د نړۍ د وګړیو ډیریدل

او

         

 راتلونکې ستونزې 

 

 

 

 لیکوال: عزت الله نوري  

کال: ۱۳۹۱ جوزا ۲۵ نېټه

 

د نړی د وګـــــړیو چټکه وده

که د یوه ژوندی موجود شمیره نظر د هغه د اوسیدو سیمه ایز ظرفیت ته لوړه شی  هغه ته د نفوس بی حده ډیرښت ویل کیږی. د نفوس ډیرښت د ډیرو زوکړو ، د مړینی د کموالی، یا یوی سیمی ته د وګړو د مهاجرت له امله رامنځ ته کیږی . په نړی کی د نفوس ډیرښت د ۱۴۰۰ میلادی کال را په دی خوا مخ په ډیریدو دی په ځانګړی ډول په تیرو څلویښتو کلونوکی چی د درملو او کرهنیزو تولیداتو ډیروالی موندلی دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ کال د اپریل د ۱۲ نیټی د احصایی له مخی د نړی نفوس ۷.۰۰۹ میلیارده تنو ته رسیدلی دی، د نړی ظرفیت د ۴ او ۱۴ میلیارده تنو لپاره اټکل شوی دی، د نړی د نفوس اوسنی ډیرښت ته په کتو سره ملګرو ملتونو دا اټکل کړی چی په ۲۰۴۰ او ۲۰۵۰ میلادی کلونوکی د نړی د خلکو شمیره به د ۸ او ۱۰.۵ میلیارده تنه وی.

د نړی د نفوس ډیرښت دا ویره رامنځته کړی چی اوسنی نړی به ونشی کولای د اوسنی نفوس او يا تر هغه ډیرووګړیو لپاره د پوره ظرفیت درلودونکی وی.  د بشر ډیروالی د چاپیریال د ډیرو ستونزو لکه داتموسفیر د کاربن دای اکساید د اندازی د ډیروالی، د نړی د تودوخی او د هوا د ککړتیا ل ، د خوړو او اوبو د منابعو د ډیری غوښتنی ، لوږه او سو تغذی او همدارنګه د فوسیلی منابعو ( ګازو او تیلو)  چټک مصرف سبب شوی دی.  ځینی کارپوهان په دی نظر دی چی فوسیلی منابعو څخه د بډایه هیوادونو د د بی شمیره مصرف د نفوس دډیرښت څخه هم په چاپیریال ډیر فشار وارد کړی دی.

د زوکړو د کموالی  د قانونی لارو چارو په بنسټ، خلکو ته د کورنی پلان (Family Planning)  په اړه د زدکړو ورکول هغه لاری دی چی په راتلونکی کی د نفوس د کنترول لپاره وړاندی شی ، همدا اوس په چین  او ځینو نورو هیوادونو د زوکړو کموالی قانونی کړی او  چین د یوه ماشوم د زیږیدو پالیسی عملی کړی ده  یعنی میندی او پلورنه نشی کولای چی له یوه ماشوم څخه ډیر نور ماشومان ولری.

 

لومړی شکل: د نړی د بشر وده ۱۰۰۰ کاله مخکی له میلاد څخه تر ۲۰۰۰ میلادی کال پوری

نن ورځ د  ڼړی په ځینو هیوادونو کی د بشر چټکه وده ددی سبب شوی چی ډیری هیوادونه لکه هند ، چین او ځینی نور هیوادونه خپل وګړی  دی ته و هڅوی تر څو د نفوس چټک  ډیرښت کنترول کړی ځکه چی د خلکو  بی حسابه زیاتوالی د ملکونو او کورنیو په اقتصاد ، تعلیم ، تربیه ، د ښارونو په بی رویه او چټکه پراختیا ، په کلیو کی د کرهنیزو ځمکو له منځه تګ ، د چاپیریال ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تګ، د اوبو اوطبیعی زیرمو له منځه تګ، د مهاجرتونو  او همدارنګه د جګړو او ورانیو سبب کیږی.

خو په نړی کی ځینی اروپایی  هیوادونه او په څانګړی ډول روسیه هر کال د خپل نفوس د کموالی له ستونزی سره مخامخ دی چی دا ستونزه هم د دی هیوادونو په اقتصادی ودی ناوړه اغیزی لرلی شی.

 

دوهم شکل:  د نړی د هیوادونو نفوس په هر کیلو متر مربع ساحه کی

د نفوس د ودې تاریخ:

د بشر وده ۱۰۰۰۰ کاله مخکی له میلاد څخه پیل شوی ده او تمدن هغه وخت  منځته راغی کله چی د ځمکی د سر وروستنی یخونه ولی شول . د ډبری د انقلاب په پیړی کی (Neolithic revolution) په ټوله نړی کی ۱۰۰۰۰۰۰ وګړیو خپل ژوند د ښکار او ډیری لومړنی  کرهنی په مت په مخ بیولو.

