ياره!

 شېرحسن کمالزي

ځوانيمرګ  شهيد اسد الله (جاوېد) ته !  چې په تانده ځوانۍ کې يې له ژوند سره مخه ښه وکړه.
دا زما خوږ ملګري و، په ښو اخلاقو سربېره يې د ژوند ډېرې سړې تودې راسره په ورين تندي منلې او دزړه تشول ورسره په اسانۍ کېدل.
ما هيڅ نه شول کولاي هغه دچا خبره:
(  له هديرې نه مې زړه بد دى  ځوانان ستانه کړي پالنګ تش کور ته لېږينه)
بس دا څو تورې کرښې ورډالۍ دي.

 

نه هغه پېژنم نه دا ياره!
غم دې کړم دومره وارخطا ياره!
ته،چې روان شوې ما ونه  ليدلې
که  مخ اواړوې لږ  بيا ياره!
چې خاطرې دې را په زړه شي کله
را باندې تنګه شي دنيا ياره !
په خوب کې راشې مرور شې رانه
زه   دې  کړم بېرته را پخلا ياره!
خلک به وايې زه يې نه منمه
چې دې بېلېږو ما او تا ياره!
د يزيد زړه ته به هم تېره وي چې:
ته بې ګنا وې بې ګنا ياره!
تا ته د لوى الله په لوي دربار کې
زه(کمالزي)  کوم  دعاياره!

١٣٨٤ دکب لومړۍ، جلال کوټ