مشخص دفاعي سیسټم:
معافيت: د بدن غير مشخص دفاعي سیسټم د اجنبي موادو د ډولونو ترمنځ توپير او جدا والی نكوي ،اما دبدن مشخص دفاعي سیسټم كوم چې معافيتي عكس العمل منځته راوړي د اجنبي موادو يعني Ag په وړاندې د ځانګړو پروټينو یانې انټي باډي او یا د ځانګړو حجراتو د جوړولو له لارې چې اجنبي مواد له منځه وړي توپير كوي، چې دغه محافظوي پروسه او ميكانيزم د معافيت په نامه پيژندل شويدی.
دبدن معافيتي سیسټم د لمفاوي انساجو او غړو نه چې په ټول بدن كې موجود دي جوړ شويدی. لمفاوي انساج او غړي د هغو حجراتو د لارې چې د وينې په رګونو او لمف كې دي يو دبل سره اړيكه پيداكوي.
د معافيتي سیسټم وظيفوي واحد دليوكوسايتونو يو ځانګړى ټولګی چې د لمفوسايتونو پنامه ياديږي دی.
د لمفوسايتونو دوه جدا ډولونه چې نیغ په نیغه د بدن په معافیت كې ونډه لري د T-cell او B-cells څخه عبارت دي.
B-cell په plasma cell بدليږي او Antibody توليدوي ،دبدن دوه تريليونه B-lymphocytes د ژوند په اوږدوكې نږدې سل ميليونه تريليونه انتي باډي جوړوي.
كومه خبره چې ددغې شميرې په نسبت زياته مهمه او حيرانووونكې ده هغه دا ده چې ټولې انتي باډي ګانې سره ورته ندي ،د مثال پډول د Measele د ويروس په وړاندي Ab د Polio د ويروس سره مجادله نكوي ،او هغه چي د streptococcus په مقابل كي دي د staphylococcus په وړاندي عمل نكوي.
په مليونونو مختلف ماليكولي configurations (شكلونه) چې د ممكنه Ags او دAgs د Combination يعني تركيباتو سره عمل كوي موجود دي.
اټكل شويده چې د انسان بدن نږدې يو مليون انتي جنك عوامل یانې Determinants (د Ag واړه پيژند يدونكي برخي) پيژندلی شي.
بدن د ځیرنې وړ انتي باډي ګانې توليدوي چې هره يوه يې د يوه مخصوص اجنبي جسم او يا ميكروارګانيزم په وړاندي عمل كوي.
د بدن دا وړتيا چې خپل حجرات له پردي نه توپيروي دانتي باډي ګانو پذريعه لوړيږي.، د مثال په ډول د بدن ديوې برخې د پوستكي پيوندول په بله برخه كې به قبوله شي اما ديوه كس پوستكی بل كس ته غير له Identical څخه قبول نشي. كله چې بدن دلمړي ځل لپاره د Ag سره مخامخ شو معافيتي دستګاه د دې وړتيا لري چې دا Ag په ياد وساتي او د هغه په وړاندې Ab جوړه كړي چي دبيا مخامخ كيدلو په صورت كي Ag پيژندلی شي.
د Ab ګانو وژونكی (Killing) او ياد ساتونكی (memory) ظرفيت د لمفوسايتونو پذريعه برابريږي.
Antigens :انټي جن د پروټين او يا پولي سكرايد يو ماليكول دی، كه په بدن كې د اجنبي جسم پنامه وپيژندل شو د ځانګړو انتي باډي ګانو ، د ځانګړي T حجراتو او يا ددواړو د ډیرښت سبب ګرځي، دغه خاصيت Antigen Immunogenicity په نامه ياديږي.
دا ډول انتي جنونه د ځانګړيو انتي باډي ګانو سره كيمياوي عمل كوي او يو ثابت Complex جوړوي چې د Antigen-Antibody كمپلكس پنامه ياديږي.
ځانګړی Antigen د T او B حجراتو پر سطح د ځانګړو اخذو سره د وصليدو د لارې د T او B حجراتو د خاص عكس العمل سبب ګرځي.
يو انتي باډي د ټول انتي جن پر ضد عمل نكوي بلكه د هغه ديوې برخې سره يو ځای كيږي. د انتي جن، وصليدونكې برخه (combining site) چې د Antigenic Determinant يا Epitopes پنامه ياديږي د Distinctive يعنې توپيريدونكي پروټینو او يا پولي سكرايدو څخه جوړ شويدی.
T او B حجرات نه يواځې دا چې انتي جنونه د هغوي د سطحي نښو څخه پيژندلي شي بلكه يو ځانګړی انتي جن د 100،000 پيژندل شويوو انتي جنو څخه توپيرولی شي او په وړاندي یې وړ عكس العمل ښۍ.
ټول پروټینونه د يوه انتي جن په شان عمل كولی شي او انتي جن كيدی شي.
دوينې ناموافق ګروپونه، دپيوند شوي انساجو پر سطح پروټینونه، pollen (ګرده یا دوړه)، د حيواناتو د پوستكي پخه (Dander)، د حيواناتو ويښتان او وړۍ او د خوړو ځینې اجزاوې د انتي جن معمول مثالونه دي.
څرنګه چي د معافيتي عكس العمل لپاره Antigenic determinant ضرور وي، نه ټول ميكروارګانيزم فلهذا د بکټریاوو Flagella، capsule، حجروي ديوال او يا Toxin انتي جنك كيدی شي.
ډير كم ماليكولي وزن لرونکي واړه شيان هم انتي جنيك كيدی شي، چې داسي واړه شيان د haptens پنامه ياديږي او كله چې د يو غټ carrier molecule لكه پروټین سره يو ځای شي فعاليږي.
Penicillin د Hapten يو مثال دی، په ځینو ناروغانو كي چې د لومړي ځل لپاره Penicillin اخلي دغه Penicillin دCarrier Protien سره وصليږي او د penicillin په وړاندې Ab جوړيږي.
د pencillin تعقيبي دوزونه ددې سبب ګرځي چې جوړ شوي Abs د Penicillin سره عكس العمل وښۍ او د شديد معافيتي عكس العمل يعني الرجي سبب شي.
پوښتنه: ولي د زكام په وړاندې نه معافيږو؟ پداسې حال كې چې د زکام عوامل هم واړه ماليكونه دي؟
ځواب: زكام د ويروس د مختلفو ډولونو پذريعه منځته راځي چې ديوه نوع په مقابل كې معافيت د بل نوعې په وړاندې د معافيت سبب نګرځي.