په خوب ويده به دې را ويښ کړم
پاسه زما دلاس بنګړي راغلي دينه
درنو مينوالو!
را روانې ګڼې ته هغه ټپې راولېږئ، چې مسافر يا مسافري) پکې ياده شوي وي ؛ خو کوشش وکړئ چې ورکې او زړې ټپې راټولې کړئ.
د لوګر ولايت له ازرې څخه عبد الرحمن او غمګين:
بنګړي خو تا سره مزه کړي
دا نوري پېغلې دې بنګړي نه ګرځوېنه
يار رانه سره شنه بنګړي غوښتي
په کلو ګرځم خيراتونه ټولومه
بازار ته لاړ شه لرګي خرڅ کړه
ځانته پګړۍ ماته بنګړي واخله مينه
بنګړي مې و په لاس مې نه کړه
جانان مې نشته تشې لېچې ګرځومه
ستا د بنګړو روپۍ ګټمه
په سر به وړمه دا درانه، درانه پنډونه
له انګور باغ څخه عبدالرحمن سرتېر:
که له سفره ژر راستون شوم
ستا سپينو لېچو ته به سره بنګړي راوړمه
ما چې يې لېچو ته زور ورکه
بنګړي يې مات شو ډېر يې وکړه فريادونه
بنګړي يې ما مات کړي نه و
د ظالم لور راباندې پورې کړه تورونه
لېچې مې ډکې له بنګړو دي
بې وفا ستا په سر به يو،يو ما تومه
زه چې دا دومره خوشالېږم
ماته مې يار د شنو بنګړو ويلي دينه
جنۍ په زوره اواز وکړ
جانان مې ماته د طلا بنګړي راوړينه
له منصور تېلو پمپ څخه امداد خان:
تا چې زما بنګړي مات کړي
زه به مې مور ته کور کې څه بانه کومه
خدايه د مور يې ورته پام کړې
چې يې له شنو بنګړو نه ډک کړي مړوندونه
دا نېمه شپه توره تياره ده
بنګړو ته شرنګ ورکړه چې وه دې پېژنمه
ستا له دې شنو بنګړو نه ځار شم
مټو کې ستا دي مزه ماته راکوينه
بنګړي په څه شي درته واخلم
زه د نصوارو روپۍ جېب کې نه لرمه
له جلال اباد ښار څخه وطن دوست او حيران:
داسې بنګړي به درته راوړم
چې ټولې نجونې به خيرانې ورته وينه
داسې بنګړي به درته راوړم
په چم مالت کې به دې کېږي صيفتونه
ټپې لېږمه نه خپرېږي
داځل بنګړي ورته لېږم چې خپرې شينه
له مينوالو مې زړه بد دي
زموږ ليکونه ټپې نه اخلي مينه
ترڅو چې نور بنګړي را نه وړې
تر هغه وخت به مروره له تا يمه
دا اوسنۍ جينکۍ ګوره
په يو درجن بنګړو په هر چا پسې ځينه
له اوومې ويالې څخه وفادار او انګار:
دا پېښوري بنګړي دې مات شه
زما له سترګو نه خوبونه تښتوينه
د بنګړو شور دې لېوني کړم
اوس راته شپه او ورځ يوه ښکاري مينه
بنګړي مې ستا په کټ کې مات شو
د دله زويه اوس مې ډک کړه مړوندونه
بنګړي مې ياد و رامې نه وړه
را باندې وکړه د سنډلو ګزارونه
له نامالومه ځاي څخه حفيظ الله زيارمل:
هلک چې تور شي ښه ښکاريږي
جنۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه
بنګړي نيم ښکته که نيم پورته
چې په خالي مړوند دې سر و لګومه
بنګړي مې و په لاس ې نه کړه
اوس مې د يار غېږې ته ځم تش مړوندونه
پرون مې يار سره وعده وه
دلاس بنګړي مې په دسمال تړلي و نه
که د يار غږ را باندې و شو
د لاس بنګړي به ورته زېري ورکومه
له بټي کوټ څخه ارمان مشواڼي:
په ګودر راغلم زړه مې بد شو
ماتو بنګړو باندې کبل شنه شوي او نه
دا بنګړيواله جنۍ څوک ده
زما دزړه ستنې په دې ولاړې دينه
که بنګړيواله بوډۍ راغله
ماته به ياره ترې بنګړي اخلې مينه
دا بلوري بنګړي دې ښه دي
چې په شرنګا شي زما زړه خوشاله شينه
ارمان ارمان دي خوږه ياره
کله به ډک کړم له بنګړو نه ستا لاسونه
خلک يو ځلې سلام وايي
زما دې سل ځله سلام په جانان وينه
ارمانه اوس به سم رسوا شو
بنګړي دې راکړه ټولو پېغلو وليدمه
له پچير څخه فضل الله فضلي او نياز محمد:
دا نيمه شپه ده نه پوهېږم
د بنګړو شرنګ خلک له خوبه پاڅوينه
مړوند مې مه نيسه جانانه
مامې بنګړي ياره پرون اخېستې دينه
زما بنګړي به دې پکار شي
کټ به غلط کړې زه به يې رو رو شرنګومه
ما د ګودر په غاړه ښخ کړۍ
چې جينکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه
