بې کوره
نعمان دوست
په څه خوارۍ د دروازې ټکاري دباد او باران له شوره، تر خونې را ورسېد. مخامخ دېوالي ساعت ته مې وکتل، نن ورځ يې هم رانه ټوله خوړلې وه.
بيا ټکاري شو، څادر مې له ځانه را تاو کړ، د دروازې له درزونو رڼا ښکاره شوه، د وره تر شا مريمه ترور له دوه وړو لوڼو سره ولاړه وه. اوارې رېږدېدلې،دمور کوټې ته مې ر اوستې.
تابه وې ژړا يې موږ ته ساتلې وه، له کېناستو سره سم يې چيغې پيل کړې، وړو نجونو هم سرونه پر زنګنو کېښودل او سلګيو ونيولې.
د هغې شونډې بيا ورپېدې؛ خو مور مې تر ې مخکې شوه: مريمې! تېره جمعه دې هم کور کې شور و او نن هم، خبره څه ده؟
هغه لکه چې همدې پوښتنې ته په تمه وه، ژر يې ځواب ورکړ: دکور دخاوند له لاسه، هغه وخت هم کرايې پسې راغلي و او نن ؛ خو يې وويل چې که کرايه دې را نکړه نو له کوره به دې وشړم.
خپلو لور ګانو ته يې مخ واړو: په ما؛ خو دنيا تېره ده، په دغو يتيمانو مې زړه سوزي، دچا په کورونو به يې گرځوم؟
شيبه وروسته يې دسلګيو له بدرګې سره ووې: خدايه په شته کورکې دې بې کوره کړم او له دې سره يې نيمکښه سترګې چت ته ونيولې او سر يې پر تکيه کېښود.
دهغې شونډې ورو – ورو رپېدلې او دسترګو له کونجو يې ګډې وډې اوښکې را روانې وې.
ماسترګې په مريم نښولولې وې، خو په ذهن کې مې دهغې دغې جملې( خدايه په شته کور کې دې بې کوره کړم) ته ځوابونه لټول.
خپلې کوټې ته لاړم او ترڅو چې ويښ وم د هماغه جملې په اړه مې سوچونه کول: ښه چې کور لري نو ولې کرايي اوسېږي؟ خپل کور ته ولې نه ځي، تر څو به داسې در په در وې او...؟؟
سبا چې څنګه له ښونځي راغلم، هغه دخپل کور دروازې مخ ته چې زموږ دکور مخامخ وه، ولاړه و. غږ يې کړ: زويه ! تاته په تمه وم. نن به راسره زموږ تر کوره ملتيا ونه کړې؟
ما چې دهغې کورته له پخوا سودا وه، د ولې نه په ويلو مې په منډه کتابونه دخونې منځ ته ګوزار کړل او بېرته را ووتم.
څلور واړه، له موټره کوز شوو، دکوڅې دواړه خوا ديوالونه سوري – سوري وو، په هر دېواله ګوليو داسې خولې لګولې وې تا به وې جګړه مارو له خپلې خاورې سره هم دښمني درلوده.
د کوڅې په يوه ديواله د( زمو ږ جهاد ادامه لري) جمله ليکل شوې وه، د يوه ستر کور مخ ته له شګو ډکې بوجۍ يو پر بل لپاسه اېښودل شوې وې. د بوجيو په منځ کې يو ځوان چې برګ دستمال يې په غاړه کې و مخابره په لاس ولاړ و. بل له ځانه دمرميو شريدونه تاو کړي وو او د زيکو يو توره شپيلۍ لکه وږي مار تاوېده را تاوېده.
له مخامخ کورنه دبارودو او له دې پوستې نه دچرسو لوګي داسې پورته کېدل تابه وې خپل وطن په نشه کې ورانوي.
له کوڅې ووتو، چې څنګه ميداني ته ورسېدو، مريم ګړندۍ شوه لکه څوک چې ورته غږونه کوي، همداسې چټکه روانه وه، يودم يې ګامونه سست شول، کېناسته لوڼې سرته ود رېدې. له دواړو لا سو يې ونيوله او را جګه يې کړه.
په بې دروازې کور ننوتو، دانګړ منځ کې دوه غبرګ خړ قبرونه کېندل شوي وو، دقبرونو دپاسه وچ واښه باد رپو ل او ديوه لپاسه د ماتو بنګړيو ټوټې پرتې وې.
مريمې ترور د مخامخ کوټې، چې نيم دېوال يې رنګ شوي و او له سوري بام نه پرې دلمر پلوشې غوړېدلې وې لاس ونيو:
لاس يې هماغه شان په هواکې رېږدېده، په خبرو لګياشوه: دهمدې کوټې په رنګولو زوي او پلار لګياوو، د زوي د واده نېټه مې نږدې وه، يو دم انګړ سره لنبه شو. له همدې کوټې تور لوګي پورته شول. ورمنډه مې کړه هغه دواړه لکه تازه حلال شوي مالونه په خپلو وينو کې شټېدل.
له دې خبرې سره يې پښې سستې شوې د دواړ و قبرونو منځ کې کېناسته، مخ يې را واړو: بچيه ډېره بده ورځ وه دکابل په هره کوڅه کې سور اور بادېده، د ګاونډيو په مرسته مې همدلته خښ کړل.
هغې نورې کېسې هم کولې؛ خو خوله يې وچه شوه، په هماغه قبر چې دماتو بنګړيو ټوټې پرې پرتې وې سرکېښود او له سترګو يې داسې او ښکې روانې شوې تا به وې و چ واښه خړوبوي.
کابل – دزمانخان کلا، د ١٣٨٤ کال دسلواغې دوهمه