زما ژوند
ليکوال: بيل کلنټن
ژباړن: غلام ولي نوري__كندهار
په ۱۹۹۹م كال كي د افغانستان د خوست په ولايت كې د القاعدې پر كمپونو د امريكا راكټي حملې!
په دې وروستيو كې د امريكا پخواني ولسمشر بيل كلنټن يو كتاب خپور كړي چې د جمهوري رياست د كلونو جاج يې پكي اخيستي. د كتاب نوم دي زما ژوند. همدا كتاب پر ۲۶ څپركيو وېشل شوي چې ټول ټال ۶۷۱ مخونه لري. په كتاب كي د نړۍ له ډېرو پټو رازونو څخه پرده پورته شوې ده. په كتاب كې ريښتينې ژبه كارول شوې چې پر مونيكا لوينسكي او اېمل خان كاسي هم بحث كوي. د اېمل كاسي په اړه وايې:
مير اېمل كاسي د سي.اي.اې په مركز كې د سي.آي.اي د ۲ كار كوونكو په وژلو او درېيو نورو په ټپي كېدنه تورن و. نوموړي مو له پاكستان څخه متحده ايالاتو ته راووست، چې سخته سزا وويني او محاكمه يې د سي آْي.اي، اېف.بي.اي او سټېټ ډيپارټمنټ لخوا تر سره شي.
له دې څخه زموږ هدف ترهګرو ته سخته سزا وركول و. همداسې د افغانستان د خوست ولايت د راكټي حملو په اړه په روښانه غږېدلي. ددې تر څنګ په ۱۱۶، ۴۴۰، ۴۴۸، ۵۴۱ مخونو كي د افغانستان يادونه شوې ده.
كتاب د منځني ختيځ، القاعدې، اسامه، كشمير پر سر د پاكستان او هندوستان شخړه او داسې نور په زړه پورې نړيوال معلومات لري چې پر روسي ژبه سربېره د نړۍ په نورو ډېرو ژبو ژباړل شوي دي.
زما په فكر لوستل يې زموږ د هيوادوالو لپاره اړين دي، د كتاب له خپراوي څخه يوه نژدې ملګري ګيټز خبر كړم او مننه ترې كوم چي د خپلي رخصتۍ په وخت كي يې چې په امريكا كي يې تېروله همدا كتاب زما لپاره له ياده ونه ايست.
زه هم ډېرې بوختياوې لرم نه پوهېږم، چې همدا كتاب به په څومره وخت كې وژباړلاي شم، خو كه خداي کول يوه ورځ به د ټوله كتاب پښتو بڼه ګرانو هيوادوالو ته ډالي كړم.
تر اوسه چي مي څه ترې ژباړلي هغه زما د هېواد او ذوق سره تړاو لري.
كه د پښتو ژبې نور مينه وال راولاړېږي او دا كار تر ما په لنډ وخت كې كوي مخنيوي ؛ خو څه چې شاباسي هم ورته وايم ځكه څومره چې ژر كېداي شي هغومره ژر بايد د پښتو ژبې د ويونكو او مينانو د لوستلو جوګه شي.
دکتاب ۴۳۹،۴۴۰،۴۴۱،۴۴۲،۴۴۳ مخونه.
په اگست كي په كينيا او تانزانيا كې د امريكا پر سفارتونو بمي بريدونه وشول، چې يو له بل څخه د پنځو د قيقو په فاصله كي واقع شول. د ۱۲ امريكايانو په شمول ۲۵۷ كسان پكې ووژل شول او پنځه زره نور پكې ژوبل شول.
زموږ شواهدو داسې وښودله چې د اسامه بن لادن شبكې دا كار كړي دي، چې په القاعده سره پېژندل كېږي.
د فبروري په وروستيو كې اسامه يوه فتوا صادره كړه، چې په هغه كي د نړۍ په گوټ _ګوټ كي پر امريكايي نظامي او ملكي هدفونو يې د حملو غږ كړي و. په مي كې نوموړي خپلو پلويانو ته ويلي وو، چې په گولف كې به پر امريكايي هدفونو حمله كوئ او د امريكا په كور كې به د جنګ اور بلوئ. په جون كي اسامه له يوه امريكايي ژورناليست سره په مركه كي ګواښ كړي و چې د امريكا نظامي الوتكه به په الوتكو ضد راكيټ ولي او رانسكوروي به يې. په همدې مهال كي موږ اسامه يو كال تعقيباوه.
مخكي زما په لومړۍ دوره كي ټوني لاك او ډيك كلرك سي.آي.اي د شتمن سعودي په اړه نورو معلوماتوته مجبور كړي وو كوم چې اسامه يې د سعودي څخه يعني له خپل پلرني ټاټوبي څخه په ۱۹۹۱ م كال كې ايستلو ته اړ كړ ي و، په ۱۹۹۴ م كال كې يې تابعيت ځنې واخيست او په سوډان كې يې خپله استوګنه كوله.
