بېکونه ګرځول د ورځې مود ګرځېدلى
يو وخت به د ځينو فرهنګيانو په لاسونو کې کڅوړې وې ؛خو د وخت په تېرېدو دغه کڅوړې په تورو بيکونو بدلې شوې.دا بيکونه د ډېرو داسې کسانو غاړو ته ليدل کېږي، چې نه کوم مسووليت لري، نه يې په درد دوا کېږي او نه ورته نور څه شوده کوي.
ګل خان ډارن ږېره او بريت دواړه خرېيلي دي او دکانکور په شپږو ازموينو کې بې نتيجې پاتې شوي، نوموړي هر ماذيګر د ښار په ځينو داسې چوکونو او مارکيټونو کې ليدل کېږي، چې د سړيو او وړکو تر څنګ پکې ښځې هم د څه اخيستو يا چکر په موخه ګرځي.
ډارن له بيک سره ځانګړي مزل کوي او داسې ورسره په يوه ډډه کوږ روان وي لکه پخوا به چې ځينې څڼور زلمي د ټوپک سره په ښار کې کاږه ګرځېدل ؛ خو ده کوم ډيلي نه دي فتح کړي او هسې خوشاله دي.
دا وايي:(( ياره! څه به دې پرې سر خوږوم دومره د کار څه پکې نشته ؛خو هسې په تشو ګرځېدو راته ځان بد ښکارېده، بس دا مې غاړې ته واچولو اوس که نور څه نه وي خلک مې په دې بيک باندې د ژورناليست په نوم پېژني.))
خو ٢٣ کلن سنګر نور د بيک ګرځولو توان په ځان کې نه ګوري او وايې په نېږدې ورځو کې به ترې اوږې سپکې کړي
نوموړي په داسې حال کې، چې تازه له سقاوې راوتلي و او بهر يې په خپل تور بيک لوند دسمال راښکوده مينې ته وويل:(( يو خو دې ډېرو مودونو تر پوزې راوړي يم دومره ګټه مې نشته څومره چې رانه دورځې په مودونو روانې دي، هر سحر چې پاسم ښار ته يو نوي مود راغلي وي))
په جلال اباد کې د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال انعام الله مدام په وينا ډېره موده کېږي، چې بيک نه يې ځان بې غمه کړي اوس يوه کتابچه او ټيپ کله په جيب او کله په پلاستيکي کڅوړه کې ګرځوي.
مدام وايي:(( زړه مې ترې تور شو، لويو، وړو غاړو ته اچولي او که ويې ګورې نو يا به پکې د سينګار سامان وي او يا به پکې تش تور کاعذونه پراته وي))
ليکوال او ژورناليست لړمون بېدرد د بيکونو ګرځولو شاليد( بيګراونډ) ته ځي او وايې، چې دا مهال ددې شيانو په ګرځونکو کې زياتوالي راغلي، دده په وينا پخوا به ځينو کڅوړې ګرځولې چې اوس يې ډېري هغه کڅوړې هم په بيکونو بدلې شوي او کم شمېر يې په پخوانۍ بڼه پاتې دي.
نوموړي زياتوي:(( ما د درې څلورو کسانو بيکونه او پخوانۍ کڅوړې په پټه تالاشي کړي، څينو کې به د ناچاپو کتابونو پاڼې پرتې وې، چې په پنسل به پکې ځايونه په نښه شوې وو، په ځينو کې د مدني او کلتوري ټولنو پروپوزلې پرتې وې يو نيم ؛ خو به پکې سم کور جوړ کړي و دصابون او غاښونوو له کريم نه نيولې تر سګرټو پورې هر څه به پکې وو))
قاري نورالله( چې لنډ قد او پلنه تنه لري د ټولو ژورناليستانو او فرهنګيانو سره راشه درشه پالي نوموړي چې په اوړي کې هم غټ پکول له سره نه کوزوي او فرهنګيانو سره بې هدفه غونډو ته روان وي)
دا مهال په ژورناليستانو نيوکې لري او وايې چې ولې ژورناليستان او نور فرهنګيان بيکونه ډېر په مينه ګرځوي دده په اند همدوي د ښار وزګار ځوانان په دې بيکونو ګرځولو عادت کړي.
دا وايي:(( زه ؛ خو دوي سره په زياتو غونډو او ورکشاپونو کې يوځاي يم په دې ژورناليستانو کې هم دا لوي غم دي، چې کومې غونډې ته لاړ شي په يوه چوکۍ خپله کېني او په بله باندې بيک کېږدي، يو شمېر يې له ځانونو نه په بيکونو ډېر پام کوي خپله به يې په خولو، پزو پنډ، پنډ ګردونه ننوځي مګر په بيکونو باندې نري ګرد نه پرېږدي.))
