په وینه کې د عضویت معافیتي سیسټم په دوه ډوله دی:
1 – Humoral Immune System:په دې برخه کې B.lymphcytes عمده رول لري،په دې ډول چې د هرAntigen  په وړاندې د Antibody د جوړولو مسولیت په غاړه لري.
2 -   Cell Mediated Immune System : په دې برخه کې T-Lymphocytes   چې د T-Cell او CD4  په نامه یادیږي رول لري.

 T-cells په درې ډوله دي:
1- T-Helper
-2 T-Suppressor
-3 T-Killer

څرنگه چې T-Cells  پخپله سطحه باندې Molecular-Cluster چې د CD4+ په نامه هم یادیږي لري او په حقیقت کې د HIV   د سطحې  گلایگو پروتین لپاره چې د  Gp 120   په نامه یادیږی د یوې اخذې یا Receptor حیثیت لري.
بنا پر همدې دلیل HIV  د T-Cell    سره د یو ځای کیدو تمایل ښئ او په پایله کې T-Cell          ته ورننوځي.
 HIV د   Reverse Transcriptase   انزایم په درلودلو د  T-cell   په داخل کې          د  T-cell      د DNA  څخه بلDNA کاپي کوي چې دا نوی جوړ شوی DNA   د  Provirus په نامه یادیږي چې د  HIV ډیر ویروسونه کاپي او جوړوي او په پایله کې Tحجرات چې د معافیتی سیسټم کنټرولر او مرستندویه دي له منځه وړي او معافیتي سیسټم د ضعف سره مخ کیږي.
کومو ناروغانو کې چې  Humoral Immune System       زیانمن شوی وي په هغو کې د  Encapsulated    انتاناتو پېښې لکه H.Influenzae    او Streptococcal Pneumonia زیات وي .او چا کې چې Cell Mediated Immune System   کمزوری وي په هغو کې د ویروسي( لکهHerpes Zoster ,CMV ,Herpes Simplex) بکتریایي لکه Pneumocystis Carinii Pneumonia ، فنگسي او پروتوزوایي انتاناتو لکه  Toxoplasmosis   پیښې زیات لیدل کیږي .
د معافیتي سیسټم د کمزوري کیدو په نتیجه کې عضویت د نورو Opportunistic  انتاناتو په وړاندې د مجادلې توان د لاسه ورکوي نو په HIV اخته شخص د نورو انتاناتو تر برید لاندې راځي او د نوموړو انتاناتو اعراض او علایم په مصاب شخص کې رامنځ ته کیږي نو ځکه د ایډز ناروغۍ ته د  Syndrome    نوم ورکړل شویدی.