ایډز یوه داسې انتاني ساري ناروغي حالت ده چې د یو نوع ویروس په واسطه چې 
 Human Immunodeficiency Virus یا HIV نومیږي منځته راځي.
د نوموړي ویروس په واسطه د انسان د عضویت دفاعي سیستم کمزوری کیږي ,او
په نتیجه کې د مختلفو موقع شناسو(Opportunistic) انتاناتو د مداخلې زمینه مساعده
او د نوموړي انتاناتو اعراض او علایم په اخته شخص کې تظاهر او تبارز کوي او
بالاخره د مصاب شخص د مرگ سبب گرځي.
د AIDS کلیمه د:
Acquired =کسبي
Immune =معافیت
Deficiency=کمبود
Syndrome = مجموعه د اعراضو
 مخفف دی.