زما کلى
اجمل اند
زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وي
زما اواز د کلي ټولو جينکو پېژانده
زه چې په کلي کې وم رود مې د سندرو يار و
مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېژانده
زه چې په کلي کې وم ښه ډېره شوخي مې زده وه
مازېګري به مې د باغ ونو کې پاس تېراوه
چې پسرلي به شو او ونو به غوټۍ وکړلې
منې چې څانګو مې پر سر د ګلو لاس تېراوه
زه چې په کلي کې وم ډېرې ژبې زده وې راته
د چېنو ژبه، د نښترو، د څېړيو ژبه
مابه له رود سره په غبرګ غږ کې سندرې ويلې
ماته وه ياده د بلبلو، توتکيو ژبه
زه چې په کلي کې وم ژمي کې حجره ګرمه وه
د منګي ټنګ ته به ؛ نو زه هم د سيتار ژڼي وم
او که خبره به د څڼو غورځولو راغله
نو په اتڼ کې هم په ډېرو کې د کار ژڼي وم
زه چې په کلي کې وم مست غوندې بنډار مې درلود
د شنه چېلم په کټ کټا به مې خومار ماتوه
چېنې ته څېرمه د شنو بنګو د ځنګله له منځه
په يه قربان! به مې د نجونو سم کتار ماتوه
زه چې په کلي کې وم اوړي به غرمه مهالې
د چينار سېوري ته رڼو شګو کې خوب وړي وم
که به د مور خوږو نارو را پاڅولي نه واي
زه به د قاف غرو ته خوبو د زلميتوب وړي وم
عجيبه وخت و په دې ډېرو کېسو نه پوهېدم
زه چې په کلي کې وم ژوند لکه چينه ښکلي و
د پسرلي مازيګري کې کوکنار ګل د کلي
بس لکه سم د ښاپېريو زمانه ښکلي و
خو دريغه دا چې کلي اور واخيست له تندې وسو
نه يې چېنه او نه يې رود، نه جينکۍ پاتې شوې
او د بنډار ياران هم يو يو تر دکن واوښتل
نه يې اتڼ، نه يې چېلم، نه يې پګړۍ پاتې شوې
٢٦-١-٢٠٠٣ کابل