پوښتنه:
راليږونکی :رامین
Dear Sir,
I have a problem and hope I could get an answer from you to help have in this regard. It is second year that I have gotten married and weakness in two parts. First I am not much interested to have sex with my wife is there any kind of medicines to help me? The other problem is premature ejaculation hope to find some way to stop it.
Regards,
پوښتنه:
راليږونکی :Qaise afghan
سلامونه اوښې چارې
ډاکتره وروره زه ٢٦کلن يم زما بيماري جنسي ده ډېره بخښنه غواړم کله چې يوځای والی کوم بس ٢ دقيقې دوام نشم کولای کار خلاص شي دژوند ملګرې مې قناعت نلري که مهرباني وکړﺉ لاره راته وښاياست الله به اجر درکړي.
ستاسو دجواب په هيله.
خدای په امان.
پوښتنه:
راليږونکی :انجنیر صمیم
ډیر محترم ډاکتر صاحب لمړی له هر څه نه زه خپل دزړه له کومې سلامونه تاسوته دروړاندې کوم اوستاسو له دې خدمت څخه چې خپلو وطنوالو ته ئې کوی ډېره مننه کوم٠
ډاکتر صاحب یو څوک څنګه کولاې شي چې له ژر انزالیدو څخه مخنیوی وکړي؟
مننه.
پوښتنه
Dear Dr. Sahib
I am working in one of the NGOs in Mazari Sharif and we had a workshop in Kabul and I found your e-mail address here with one of our colleagues. I am married but am not in good condition. My husband can not satisfy me. He has a problem of premature ejaculation and another bad point that he is not interested to have sex in one month or more which is very difficult for me.
Could you please guide me what to do? Is there and treatment for his problem? Is there any kind of medicine for him? Please help me in this regard. It is a confidential message to you.Tommorrow I am leaving back to Mazar and if there is any kind medicine let me know and I will buy it form Kabul.
Thanks,
پوښتنه
Sahibjan راليږونکی:
محترم ورورډاکټرصاحب !
اسلام علیکم
1-که دمردانه کمزورۍ په اړه راته یوڅه ولیکیء. د څه وجې نه پیداکيژي اوعلاج یې څنګه کیدای شي ایاممکن ده؟
2-که شوک یې هم کوروالي ته ډیرکیژي خودکوروالۍ په وخت کې دیرژرخلاصیژي څه علت ده اوڅنګه یې مخه نیولای شو ؟
هیله ده معلومات راکړﺉ.
ستاسوورورصاحب جان.
ځواب:
ژر انزالېدل:
څېړنې ښیء چې په هرو دریو نارینه وو کې یو یې د ژر انزالیدو ستونزه لري.د انزالېدو له پاره کوم ځانګړی طبي معیار او وخت ندی ټاکل شوی، د ژر انزالېدو او په وخت انزالېدو موضوع د دواړو لوریو قناعت او اشباع پورې اړه لري.
د ژر انزالېدو لاملونه:په سلو کې ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایي ستونزه نلري، خو بیا هم لاندي ټکي د د ژر انزالېدو لامل کیدی شي.
۱-په ځوانۍ کې د موټک (جلق) وهل د تذکیر د آلې د حساسېدو سبب ګرځي.
۲-په ځوانانو کې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټېرون) زیاتوالی د ژر انزالېدو سبب کېږي.
۳-د جنسي ملګرې ځانګړنې او داچې هغه د کوروالي نه مخکې آماده شوې وه او که نه.
۴-رواني ستونزې او اضطراب.
۵-د لاندنیو دواګانو استعمال.
- شراب(الکول).
- فشار ضد درملونه لکه: (Aldomet(Methyldopa), Inderal(Propranalol
- د معدې درملونه لکه: Ranitidine, Cimitidine, Omeprazole
- د خپګان او تشویش ضد دواګانې لکه : Stelazin(Triflouperazine), Diazepam
- د زړه د ناروغیو دواکانې لکه: Digoxin او نور.
۶- ناروغتیاوې لکه شکره، هایپرتایروېډیزم(د تایرایډ د غدې زیات فعالیت)...
۷- د بولي تناسلي سیسټم او پروسټېټ د غدې التهاب.
۸- د وېټامینونو کموالی.
۹- د عصبي سیسټم ستونزې، ضربې او د جراحۍ تاریخچه.
۱۰- Oversensitivity یانې د نارینه ډیره توجه او ډیر ګرمېدل هم د ژر انزالېدو سبب کېږي.
د حل لارې:
۱- د لومړنیو لاملونو لرې کول او ښه خواړه خوړل.
۲- د پورتنیو دواګانو پرېښودل او یا کمول.
۳- ښځه باید د دخول نه مخکې کاملاً آماده کړی شي.
۴- د جنسی عمل په وخت کې سړی دې خپل فکر ډیر متمرکز نکړي، فقط کوښښ دې وکړی چې ښځه تحریک او مشبوع شي ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله ژر نه آماده کېږي او نه هم ژر اوګازم (انزال) ته رسي.
۵- که سړی ډیر تحریک او تنبیه شوی وي نو د مجامعت نه یو تر دوه ساعته مخکې موټک ووهي.
۶- قضیب ته د فشار ورکولو طریقه (Squeeze Technique):
- د انزال د احساسېدو تر وخته دې مجامعت ته دوام ورکړی شي.
- د انزال د احساسېدو سره دې قضیب وویستل شي او د دېرشو ثانیو له پاره قضیب ته فشار ورکړﺉ.
- د هر ځل د انزال احساسېدو سره د فشار راوړلو پورتنۍ طریقه تکرار کړﺉ تر هغه چې ښځه د انزالېدو غوښتنه وکړي.
» که د پورتنیو طریقو سره د ژر انزالېدو ستونزه حل نشوه نو د لاندنیو درملو څخه دې استفاده وشي، او غوره ده چې د دواګانو د جانبي عوارضو د پوهېدو له پاره د ډاکټر سره مشوره وکړﺉ.
۱- Topical Anesthetic Solution or Creams:
دا کریمونه د Lidocain او Prilocain نه جوړ شوي چې د تاثیر میکانیزم یې د قضیب حسیت کمول دی.دا کریمونه د جماع نه نیم ساعت مخکې استعمالیږي.
۲- ګولۍ
- Tablet Yohambine+Larginine
- Tablet Serotonin Reuptake Inhibitors
- Tablet Vigra
۳- د تشوش او پرېشانۍ رفع کوونکي درملونه د جماع نه څو ساعته مخکې استعمال شي لکه:
۱- Capsule Flouxetine 20 Mg
۲- یا Tablet Anofranil (Clomipramine) 10 Mg