پوښتنه:
نيټه : 07-02-2007
سلامونه اونیکې هیلې !
ښاغلی ډاکتر، خدای وکړي چې روغ او سوکاله وې.
زما پوښتنه داده زه دبیګاه له خوا دمعدې نه ډیر په تکلیف یم زیاته دارو می هم وخوړل خو ګټه یې ونکړه معده مې پړسیږي ټول باد په کې وي کله چې سراگشت ته لاړشم نو ټول بادوی.
مننه
۱- په غټو کولمو کې د بکټریاوو د فعالیت په اثر.
۲- د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د هوا د تېرېدو په وجه.
۳- د غازاتو تېرېدل له وینې څخه د معدې او کولمو د سیسټم په لور.
۴- ځینې غذایي مواد لکه حبوبات، پیاز، کرم، د جوارو دانې، سرکه ...څخه ډېر غاز تولیدېږي.
۵- د تشویش او روحي (Psychological) لاملونو له کبله د هضمي سیسټم په حرکي دندو کې اخلال پیداکېږي چې دغه حالت د Dyspepsia په نامه یادېږي.
د معدې غازونه اکثراً د ارګمي (Belching) په وسیله خارجېږي.
نښې:
۱- د ګېډې په پورته برخو کې د درد احساس.
۲- زړه بدوالی او د ګېډې د پړسوب احساس.
۳- ارګمي کول او په ګېډه کې د بادونو پیداکېدل.
د حل لارې:
الف- عمومي لارښوونې:
۱- د ځینې غذایي موادو لکه حبوبات، پیاز، کرم، د جوارو دانې او سرکې نه خوړل.
۲- د الکولو او سګرټو پرېښودل.
۳- په بیړه بیړه ډوډۍ نه خوړل.
۴- د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د نورو مسایلو په هکله فکر نه کول.
ب- دواګانې: لاندیني دواګانې دې د یوې اونۍ له پاره استعمال شي. د مثبت پایلې په صورت کې دې درې، څلور اونې ادامه ورکړی شي او کنه نو خپل معالج ډاکټر سره سلا وکړﺉ.
1- Tab.Anti Acid-One Tablet after each 8 hours (1x3
2- Tab.Maxolan (Metoclopramide) 10 mg-One Tablet after each 8 hours (1x3).
3- Tab.Famotidine 20 mg-One Tablet after each 12 hours (1x2
4- Tab.Metronidazole 250 mg- One Tablet after each 8 hours (1x3
ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.