Inflamatory Response
التهابي عکس ا لعمل دانساجو دسوري كيدو، زخمي كيدو، تخريش، سوزيدو، اجنبی اجسامو،انتاناتو او يا زهري موادو پذريعه د انساجو د تخريب نه وروسته يو نورمال حالت دی يعنې د پورتنيو تخريباتو په پایله كي چي كوم حالت منځته راځي د التهابي عكس العمل په نامه یادیږي.
التهاب په څو مرحلو كې پر مختګ كوي:-
د انساجو تخريب او دانتاناتو موضعي اغيزې د سوروالي، ګرموالي، پړسوب او درد څخه عبارت دي. سوروالی او ګرموالی د رګونو د توسع له وجې كوم چې ساحې ته د وينې د جريان د زياتوالي سبب كيږي منځته راځي .
موضعي پړسوب د رګونو د Leakage نه منځته راځي چي دا Leakage د بين الحجروي مايعاتو د مقدار او فشار د زياتوالي سبب ګرځي.
په عصبي ريشو باندې د پړ سوب د فشار د راتلود وجي درد منځته راځي. كچيرېي د انساجو تخريب ډيروي او يا هم د انتان خپريدنه پراخه وي نو التهاب به سسټميك اغیزه ولري د مثال پډول د زړه او تنفسي Rate تغير، د بدن د حرارت لوړوالی او د عمومي خسته ګۍ احساس.
كله چي نيوټرو فيلونه دا نتان سره جګره كوي دوي د خپل ځانه Endogenous Pyrogen اّزادوي ( كيمياوي مواددي).
دغه pyrogen پهHypothalamus كې د Temperature-regulating centre د متاثره كولو په وجی د بدن دحرارت د لوړیدو سبب كيږي.
د بدن د حرارت لوړوالی ، ساحي ته د ويني د جريان د زياتیدو او د ليكوسايټونو د فعاليت د زياتو لو دلارې د انتاناتو د نشو و نما د مخنيوی سبب كيږي.
په التهابي عكس العمل كې دپيښو سلسلي:
كله چې يوه مضره بکټریا بدن ته داخله شي (دمثال پډول د پوستكي د يوه عادی ټپ د لارې)
نو لانديني ضد التهابي پيښې واقع كيږي.
۱-په خارج حجروي مایعاتو كې څو موضعي التهابي ميډياټورونه آزادیږي.
- د زخمي حجراتو نه Eicosanoids او Platelet Activating Factor آزاديږي.
- د Mast clles څخه Histamine آزاديږي.
- د پلازما څخه kinins ،complements او د وينې لخته کوونکي فکټورونه آزادیږي.
- د مكروفاژونو او مونوسایټونو څخه Monokins ، Interleukin-1 او Tumor Necrosing فكتور آزادیږي.
- د مكروفاژونو او نيوټروفيلونو پواسطه د اكسيجن څخه مشتق شوي مركبات او lysosomal انزايمونه اّزاديږي.
- او د لمفوسايټونو پواسطه انتي باډي ګانې، cytokins او ګاما interferon آزاديږي.
دغه كيمياوي ميډياټورونه د رګونو د توسع او التهابي ساحې ته د وينې د جريان د زياتيدو سبب ګرځي، چي په پایله كي فګوسايټيك ليوكوسايټونه، انتي باډي ګانې او د پلازما علقه جوړونكي پروټينونه زخمي شووي ساحې ته لیږدول کیږي او د معافيتي عكس العمل د لوړولو باعث ګرځي. همدارنګه د كپيلرويو نفوذيه قابليت د كيمياوي مپډياتورونو پذريعه زياتيږي چې په پایله کې ټپي شوي ساحې ته د فګوسایټونو، انتي باډي ګانو او د علقه جوړونكي پروټينود زيات تيريدو سبب ګرځي.
۲- د وينې د جريان زياتوالی، د مشخص سوروالي او ګرموالي اود زيات مقدار پلازما فلتر كيدل بين الحجروي مائع ته د پړسوب (swelling) او درد سبب ګرځي.