له میلاد څخه ۸۰۰۰ کاله مخکی کله چی کرهنیزی چاری په لومړنی ډول پیل شوی د  نړی وګړی د ۵۰۰۰۰۰۰ په شا او خوا کی اټکل شوی دی. په نورو زریزو یا پیړیو کی د نړی د وګړو شمیری کوم د پام وړ ډیروالی نه دی موندلی  او له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله مخکی د نړی د نفوس وده یوه ثابت حد ته ورسیده ، له میلاد څخه یو کال مخکی د نړی نفوس د ۲۰۰ – ۳۰۰ میلیونو وګړو تر منځ اټکل شوی دی.

په اروپا کی د Justinian طاعونی ناروغی ددی لامل شوه چی د اروپا نفوس د ۵۴۱ میلادی کلونو  او اتمی پیړی  تر منځ ۵۰٪ کم کړی. دبشر ډیروالی به ۸۰۰ میلادی کلونو کی با ثباته پوړی ته ورسید، خو د ځینو نورو طاعونی ناروغیو له امله د بشر وده ټیټه شوه چی مهمی طاعونی ناروغی له ډلی څخه یوه هم د  توری مړینی (Black Death) ناروغی وه چی په ۱۴ مه میلادی پیړی کی د نړی نفوس یی له ۴۰۰ میلیونه تنو څخه ۳۵۰- ۳۷۵ میلیونه تنو ته راټیټ  کړ. د اروپا نفوس په ۱۳۴۰ میلادی کلونو کی ۷۰ میلیونو تنو ته ورسید  چی په اروپا کی دوګړو دا ډول د ډیروالی شمیره په ۲۰۰ راوروسته کلونو کی تکرار نه شوه،  خو له امریکا څخه د هسپانوی استعمارګرانو له لوری د نویو بوټو راوړلو په اروپا کی دنفوس د په ډیروالی کی مرسته وکړه.

 

دریم شکل:د نړی نفوس

د نړی په نورو برخو کی  لکه د چین نفوس د مینګ د پاچاهی د سلسلی په دوران  (۱۳۶۸ کلونو) کی ۶۰ میلیونه وګړی وو  او د مینګ د سلسلی دپای کلونو (۱۶۴۴ ) کی ۱۵۰ میلیونه وګړی شول د امریکا نفوس په ۱۵۰۰ میلادی کلونو کی د ۵۰-۱۰۰ میلیونو تنو تر منځ اټکل شوی دی.

د نړی د نفوس وده

کال

میلیارد

۱۸۰۴

۱

۱۹۲۷

۲

۱۹۵۹

۳

۱۹۷۴

۴

۱۹۸۷

۵

۱۹۹۹

۶

۲۰۱۱

۷

د اروپایی کاشفانو او بومی خلکو ترمنځ ځینی وخت یوځای والی د ځینو ناروغی د لیږدیدو لامل شوی دی ،  د لرغون پیژندونکو د څیړنو له مخی دا څرګندیږی چی د امریکا ۹۰٪ وګړی د هغه ناروغیو له امله مړه شول چی د اروپا څخه هلته لیږدول شوی وی لکه سرخکان، انفلونزا او چیچک، د پیړیو په اوږدو کی اروپایانو ددی ډول ناروغیو سره معافیت حاصل کړی وو حال دا چی امریکایان دد ی ناروغیو په وړاندی ډیر حساس وو.

له صنعتی انقلاب له پیل کیدو څخه وروسته د  ا۸ می پیړی په اوږدو کی د نړی نفوس ودی پیل وکړ د ۱۸می پیړی په پای کی د نړی نفوس له یوه میلیارد څخه لږ اټکل شوی وو او د۲۰ می پیړی په پیل کی د نړی د نفوسو شمیره ۱.۶ میلیارده تنو ته ورسیده  او په ۱۹۴۰ میلادی کال کی دا شمیره ۲.۳ میلیارده تنو ته لوړه شوه.