په لومړي سر كې موږ فكر كاوه، چې اسامه به يوازې د ترهگرو فعاليتونو مالي سمبالوونكي وي مگر وروسته و پوهېدو چي هغه د يوې لوي او مغلقي تروريستي ډلي مشر، د خپل موقف له كبله بېشانه ډېرو پيسو ته لاس رسي لري او په ډېرو هيوادونو كې فعال دي لكه چيچنيا، بوسنيا او فليپين كې.
په ۱۹۹۵ م كال كي د بوسنيا د جګړې وروسته موږ مجاهدين په دې قانع كړل چې له جگړې لاس واخلي او له ځايي ادارې څخه ملاتړ وكړي او د هغو يو درجن الوتكو د را لوېدو څخه لاس پر سر شي چې د فليپين څخه كوسټ ته الوتنې كوي ؛ خو د اسامه انتقالي شبكې همدې كار ته ادامه وركوله.
د ۱۹۹۶ م كال د جنوري په مياشت كي سي.آاي.اي د اسامه د شبكې لپاره يو ځانګړي مركز جوړ كړ البته دا مركز د ترهګرۍ ضد مركز څخه بېل و. زموږ او سوډان تر منځ د اسامه د ايستلو په باره كې خبري روانې وې.
سوډان وروسته د تروريستانو او هغو مصريانو لپاره جنت و، چې د جمهور رييس مبارك د وژلو هڅه يې كړې وه او دوي په تېر جون كي د جمهور رييس د سلا كار انور سادات په ترور بريالي شوي وو.
د ملت مشر حسن الترابي له اسامه سره د راډيكال اسلام نظريه شريكه كړه او دوي دواړه په دغه خطرناكه تجارت كې له عملياتو څخه نيولې د وسلو صنعت او د ترهګرۍ تر اكمال پورې سره شريكان وو.
موږ پر ترابي فشار راووړ چي هغه بايد اسامه له سوډان څخه وشړي او د سعودي عربستان څخه مو د هغه د وربللو غوښتنه وكړه، خو سعودي عربستان له دې څخه انكار وكړ. بالآخره اسامه د ۱۹۹۶ م كال په نيمايي كي سوډان پرېښوده خو ترابي تر اوسه د اسامه سره ښې اړيكي لري.
اسامه په همدې كال بيا افغانستان ته لاړ او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا يې تود هركلي وشو.
طالبان د سوني جنګياليو هغه ډله وه،چې په افغانستان كي يې د راډيكال اسلام د منځ ته راتگ كوښښ كاوه.
د ۱۹۹۶ م كال د سپټمبر په مياشت كي طالبانو كابل ونيو او د هيواد نورو برخو ته خپاره شول.
د همدې كال په اخير كې سي.آي.اي د اسامه څانګې دده او ادارې په اړه يې ډېر دقيق معلومات راغونډ كړل. تقريباً يو كال وروسته د كينيا حكومت يو كس ونيو، چې ګومان كېده د امريكا پر سفارت په ترهګري حملو كې يې لاس درلود.
تر بمي بريدونو يوه اوونۍ وروسته ما خپل د كار مهالوېش ته په منظم ډول دوام وركړ، چې كينټاكې، ايلونيس او كليفورنيا ته سفرونه او هلته د اساسي قانون د احترام رايه، زموږ د پاكو اوبو په باره كې لارښوونې او له ډيموكراټانو سره د دغو ايالتو نو په ټاكنو كې مرسته كول شامل و.
ما د كورنۍ لوبي تر شا خپل زيات وخت زما د ملي امنيت له ډلې سره پر دې تېر كړ چې د افريقا دغو حملو ته بايد څه ډول غبرګون وښودل شي.
د اګسټ پر ديارلسمه د انډريو د هوايي پوځ په اډه كې د لسو يا دوولسو امريكايي قربانيانو د غمرازۍ مراسم وو.
د اسامه كسان په دې باور وو، چې دا كسان ځكه بايد ووژل شي چې امريكايان دي. په هغو كي يو مسلكي ډيپلومات و، چې ما دوه واره د نوموړي او له زوي سره يې ملاقات كړي و، يوه زړه ښځه چې د ژوند وروستي پړاو ته رسېدلې وه، يوه هندۍ زېږېدلې د بهرنيو چارو افسره او د ساري ناروغيو ماهره چې د نړۍ سفر يې كړي و او په افريقا كي يې د كوچنيانو د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره كار كاوه او په خپله انا يې وياړ لاره، په بهرنيو چارو كي د جاز ميوزك هنرمند، د سفارت مدير چي د كينيايي نجلۍ سره يې واده كړي و او درې نور د اردو ضابطان چي يو يې د هوايي ځواك او دوه نور يې د سمندري قول اردو څخه وو.
له پيل څخه يعنې د څو كلونو لپاره،چې موږ د اسامه او ډلي تر شا روان وو زه په دې پوه شوم چې هغه يو وېروونكي او ډاروونكي دښمن( رقيب) دي.
