د لمفاوي سيستم انكشافي اناتو مي:
د لمفاوي سيسټم پر مختګ ( انكشاف) د القاح نه وروسته، د پنځمي هفتي په اخر كې شروع كيږي.
لمفاوي رګونه د پنځو لمړنيو لمفاوي كڅوړو او Cisterna chili څخه راوځي.
۱-د Jugular Lymphatic Sacsله جوړې نه سر، غاړي او بازوګانو ته.
۲- د Iliac lymphatic Sacs جوړي څخه لانديني تنه اولانديني نهاياتو ته.
۳- او د Retro Peritoneal lymph sac او Cisterna Chyli څخه هضمي سيستم ته څانکې وركوي.
د جنيني ژوند په نهمه هفته كې د خوله په خوله كيدو (Anastomosis) په ډول د ښي اوكيڼ Thorasic duct د لارې د Cisterna Chyli سره پيوستيږي.
پوخ صدري قنات د ښي Thorasic duct د Coudal برخي او د كيڼ Thorasic duct د Cranial برخي او Anastomosis څخه انكشاف كوي.
ښی Thorasic duct د ښي Thorasic duct د پورتني برخي څخه انكشاف كوي او د Cisterna Chyli پورتنۍ برخه د زيږيدو نه وروسته پخپل حال پاتې كيږي.
د Cisterna Chyli د پورتنۍ برخي نه علاوه د جنينی مرحلي ټولې لمفاوي كڅوړې دجنيني مرحلې په لمړ نيو دوروكې په پيژندل شوي لمفاوي غوټو انكشاف كوي.
كله چی دلمفاوی كڅورو خاليګاه د Mesenchymal حجراتو په واسطه ونيوله شوه او دكڅوړي خاليګاه ډكه شوه نو د لمفاوي Sinuses شبكه انكشاف كوي. خام جنيني لمفوسايتونه د هډوكي په مغزوكې توليد يږي چه وروسته Thymus gland ته ځي او هلته په غير فعال پخو لمفوسايتونو (T-cell) بدليږي.
Spleen د معدې په مز نتري (Greater Omentum) كې د Mesenchymal حجراتو څخه انكشاف كوي او ټانسلونه خولې او ستونې ته نږدې د مختلفو لمفاوي نډولونو څخه منځته راځي.
د لمفاوي سيستم غير نور مال انكشاف:
Hodgkin`s Disease:Hodgkin`s Disease د لمفاوي غوټو د يو سرطاني بڼې څخه عبارت دی چې په اخته شوی لمفاوي نسج كې د لويو څو هستوي حجراتو (Red-sternberg cells) د موجوديت په اساس مشخص كيږي.
د Hodgkin`s Disease لمړنۍ نښه بې درده پړسيدلي لمفاوي غوټې دي چې زياتره د غاړې په ناحيه كې او كله كله د تخرګ ،سپوغي او ورانه په برخه كې هم ليدل كيږي.
د دي ناروغۍ وروستي اعراض او نښې د مخ او غاړې د پړسوب، كم خوني، زيړي، او د انتاناتو په وړاندې د مستعديت (Susceptibility) د زياتوالي څخه عبارت دي.
Hodgkin's Disease زياتره د (38-15) كلنی په عمر او د 50 كلنی څخه وروسته پيښيږی. په جاپان كی فقط په هغو خلكو كي چی عمرونه یي د 50 كلتي څخه پورته وي پيښيږى.
ددغي ناروغۍ د ملاحظي وړ كاميابه درملنه Radiation therapy او Chemotherapy دي او كچيري درملنه یي ونشي نو وژونكي دي، ددغی ناروغۍ سبب ندی معلوم خو د علاج وړ دى.
دلمفاوی سيستم اړوند طبي اصطلاحات :
Hyper splenism : هغه حالت ته وایې چې په هغه كې توری په غير نورمال ډول سره ډير فعال وي او دوينې د حجراتو زيات تخريب صورت نيسي .
Lymph adenectomy : دلمفاوي غوټوويستل.
Lymphadenopatty : دلمفاوي غوټو ناروغي چې دلمفاوي غوټو دغټيدو (لوئيدو) سبب ګرځي.
Lymphangioma : د لمفاوي نسج سليم تومور.
Lymphongitis : دلمفاوي رګونو التهاب.
Lymphatic Metastasis: هغه حالت چې په هغه كې يوه ناروغي دلمفاوي سيستم دلارې دبدن نورو برخوته لاره پيدا كړي Lymphatic Metastasis نومیږي.
Lymphoma: د لمفاوي غوټو تومور.
Lympho Sarcoma: د لمفاوي نسج خبيث تومور.
Splenectomoy: د ټول توري ويستل.
Splenomegaly: د توري غټيدل چي د يوي انتاني ناروغۍ لكه Scorlet Fever ، ملاريا،typhy oid اويا Syphilis په تعقيب منځته راشي.