HIV  څه شی دی؟
 HIV د Human Immunodeficiency Virus  لنډیز دی.
HIV یو ډول RNAویروس دی چې د Retro-Virus کورنئ پورې اړوند دLenti-Virus                                  سب گروپ کې شامل دی.
  Lento  کلمه چې په انگریزي کې د slow معنی ورکوي ځکه ددی گروپ ویروسونو ته ویل شوی چې د دوې د تفریخ او ډیروالي (تکثر) دوره اوږده ده.
HIV  دوه ډوله Serotype  لري چې عبارت دي له   HIV-1     او HIV-2    څخه.
دوې د جغرافیاوي موقیعت اوIncubation Period (تفریخ دوره) له نظره توپیر لري اما د Pathogenesis (ناروغتیا پیداکولو ځواک) له نظره ورته دي.
یو ډول ویروس چې په افریقایی بیزوگانو کې ایډز ته ورته ناروغئ سبب کیږي دMonkey Immunodeficiency Virus  او یا SIV) Simian Immunodeficiency Virus )په نامه یادیږي اوHIV-2 سره ورته والی لري . اما هیڅکله په انسانانو کې د ایډز سبب نه کیږي چې غوره میخانیکیت یې په SIVکې د GP 120   چې د Tلمفوسایټونو د CD4 سره د یو ځای کیدو تمایل لري نشتوالی دی.

د  HIV نوم ښودنه:
یو لړ غیر معمول اعراض د افریقایی ډاکټرانو په واسطه په 1980م کال کې په ځانگړي ډول ځوانانو کې چې په نا څاپي ډول یی وزن بایللو او مړه کیدل ولیدل شو چې دا ناروغي دSlim disease  په نوم یاده شوه.
د یادونی وړ ده چې په همدې کال کې د Cryptococcal Meningitis او Kaposi’s Sarcoma پیښې په نوموړي هیواد کې مخ په زیاتیدو وې.
په1988م کال کی د پاریس د پاستور په انسټیټوت کی پوهانو د هغهHomo sexual (هم جنس بازو)  نارینه وو له لمفاوي غوټو څخه چې  Persistent Generalized Lymphadenopathy یې درلود یو ډول ویروس پیداکړ او د( Lymphadenopathy Associated Virus(LAV نوم يی پرې کیښود.
د 1983زیږدیز کال په وروستیو او یا د 1984زیږدیز کال په پیل کې امریکایي علماوو د ایډز په ناروغ کې یو ډول ویروس وموند او د( Human T-cell lymphotropic Virus-3 (HTLV-3   نوم یی پرې کیښود.
په 1986م کال کې International Committee on Taxonomy of Virus د پورتنیو مختلفو نومونو پر ځای چې په حقیقت کې ټول یو ډول ویروس وو د HIV نوم کیښود.