دخوږو کچالوتولید،کرنه،ټولول او زیرمه

لیکنه: ج پنیقو ریمايرز

ژباړه: رحمت سپېڅلی

پیژندنه:

خواږه کچالوLpomoea batata L   یو له هغه دولسو اساسی بوټو څخه دی چې په ټوله نړۍ کښې د انسانانو د غذاپه ډول  مصرفیږي.

خواږه کچالودمختلفو اقلیمی شرایطولرونکو سیمو کښې روزل کیدای شي. نتیجو څرګنده کړې  چې د خوږو کچالو  دکر ډیری سیمې اسیا، افریقا، اروپا، امریکا او اوشیانا کښې موقعیت لری. دوهم جدول دخوږو کچالو د کرسیمې اونړیوال تولید ځرګندوي.

دخوږو کچالو د استعمال مختلفي لاری په لومړي جدول کښې ښودل شوې.

لومړی جدول: د خوږو کچا لو د استعمال موخې

توکی

جاپان

امریکا

نشایته، الکهول، شراب

54%

0%

دحیواناتو خوراکه

25%

10%

دانسان خواړه

15%

84%

تخم

6%

6%

 

دوهم جدول: د خوږو کچالو نړیوال تولید ( FAO 1987)                       

زون

تولید ( په 1000 ټنه)                

نړیوال تولید %

افریقا

6.766 

  1. 5.0        

آسیا

  1. 124.775                                         

92.3

جنوبی امریکا                         

  1. 1.546                                          

1.1

 

شمالی او منځۍ امریکا                      

1.476

1.0

اوشینا

  1. 0.570                          

0.4

اروپا

  1. 0.103                             

0.0

ټول ټال                                    

135.237

99.8

بیولوژیکی مشخصات:

خواږه کچالو د استوایی او نیمه استوایی سمیو یوداسې بوټی دی چې د ډیرۍ معتدلو سیمو له اقلیمی شرایطو سره جوړښت  لري کوم چې د تودوخې منځنۍ درجه یې ۲۰ سانتی ګراد څخه ښګته نه وي. دنبات د ودې لپاره  دتودوخې ټیټه درجه ۱۵سانتی ګراد ټاکل شوې ده

په بل ډول ویلای شو چې خواږه کچالو د عرض البلد۳۰  او۴۰ درجو ترمنځ دواړو څنډوته کرل کیږي.

تودوخه:

دخوږو کچالو د کښت لپاره د تودوخې  درجه د ۱۵ څخه تر  ۳۳ سانتی ګراد د وده ایز فصل  په اوږدوکښې اړینه ده . د تودوخې مناسبه درجه د سانتی ګراد د ۲۰ څخه تر۲۵ پوري ده.

زیاد حاصل هغه مهال په لاس راځي چې د تودوخې لوړه درجه د ورځې له خوا له ۲۵ څخه تر ۳۰ درجې سانتی ګراد پوری وي.

او د شپې له خوا ټیټه درجه ۱۵ څخه تر۲۰ درجې سانتی ګراد پوري ټاکل شوې ،دشپې له خوا د تودوخې ټیټه درجه دتیوبر په تشکیل کښې په زړه پوري ښکاري،.د ورځې له اړخه لوړه دوخه دنبات د ودي لپاره په زړه پوري ده.

نوټ:تیوبرونه یواځی هغه مهال انکشاف کوي چې  د تودوخې درجه د۲۰ او ۳۰  سانتی ګراد تر منځ وي د تیوبرونو د انکشاف لپاره مناسبه تودوخه ۲۵ درجې ده په عمومي ډول سره د تیوبرونو انکشاف د سانتی ګراد له ۱۰ درجو څخه په ښکته درجه کښې دریږي.

