پوښتنه:
راليږونکی :جاهد
سلام ډاکتر صيب!
زه يو تکليف لرم اميد دی چې ځواب راکړﺉ.
د ملا درد لرم، نه پوهيږم چې لامل به یې څه وي ، خو درد يې زيا ت دی، هيله ده په دې برخه کې مشوره راکړی چې څه وکړم ؟
:zia ul haq
ta Tolo Na Awal Da Darmalaney Site KArkawonkey Mohtaram Dr. Sadaqat Yaqubi Neeki Heele Aw Salamoona Wayema Aw Pas Da Salama Mohtaram Doctor! Sahib Za Yao Marez Laram Che Da Hagha (Raganesa Maraz) Dai Chi Deer Da Dard Na Pazab Dai Ka Da Hagha Da Darmalaney Pa Bara Key Maloomat
Rakri No Deer Ba Khoshala Sham Wasalam
La Tarafa Da Zia ul haq Nasrat Shinwari
Da Ningrahar wolayat Shinwaroo Da Wolaswalai
ځواب: د ملا درد ډیر ځلي د اندېښنې وړ کوم ځانګړی لامل نه لري، د ملا درد په دوو برخو کې وي.
۱- د ملا د پورتنۍ برخې یا توراسیک برخې درد: ددې برخې دردونه معمولاً د هډوکو د کمزوریو له وجې وي.
۲- د ملا د لاندینۍ برخې یا لمبر برخې درد: د ملا د کړیو د تخریب او یا د ملا د کړیو په منځ کې د ډسک د بیځایه کېدو له کبله چې په عصبي ریښو باندې (کومې چې د شمزی له دواړو خواوو د ملا د کړیو له منځ نه وځي) د فشار لامل ګرځي پیداکېږي.
نوموړي دردونه په عصب باندې د فشار په نقطه کې، یا د کناټي په برخه کې، یا د ورانه شاته، یا د زنګانه په برخه کې او یا هم د پونډۍ او پښې په برخه کې احساس کېږي.
د ملا د لاندینۍ برخې یا لمبر برخې دردونه د تګ په وخت کې شدت پیداکوي او ښایي د استراحت،ملاستې او یا هم د ځانګړو وضیعتونو په نیولو سره په کې کموالی راشي.
دملا د تیر د کانال د تنګوالي له کبله په پښو کې دروندوالی او شلتوب پیداکېږي.
کتنې:
د ناروغ شکایت: ناروغ د ملا او یا پښو په برخه کې د درد او کمزورتیا نه شکایت کوي.
عمومي کتنه: ډاکټر په مشاهده کې د ملا د تیر په بڼه کې لږ څه تغیر ویني.
د ملا په تیر باندې په زور راوړلو سره، او که د ناروغ پښه د ملاستې په حالت کې پورته کړی شي ناروغ د درد احساس کوي.
ځانګړي پلټنې: د لزوم دید په صورت کې د ډاکټر له خوا توصیه کېږي.
۱- د وینې آزمیښتونه.
Complete Blood Count=C B C
Erythrocytes Sedimentation Rate=E S R
۲- اکسرې:
Plain Lumbo-Sacral X-Ray
CT Scan-Lumbo-sacral
MRI-Lumbo-Sacral
درملنه
عمومي درملنه: د ناروغ خپل کړه وړه، د منظمو حرکاتو اجرا کول او د ډاکټر لارښوونو ته غوږ نیول په درملنه کې مرسته کوي.
۱- که د ډاکټر د پلټنو نه وروسته ښکاره شوه چې درد د کومې ځانګړې اندېښنې وړ لامل له کبله نه دی منځته راغلی، بلکه د ملا یو عادی درد دی. نو د ډاکټر په لارښوونه د ځانګړو تمریناتو په اجراکولو سره د وخت په تېرېدو سره درد له منځه ځي.
۲- د ملا هغه دردونه چې پښو طرف ته سرایت کوي د سیاتیک یا رګ نسأ په نامه یادېږي چې لومړنی درمل یې د ناروغ خپل کړه وړه، د منظمو حرکاتو اجرا کول او د یو کارپوه فزیوتراپیست په واسطه د فزیوتراپي تر سره کول دي.
د لا ډیرو مالوماتو او ځانګړو لارښوونو د زده کړې له پاره لاندیني لنک باندې کلک وکړﺉ.
www.roghtya.com/index.php?id=16
یادوونه: د روغتیا ویب پاڼې نه په مننی سره.
ځانګړې درملنه: که د پورتنیو لارښوونو سره په درد کې کموالی را نغی نو لاندی نسخه استعمال کړﺉ.
۱- هر دولس ساعته وروسته یوه Distalgesic ګولۍ.
۲- هر دولس ساعته وروسته یوه Asenac(Aseclofenac) 100 Mg ګولۍ.
۳- د شپې یوه ګولۍ Librax
۴- د زیتون تیل او یا Lotion Rumol په واسطه د ملا او پښو غوړول.
یادوونه: پورتني دواګانې د ډاکټر په لارښوونه او مشوره د دردونو تر ښه کېدو پورې استعمال کړﺉ.
ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.