 

 

د نفوس وده له 1990-2009

نړی

۲۸.۴٪

افریقا

۵۸.۴٪

منځینی ختیز

۵۳.۴٪

آسیا

۳۶.۹٪

لاتینه امریکا

۳۲.۰٪

شمالی امریکا

۲۵.۱٪

اروپا

۹.۹٪

پسیفیک

۹.۵٪

Eurasia

-2.7%

د نړی د وګړو ډراماتیک ډیروالی  په ۱۹۵۰ کال کی (۱.۸ ٪  ډیروالی په یوه کال کی) د کرهنیزو تولیداتو د ډیرښت سره چی د شنه انقلاب (Green Revolution) او دکرهنی د صنعتی کیدو سره یوځای پیل شو. په ۱۹۶۴ میلادی کال کی د وګړو ډیروالی ډیر لوړ شو یعنی ۲.۲٪ په کال کی ډیر والی راغی. د مثال په ډول د اندونیزیا نفوس په ۱۹۶۱ کال کی له ۹۷ میلیونو وګړیو څخه په ۲۰۱۰ کال کی ۲۳۷.۶ میلیونه تنو ته اوچت شو یعنی ۱۴۵٪ ډیروالی په ۴۹ کلونو کی رامنځته شوی. د هند دو ګړو شمیره له ۳۶۱.۱ میلیونو تنو څخه ۱۹۵۱ کال کی ۱.۲ میلیارده تنو ته په ۲۰۱۱ کال کی ورسیده  یعنی ۲۳۵٪ په ۶۰ کلونو کی ډیروالی راغی.

د افریقا په جنوب کی ، منځنی ختیځ ، د اسیا جنوب او جنوب شرق د وګړیو چټکی ودی کی ځینی خلک په تشویش کی اچولی دی ځکه چی دا خلک ډیرو منابعو ته اړتیا لری د بیلګی په توګه د چاد په هیواد کی د وګړو شمیره له ۶۲۷۹۹۲۱ څخه په ۱۹۹۳ کال کی ۱۰۳۲۹۲۰۸ ته لوړه شوه. ویتنام ، کنګو، مکسیکو، نیجریه ، مصر،  ایتوپیا د خپلو وګړو د چټکی ودی له ستونزی سره مخامخ دی ، دا وضعیت د افریقا په شمال، مرکز او غرب کی تر دی هم ناوړه دی د سودان مهاجرین د مصر او چاد منابع تر تاثیر لاندی راوستی دی.

 

د نړی د نفوس د ودی اټکلی وړاند وینه :

د نړی د نفوس د ډیرښت د اټکل له مخی د نفوس شمیره به تر ۲۰۵۰ کاله پوری تر ۹ میلیارده تنو پوری ورسیږی  او ځینی نور بیا دا وړاندوینه کوی چی دا شمیره به ۱۱ میلیارده تنو پوری لوړه شی. په ۱۹۵۰ کال  Walter Greiling کی دا وړاندوینه کړی وه چی د نړی نفوس به په ۲۱ مه پیړی کی ۹ میلیاردو تنو ته ورسیږی او وروسته به دا وده ودریږی، د نړی د نفوسو د ودی څرنګوالی ته په کتو سره دا څرګندیږی چی د نړی نفوس به په ۲۰۷۰ کال ودریږی.

د ملګرو ملتونو د نفوس د ودی د وړاندوینی د راپور  په اساس د نړی اوسنی نفوس ډیرښت په کال کی ۷۴ میلیونو تنوته رسیږی  او تر ۲۰۵۰ کال پوری به د نړی نفوس ۹ میلیارده تنو ته ورسیږی د زیږیدونو کموالی ته په کتو سره د ماشومانو زیږیدنی به له ۲.۵٪ څخه ۲٪ ته را ټیټه شی. د نفوس ټوله وده به په لږ پر مختللیو هیوادونو کی صورت ومومی په دی هیوادونو کی  ۵.۳ میلیارده وګړی ژوند کوی او دا شمیره به په ۲۰۱۵ کال کی ۷.۸ میلیارده تنو ته ورسیږی. ا و د پر مخ تللیو هیوادونو د نفوس په شمیره کی به کوم د پام وړ تغیرات منځ ته را نه شی او د نفوس شمیره به یی ۱.۲ میلیارده وی.  یوازی د امریکی د متحده ایالتو نفوس به  له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۵۰ کال پوری  ۴۴٪ ډیر شی. له  ۲۰۰۰ - ۲۰۰۵  کال پوری د هری ښځی د ماشومانو د زوکړی اوسط  ۲.۶۵  چی د ۱۹۵۰-۱۹۵۵ کلونو له نیمایی سره برابر دی ، په هغه وخت کی هر ښځی ۵ ماشومان زیږول. په راتلونکی کی دا اټکل شوی چی دنړیوالی زوکړی اوسط به  ۲.۰۵ ماشومانو ته راټیټ شی.

