د استرالیا د مهاجرت چارواکي وایي په تیرو ۳ کلنو کې یې ۲۷۸ جعلي او درواغجن کډوال له خپل هیواده ویستلي او په پام کې لري چې ۳۳۵ نور داسې کډوال په نږدې راتلونکې کې وباسي.

یادې شمیرې د دوشنبې په ورځ د مهاجرت ادارې د مرستیال مایکل پیزولو لخوا د سنا مجلس یوې استمناعیه غونډې ته څرګندې شوې.

مایکل پیزولو وویل، "په یادو کسانو کې یې ۶۵ سلنه داسې وو چې استرالیا کې تر مشتیدو وروسته بیرته هغو هیوادونو ته څو وارې په سفر تللې وو چیرته چې هغوی خپل ژوند په خطر کې ښودلې وو. او ۳۵ سلنه یې داسې کسان وو چې د استرالیا د مهاجرت ادارې ته یې ناسم او جعلي اسناد وړاندې کړي وو."

نوموړي همداراز وویل، ۳۳۵ نور ویزه لرونکي دا مهال د همدې دوو دلایلو په اساس تر پلټنو لاندي دي او ښایي ویزې یې د مهاجرت اداري لخوا ډیر ژر فسخه اعلان شي او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړې شي.

هغه مجلس ته ډاډ ورکړ چې د دغو کسانو دوسیې په ځیر ګوري او تر هر اړخیزو څیړنو وروسته به پریکړه کوي.