پوښتنه:
راليږونکی :Zaland

ډاکټر صاحب نېکې چارې درته غواړم,
زما پوښتنه داده چې په څلورويشت ساعتونو کې ټول ټال تر څلورو ساعتو زيات خوب نلرم او ډېر نا راحت يم که څه لارښونه وکړئ.
مننه 


 ځواب: د بېخوبۍ لاملونه او د حل لارې


د بېخوبۍ پېژندنه او اختلاطات:
د و رځنيو فعاليتونو د ستړیا د رفع کولو له پاره  دشپې له پلوه خوب د الله جل جلاله یو لوی نعمت دی چې هر انسان په یوه شپه او  ورځ کې ۶-۸ ساعته خوب ته اړتیا لري. خو ځينې کسان د ځینو لاملونو له کبله په دې برخه کې ستونزه لري چې د علتونو په پېژندلو  او د خپلو عاداتو په اصلاح کولو سره به د ښه او آرامه خوب له نعمت نه برخمن شو.
کله نا کله د زړه سوی، د ډیر کار له کبله ځان درد، د ډېر چای او کافي څښل، خپګان او نور ورځني لاملونه د بېخوبی سبب ګرځي چې ګذري بڼه لري او کومه روغتیایي ستونزه نه وي.
بېخوبي یا Insomnia هغه حالت ته ویل کېږي چې یو کس د ډېرې مودې راهیسې د ویده کېدو او یا ویده پاتې کېدو له ستونزې سره مخ وي.
بېخوبي انسان ته د راز راز روحي، عصبي او جسماني ناروغیو د پیداکېدو سبب کېږي لکه اندېښنه کول، پرېشاني، خپګان، د وینې فشار لوړېدل، د غړو عصبي دردونه او د ورځنیو دندو د اجرا کولو ستونزې، د اشتها کموالی، د تعقل او تفکر کمزوري، د شکرې د ناروغۍ او انتاني ناروغیو تشدیدېدل او داسې نور.


د بېخوبۍ اعراض او نښې:
۱- د شپې له پلوه د ویده کېدلو ستونزه او یا بیا بیا ویښېدل.
۲- سهار ډیر د وخته له خوبه ویښېدل.
۳- د ورځې له خوا په کړو وړو کې بدلون، د ستړیا، کار او ستونزې په وړاندې د زغم کمېدل، د ستړیا او خوب جن حالت احساسول.


د بېخوبۍ لاملونه:
۱- پرېشاني او اندېښنه: د دندې، ښوونځي، روغتیا، کورنۍ او نورو... په هکله پرېشاني او اندېښنه د دماغ د ډېر فعالیت سبب ګرځي چې بېخوبي پیداکوي.
۲- خپګان، ناهیلي او مړاوېتوب.
۳- وېره او ډار، روحي او نفسیاتي فشارونه.
۴- د پاروونکي درملو دوامداره کارول: د ناهیلۍ او مایوسۍ ضد درمل، کارټیکوسټیرویډ دواګانې، د وینې د لوړ فشار ضد درملونه، کافیین، نیکوټین، کوکیین، الکول، درد آراموونکي ځینې درملونه او نورو... دوامداره استعمال بېخوبي پیداکوي.
۵- د چاپېریال او کاري ساعتونو بدلون.
۶- د اوږدې مودې له پاره د خوب راوړونکو درملو استعمال د بېخوبۍ سبب ګرځي.
۷- روغتیایي ستونزې: لکه د بندونو درد، عصبي دردونه، سا لنډي، د تایرایډ غدې ډیر فعالیت، په نارینه وو کې د پروسټیټ غدې لویوالی چې د شپې له خوا د بیا بیا تشو متیازو کولو اړتیا پیداکوي، شکرې ناروغي، د سږو مزمنې ناروغۍ  او داسې نور.
۸- د شپې ډېر او یا نا وخته خواړه خوړل.
۹- د عمر زیات والی، د هارمونو په مقدار کې تغیر راتلل لکه په ښځو کې د میاشتینی عادت په وخت او یا د نه امېدوارېدو عمر کۍ.
۱۰- د خوب ځای او عادت کې بدلون.
۱۱- د خوب خونې ډیره تودوخه او یا یخه هوا.
۱۲- د خوب خونې ته د شور او آوازونو راتګ او یا د روښنایي شتوالی.
۱۳- د ورځې له پلوه د جسماني او فزیکي فعالیتونو کموالی او یا خوب کول.
۱۴-ډېره موده په خوړو کې د ځانګړو ویټامینونو، پروټینونو او منرالونو لکه مګنیزیم کموالی.


درملنه
که بېخوبي د یوې میاشتې او یا تر دې هم زیات ستاسو په ورځنیو چارو کې د ستونزو د راپیداکېدو سبب شوی وي
نو د لاندنیو لارښوونو په ټولو او یا کم تر کمه څو موادو عمل کولو سره به د ښه او آرامه خوب نه خوند واخلیء او کنه د خپل معالج ډاکټر په مشوره د موضوع په پای کې یاد شوي درمل وکاروﺉ.


