فزیولوژي
دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-اوله برخه
• د بدن مشخص دفاعي سيسټتم د انتي باډي جوړولو دنده لري، پداسي حال كې چې غیر مشخص دفاعي سيستم د انتي باډي په جوړولو كې كومه ځانګړې ونډه نلري.
• لمفوسايټونه د ژغورنې د سيسټم د وظيفوي حجراتو څخه عبارت دي چي د مختلفو بريد كوونكو مايكرو ارګانيزمونو ( انتي جنو) په وړاندې انتي باډي جوړوي.
• د ژغورنې په سيستم کې د لمفوسايتونو څو مختلف ډولونه، مختلفې دندې سرته رسوي.
• د اجنبي موادو په وړاندې د بدن دعكس العمل يوه نښه الرجي يا حساسيت ده.
• بدن د خپلو حجراتو او انساجو په وړاندې په غير نور ماله توګه انتي باډي جوړوي چې له كبله یې Auto Immune Disease يا ناروغۍ منځته راځي.
• هغه ناروغې چي په هغه كې د ژغورنې د سيسټم اغيرمنتوب کمیږي د Immune difficiency په نامه ياديږي.
• د ژغورنې سيسټم مو دورځني انتاناتو ( د ناروغۍ توليدونكي عواملو یانې Pathogens لكه ويروسونو بكترياوو او فنګسونو) د تهديد څخه ژغوري.
• د ژغورني سالم سيستم ډير حساس وي پدې مانا كچيرې ددې وړتيایي نه درلودای چې د بدن خپلې حجري (Self) د حمله كونكي اجنبي حجراتو (Non self) څخه توپير كړي نو بدن به یي داسي تخريب كړی وای لكه څنګه چې اجنبي اجسام تخريبوي. د ژغورني دسيستم دا توانائي چي (self) د (nonself) نه توپيروي د ژغورنې د سيسم د فعاليت بنسټ جوړوي.
• بدن د ناروغي توليدونكو عواملو د بريد په وړاندې څو ژغورونكي لارې لري.
I- Non specific Defense : غير ځانګړې دفاعي سيستم ځمونږ بدن د پتوجنو د مختلفو ډولونو څخه ساتي يعني د بيګانه اجسامو په تخريب اوله منځه وړلو كې عمومي عكس العمل ښۍ ليكن د پتوجن په پيژندنه او د انتي باډي په جوړولو كې ونډه نلري.
II- Specific defense : ځانګړی دفاعي سيستم د پتوجنو د خاصو ډولونو په وړاندې حساس او اغيزمن دی يعني د انتي جن په پيژندلو، د هغه په وړاندې د انتي باډي په جوړولو او له منځه وړلوكې ونډه لري.