۳- په ټپي ځای كې د Fibrinogen clot د جوړيدو پذريعه روغ حجرات د زخمي شوي حجراتو نه جلا كيږي، په نتيجه كي نسجي تخريب او د انتاناتو خپريدنه زخمي شوي ساحې پورې محدود پاتې کیږي.
۴- نیوټروفیلونه د التهابي عكس العل د پیل نه يو ساعت وروسته منتن شوي ساحې ته نږ دي ، د ويني د رګونو د داخلي دیوال سره نښلي چې دا عمليه د Margination پنامه ياديږي.
۵- نيوټروفيلونه د Margination نه وروسته د وينې د رګونو د اندوتيل حجراتو په منځ كې دكوچينو سوریو د لارې بين الحجروي مایع ته تيريږي چې دا عمل د Diapedesis پنامه ياديږي.
نیوټروفیلونه او د رګونو مایعاتو د بين الحجروي مایع سره يو ځای كيږي چي دا حالت د exudation پنامه ياديږي ،نیوټروفیلونه په التهابي ساحه كې د انتان لوري ته حركت كوي.
پورتني ټوله عمليه د Chemotaxis پنامه ياديږي او هغه كيمياوي ميډياټورونه چې د Chemataxis سبب ګرځي د Chemotaxins پنامه ياديږي.
۶- مونوسایټونه، مكروفاژونه او هسټوسایټونه هم په كيمياوي ډول سره ساحې ته جذبیږي او د نیوټروفیلو د رارسيدو څخه لږ وروسته دوي هم رارسيږي.
۷- نیوټروفیلونه هغه پاخه حجرات دي چې د بکټریاوو او تخريب شوي حجراتو وړي پارچي بلع كوي ،هر نيوټروفيل له منځه تلو نه مخكي تقريباً 20 بکټریاوي له منځه وړي.
۸- مونوسایټونه د وينې له دوران څخه حجروي خاليګاه ته تر ننوتلو وخته پوري خام وي، وروسته له هغې چې انساجو ته ورسيدل په مكروفاژونو بدليږي او د زخمي شوي نسج په طرف د فعالو مكروفاژونو سره حركت كوي كوم چه مخكې تر مخكې په نسج كې وي.
مكروفاژونه د نیوټروفیلو په نسبت فعال او غټ دي. دوې نږدې تر سلو پورې بکټریاوي، غټ حجرات لكه پروتوزوا، د مړه او تخريب شوي نسج حجروي Debris بلع كولی شي.
كله چي مكروفاژونه ډير غټ او فعاله شي نو نیوټروفیلونه كم او غير فعاليږي.
د نسجي مايع، مړه مايكروارګانيزمونو او فګوسايتونو مخلوط ته زوي وائي ،كومي زوي چه د پوستكي له لاري تخليه نشي د وجود پواسطه جذبيږي.
۹- بعضې كيماوي ميډياتورونه چې Opsonin نوميږي،د فګوسايتونو او مايكروارګانيزمونو په وصلولو کې مرسته کوي.
د opsonizaton پروسه د phagocytosis عمليه پیاوړی کوي.
ځینې فګوسايتونه په خارج حجروي مایعاتو كې په غير مستقيم ډول سره د هايد رو لتيك انزايمواو اكسيجني مشتقاتو د ترشح پذريعه مايكروارګانيزمونه مړه كولی شي.
۱۰- د ميكروارګانيزمونو د منځه وړلو لپاره د فګوسايتوزس د عملیې نه مخكې يوه بله طريقه د complement پذريعه ترسره كيږي.
كله چې د complement پنځه واړه پروټينونه (c5b,c6,c7,c8 and c9) فعاله شي نو دوي يو complex جوړوي چي ( Membrane Attack complex (MAC پنامه ياديږي.
دغه Complex د مايكروارګانيزمونو حجروي غشا سوری كوي او په پایله كي د حجرې داخلي homeostasis ګډوډيږي او حجره مړه كيږي.
همدارنګه complement system د رګونو د توسع (vasodilation) او د پروټين د نفوذيه قابلیت د زياتیدو او Opsonization سبب ګرځي.
