د درملنې د پاڼې درنو لوستونکو سلامونه او نېکې هیلې مو ومنیء.
پښتو ژبې ته د چوپړ په موخه مې د ژوند د نورو بوختیاوو سره د خپلې وسې په اندازه د روغتیا او درملنې په برخه کې د درملنې په پاڼه کې لیکنې پیل کړي چې د دې پاڼې د منځپانګې د غنا او نیمګړتیاوو د اصلاح له پاره ستاسو دوستانو وړاندیزونو، نیوکو او لارښوونو ته اړ او سترګې په لار یم.
چې په دې سلسله کې ددې پاڼې د یو لوستونکي ښاغلي رفیقي برېښنا لیک او نظر تاسو درنو ته کټ مټ خپروم.
په سوچه پښتني مینه
صداقت یعقوبي
راليږونکی :جمال ناصر رفیقي
نيټه : 23-05-2007
د قدر وړ ډاکټر صاحب صداقت یعقوبي تر هر څه لمړی خپل درانده سلامونه او نیکې هیلې وړانډې کووم .
له هغې ورځې چه ما دغه صفحې ته لاس رسی پیدا کړی دی زه په نوموړي صفحه کې ځای پر ځای شوي ټول معلومات په غور سره لولم زه تری ډیر خوند اخلم ځکه زیات په زړه پورې معلومات پکې ځای پر ځای شوي دي، دا د افغانانو د پاره د ویاړ ځای دی چه اوس لکه تاسو غوندې زحمت ګالونکو وروڼو له کبله په خپله ژبه په انټر نیټ کی داسی غوره مطالب لوستلی شو.
دیادونی وړ داده چه په دی انترنیټي مخ کې داسې موضوع ګانې بحث شوی دي چه زمونږ په ټولنه کې پرې څوک بحث نه کوي با وجود چه ډیری ضروري د یادونې وړ موضوعات هم وي.
زه یو ځل بیا له تاسو او له ټولو هغو وروڼو څخه دزړه له کومې مننه کوم چه ددی مخ د پاره یې داسی په زړه پورې معلومات برابر کړي دي.
ستاسو د لا بریاوو په هیله.
جمال ناصر رفیقي له جلال آباد څخه.