روښنایي:

خواږه کچالو د لنډې ورځي نبات دي، داعظمی انکشاف لپاره دلمر روښايی ته اړتیا لري.سره له دې چې دتیوبرونود ودې څرګندیدل یواځې د نوري دورې په تاثیر پورې اړه نلري. احتمال لري چې تودوخه او د تودوخې د درجې تغیرله لنډې ورځې سره یوځای دتیوبرونو د ودې لپاره په زړه پورې او دڅانګود ودې د مخنیوي سبب کیږی(یوګ ۱۹۹۲(

جګوالی:

په استوائي سیمو کښې دا امکانلري چې خواږه کچالو د بحر د سطحې څخه بیا تر ۲۵۰۰ مترو جګوالی پورې وکرل شی د بیلګې په ډول په بولیویا،پرو،کلومبیا کښې خواږه کچالو د بحر دسطحې څخه نیولې بیا تر ۲۳۰۰ مترو لوړوالي پورې کرل کیږي.(دیل کارپیو ۱۹۶۹(.

 

لندبل:

لندبل د خوږو کچالو په وده او تولید باندې زیاته اغیزه لري، دپانو۸۶٪، د تنې ۸۸.۴٪ او د تیوبر  ۷۰.۶٪   اوبه جوړوي.

د کرنې په وخت کښې دا زیاته اړینه ده چې خاوره لندبل ولري ترڅوښه ټوکېدنه تر سره شي.خاوره باید د ودې پر مهال  (۶۰-۱۲۰) ورځو پورې کافی لندبل ولري.دټولووخت کښې د خاورې لندبل باید کم شي ترڅود تیوبرونو د خوساکیدوڅخه مخنیوی وشي.)کربالو،۱۹۷۹(.

دنبات د لویدونکوبرخو د انکشاف لپاره په زړه پورې شرایط ۸۰٪ نسبتی لندبل اونم لرونکې خاورې دي.

خاوره:

خواږه کچالو په زیاتره خاورو کښې کرل کیږي،غوره نتیجه  په داسې خاوره کښې چې عضوی مواد اوکلسیمي  جوړښت ولري،په لاس راځي. خاوره باید ماتیدونکې  تر۲۵ سانتی متروڅخه زیاته ژوره،غوره بڼه او دزیم ایستلود لرې کیدو اړتیا ولري.

فزیولوژي:

په عمومي ډول د خوږو کچالو وده ایز فصل موده د ۳.۵  څخه تر ۷  میاشتوپورې  ده،چې دری مرحلې په برکښې نیسي او په لاندې ډول سره دي.

الف: دکرنې څخه دتیوبرونو د تشکیل پورې (۴۰-۶۰) ورځو پورې

ب: د تیوبرونو د تشکیل څخه د غټوپاڼودانکشاف تر وخته پورې ۶۰ څخه تر ۱۲۰ ورځو پورې.

ج: د غټوپاڼو د انکشاف څخه د تیوبرونو تر بشپړ انکشاف پورې ۴۵ څخه تر ۹۰ ورځو پورې.

په معمولی ډول  وده ایز فصل موده  د کښت څخه د حاصل تر ټولولو پورې د ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ورځو پورې  بشپړیږي.

 

زیاتونه (تکثیر):

خواږه کچالوپه دوه طریقو(زوجي او غیر زوجي) طریقوسره زیاتیږي، که څه هم  مخکې یواځي  دجنیټکي او نباتی نسلګیري  سره علاقه وه.

غیرزوجي تکثیر د تیوبراو تنې په واسطه دبوټود زیاتوالي معمولي طریقه ده.

دتنې په واسطه تکثیر:

دخوږو کچالود تکثیر له دواړو سیستمونو څخه ،دتنې په واسطه زیاتوالی چټکه اوزیاته اقتصادی اوډیره معمولی طریقه ده

هغه موادچې استعمالیږي  حتمي باید داسی انتخاب شي چې  له ځان سره د Cylas formicarius elegantus S.  هګۍ یا لارواد کرنې نوي ځای ته  ونه لیږدوي. ددې لپاره چې له دي افات څخه مخنیوی وشی  دا اړینه ده چې دتخم بانک تاسیس شي.

