د بدن نا مشخص دفاعي ځواک:
پد غه برخه كې د بدن د بعضو غير مشخصو مدافعو په هكله بحث كوو، لكه پوستكی،مخاطي غشا، غير مشخص د ويروس او بكترباوو ضد مواد، التهابي عكس العمل او Phagocytosis.
پوستكی او مخاطي غشا د مدافعې لمړنۍ ليكه:
پوستكی، خاصتاً د Epedermis طبقه بدن ته د مايكرو ارګانيزمو د داخليدو د مخنيوی لمړنۍ غوره ميخانيكي مانعه ده.
همدارنګه د پوستكي تيزابي (acidic) سطحه او شحمي طبقه د مايكرو ارګانيز مو د نشوو نما مخه نيسي.
د پوستكي د باندني طبقې Squamous Cell Epethelium په ثابت او دوامدار ډول سره له منځه ځي چې مايكرو ارګانيز مونه هم ورسره د پوستكي د سطحي نه لري كيږي.
د بدن هغه غړي چي د باندي خواته لاره لري لكه پزه، خُوله،سږي، هضمي او بولي تناسلي سيسټم د مخاطي غشا پواسطه پوښل شويدي چې دا هم بدن ته د مايكرو ارګانيز و د داخليدو په وړاندې يوه ميخانيكي مانعه ده.
د افراز شوي مخاط سریښناکتوب د مايكروارګانيزمونو د راګيريدو او بنديدو باعث ګرځي چي پدي ډول Epethelium او نورو انساجو ته دمايكروارګانيزنو دننوتو مخنيوې كوي.
د بدن نور غير مشخص دفاعي فكتورونه د كيمياوي موانعو څخه عبارت دي لكه خوله چي مايكروارګانيزمونه د پوستكي د سطحي او سوريو څخه وينځي او يا لكه او ښكې چې سترګې د اجنبي موادو او مايكروارګانيزمونو څخه پاكوي.
همداډول اوښكې يو ډول انزايم لري چې د lysozyme په نامه ياديږي او د بكترياوو په حجروي د يوال باندي حمله كوي او هغه له منځه وړي.
نور ډير داسي عمومي ميخانيكي او كيمياوي دفاعي فكتورونه وجود لري،د مثال پډول د پزې د سوري ويښتان ، هوا مخكې لدې نه چې تنفسي سيستم ته داخله شي فلتر كوي. او همدارنګه د تنفسي سيستم د پورتنې برخې د مخاطي غشا سلياوې بكتريا او نور ذرات چي په مخاط كي را ګير شوې وي پورته او د هضمي سيستم په طرف د خار جيدو لپاره جارو كوي. كله چي مايكرو ارګانيز مونه معدې ته داخل شي د معدي د اسيديك محيط پواسطه له منځه ځي.
په اّخره كې دا هم د يادونې وړده چې د پوستكي او مخاطي غشا مفيده مايكروارګانيزمونه (كوم چي د پوستكي د پاسه او مخاطي غشا كي موجودوي) د مضره مايكروارګانيزمونو د نشوو نما د مخنيوي د لارې د دوې په وړاندې لويه مانعه جوړوي.
د بكترياوو او ويروسونو غير مشخص ضد مواد :-
ددې لپاره چې بدن خپل ځان د انتاناتو نه وساتي، د څو ماليكولي موادو(complement) توليد وړتيا لري چي دوي په بكترياوو او ويروسونو باندي حمله كوي.
په انتي جن باندې د پور تنيو موادو اغیزه د انتي باډي په نسبت لږ مشخص دي.
كمپلمنټ د خپل تاثير ښودلو لپاره د انتي باډي لمړنۍ عكس العمل ته اړتيا لري.
دا يو مثال وو چې څنګه Non-Specific او Specific دفاعي ميكانيزمونه د بدن د Homeostasis د ثابت ساتلو لپاره ورته عمل كوي.
(Homeostasis د بدن د داخلي محيط ثابت ساتلو ته وايي)
Interferons: IFNS کوچني پروتنيي ماليكونه دي چې د ويروس لرونکي حجراتو پواسطه توليد يږي.
IFNS په درې ډوله دي:
1-Alpha Interferon: د ليوكوسايټونو پواسطه جوړيږي.
2-:Beta Intereferon د فيبرو بلاسټونو پواسطه جوړيږي.
3-Gama Interferon: د T-cells پواسطه جوړیږي.
