انسانان د ادم علیه السلام د پیدایښت څخه تر دې دمه پورې ډول ډول ستونزو او ناروغیو سره مخامخ شوي دي .د هرې ستونزې او ناروغۍ سره مقابله کړیده او د هغې لپاره یي د حل یوه لاره سنجولې. د ناروغیوڅخه د ځان ساتنې لارې پیدا کړي او د تداوئ مختلف میتودونه ېی کشف کړي دي .
ان تر دې چې په 1980-1981میلادي کلونو کی د یوی بلې روغتیایي ستونزې سره مخ شول چی هغه له ایډز څخه عبارت دی.
واقعا" چې دغه ناروغتیا نن سبا د انسان د ژوند تهدیدونکو عواملو څخه لکه مخدره مواد،بیولوژیکي ،کیمیاوي او زروي اسلحی... یو غټ عامل تشکیلوي او بشري ټولنه خصوصا وروسته پاتي هیوادونه یي د اقتصادي او ټولنیز گواښ سره مخامخ کړیدي.
دا چې څنگه دغه ناروغتیا په ټوله نړۍ کې شیوع پیدا کړ عوامل یی جگړې،هجرتونه،
اقتصادي او کورنئ ستونزې ،نالوستي،ټولنیز غلط دودونه ، د خپلو مذهبي لارښوونو څخه پیروي نه کول دي، د سیاحت او سفر اسانتیاوې او د روغتیایي کارکونکو د مسولیت عدم احساس دي .
که ددې ناروغتیا مخنیوی په نړیواله کچه او خصوصا په افغانستان کې ونه نیول شي ،نو
خدای ناخواسته ګران هیواد به مو له ډیرو اقتصادي او ټولنیزو داسې ستونزو سره مخامخ شي چې جبران به یی ناممکن وي ،او زیان به یی د 25 کلن جگړو څخه زیات وي. په همدې موخه هیله ده چې د ایډز په هکله لاندیینی لیکنه ګرانو هیوادوالو ته ګټوره وي.