په کیوبا کښې ددې لپاره چې  د تخم معیار وساتل شي دا ضروري ده چې  CEMSA(Experimental Centre for Improvement of Agamic Seed))څخه د تخم د کیفیت تصدیق سندتر لاسه شي.

دتخم د تولید لپاره د تخمي موادو اړتیاوي :

  1. تخم باید حتمی په هغه ځمکه کښې ونه کرل شي چې په تیرو دوو کلونو کښې  د خوږوکچالو د کښت لپاره استعمال شوي وي .
  2. دابو لکوسیستم حتمي باید باوري وي.
  3. تخم (تنه) حتمي باید د Cylas formicarius elegantus Summers   او وایروسونو څخه پاک وي  او 0.5% څخه لږه د Rotalenchulus remiformis Linfod y Olivera نیماتود  په واسطه زیانمنه شوې وي.

نور اړخونه  چې باید په فام کښې په نظرکښې ونیول شي:

  • پرې شوې تنه باید له پرې کیدو څخه وروسته د ځلورو ورځو په د ننه کښې وکرل شي.
  • سره باید د کرنې پر مهال او وروسته تر هرځل پرېکېدنې  په لاندې ډول تر سره شي.

فورمول:

  1. 9.0-5-16.5        0.17 t/ha/cut
  2. 7.5-6-18          0.18 t/ha/cut 
  3. 5.4 7-21          1.11 t/ha/cut   

 

ترکرنې ۴۵ ورځې وروسته او تر هرځل تر پرې کیدنې  وروسته ۲٪  په پاڼو شیندونکې یوریا (20g/L) چې مجموع د یو هکتارځمکې لپاره 500 لیتره محلول بسنه کوي ،بایدوشیندل شي.

وروسته تر هر ځل تنې پرې کندنې څخه لاندې  کړنې باید تر سره شي.

  • د نامطلوبو بوټو لرې کول
  • دسرې لګول
  • دپشتو جوړول
  • اوبه لګول

زیاته پرې کونه بایدوروسته تر هر ۶۰ ورځو وروسته تر سره شي.

ورایټۍ:

دریم جدول  د شپږو غوره ورایټیو حاصل څرګندوي،کوم چې په دریو مختلفو ډولونو خاورو کښې کرل شوي او په بیلا بیلو وختونو کښې  یې حاصل راټول شوی دي.

له دې جملې څخه دوې ورایتۍ  اوس مهال تولید شوي دي.

یادونه: اوسنۍ  پرمخ تللې ورایتۍ CENSA , 85-48   د لنډوده ایز فصل (۹۰-۱۰۰ ورځو) له لرلو سره  غوره نتیجه ورکړي ده  دتجربو پرمهال یې  دواړوپه سر کښې وي او د تیوبرو حاصل اندازه یې ۴۰  تنه په هکتار ځمکه کښې  ورکړې دي.

دریم جدول: د حاصل اندازه د کیوبا په دریو ولایتونو کښې  : حاصل (ټن په هکتار)

ورایتي

Pianar del Rio

Habana

Cienfuegos

دټولو وخت

135

120

100

CMSA 78326

37.4

45.05

23.6

CMSA 78354

46.4

49.5

18.5

CMSA 78425

43.7

41.93

19.1

CMSA 78228

30.5

39.98

16.5

CMSA 85-48

=

=

25.4

Yabu 8

40.0

=

=

 

د کرنې وخت:

په کیو با کښې خواږه کچالو د بشپړکال په جریان کښې چې  اوبه او دمناسبې ورایتۍ تخم شتون ولري. کرل کیږي.