INFNs ددي وړ دي چې د منتنو او غير منتنو حجراتو د سطحي اخذو(Receptors )سره يو ځای شي ترڅو دغه حجرات د Antiviral پروتينو توليدولوته و هڅوي.
چه دغه Antiviral پروتينونه د حجراتو پداخل كي د ويروسونو د ویش او ډیریدو مخنيوي كوي.
INFNs د Hepatitis C ، دایډز ناروغۍ پورې اړوند سرطان ، Sarcoma Kaposis، د جنسي غړو د زخي (Genetal warts) او Hairy Cell-leukiema (د وينې د سرطان يو نادر ډول) د درملنې لپاره استعماليږي.
همدارنګه IFNS غير عرضي HIV اخته مريضانوته وركول كيږي ترڅو چې د AIDS مرحلي ته داخل نشي یانې د تفريخ دو ره يي اوږده كړي. او د AZT سره يو ځاي د AIDS په درملنه كي استعماليږي.
IFNs او ددوي ډير نورSub-Types تر څيړنې لاندې دي ترڅو چې دChemotherapeutic agents سره يو ځای دسرطان په تداوۍ كې استعمال شي.
Complements : د پلازما د غير فعالو پروټينو څخه عبارت دي چې C1 څخه تر C9 پوري ډولونه لري چېC1 بيا پخپل وار درې نور ډولونه لري.
د B،D او properdin فكتورونه هم په complement كې شامل دي.
څرنګه چي Complements دبدن د Specific او Non Specific دفاعي سيستمونو د بشپړولو وړتیا لري نو ځكه پدې نومونو نومول شويدي.
د complement یو پروټين د complement دبل پروټين سره تعامل كوي تر څو چي التهابي پروسه او د بكتريايي حجراتو تخريب (lyse) تقويه کړي.
Complement په يوه د لاندنيو لارو فعاليږي.
1- classical pathway
2- Alternate Pattway
په classical Pathway كي Ab د حمله كونكي Ag سره وصليږي او Ab+Ag كمپلكس جوړوي. چي بيا C1 د Ag +Ab complex سره وصليږي او complement Fixation جوړوي پدې ډول C1 فعاليږي چې دا بيا پخيل وار په C2 او C4 باندې عمل كوي او دا دواړه د C3 د فعاليدو سبب كيږي.
C3 په complement كي اساسي ماليكول دی.
په Alternate Pathway كې د مايكروارګانيزمونو د حجروي ديوال Polysacharides D,P, او B فكتورونه د C3 د فعاليدو سبب كيږي.
دواړه طريقې (Classical او يا Alternate ) د خپلو مراحلو د طی كولو نه وروسته د C3 دفعاليدو سبب ګرځي.
چې C3 بيا په C3a او C3b باندې تضاعف كوي او Common Pathway اختياروي او common pathway بيا د Phagocytosis، التهابي پروسي او حجراتو د تخريب د پروسي د فعالولو د لارې د مايكروارګانيزمونو د له منځه وړلو باعث كيږي.
Opsonization او يا Immune adherence په وخت كي C3b د هغه مايكروارګانيزم د سطحې سره وصليږي كوم چي د opsonin انتي باډي پواسطه پو ښل شوی وي، چې پدې ډول سره مايكروارګانيزم د phagocytes د بلع كولو لپاره اّماده كوي.
په حجروي غشا باندې د حملې په وخت كې C3b د complex c5,c6,c7,c8,c9 جوړوي، چې دغه Complex د (Membran Atack Complex (MACپه نامه ياديږ.ي كوم چي دمايكرو ارګانيزم په غشا كې سوری پيدا كوي او د مايكروارګانيزم د له منځه وړلو سبب ګرځي.
دغه عمليه د Immune Cytolysis پنامه هم پيژندل شويده.
د التهابي عملئې په وخت كې c5b,c5a,c3a او c7 دالتهابي عكس العمل سبب كيږي.
يادونه: څيړنو دا ښودلې ده چې ورزش كول د معافيتي سيستم د تقويې لپاره ګټور دی. ورزش كول د عادي انتانانو د مجادلي سره مرسته كوي. ورزش كول په وينه كې د ژغورنې سيستم پورې د اړوندو حجراتو د سویي د لوړولو او همدارنګه د Endogenous pyrogens او پروټينو د غلظت د لوړلو سبب كيږي كوم چي د Infection Fighting Fever سبب ګرځي.