الف- د ښه او آرامه خوب لارښوونې او سلوک:
۱- هره ورځ کم تر کمه نیمه ګهنټه ورزش اوجسماني فعالیت کول د شپې له خوا د آرامه خوب سبب ګرځي.
۲- هڅه وکړئ دورځې له پلوه ويده نه شئ  ددې لپاره چې  دورځې خوب دشپې خوب کموي. خو ښايي ووايو  چې د ورځې له پلوه د ماسپخین د لمانڅه نه مخکې،  نيم ساعته خوب  په سلامتيا کې مرسته کوي  او ستوماني کموي.
۳- منظم او مکمل خواړه چې د بدن اړین امینو اسیډونه، منرالونه او ویټامینونه ولري وخورﺉ.
۴- که د ځان درد او یا داسې کومه روغتیایي ستونزه لرۍ کوم چې د بېخوبۍ د لاملونو په برخه کې یادوونه شوې، د ډاکټر په مشوره درمل پیل کړﺉ.
۵- که ستاسو په اند د درملوپه ترکیب کې داسې پاروونکي مواد شته چې ستاسو د آرامه ویده کېدلو مانع ګرځي، له خپل معالج ډاکټر سره د درملو په هکله مشوره وکړﺉ.
۶- ترويديدو دوه ساعته مخکې هېڅ مه خورئ، ټلوېزیون مه ګورﺉ او د کیسو او ناولونو کتابونه مه لولیء.
۷- تر خوب مخکې ډير خوراک او څښاک مه کوئ او سپک ماښامنى وخورئ.
۸- د شپې له پلوه نيکوټين او کافين لرونکي مواد مه خورئ او تنباکو څکل پرېږدﺉ ځکه چې دا پارونکي مواد دي او  تاسو ويښ ساتي.
۹- هره شپه له ويدېدو دمخه داسې کار وکړئ چې ستاسوله خوب سره مرسته وکړي، د بېلګې په توګه  دګرمو اوبو حمام، مطالعه او آرامونکي تمرينات، د یو بل کس په واسطه د سر او ګېډې مساج، هغه څه دي چې له تاسو سره مرسته کوي چې ښه خوب وکړئ.
۱۰- هر ه شپه په ټا کلي وخت  بستر ته ولاړ شئ  حتي د رخصتۍ په ورځو کې هم همدا کار وکړئ.
 
۱۱- ځان لپاره دخوب  ښه بستره جوړه کړئ، د خوب خونه مو باید تازه هوا ولري، کله چې ستړي شوئ د خوب بستر ته ورشئ،  د خوب خونې ور وتړﺉ  او ټول څراغونه مړه کړئ ،ځکه چې رڼا د بې خوبۍ سبب ګرځي.
۱۲- که د خوب په خونه کې مو دېوالي ساعت وي، لرې یې کړﺉ ځکه چې تاسو سره د ویښیدو اندېښنه پیداکوي. غوره به وي چې د ویښېدو له پاره آلارم ساعت وکاروﺉ.
۱۳- که خوب نه درځي هڅه مه کوﺉ چې په زوره بیده شیء، د خپل بستر نه پاڅیء او داسې فزیکي عمل اجرا کړﺉ چې ستاسو د جسمي ستړیا او روحي آرامتیا سبب ګرځي لکه لمونځ او یا تلاوت کول.
۱۴- د شا په تخته او یا په ښې اړخ چې مخ مو کعبې شرېفې ته شي ویده شیء، او د ویده کېدلو په وخت کې د قرآن کریم تلاوت ته غوږ کېږدﺉ.
۱۵- د آیت کرسي، سوره فاتحې، سوره اخلاص، درود شریف او خوب دعا له لوستلو نه وروسته څو ځلي ژوره ساه واخلیء، آوسیلی وباسیء او په آرامه خواږه خوب ویده شیء.


ب- دواګانې: که د پورتنیو عاداتو په خپلولو سره سره تاسې د بېخوبۍ او یا آرامه نه ویده کېدلو نه شکایت لرﺉ، نو بیا د خپل معالج ډاکټر په مشوره له دغو درملو نه ګټه واخلیء.
1- Benzo Diazipines.
2- Nonbenzodiazipines.
3- Sedatives.
4- Antihistamines( Avil, Chlorphenireamine Maleate, …)


یا د شپې له خوا د ویده کېدلو د وخت نه نږدې دوه ګړۍ وړاندې یو له لاندنیو درملو نه  وخورﺉ.
1- Tab.Librax
2- Tab.Diazipma 5 Mg
3- Tab.Alprazolam 0.25 or 0.50 Mg

اخستنځې:
http://www.roghtya.com/index.php?id=31
http://en.wikipedia.org/wiki/Insomnia
http://www.well.com/~mick/insomnia/
http://www.medicinenet.com/insomnia/article.htm

ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.