له شنو بنګړيو مې زړه شين دي
زما له سترګو نه يې وړي دي خوبونه
له چپليار ولسوالۍ څخه بهارالله:
بنګړي مې و په لاس مې نه کړه
د موزيګي په کلي راغلم تش لاسونه
د کور په مخکې دې راتېر شوم
داشنه بنګړي دې لکه باز و شرنګېدنه
نور خو مې ټول غمازان مړه کړه
ستا په بنګړيو مې زړه نه کېږي مينه
د سرو بنګړي به درته جوړ کړم
دابازاري بنګړي مړوند خرابوينه
په لاره فکر کې روان اوم
د بنګړو سرنګ شو خپه نيولي شوم مينه
له چکنوريو عالي لېسې څخه وحيدالله سرحدي:
جنۍ پخپله ښايسته ده
بنجاره ستا بنګړو ته څه اړتيا لرينه
بنګړو ته شرنګ ورکه را اوځه
مور ته دې وايه چې خاشاک را ټولومه
يو مې بنګړو نه زړګي تور دي
بل بې پېزوانه عمر خوند نه راکوينه
دا شنه بنګړي مې غمازان دي
چې په اړخ اوړم خبروي را باندې ورونه
چې بيا راځې نو بنګړيوالې
زما دلاس بنګړي ښه ډېر راوړه مينه
له پاس پچير څخه عقل خان ناز او ګل خان فکري:
ځاي مې په کور کلي کې نشته
نن مې بنګړي د لېونۍ مات کړي دينه
ستا د بنګړو شرنګ پکې نشته
کټ ته خاته راته مزه نه راکوينه
زه د وفا په ټس کې مړ يم
جينکۍ ځکه مې بنګړي په قبر ږدينه
د سرو ګلونو نه نازکې
په سپينو لېچو دې بنګړي مزه کوينه
مړوند مې رو نيسه جانانه
ماپېښوري بنګړي پرون اخېستې دينه
له روداتو ولسوالۍ څخه محمد زبير او انعام الله سېلاب:
د يار بنګړو رانه زړه وړي
ځکه ؛خو مات بنګړي په جېب کې ګرځومه
بس هغه قبر به زما وي
چې جينکو پرې مات بنګړي شيندلې وينه
ستا په لاسونو کې بنګړي دي
زما لاسونو کې پراته دي ځنځيرونه
زه په لمانځه کې غلطېږم
د بنګړو شرنګ دې تر جمات پورې راځينه
پاس په بلۍ کټونه ډېر دي
بنګړو ته شرنګ ور که چې و دې پېژنمه
له خو ګياڼو څخه زيارمل سرحدي،ولسمل او بختيار منصور:
بنګړي مې وو په لاس مې نه کړه
زه د منصور په جوړو تلم تش مړوندونه
بنګړي دې شته شرنګا يې نشته
خداي ؛خو دې مات که دا بې روخه مړوندونه
بنګړي چې واچوم شرمېږم
چې شونډې سرې کړم هلکان مې تنګه وينه
جينۍ له رنګه ښايسته ده
دا سره بنګړي ورسره لا مزه کوينه
له ميا عمر لېسې څخه ميوند اقبال.عاشق الله او حکمت الله:
ستا د بنګړو له شرنګه ځار شم
د سلو کالو مرور پخلا کوينه
لاس دې په لاس کې راته راکه
ځه چې جوړه نن دبنګړو بازار ته ځونه
ما د بنګړو بازار کې خرڅ که
راباندې ډک که له بنګړو نه مړوندونه
کوڅه کې ستا د بنګړو شورو
پلار مې په کور و در وتي نه شوم مينه
د کنډي باغ له لندن څخه ميرداد خان محمد زي:
ځان به مې ولې نه خوګيږي
په بنګړو ډک مړوند دې زه وهلي يمه
بنګړي دې لېچو کې قطار که
راروانېږه چې کوچي بازار ته ځونه
که پوهنتون ته کامياب شوم
تاته به ډک کړمه بنګړيو نه لاسونه
له قصبې څخه شريف الله شريفي:
توره تياره ده نېمه شپه ده
بنګړو ته شرنګ ورکه چې وه دې پېژنمه
ستا د بنګړو په شرنګ مين يم
زما لپاره ورته شرنګ ورکه مينه
زما يارۍ ته به ټينګ نه شې
زه تل د سرو زرو بنګړي په لاسه ومه
د پلاتر نيکه پټي دې خرڅ کړه
ماته پرې راوړه سره بنګړي د لاس بندونه
د ننګرهار له عالي لېسې نه عمران هدايت او ننګيالي جان:
بنګړي لټوم نه مې خوښيږي
بنګړي بدرنګ دي او ښايسته دي ستا لاسونه
نن يې مړوند په لاس کې راغي
بنګړي يې مات شو اوس ټوټې راټولومه
زما د لاس بنګړي دې مات کړه
اوس به بخيلي مور ته څه بانه کومه
له جلال اباد نه عنايت الله او ظاهرالله:
زما بنګړي دې لېوني کړه
چې په لاسونو کې دې بند شي ځنځيرونه
بنګړي مې ټول په جنګ کې مات شو
چې بنګړيواله ترو به بيا کله راځينه
د بنګړو شور دي زړه مې ريږدي
لکه چې پېغلې نجونې بيا ګودر ته ځينه
مسلماني په چا کې نشته
دلاس بنګړي مې خرڅوي ژړا راځينه