پدې هېڅوک هم نه پوهېږي، چې کم عقل خان جيبشريک به د چا سره کار کوې، دا پته هم نه لږي، چې نوموړي به راډيو ته خبرونه ورکوي او که... ؛ خو که دشپې دولس بجې يې وګورې نو هم بيک به يې په غاړه وي.
جوبشريک يار ورسره ځان هم ښه برابر کړي، ويښته يې په منځ دوه ځايه اړولي او مدام ترېنه د شړشمو تېل لاندې څڅېږي.
جوبشريک په بيک ګرځولو خوښ بريښي او تل يې د روسي عسکرو د مخابرې په څېر تر ملا کلک تړلي وي، نوموړي مينې سره په يوه ټليفوني مرکه کې وويل:
(( له نورو نه يم خبر ؛ خو زما پرې پرده خوندي ده، دا بيکونه هغو کسانو ته ډېر ضرور دي، چې کورونه يې په لرو پرتو سيمو کې دي او دلته په ښار کې لر بر کېږي ځکه که هر څه پکې ور اچوې( نه) پکې نشته ټول پکې ځايېږي.))
يو تن ولسي شاعر، چې نه غواړي نوم يې واخېستل شي مينې مجلې ته وويل،چې هر سړي به ورسره يواندازه ښه ښکاري ؛ خو د سدوزي ولاړ په غاړه دې چې وليده بيا مخې ته مه ورځه، د نوموړي په وينا هغې يو لاس د بيک لاندې کړي وي او په بل لاس يې ټليفون غوږ ته نيولي وي.
دا وايي:(( څوځلې مې ورسره ستړي مشي وکړل لاس به يې ماته نيولي و او خبرې به يې له بل چا سره کولې اوس ور باندې خيال هم نه راوړم، هو کنه څه ماته ؛ خو يې له کوره پخه نه راځي خپل کار به کوي.))
منور خراب بيا له بل هريو نه څوګامه مخکې دي که چېرته يې سړي څو ورځې پرله پسې تعقيب کړي نو و به ګوري،چې کله يې نصواري او کله يې تکه سپينه يا خړه کڅوړه غاړې ته پرته وي.
دي په دې اړه وايي، چې دومره يې په کيسه کې نه وي او که په هر ځاي کې يې و غورځوله هلته پرته وي.
که څه هم ښاغلي خراب له يوې خوا بيکونه د سفر پر مهال ضرور ګڼي مګر له بلې خوا يې د بيکونو زياتوالي دې ته مجبوروي، چې ووايي:(( که همدا حال وي نو هر سړي ته پکار ده، چې د سفر پر مهال له ځانه سره ضروري شيان په بوجۍ کې واخلي او يا ورته له څادر نه بوج جوړ کړي.))
مشال بلبل د خراب په اړه دا هم وايې چې نوموړي کله له دفتره وځي بيک يې دومره درون نه وي ؛ خو چې کله له مطبوعاتي کنفرانس يا کومې غونډې نه راستنېږي له معدني اوبو نه نيولې تر پيپسي او مالټو پورې يې پکې را اچولي وي.
د زياترو دولتي ودانيو او رياستونو مخې ته ولاړ عسکر هم د بيکونو ډېرښت ورخطا کړي، ددوي په وينا مخکې به دا بيکونه يواځې د ژورناليستانو غاړو ته پراته و و؛ خو اوس هر يو کسبګر غاړې ته اچولي.
يو تن عسکر چې د ځاي او نوم له ښودلو نه ډډه کوي وايي چې تېره ورځ يې د تالاشۍ پر وخت د کوم چا د بيک ځنځير د راښکودو له امله په لاس کې پاتې شوي و.
ده مينې ته دا هم وويل:(( موږ څه وکړو ژورناليست ؛ خو په بيک نه پېژندل کيږي، تر څو يې و نه ګورو،چې دننه په بيک کې څه دي، دا نن سبا د هر چا غاړې ته پراته دي))
د يادونې وړده چې پخوا به بيکونه په کليو کې نايانو، ډاکترانو او نورو هغو کسانو غاړې ته اچول چې په ليرو ځايونو کې يې وظيفې درلودې ؛ خو له نېکه مرغه ديموکراسۍ هر څوک ددې جوګه کړي چې کوم شعر يا څو کرښې ګډوډ نثر( چې په خپله يې هم په معني نه پوهېږي) وليکي او بله ورځ دکومې خپرونې په ټنډه دمسول مدير په څېر راښکاره شي.