په کومو ځایونو کښې چې خاوره ریګي  یا کلې او اوبه هم په کافی اندازه شتون ونلري دا سپارښتنه کیږي چې کرنه د پسرلي په شروع کښې تر سره شي،(اپریل او می میاشتوکښې)، ښه حاصل هغه مهال لاس ته راځی چی کرنه د جولای په میاشت کښې تر سره شي  اوپه جنوري کښې رفع حاصل شي.

څرنګه چې ښودل شوې ده د کښت وخت د ورایټی په استعمال پوري اړه لري،د بیلګې په توګه Cuba 3 ورایټۍ کله چې  دوچ وده ایز فصل کښې کرل شوې وه او خړوبونه تر سره کیده،اوکله چې   په بارانی فصل کښې وکرل شوه او  خاورې یو اندازه لندبل درلود غوره حاصل ورکړلو.

نورې ورایتۍ لکه Haiti   برابر حاصل ورکړ کله چې   د وچ وده ایز فصل په اوږدوکښې کرل شوې وي  او خړوبونه تر سره کیدله، او همدارنګه کله چې په بارانی وده ایز فصل کښې کرل شوې وه او خړوبونه  نه تر سره کیدله.

ورایټو دا حاصل د خاوري  د لندبل په اندازه باندي باوري  دی  کوم چې د  ودې   او تیوبرونو د پراختیا محدودونکی اساسی عامل دي. او د کښت  مناسب وخت  پورې تړاو لري.

دکرنې فاصله:

 دبوټو ترمنځ د کرنې فاصله یو د هغو عواملو څخه  ګڼل کیږي  کوم چې د نبات حاصل اغیزمنه وی، په هر حال د خوږو کچالو په کرنه کښې  د مختلفو فاصلو په څیړنه کښې  څرګند تفاوت  نه دي لیدل شوي.

  1. په CENSA   کښې د کرنې د فاصلې تاثیر د دوو بوټوترمنځ(22.5 څخه تر 30 سانتی مترو) او د دوو کتارونو ترمنځ فاصله (70 څخه تر 90 سانتی مترو)  چې اوبه لګول تر سره کیدل مطالعه شوې ده ،غوره نتیجه  30 ton/ha    حاصل  لاس ته راغلی چې د کرنې فاصله 90 x 22 cm   او 70 x 30 cm   ټاکل شوې وه.

هغې څیړنې چې  دلس  ویلاس  په مرکزی پوهنتون دخوږوکچالوپه کښت کښې دبوټوترمنځ د مختلفو فاصلوټاکل (90 x 15   او 90 x 30) سانتي متره او د تنې په  موقعیت دجویې  په سر او اړخونو باندې ترسره شوې دي  ،په حاصل کښې  دپام وړ بدلون  نه دی څرګندشوی.

ددې څیړنو په اساس د کرنې فاصله چې CENSA  سپارښتنه کوي 37000  بوټي پرهکتار ځمکه کښې بایدوکرل شي چې د کرنې فاصله یې  په لاندې ډول ټاکل شوې ده:

  1. د هغه وده ایز فصل کرنه چې سپتمبرکښې تر سره کیږي او فبروری کښې حاصل په لاس راځي باید 0.90 x 0.23 m   او هغه کرنه چې  په مارچ میاشت کښې ترسره کیږي  او اګست کښې حاصل په لاس راځي 0.90 x 0.30 m    ټاکل شوې ده.(Ministry of Agriculture, 1990)

 

دکرنې ډولونه:

  1. په جویو کښې کرنه
  2. دپشتو پرسر کرنه
  3. د پشتو یواړخ او دواړو اړخونو ته کرنه

 

د کښت طریقه:

لاسې کرنه:

په کیوبا کښې په عمومی صورت سره کرنه د لاس په واسطه تر سره کیږي، تنه د پشتو یا جویوکښې ایښودل کیږي  وروسته خاوره دبیل په واسطه ورکول کیږي.