د افريقا تر غميزي وروسته ما په ځانګړې توګه پام د اسامه وژلو، نيولو او د القاعده شبكې د منځه وړلو ته راواړوه.
د سفارت تر حملې يوه اوونۍ وروسته ويډيويي فلمونو داسې وښودله چې د كينيا او تانزانيا قربانيان زموږ تر هغو ډېر ښه وو او ما د ملي امنيت له رييس سره وكتل.
سي.آي.اي او اېف.بي.اي دواړو دا تصديق كړي و، چې القاعده ددې حملو تر شا وه او د هغو كسانوله اقرار څخه هم داسې ښكارېده، چې مخكي نيول شوي وو.
ما يو بل راپور هم تر لاسه كړ چې القاعده د البانيا په تهران كي زموږ پر يو بل سفارت د حملې پلان لري، زموږ دښمن زما د شخصيت څخه ناوړه استفاده كوله او امريكا يې يو خوار هيواد باله.
موږ په البانيا كې خپل سفارت وتاړه، سمندري سر تېري مو د ساتني لپاره ورواستول او له ځايي چارواكو سره مو هلته د القاعده شبكې د ريښو د لمنځه وړلو لپاره كار پيل كړ، مګر موږ نور سفارتونه هم په نورو هيوادونو كې د القاعدې د عملياتو لپاره لرل.
سي.آي.اي داسې راپورونه لرل، چې د اګسټ پر شلمه اسامه له خپلو جګپوړو كسانو سره يو دده په كمپونو كې چې په افغانستان كې و غونډه لري. تر څود تېرو بريدونو د اغيزو جاج واخلي او راتلونكي عمليات پلان كړي.
غونډې موږ ته د دې موقع په لاس راكوله،چې د القاعدې رهبري له منځه يوسو يا لږ تر لږه غچ ترې واخلو.
ما سنډي برګر ته وويل، چې د نظامي حملي لپاره تياري ونيسي او موږ بايد نظامي جواب وركړو.
موږ بايد لومړي هدفونه په نښه كړي واي او وروسته مو قوه ورلېږلې واي او د پاكستان د راضي كولو پر لارو چارو مو خبري كړي واي. كه موږ هوايي ځواك استولاي؛ نو زموږ الوتكې بايد د پاكستان له فضايي حريم څخه تېرې شوي واي.
له بله اړخه موږ كوښښ كاوه چې پاكستان د هند تر ولكې لاندي كشمير له تشنج څخه لاس پر سر شي دا دواړه هېوادونه زموږ د ساړه جنګ ملګري وو او پاكستان د طالبانو ملاتړ كاوه البته په ځينو مواردو كي د القاعدې په شمول.
د پاكستان استخباراتي ادارې له ځينو هغو كمپونو څخه كار اخيسته، چې په هغو كې د القاعدې او طالبانو شورشيان روزل كېدل او بيا به په كشمير كي جنګېدل.
كه چيري پاكستان زموږ له حملې څخه خبر شوي واي كېداي شو، چې مخكې تر مخكې يې طالبان يا شايد القاعده يې خبره كړې واي. له بلې خوا ډيپوټي سكرټر اف سټېټ كوم چې د كشمير پر سر يې د پاكستان او هندوستان د نظامي كشمكش پر لږوالي كار كاوه وېره لرله كه موږ د پاكستان د لارې پر افغانستان حمله كوو نو كېداي شي چې پاكستان فكر وكړي چې هندوستان پر دوي راكيټي حمله وكړه چي د هستوي وسلو د استعمالولو امكان پكې له بريده ليري نه برېښي. موږ فيصله وكړه،چې د ستر درستيز مرستيال جورالسټون به د پاكستان د اردو له لوړپوړو كسانو سره د ماښام ډوډۍ خوري چې د ډوډۍ وخت او پر افغانستان د راكيټي حملې وختونه همهال سره پلان شوي وو.
كله چي حمله وشي جنرال بايد پاكستاني قوماندانانو ته ووايي چي د پاكستان د فضايي حريم له لاري زموږ راكيټونو د القاعدې او طالبانو هدفونه وويشتل او ضمناً پاكستان پر هند له ګوزار څخه منع كړي.
زما ډلې د يوه بل شي په اړه هم اندېښنه لرله: هغه په راتلونكو درېيو ورځو كي زما بيانيه وه دوي وېره لرله كه حمله كېږي نو د ملكي وګړو له خوا به وغندل شي په هغه صورت كي به بيا بيخي كه په حمله كې اسامه مړ نه شي. ما دوي ته وويل كه سپارش د ولس پر ځاي شل وي خو زه خپل شخصي مشكلات حل كولاي شم او ستاسو وظيفه يوازي پر ملي امنيت ماته مشوره راكول دي، خو وخت د تل په څېر په بېړه روان و.
پاتې په بله ګڼه کې