متلونه زده کړئ او د خبرو پر مهال تر ې ګټه واخلئ
عبدالواجد واجد
متلونه دنړۍ په ډېرو ژبوکې شته په پښتو هم ډېر اوږد تاريخ لري او اکثره يې د يو کار يا عمل د کېدو نه روسته د خلکو په منځ کې پاتې شوي.
همدغه متلونه اول په همغه ځمکه خواره شوي په کومه ځمکه چې زيږيدلي او بيا روسته، روسته ديوې خولې نه بلې ته او بلاخره تر موږ او تا سې رارسيدلي.
ډېري متلونه داسې وي،چې په کومه سيمه کې منځ ته راغلي وي په همغه سيمه کې کارول کېږي ؛ خو ډېر داسې متلونه هم شته، چې هغه په ټول هېواد کې خلک د وينا پر مهال د خبرو د پخلي لپاره استعما لوي. بايد په ياد ولرو، چې ددې هر يو متل تر شا يوه کېسه شته کومو کېسو، چې دا متلونه زيږولي هغه پرځاي پرېږدو او خبرې په دې زيري راټولوو، چې سر له همدې ګڼې نه به د مينې يو نوي همکار استاد عبدالواجد(واجد) د مينې پاڼو ته زاړه او نېږدې ورک متلونه راټولوي او موږ به يې ستاسې مخ ته ږدو. اداره
١: ريښتيني انسان ټکول کېږي؛ خو غورځېږي نه.
٢: يوه خبره کوه دوه اوره.
٣:د يو ګل لپاره زرو اغزيو ته لاس اچول کېږي.
٤: له څلورو زامنو څخه يو زوړ مېړه ښه دي.
٥: ورکونکي لاس تر اخېستونکي لاس جېګ وي.
٦: په چاړه ځان و وهه که درد يې نه درلوده بيا پرې بل هم و وهه.
٧: خپله پير نه الوزي بلکې مريدان يې الوزوي.
٨: د ګيدړ په توبه او د ټګ په ژړا باور مه کوه.
٩: د پښې د خويېدو چاره کېږي خو د ژبې د خويدو چاره نه کېږي.
١٠: تېزه ژبه دلال ته پکار ده.
١١: خداي وهلي ژرندګړي هم وهي.
١٢: که اوښ باد يوړو نو اوزه به اسمان کې ګوره.
١٣: د هوښيارانو پېټي د نادانانو پر ولو پروت وي.
١٤: لټ ته چې د کار وايې درته نصېحت کوي.
١٥: کم عقل دوست نه هوښيار دښمن ښه دي.