میخانیکي طریقه:

په کیوباکښې کرنه د TR4 کرونکي ماشین  همداشان د Trakia   کرونکي ماشین په واسطه،ترسره کیږي.

ددې لپاره چې غوره نتیجه په لاس راشي  د کرنې لاندې  کړنلارې باید په نظر کښې و نیول شي.

  1. تنه باید له 25 څخه تر 30 سانتی مترو اږدوالی ولري.
  2. کرنه باید د 7 څخه تر 10 سانتی مترو ژوره  تر سره شي.
  3. کرنه باید په پشتوکښې تر شي.
  4. دتنې 2/3  برخه باید تر خاورو لاندې شي.

 

کرنه: Cultivation

کرنیز فعالیتونه  په یو شمیر عواملو پورې  اړه لري،دبیلګې په ډول  ورایټۍ، د کرنې وخت، د خاورې ډول، دکرنې فاصله اونور...

په هرحال داصلی موخې ( د نبات د راتلونکې  غوره وده ایزې پراختیا او انکشاف)لپاره  اړین عملیات باید تر سره شي.

د هرزه ګیاوو مخنیوی:Control of weed

د خوږو کچالو په کرونده کښې  دنامطلوب بوټو مخنیوی د لاس  او میخانیکي  طریقه سره تر سره کیږي.

دلاس په واسطه مخنیوی یواځې په کوچینیو کروندوکښې  اغیزمنه ده.

په میخانیکي طریقه سره نامطلوب بوټی  داصلی بوټواو کتارونو ترمنځ لمنځه وړل کیږي، چې په لاندې ډول سره ده :

  1. میخانیکي  طریقه د لاس په واسطه سره غاښور دکتارونو تر منځ  له کرنې 10-15 ورځې وروسته  ترسره کیږي.
  2. د پشتو دسر چاپیره نامطلب بوټی له کرنې  25-30  ورځې ورسته دپشتو دوهمی رغولو او د سرې دعلاوه کولو پر مهال لمنځه وړل کیږي ،که چیرې لاسی رمبی اړتیاوي باید د بوټوترمنځ په همدې مرحله کښې ترسره شي.

په کیوبا کښې  دوچ وده ایز فصل  کرنه کښې  میخانیکي  مخنیوی  زیات اړین دي.

 

د کیمیاوی درملو لګښت:

زیات شمیر کیمیاوي درمل چې مونږ کولای شودنامطلوب بوټود مخنیوی لپاره یې  استعمال کړو، په بازار کښې شتون لري .

 

دسرې علاوه کول:

د خوږو کچالو د غوره حاصل  د امکان (تنې او تیوبر) لپاره  د پاملرنې وړ سره اړینه ده ،چې د اندازې توپیر یې  په ورایټي او د خاورې په ډول پورې اړه لري.

د نایتروجن ،فاسفورس، او پوتاشیم  سلنه دخوږو کچالو په عضوي موادوکښې  په لاندې ډول سره ده.

                            نایتروجن                       فاسفورس                                پوتاشیم

  1. پاڼې               0.81                               0.15                                         1.05      
  2. ریښې              1.80                               1.14                                        3.00

کله چې له یو هکتاره ځمکې څخه 15 ټنه  حاصل  واخستل شي  په تخمیني ډول 70kg  نایتروجن ، 20 kg P2O5  فاسفورس او110kg پتاشیم له ځمکې څخه اخستل  کیږي(Jacob and Uexkull, 1968).

 

دسرې د لګولو وخت او طریقه:

دسرې د استعمال لپاره مختلفې طریقې شتون لري ،چې په لاندې ډول سره ذکرکیږي.

