د تایمس غده:
د تايمس غده د هموار لمفوئد نسج ديو بې قنات لرونكي (Pinkish-Gray) ارغواني يا پيازي رنګه كتلې څخه عبارت ده چي په ټټر كې د ننه واقع ده.
د تايمس غده په زړه او د زړه د لويو رګونو د پاسه پرته ده. د تايمس غده د دوو لوبونو څخه متشكله ده چي د منضم نسج پواسطه نښتي او پوښل شويدي .
هر لوب د Trabeculae د بيلونكو پردو پواسطه په لوبيولونو باندي ويشل شويدی او هر لوبيول د خارجي Cortex او داخلي Medulla لرونكی دی. Cortex ډير ناپاخه شوي لمفوسايټونه لري.
د تايمس غدې ته د هډوكو له ماغزه نه ناپيژندل شوي (ناتوپير شوي) لمفوسايتونه د مشخص كيدو لپاره راوړل كيږي چي دا لمفوسايتونه بيا د T.cell پنامه ياديږي كوم چي د اجنبي حجراتو په وړاندې ځانګړې دفاعي دنده لري. T لمفوسايتونه په Cortex كې د پخيدو څخه وروسته Medulla ته تيريږي چي دا پاخه لمفوسايتونه ډير زر Medulla ترك كوي او د ويني د محيطي دوران د لاري توري او لمفاوي غوټو ته رسيږي چيرته چي دوې د اجنبي شيانو سره په تماس راځي او د هغو په وړاندې ځواب وايي یانې عكس العمل ښۍ.
د تايمس د غدې ډير لمفوسايتونه، مخكي لدي چي د تايمس غده ترك كړي استحاله (Degeneration) كوي.
د تايمس د غدې پداخل كې يواځې او يواځې شعر يه عروق قرار لري. Medulla نسبت Cortex ته لږ لمفوسايتونه لري اماد Medulla ډیره برخه د Reticular Epethelial Cells څخه جوړه شويده.
د تايمس غده د پيدايښت په وخت كي نسبتاً غټه وي (12 – 15 gm).
په نوي زيږ يدلي ماشومانو كي انتي باډي جوړوي او د ژغورنې(دفاعي) سيستم په ابتدایي انكشاف كي عمده ونډه اخلي.
د تايمس غده د پيدايښت څخه تر ځوانۍ پورې جسماً غټيږي ( په ماشومتوب او نوي ځوانۍ كې ډيره فعاله وي) او د بلوغيت نه وروسته اتروفي كوي (كوچني كيږي).
د تايمس د غدي نوري دندي تر اوسه ښكاره شوي ندي اما د انتي باډي د دايمي ژغورني سيستم په جوړولو کې يې دنده ښكاره ده.
د تايمس غده د هارمونونو يوګروپ چې جمعاً د Thymosin پنامه ياديږي ترشح كوي.
Thymosin ممكن د Stemcells نه د T-cell د جلاكولو او انكشاف لپاره اړین وي.
د تايمس غده د ټانسلونو او توري په شان راتلونكي لمفاوي رګونه نلري اما و تونكي لمفاوي رګونه لري یانې داچې د تايمس په غده كې لمف نه تخليه كيږي.
Peyer`s Patches: د لمفوئيد نسج كپسول نه لرونكي كلسټر چي په ټانسلونو، وړو كولمو او د اپنډكس په كولمه كې پيداكيږي د Peyer`s Patches په نامه ياديږي،چې دوې د خپل موقعيت له وجې د Gut Associated lymphoid tissues په نامه هم ياديږي.
د لمفوئيد نسج دا ډول كلسترې د بدن په نورو ځايونو لكه په ميوكس نسج كي كوم چي تنفسي او بولي تناسلي سيستم فرش كوي هم موجود دي چي دلته بياد Mucosa-Asscciated Iymphoid Tissue په نامه ياديږي.
Peyer`s-Patches هغه ځايونه دي چيرته چي بي حجرات په Plasma-Cell بدليږي او Plasma-cell بيا په كولموكې د Antigen په وړاندې ډیر Antibody اّزادوي.
د plasma cell حجرات په راټول شوي لمفاوي نډولونو كې په ذخيروي ډول نه پاتي كيږي بلكه د كولمو په اوږدوكې پلاندې ډول خپريږي:
غير فعال حجرات د هډوكو له مغزو نه راټول شوي لمفاوي نډولونو (Peyer`s-Patches) ته راځي چې له Antigen سره د مخامخ كيدونه وروسته فعال او د Efferent لمفاوي رګونو د لارې لمفاوي غوټوته ځي،او وروسته بيا د Thorasic duct دلارې د وينې جريان ته ننوځي.
B-cells د وينې د دوران پواسطه ټول بدن ته خپريږي چي د كولمو په برخه كې د مخاطي غشاء لاندې د plasma cells پډول پاتې كيږي، اوس نو دوې دلته دځانګړو انتي جنونو مختلف ډولونه پيژني او د هغوي په وړاندې Antibody توليدوي، خصوصاً د بکټریاوو او بعضو ويروسونو په وړاندي.