۱۲- د التهابي عكس العمل آخرنۍ مرحله د تخريب شوي نسج بيا جوړيدنه ده چې د التهابي مدياتورونو پواسطه پیل او سرته رسيږي.
د التهابي عكس العمل د پيښو د لړۍ لنډیز:
۱- د نسج تخريب اوساحې ته د بکټریاوو ننوتنه.
۲- منتنه ساحه كې د رګونو توسع د وينې د جريان د زياتوالي سبب كيږي.
۳- د پروټينونو او مایعاتو په وړاندې د رګونو نفوذيه قابليت زياتيږي چې د انساجو د پړسوب سبب ګرځي.
۴- خارج الحجروي مایعاتو ته د نيوټروفيلو، مونوسايټو او نورو حجراتو ننوتنه.
۵- د بکټریاو تخريب د Phagocytosis پذريعه.
۶- د تخريب شوي نسج بيا جوړيدنه .
Phagacytosis :
د بدن د ژغورنې غير مشخص دفاعي سیسټم د انتاناتو سره د مجادلي لپاره phaocytosis يعني د حجراتو د بلع كولو پروسې پورې اړه لري.
دغه عمليه په نور مال ډول سره د ليوكوسايتونو ( مونو سايتونه، مكروفاژونه او نيوترو فيلونه) پواسطه پرمخ ځي ، چي د بدن د نورمالو حجراتو څخه پرته نور ټول مړه حجرات او اجنبي اجسام د منځه وړي.
د Self او non Self حجراتو ترمنځ توپير او ددوې پيژندنه د ګلوبولينو د يوه ځانګړي ګروپ پذريعه چې opsonin نوميږي صورت نيسي ، پداسي ډول چې opsonin اجنبي اجسام پوښوي ترڅو چې بلعې ته آماده شي حال دا چې د بدن نورمال حجرات نه پوښوي.
د Phagocytosis مرحلي:
۱- اجنبي شيان او يا ميكروارګانيزمونه د ليكوسايتونو سره وصليږي.
۲- ليوكوسايتونه د اجنبي جسم او يا ميكروارګانيزم په شاوخوا كاذبې پښې تاووي.
۳- د Endocytosis د عمليې پذريعه د ليوكوسايت كاذيې پښې مايكروارګانيزم په پوره ډول سره راګيروي او د ليكوسايت په سايتو پلازم كي دPhagocytic vocule دننه راګيريږي.
۴- Phagocytic Vocule د يو lysosome سره چې Hydrolytic انزايمونه لري او د پروتينو، شحمو، نيو كليك اسيدو او پولي سكرايدود ماتولو كولو وړتیا لري يو ځای كيږي.
۵- دphagocytic vocule او lysosome د نښلیدو نه وروسته اجنبي جسم په phagolysosome كې تجزيه او هضميږي.
۶- د هضم شوي موادو يوه برخه ممكن د ليو كوسايت د تغذي لپاره مصرف شي او پاتې برخه يې كله چي phagolysosome د ليكو سايت د غشا سره وصل شي د Exocytosis د عمليې په ډول د باندې خواته وغورځول شي.
Defensins :
پدې پوهیږو چي نيوتروفيلونه د انتاناتو سره جنګيدونكي قوي مدافعين دي ليكن اوس د نیوټروفیلو پداخل كې يو ډول پروتينونه چې انتي بيوتيك دي پيژندل شويدي.
د پروتينونو دغه ډولونه د Defensins پنامه نومول شوي چې په لابراتوارونو كي به د نوي انتي بيوتيكونو په جوړولو کې مرستندوې شي.
د موجوده انتي بيوتيكو سره په پرتلیز ډول د Defensins حيرانوونكې اغیزه داده چې دوي په بکټریاوو، فنګسونو وايرسونو حتي HIV باندې هم تخريبي تاثير لري.
څرنګه چې Defensins د حجراتو طبيعي برخه ده، نو دوي به حتماً نسبت نورو انتي بيوتيكو ته محفوظ او بې ضرره وي.