  1. په جویو کښې د سرې استعمال:
  • په جویو د سرو ځای پر ځای کول وروسته د خاورو په واسطه پټول کیږي.
  • په نویو پشتو کښې د تنې  کرنه  او وروسته د جویو تر جوړولو، په پاسنې برخه کښې د سرې  استعمالول.
  1. په پشتوکښې استعمال، سرې د پشتې په  30  سانتی مترو پاسنۍ برخې د جویو داخل کښې اچول کیږي.
  2. دیرش ورځې وروسته تر کرنې د سرې استعمال:  سره پرلپسې  د پشتو یواړخ کښې د اوږدوالي په امتداد شیندل کیږي  د ماشین  یا بیل په واسطه په خاور ه پټیږي .
  3. ترکرنې شل یا دیرش ورځې تر مخه (په ریګي خاوروکښې)، تر شیندلو وروسته  غاښور اجراکیږي ترځو سره د خاورې سره ښه کډه شي.

دسرې  کوم نسبت او اندازه چې د خوږو کچالو د تولید لپاره استعمالیږي،په بیلابیلو هیوادونو کښې دټاکل شوې ده . د بیلګې په ډول  په  4  جدول کښې ښودل کیږي.

جدول _ 4: دغذایي موادو نسبت او مقدار چې د خوږوکچالو د تولید لپاره په بیلا بیلو هیوادونوکښې لګول کیږي ( کیلو ګرام په هکتارځمکه کښې)    

هیوادونه

د نایتروجن (N) نسبت

فاسفورسP2O2   

پوتاشیم K2O

دغذایی موادو نسبت

کوریا

200

100

350

2:1:3.5

تایوان

60

50

120

1:1:2

تایلیند

20

30

=

1:1:0

مدیرا ایسلند

25

90

125

1:3:6:5

مصر

25

100

75

1:4:3

ایالات متحده امریکا

50

150

200

1:3:4

پیرتو رایکو

56

46

100

1:1:2

کیوبا(سرې  خاورې)

71.6

71.6

205.8

1:1:3

کیوبا( تورې خاورې)

142

62.6

62.6

1:1:2

                                                                                                   

اوبه لګل:Irrigation

سربیره پردې چې خواږه کچالو لندبل لرونکې خاورې ته اړتیالري، د بدنې ودې لپاره  مناسب  لندبل هم اړین دی، که څه هم د ودې په لومړی میاشت کښې چې تیوبرونه انکشاف کوي د لندبل ا ړتیا زیاتیږی.  د نبات د ودې ورستيوورځوپه پړاو کښې د لندبل اړتیا لږیږي.

دخواږو کچالو لپاره د اوبه لګولو جویه یی او باراني  تخنیکونه استعمالیږی، داغوره بریښي  چې د کرنې ترمخه یوه اوبه لګول ترسره شی که چیرې خاوره لندبل ونه لری.

له 200-250 m3/ha  اوبه لګول بایدپه هره 7-10ورځو ترسره شي.

اوبه لګول  15 ورځې د حاصل تر ټولولو ترمخه بایدودیریږي(INRA 1972)

 

ناروغۍ او افتونه:

خواږه کچالو په جدي توګه د فنګسی ناروغیواو وایروسونو په واسطه نه اغیزمن کیږي، خو بیا هم د حشراتوپه واسطه زیامن کیږی. Cylas formicarius elegantulus S.  مهم افت دی چې خواږه کچالو اغیزمن کوي.مؤنث جنس  هګۍ د نبات په تنه او نیلو باندې اچوي ، لاروا په تیوبرونوکښې سوری جوړي  چې داعمل د تیوبرخوند هم خرابوي.(Dias Sanchez, 1980).

ددې لپاره چې  دافت مخنیوي وشی  غوره بریښي په  هغو سیمې کښې  تخمونه وکرل شي چې  په نوموړی افت  ککړ نه وي . همدا شان د افت د مخنیوي لپاره مختلف حشره وژونکي   چې په خاوره او همدا شان د نبات په تنه باندې استعمالیږي ،په کرونده کښې  ولګوو.

