله افغانانو سره دجګړو پر مهال د اوسېدو لپاره ځانونو ته جوړې کړې وې.
دي زياتوي:(( موږ چې ځوانان وو اوه اته کسه سره يوځاي شو زموږ ورته هم ډېره سودا وه لږ وړاندې پکې لاړو، خو نه مو ددې کوم سر او اخر پيدا کړ او نه مو پکې غير له هډوکو نور څه وليدل.))
د ننګرهار په سره رود کې تاريخي څمڅې
په دغو څمڅوکې د پرتو هډوکو په اړه د سيمې ډېر اوسېدونکي دوه ژبې دي ځينې وايي دا د انسانانو هډوکي دي مګر يو شمېر نور يې د ځناورو لخوا د تښتول شويو حيواناتو هډوکي بولي.
٧٧کلن محي الدين چې اصلي د لغمان اوسېدونکي دي او دا شل کاله په درونټه کې له خپلې کورنۍ سره پروت دي وايي:(( په دغه څمڅو کې خلک اوسېدلي دي، خو دا هډوکي پکې له هغه وخت نه، نه دي پاتې دا په دې اوسني انقلاب کې چې خلک ژوندي ورکېدل هغه به په همدې څمڅو کې وژل کېدل دا ټول د انسانانو هډوکي دي.))
مګر د ننګرهار پوهنتون پخوونکي غلام نبي چې له دې سيمې سره نږدې اوسېږي، د محي الدين خبرې نه مني او وايي چې دې غونډيو کې پخوا ځناور ډېر وو، دکوچيانو او نورو خلکو څاروي به يې داړل او په دې غارونو کې به يې خوړل.
دا څمڅې چې له درونټې سره نږدې دکابل جلال آباد پر لويه پراته کلي نظر آبادختيځ ته دوه سوه مترۍڅخه پيل او د بحرآباد غونډيوپورې غځېدلي په جوړولو کې يې له ډېر مهارت نه کار اخيستل شوي، ځېنې څمڅې پکې ډېرې اوږدې او پراخه دي چې هره يوه يې دننه څو،څو د اوسېدو خونې لري،د څمڅو په سر غونډۍ باندې يو ډېر غټ قبر دي، چې د ځاي اوسېدونکيو په وينا، هيڅ تاريخ يې چاته معلوم نه دي خو بيا هم ورته خلک ډېر درناوي لري.
په دې سيمه کې پراته خلک وايي چې څمڅې بې له څه، نه دي خلک پکې اوسېدلي هر څه به پکې وي، خو تر اوسه پورې يې چا سپړلو ته زړه نه دي ښه کړي.
٦٦ کلن ګل جان وايي چې د مجاهدينو دلومړۍ واکمنۍ پر مهال ورته درې کسه راغلل دوه يې پاکستانيان وو هغوي له ده څخه د يو کور غوښتنه کړې وه او هم يې ورسره ژمنه کړې وه، چې لاس ته راغليو شيانو کې به ورسره شريک وي؛ خو نو موړي ورسره نه وه منلې.
ګل جان پژواک خبري اژانس ته وويل:(( هغوي خبر وو، چې په دې سمڅوکې بُتان او نور شيان شته هغوي د کور په لټه کې و چې په لاس ورغلي شيان پکې و ساتي خو ما ورته زړه ښه نه کړ او لاړل.))
دتاريخ پوهانو په اند د بحر آباد او دې ته ورته نورې څمڅې د کوشانيانو له دورې څخه پاتې دي چې هغوي به د خپلې واکمنۍ پر مهال په اوړي کې په کابل او په ژمي کې پېښور او ننګرهار کې اوسېدل.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاريخ د څانګې استاد پوهنمل مستعلي خان وايي چې ددې څمڅو او غارونو د کيندلو لپاره پرمختلليو وسايلو ته اړتيا ده ترڅو د څمڅو خاوره او پکې پراته هډوکي معلوم شي چې داله کوم وخت څخه را پاتې دي.
استاد مستعلي خان په خپلو خبرو کې پژواک ته داهم وويل:((دا سپړنې او کيندنې په ځانته توګه نه کېږي، ترڅو دولت او نورې مرستندويه موسسې يې په غاړه وانخلي او هغوي ورته امکانات برابرنه کړي په دې څمڅو کې دننه ډېره تياره ده او د لټولو لپاره يې اکسيجن، لابراتوار او نورو سامان الاتو ته ضرورت دي.))
نوموړي د اطلا عاتو او کولتور په کار کوونکيوغږ وکړ چې بايد دوي دې خبرې ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو په دغه سمڅو کې پراته تاريخي اثار د غيرې مسلکي خلکو له لاسوهنو پرته په فني ډول راوسپړي.
د ننګرهار د اطلا عاتو او کولتور رياست د تاريخي ابداتو د څانګې مدير سيد باچا باور هم دغه نظر تاييدوي او وايې چې څو ځلې يې د اطلاعاتو اوکولتور وزارت ته ددې څمڅو په اړه پيشنهاد کړي خو بېرته يې په سوال ځواب نه دي پوه شوي.
سيد پاچا باور پژواک ته وويل:((دا د بوداييزم له وخته را پاتې څمڅې دي د ننګرهار په اکثره ولسواليو کې دغه ډول څمڅې او غارونه شته چې اصلي مرکز يې دبهسودو ولسوالۍ په هډه سيمه کې و.))
د نوموړي په وينا، اوس يې را سپړل نه دي پکار دا د افغانستان تاريخي ميراث دي، دده په وينا،ډېر نورتاريخي ځايونه راو سپړل شول ؛ خو په پته يې څوک پوه نه شول چې کومې خواته لاړل.
د دغه ډول څمڅو او غونډيو سره د نږدې قبرونو په اړه هم يو شمېر کارپوهان وايي چې انګريزانو دا درک کړې وه، چې افغانان قبرونو او زيارتونو ته ډېر درناوي لري نو هغوي به چې هرڅه په ځمکه کې ښخول قبرونه به يې پرې جوړ کړل او له پاسه به يې پرې سرې او شنې جنډې ودرولې.
د سپين ږيري استاد سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار په وينا په افغانستان کې درې ډوله قبرونه شتون لري چې څه يې عادي قبرونه او هديرې دي، يو ډول د هغه غازيانو قبرونه دي چې په غزاګانو کې شهيدان شوي او په خپلو، خپلو ځايونو کې ښخ شوې دي او بل ډول هغه قبرونه دي چې انګريزانو پکې خپلې وسلې بوتان اونور شيان ځاي پر ځاي کړي دي چې دغه درېيم ډول يې په زياتو سيمو کې د خلکو لخوا سپړل شوي دي.
د يادونې وړده چې د بحرآباد په څېر څمڅې او غارونه د ننګرهار په اکثرو ولسواليو کې شته چې په اړه يې د هغو سيمو اوسېدونکي بېلابېل نظرونه لري.
د روداتو، چپرهار، خوګياڼيو، شينوارو او سره رود ولسواليو په غونډيو او غرونو کې ډېرې لويې او وړې څمڅې شته چې په ځينو کې به د انقلاب په دورو کې خلک له هوايي بمباريو پټېدل او په ځينو نورو کې مجاهدينو دکمونيست رژيم پر ضد مورچې نيولې وې.