پوښتنه:
راليږونکی :عزت الله شمسزى
ښاغلى ډاكټر صيب!
زما يو دوست دى، ۲۵ كاله عمر لري، پنځه كاله كېږي چې د زړه ناروغي لري، كله كله يې زړه خوږېږي. ډاكټرانو ورته ويلي چې د زړه يو وال يې ښه كار نه كوي، ستاسې څه مشوره ده څه وكړي او يا هم كومه دوايي وخوري. د درد په وخت كې يې پښې هم پړسېږي.
ځواب: د زړه د والونو (دسامونو) ناروغۍ.
تر هر څه د مخه غوره بولم چې د زړه د جوړښت په هکله لنډ مالومات ورکړم.
د زړه جوړښت: زړه د څلورو خونو (جوفونو) ، ښي او کیڼ دهلېزونو او ښي او کیڼ بطیناتو او څلورو والونو ترای کسپیډ، مټرل، پلمونري او اورټا لرونکی ده.
د ټول بدن نه کاربن ډای اکسایډ لرونکې وینه د زړه ښي دهلېز ته راځي او د ترای کسپیډ وال د لارې ښي بطین ته توییږي چې وروسته د پلمونري وال له لارې د پلمونري شریان په واسطه سږو ته د کاربن ډای اکسایډ د خوشې کولو او اکسیجن اخستلو له پاره پمپ کېږي.
له سږو نه اکسیجن لرونکې وینه د زړه کیڼ دهلېز او د مټرل وال د لارې کیڼ بطین ته توییږي چې بیا د زړه د تقلص په اساس د اورټا وال له لارې د ابهر شریان په واسطه ټول بدن ته پمپ کېږي.
د زړه والونه د وینې د یو طرفه جریان لارې دي یانې د وینې د پمپ کولو نه وروسته د وینې د بېرته ګرځېدو مخنیوی کوي.
که د کوم سبب له کبله د زړه والونه تنګ او یا په پوره ډول ونه تړل شي، خپلې دندې چې د وینې یو مخه جریان او د بیرته ګرځېدو مخنیوي دي په درست ډول سره نشي اجرا کولی نو ویل کېږي چې د زړه والونه په ناروغتیا اخته شوي دي.
د زړه په جوړښت د پوهېدو له پاره لاندې انځور وګورﺉ.
د زړه د والونو د ناروغۍ لاملونه: دغه پېښې ښایي مورزادي او یا کسبي وي خو ځینې سببونه یې لا ندي مالوم.
په مورزادي پیښو کې د زړه په والونو کې تنګ والی او یا د پوره تړل کېدلو ستونزه په ولادي ډول سره موجوده وي.
اما په کسبي حالاتو کې د ځینو ناروغیو لکه انډوکارډایټس او د زړه روماټیزم له کبله د زړه د والونو په جوړښت کې تغیر راځی یانې یا پکښې تنګ والی او یا د پوره نه تړل کېدلو ستونزه پیداکېږي چې په پایله کې وال خپله دنده چې مخکې یادوونه شوې نشي اجراکولی.
د زړه روماټیزم د ۵ نه تر ۱۵ کالو ماشومانو کې د ستوني د بیا بیا خوږ او یا هم د پوستکي د دوامدارو دانو، او انډوکارډایټس د غاښ ویستلو، جراحي عملیاتو، د رګ له لارې د دواګانو او یا مخدره موادو دوامدار اخستل او نورو سببونو له کبله وینې ته د جراثیمو د داخلېدو د یو اختلاط په ډول منځته راځي.
همدارنګه زړه ته د وینې رسوونکو رګونو ناروغۍ، د زړه حمله، د زړه عضلې ناروغۍ، سفلیس، د وینې لوړ فشار، سرطان، د منضم نسج ناروغۍ، شعاعګانې او ځینې درملونه د زړه د والونو د ناروغیو لامل ګرځي.
د زړه د والونو د ناروغیو اعراض او نښې:
۱- ساه لنډي: په ځانګړي ډول د کار او تګ په وخت کې، همدا ډول د ساه لنډۍ د اعراضو د کمولو له پاره د شپې له خوا دا ناروغان تر سر لاندې جګ بالښت ږدي.
۲- ټټر کې د ناراحتۍ، درد او فشار احساس: خاصتاً د تګ او کار په وخت او سړه هوا کې.
۳- د زړه په ټوپونو او آوازونو پوهېدل.
۴- د پښو، پونډیو او ملا په برخو کې د پړسوب پیداکېدل چې د ګوتې په واسطه د څو ثانیو په فشار راوړلو سره د ګوتې خاپ پاتې کېږي.
۵- د کار او تګ په وخت کې د کمزورۍ او سر ګنګسۍ احساس.
د ناروغۍ پېژندنه او تشخیص: معالج ډاکټر د ناروغ نه د اعراضو په پوښتلو، فزیکي او لاندنیو لابراتواري آزمیښتونو اجراکولو سره د ناروغۍ تشخیص کولی شي.
۱- د زړه برقي ګراف یا اي سي جي.
۲- د زړه صوتي ګراف یا ایکو کاردیو ګرافي.
۳- د زړه انجیو ګرام اجرا کول.
۴- د ټټر اکسرې اخستل.
۵- ام آر آی کول.
۶- او د وینې لابراتواري ازمیښتونه.
درملنه: د زړه د والونو د ناروغیو درملنه کول د ډاکټر د قضاوت په بنسټ د ناروغۍ ډول او شدت پورې اړه لري.
درملنه د لاندنیو دریو موخو له پاره پیل کېږي.
۱- د والونو د ناروغیو د ډیرښت او لا خرابېدو مخنیوی: د ستونې خوږ، تبې، جراحي عملیات، انتاني ناروغۍ او غاښ ویستلو په صورت کې د انډوکارډایټس د مخنیوي په منظور د انټي بیوټیک استعمال.
۲- د ناروغۍ د اعراضو د کمولو او له منځه وړلو له پاره د ډاکټر له خوا لانديني درمل توصیه کېږي.
Diuretics, Digoxin, Anticoagulant and Beta Blockers.
۳- د اعراضو د شدت او د ډاکټر د تصمیم په اساس د والونو د ترمیم او یا بدلولو په منظور لاندیني جراحي عملیاتونه او پروسیجرونه اجراګېږي.
Balloon Valvoplasty, Closed Valvotomy, Open Valvotomy and Valve Replacement.
د زړه د والونو ناروغانو ته توصیه:
۱- خپل درمل په ټاکلي وخت او طریقې سره استعمال کړﺉ.
۲- د حفظ الصحې خیال وساتیء په ځانګړي ډول د غاښونو، اوریو او ستونې.
۳- د هرې روغتیایي ستونزې (لکه انتاني، جراحي او غاښونو) په پیداکېدو سره د خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړﺉ.
۴- د غاښ ویستلو او جراحي عملیاتو په صورت کې ډاکټر ته د خپل زړه د ناروغۍ په هکله مالومات ورکړﺉ.
۵- د غاښ ویستلو، ټپي او آپرېشن کیدلو نه وروسته او د امکان په صورت کې مخکې انټي بیوټیک استعمال کړﺉ.
ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.