د مالیزیا د ختیځ سباح ایالت چارواکي وایي د تیرې دوشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې یې ۸۸ ناقانونه کډوال د ښار په شپږو بیلا بیلو سیمو کې نیولي.

د ختیځ سباح ایابت د پولیسو عمومي مشر عبدالباری په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل، "په یادو نیول شوو کسانو کې ۸۲ تنه د فلیپین اتباع دي او ۶ تنه یې اندونیزیایان دي.

هغه وویل، په پام کې لري چې دغه ډول چاپې او پلټنې نوري هم ډیرې کړي، تر څو په مالیزیا کې مخ په زیاتیدونکي ناقانونه کډوالۍ قابو کړې شي.

د نوموړي په وینا په عملیاتو کې د لږترلږه ۱۴۲ بهرنیانو اسناد وکتل شو چې ۸۸ کسانو یې معتبر قانوني اسناد په لاس نه درلوده.

عبدالباري وایي، نیول شوي کسان د لنډې مودې لپاره توقیف خونو ته لیږي او تر هغې وروسته به دوی بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړې شي.

نوموړي همداراز وویل، د مالیزیا د مهاجرت چارواکو سږ کال تر اوسه لږترلږه ۶ زره دغه ډول چاپې او عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوی د کابو ۱۸ زره ناقانونه کډوال په نیولو توانیدلي.