پوستكی د انتان په وړاندي :
اوس،اوس پوستكی د خپل ټول محافظوي د ندو سره د معافيتي سیسټم يو لازمي برخه پيژندل شويدي.
دا خبره هلته ښكاره شوه، كله چې معلومه شوه چي د Thymus دغدي Epethial حجرات د پوستكي د Epedermis حجراتو سره د جوړښت او جنيتك له لحاظه ورته والی لري.
د Thymus غده نه یواځې دا چې د Endocrine سیسټم ديوي عضوي پډول دنده لري بلكه د معافيتي سیسټم يوه برخه هم ده.
د پوستكي او معافيتي سیسټم ددندو د ورته والي د څيړنو د لومړنیولاس ته راوړنو نه یو هم د پوستكي د Epidermis طبقې د Keratinocytes حجراتو نه د1- Interleukin افرازدی.
د1- Interleukin كيمياوي ماده د معافيتي سیسټم د مكروفاژونو پواسطه هم افرازيږي.
ددې برسیرنو نه وړاندې، Keratinocytes يواځې د keratin طبقې د توليدونكي پنامه پيژندل شوي وول، ترڅو ويښتان او پوستكی محافظه كړي.
اما اوس ويل كيږي چې دغه حجرات هارمون ته ورته كيمياوي مواد هم ترشح كوي كوم چې دپوستكي د T-cells په Maturation (پوخوالي )باندې اغيزه كوي.
د دفاعي حجراتو حركت :
په پوستكي كې د T-cellsد جوړيدو لپاره د Keratinocytes پواسطه د Interleukin ترشح حتمي دی.
كله چي Antigen د پوستكي د باندني طبقې كراتين سوری كوي او يا ورنه تيريږي نو د پوستكي د non pigmented granular dendrocytes یانې Langerhans حجراتو سره يو ځای كيږي.
د langerhans حجرات دغه انتي جن د پوستكي T حجراتو ته وړاندې كوي او د T حجراتو د تنبيه سبب ګرځي ترڅو Interleukin-II افراز كړي چي Interleukin-II هم د T-cells سره نښلي او د Ag سره اړیکه جوړوي او پدې ډول سره دغه تنبيه شوي T حجرات د ډيرونورو T حجراتو د تكثيرسبب ګرځي تر څو د Ag په وړاندې ځواب ووايي.
دفاعي لمفوسايتونه لمفاوي رګونو ته داخليږي او ټول بدن كې دوران كوي ترڅو چې د پوستكي دلارې تيريدونكي انتي جنو باندې حمله وكړي.
په پوستكي كې د عصبي او ژغورنې سیسټمونو ترمنځ ګډ عمل:
اوس،اوس ساينس پوهانو د عصبي او ژغورنې سیسټمونو ترمنځ د اړيكو راپور وركړيدی.
د پوستكي د Epedirmis په طبقه كې د عصبي ریښو د څوکو او د ژغورنې سیسټم د حجراتو (Langerhans) ترمنځ ښكاره او نيغ په نيغه اړيكه شته. د پوستكي د Epedermis په طبقه كې عصبي څوکې Calcitonin Gene Related Peptide ترشح كوي، كوم چې په نورمال ډول سره د نيورونو (عصبي حجراتو) ترمنځ د پيغام په لیږدولو كې مرسته كوي.
كله چې د خفګان او Stress په وخت كې ډیره اندازه CGRP ترشح كړي شي نو د Langerhans حجراتو مخ پوښوي او ددوې ځواک ترڅو په Ag باندې حمله وكړي ختموي.
پورتنې خبره ددې پوښتني ځواب وركونكی دی چې ولې د خفګان او Stress حالاتو كې د پوستكي ناروغۍ لكه Psoriasis زياتيږي؟
دAntigen سر نوشت: كله چې يو Ag د بدن د پوستكي او يا مخاطي غشا مانعې سوري كړي او ورنه تيرشي نو په يو ددې لاندنیو دريو سرنوشتو اخته كيږي.
۱- كوم انتي جنونه چې د وينې جريان ته داخل شول ، دوينې د دوران پواسطه توري ته وړل كيږي او هلته د مكروفاژونو، T او B حجراتو سره مخامخ كيږي،او د توري د پلازما حجراتو پواسطه انتي بادي د وينې بهیر ته آذاديږي.
۲- د پوستكي له لارې بدن ته د داخل شوي انتي جنو پواسطه التهابي عكس العمل منځته راځي.
انتي جن ياآزاد پاتې كيږي او يا د مكروفاژونو پواسطه را ايسار او د Epidermel, Dermel او يا تحت الجلدي انساجو څخه د لمفاوي رګونو د لارې لمفاوي غوټو ته وروړل كيږي، چيرته چې د انتي جن، لمفاوي غوټې، مكروفاژ، T او B حجراتو ترمنځ معافيتي عكس العمل منځته راځي .
۳- هغه انتي جنونه چي د تنفسي او يا هضمي سیسټم د لارې بدن ته داخل شي نو دوي په Mucosa – Assoceited لمفاوي انساجو كې ځای نيسي چيرته چې دمكروفاژونو، لمفوسايتونو او انتي جن ترمنځ مجادله او جګړه منځته راځي.