Antibodies : انتي باډي ګاني هغه پروټینونه دي چې دB حجراتو پواسطه د Ag په ضد جوړيږي ،او د انتي جنو سره د عكس العمل ښودلو لپاره ځانګړي شوي دي یانې ديوې پيچلي عملیې له لارې انټي جنونه تخريبوي ترڅو بدن د هغو له ضررونو څخه وژغوري.
د مكروفاژونو( كوم چي د انتانا توپه وړاندي د بدن ګړندی دفاع كوي)  په پرتله انتي باډي ګانې د Reinfection  اوChronic Infection  په وړاندې د  Active Immunity  په تولید کې د اوږدې مودې لپاره مرسته كوي .
 انتي باډي ګانې ،اجنبي ارګانيزمونه له منځه نشي وړلی بلكه د Complements، فګوسايټونو او د وژونكي T حجراتو د فعالولو پذريعه اجني ارګانيزمونه له منځه وړي.همدارنګه انتي باډي ګانې د ويروسونو او بکټریایي توكسينو سره يو ځای كيږي ترڅو د مطلوبو (Target) حجراتو سره ددوې ديو ځای كيدو مخه ونیسي.

د انتي بادي ګانو جوړښت او ځانګړتیاوي:-
د انتي باډي ګانو يوه ارزښتناکه او ضروري برخه د هغوې ماليكولي جوړښت دی ترڅو چې د خاصو انتي جنو سره جګړه وكړي.
انتي باډي متناظره د Y  د توري په شان ماليكول لري او داچې انعطاف پذيره ده نو د T بڼه هم غوره كولې شي.
د انتي باډي ماليكول د څلور Polypeptide ځنځیرونو نه چې دوه يې سپك او دوه یې درانه ماليكولي وزن لرونكي دي جوړ شويدی.
سپك ماليكولي وزن لرونكې ځنيځر 220 امينواسيدونه او دروند ماليكولي وزن لرونكې ځنځير 440 امينواسيدونه لري.
د Y تنه ددوو موازي درانه وزن لرونكي ځنځيرونو څخه چي يو له بل سره د ډای سلفایډ (-s-s-)  اشتراكي بانډ پوسيله وصل شويدي جوړه شويده.
دY ښاخونه د درانه وزن لرونكي موازي ځنځيرونو له قاتيدو نه جوړ شويدي، درانه قات شوي ځنځيرونو سره موازي سپك وزن لرونكي لنډ ځنځيرونه قرار لري.
سپك ځنځيرونه د درنو ځنځيرونو سره د Disulfid  بانډ پوسيله نښتي دي.
د انتي باډي ګانو ترمنځ ماليكولي ځانګړتياوي د ماليكول په هغو برخو كې سره تو پير لري چيرته چې د انتي جنو سره عكس العمل صورت نيسي.
چي دغه برخي د Y دښاخونو څوكې دي او د Variable region  (تغير منونكي برخي) پنامه ياديږي چې د انټيجن سره وصلیدونکې برخه لري.
دغه برخې د انتي جن سره د يو ځای كيدو ځواکمن ساختماني جوړښت لري، لكه تاله (انتي باډي ) کې چې كنجي (انتي جن ) ورځي.
د Y نورې برخې د انتي باډي ګانو د يوه ټولګي څخه تر بل پورې ځانګړي دي او د ثابتې برخې (Constant regions ) په نامه یادیږي.
هر دروند ماليكولي وزن لرونكی ځنځير يوه انعطاف پذيره نقطه ( Bing Region )لري چي پدې ډول سره د انتي جن وصليدونكې برخې سره  لرې نه پاتې كيږي.
انتي باډي ګاني د هغو خاصو انتي جنو سره چې  ددوې د جوړيدو د تنبيه سبب شوي دي عكس العمل ښۍ چې همدا خاصیت (Specificity) د انتي باډي ګانو د مهموڅانګړتياوو څخه شمیرل کیږي.
د كنجي او تالې ماډل په هغه صورت كې چې انتي جن او انټي باډي یو د بل لپاره ځانګړي نه وي درست نه راځي يعنې هر انتي باډي ديوه ځانګړي انتي جن سره عكس العمل ښۍ.

د انتي باډي ټولګي :
دا چې Abs  د پروټینو د ګلوبين ګروپ پورې اړه لري او د ژغورنې سیسټم كې هم شامل دی نو ځكه د Immune globuline   پنامه ياديږي.
په بدن كې زښت ډیر Immune Globulines وجودلري او د پلازما د پروټینو د ټول وزن %20 جوړوي.
د IG پنځه ډولونه پيژندل شويدي چې عبارت دي له  IgG, IgE, IgD, IgAاو IgM څخه.
د انتي باډي ډول د انتي باډي په درانه ځنځير كې د ثابتې برخې پواسطه تعين او ښودل كيږي، Igs د يوه انتي جن لپاره ممكن دوه يا زياتې حساسې برخې ولري.
كوم IG  چې دوه حساسې برخې لري د Bivalent او چې زياتې حساسې برخې ولري د  Multivalent پنامه ياديږي ، د D،E اوG  ايمونو ګلوبولينونه Bivalent  اود A او M ايمونوګلوبو لينونه Multivalent   دي.
د ايمیونوګلوبولينو ټول ډولونه پرته دIgM  او  IgA نه د يوه ماليكول څخه چې د  Y  بنسټيز جوړښت لري جوړ شويدي.
IgM د پنځو ورته ماليكولونو څخه جوړشوی چې يوله بل سره اړيكه لري او يو Pentamir (هغه جوړښت چې پنځه ورته برخې ولري) يې جوړ كړي.
IgAً د دوه ماليكونو نه جوړدی او يوDimer یې جوړكړی، د Ig پنځه واړه ډولونه ځانګړي دفاعي دندې لري.

د Ig  د ارثي توپیرونواساسات :
 بدن د زيات مقدار انتي باډي ګانو د جوړولو توان او استعداد لري چې ډير به يې د انتي جنو سره هيڅ مخ هم نشي.
اساساً دغه توپیرونه هغه بې مثاله ارثي ميكانيزمه پورې اړه لري كوم چې په لمفوسايتونو كې د Ig  د زياتو مختلفو ډولو د جوړولو مسوليت لري، ددغوتوپیرونو حقيقت دادی چې انتي باډي ممكن ددوه مختلفو سپكو او پنځه متفاوتو درنو ځنځيرونو درلودونكي ده.
د انتي باډي د سپكو او درنو ځنځيرونو تغيرخوړونكې برخه (Variable Portion) د سلهاوو Coding Regions پواسطه ترتیبیږي. د انتي باډي ګانو دغه ارثي برخې په مختلفو ډولونو سره يوځای كيدی شي ترڅو چې په مليون هاوو انتي باډي ګاني جوړې كړي.