بیولوژیکي مخنیوي:

په کیوبا کښې Hormiga Leona ( pheidole megacephala frabricio)    په کامیاب  ډول د افت د مخنیوی لپاره   په جمعي  (کالونی) ډول  د کروندې  په شاو خوا کښې  د13 per ha  له کرنې څخه 30-45  ورځې وروسته  استعمالیږي.

  1. دBalauberia bassiana Bal.   فنګس استعمال له کرنې 15  ورخې وروسته د نبات د پاسه  په کامیاب ډول د افت مخنیوی کوي.

په عمومی توګه نیماتودونه  د خوړو کچالو لپاره  زیات  مشکیلات  منځ ته نه راوړي.

سربیره پربیولوژیکي مخنیوي  د کرنیزو عملیاتو ترسره کول  لکه نوبتي کرونده  دخوږوکچالو د افتونو د مخنيوي غوره لاره بریښي.

ټولول:

دحاصل ټولو وخت  ترډیره  په ورایټۍ  اودنبات د انکشاف  لومړۍ میاشتې په جریان کښې د خاورې لندبل پورې اړه لري.په هرحال  تجارتي ورایټی  په مختلفو وختونو کښې ټولول کیږي . د بیلګې په توګه دزر رسیدونکې ورایټي حاصل له کرنې  3-4 میاشتې وروسته  ټولیږي .منځنۍ رسیدونکې ورایټۍ حاصل له کرنې 4-6  میاشتې وروسته ټولیږي.

دټولولو طریقې:

ټول په دریو طریقو سره ترسره کیدای شی ،د لاس په واسطه ،دلاس او ماشین   او  ماشین   په وسیله سره .

  1. د لاس په واسطه د ټولو یو  ساده طریقه ده  چې  دټولولو اله په ځمکه کښې تر تیوبرونو ښکته داړم په شان داخلیږی  او وروسته تیوبرونو د خاورو څخه د باندې راباسي او ټولیږی.
  2. دلاس او ماشین په واسطه ټولول: داطریقه په کیوباکښې زیاته دخوږو کچالو دحاصل ټولو لپاره  په کار وړل کیږي . د غاښور په مرسته د کچالو څانګې  اوپانې  له کروندې څخه لیری کیږي تر څوپه اخري ټولوکښې اسانی راشي.د تنو اوپاڼو لیری کول باید ځلورویشت ساعته وړاندې تر ټولو ترسره شي .د پاڼواو تنو تر لیری کولو وروسته  د double mould board plough  ماشین  دجویو ترمنځ جرییو کښې  حرکت کوي د یوې په واسطه کچالو د جویو له غونډیو څخه راباسي  وروسته دلاس  په واسطه  ټولول کیږي  او مخکینی کرل شوې  دکچالو غوټې ورڅخه لیری کیږي .
  3. د ماشین په واسطه ټول: داسیستم دهیلې سره سم  دکیوبا د شرایطو سره مناسب نه دی

دماشین په واسطه ټولول په هغوسیمو کښې استفاده  کولای شو چې مطلوب حاصل  د کچالو د ټولونکی ماشین څخه  ترلاسه کړو  ، ددې ماشین په واسطه کولای شو  د زیاتې برخې حاصل په کرونده کښې  راټول کړو او یا جمع کوونکی  د لیکوترمنځ حرکت کوي او حاصل ټولوي.

دڅانګوشتون او د خاوری  ناوړه سمون دټولولو دا طریقه له زیاتو ستونزو سره مخ کوی

زیرمه  او څارنه:

د خوږوکچالو تیوبرونه  په غوره شرایطو کښې چې زیرمه ښه حالت ولری ،کولای شو د څه مودې لپاره وساتو;

د بیلګې په ډول:

1. ټول هغه تیوبرونو چې د حشراتو او فنګسونو په واسطه زیانمن شوي وي  لیرې کړو.

2. هغه تیوبرونه چې میخانیکی صدمه  ورته رسیدلي وي ، لیرې شی.

3. کچالو باید په 45 کیلوګرام  ظرفیت لرونکو بوجوکښې  زرمتون په خونوکښې ځای پرځای شي  ، د زیرمتون خونې باید د هواد بدلون سیستم او ټیټ  لندبل ولري . بوجۍ باید دځمکې د سطحې څخه د خونې تر لرګیو پوری لوړې کینښودل شي. د بوجو دلۍ تر لسو باید زیاتی  لوړې  کينښودل شي  او چار چاپیره یې هوا بایدجریان  ولری.

4. کله چې کچالو په بوجیوکښې ځای پرځای شي باید د څلورویشتو ساعتونو په دننه کښې  زیرمتون ته ولیږدول شي.

په ځینو هیوادونو کې دبیلګې په ډول  امریکا ،USSR  او جاپان کښې  ځینې تولیدونکي  خواږه کچالو په یخجالو کښې  چې 13-15سانتی ګراد درجې توخه  او 80%  نسبتی لندبل ولري زیرمه کوي ، چې په دې طریقه سره  تیوبرو د 4-6  میاشتو پوری په خوندي توګه   زیرمه کیدای شی .

 یادونه:

زمونږ هیوادته خواږه کچالو یو مهال  د امریکایانو په واسطه راوړل شوې اود هلمند د بولان په فارم کښې تر څیړنې لاندې نیول شوې دي. داچې  څه نتیجه ورڅخه په لاس راغلی په اړه يې معلومات نلرو ، ولی د هلمند د بولان دسیمې  یوکم شمیر کرونده ګر  دخوږو کچالو په لږشمیر  بوټي په نمونه ‎ئي  ډول کری.بوټي   ښه وده او غوره تیوبرو تولیدوی  ،  کرونده ګر دکچالو تیوبرونه د راتلونکې  وده ایز فصل لپاره په سړو ځایونو کښې ساتې  تر څو په راتلونکی کال کښې یې  وکری .  یاد شوې کرونده ګر دخوږوکچالو د زیاتولی  له نورو طریقو سره اشنایی نلری او هم د استعمال په اړه یې کافی معلومات نلری .

هیله ده اړونده ادارې د خوږوکچالونوې ځیړنې  پیل او تر بشپړیدو وروسته  په هیواد کښې د خوږوکچالو کښت پیل او د کرونده ګرو ترمنځ  ترویج کړي.

 

Bibliography

Cair, P. 1980. Editorial Puebloy Education. Cuba.

Carballo, N. 1979. Effect of soil humidity on the sub-period of growing in the cultivation of sweet potato(Ipomoea batata L) I Forum cieruific technic. Santa Clara, Cuba.

Del Carpio. 1969 . The genetic imp Rovement of sweet potato in Peru.Vida Agricola Peru.

Dias Sanchez, J. 1980. Determination  of the fly activity of Cylas formic trap. Centro Agricola, Central University of las Villas, Cuba.

FAO. 1987. Production Yearbook. FAO, Rome.

INRA. 1972. Irrigation standards. Technical collective of Irrigation La Havana, Cuba.

Jacob, A. and Uexkull. 1968. Fertilization. Edician  revolucionaria.  Instituto del Libro. La Havana, Cuba.

Lopez Zada, M. and Carman Alvarez, 1971.Comparative study of sweet potato yield whit different times of foliar nitrogen application. Centro Agricola Fac. De Ciencian  agropecuarias. Universidad Central de las Villas.

Ministry of Agriculture.1990. Recommendations for agamic multiplication of tropical crops. Cuba.

Rodriguez Nodal,A.A. and Morales Tejon,T.1990 Recommendations for agamic multiplication of tropical plants, Santo Domingo,Cuba.

Young, C.K. 1962. Effects of the rmoperiodism on tuber formation in Ipomoea, plant physiologic 36 No. 5 pp. 680-684,1961.

 

 

               

  

سرپاڼه