 

څلورم شکل: د نړی د نفوس وده له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۲۰۵۰ کال پوری

د نړی ۹ هیوادونو لکه هند ، پاکستان، نایجریا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، بنګلادیش،  یوګاندا،  د امریکا متحده ایالات،  او چین  لپاره دا اټکل وواندی  کیږی چی د ۲۰۰۵ -۲۰۵۰ کلونو تر منځ به د نړی نیمایی نفوس منځ ته راوړی او چین به بیا هم په دی لیست کی تر تولو لوړ هیواد وی. 

د ۲۰۰۰-۲۰۰۵ کلونو کی د نړی د خلکو د ژوند اوږدوالی به له ۶۵ کلونو څخه په ۲۰۴۵-۲۰۵۰ کلونو ۷۵ کلونو ته لوړشی او په ډیرو پر مخ تللو هیوادونو کی به  اوسط عمرونه ۸۲ کلونو ته لوړ شی. په هغه وروسته پاتی هیوادونو کی چی اوسنی د عمر اوسط یی ۵۵ کلونه دی هغه به په ۲۰۴۵-۲۰۵۰ کلونو کی ۶۶ کلونو ته ورسیږی.

 پنځم شکل: د ملګرو ملتونو د نفوس وړاندوینه د سیمو په اساس

د نړی د ۵۱ هیوادونو نفوس به په ۲۰۵۰ کال کی نظر ۲۰۰۵ کال ته کم وی ،  په مخ پر ودی هیوادونو کی په ۲۰۵۰ کلونو کی به د مهاجرینو شمیره ۹۸ میلیونه تنو ته ورسیږی  په پر مختللو هیوادونو کی د مړینه شمیره به له زوکړو څخه ډیره وی او د هغه هیوادونو د نفوس ډیرښت به د مهاجرتونو له امله وی. ۲۸ هیوادونو ته د ۲۰۰۰-۲۰۰۵  کال پوری    له نوری نړی څخه  د خالص مهاجرت له امله  په هغه هیوادونو کی  د نفوس د کموالی څخه مخنیوی کړ ی دی.

د نړی د لویو وچو د نفوس اټکل په ۲۰۵۰ کال کی

لویه وچه

اټکل شوی نفوس تر ۲۰۵۰ کال پوری

افریقا

۱.۹ میلیارده

آسیا

۵.۲ میلیارده

اروپا

۶۷۴ میلیونه

لاتینه امریکا او کربین

۷۶۵ میلیونه

شمالی امریکا

۴۴۸ میلیونه

 

دیموګـــرافیک انتقال:

دا تیوری هغه وخت منځ ته راغله کله چی د ژوندانه سطحه لوړه ،  د  ژوندانه  د اوږدوالی امیداواری ډیره ،  د زوکړو  اندازه را ټیټه او د کورنی دغړیو اندازه کمه شوه.  کله چی نوی ارقام او معلومات تر لاسه شول دا ځرګنده شوه چی  د پراختیا له  یوی معینی سطحی څخه وروسته د  زوکړو اندازه بیا ډیره شوی ده. 

په پخوانی نظریه کی دا څرګنده شوی چی د ماشومانو د زیږیدو د کموالی لامل په صنعتی ملکونو د ودونو وروسته والی، او یا هغه ښځی چی له کور څخه د باندی دندی تر سره کوی، او په صنعتی نړی کی د ماشومانو د کموالی غوښتنی له امله منځته راغلی  او بل علت یی داوو چی ماشومان په صنعت کی ډیر کم څه تر سره کولای شی حال دا چی دوی  کولای شی چی په کوچنیو کرهنیزو ځمکو کی په ښه ډول کار تر سره کړی.

ډیر ملکونه د لوړ نفوس د ودی خو د هغی تر څنګ د ټیټ زیږون درلودونکی دی او ددی سبب دادی چی پخوا په دی هیوادونو کی د نفوس چټکه وده وه او د ځوانی په لور د سن د انتقال سبب شوه، په اوسنی وخت کی یو ډیر شمیر ځوان نسلونه په دی هیوادونو کی د بلوغ په لور روان دی.

په ټوله نړی کی د ۱۹۵۰ – ۲۰۰۵ کلونو تر منځ د هری ښځی د ماشومانو د  زیږون کچه د ۵.۰۲ څخه ۲.۶۵ ته را ټیټه شوی ده، د نړی د زیږون اندازه لاندی کتلای شی.

اروپا: ۲.۶۶ څخه ۱.۴۱ ته راټیټه شوی ده

شمالی امریکا: ۳.۴۷ څخه ۱.۹۹ ته راټیټه شوی ده

اقیانوسیه : ۳.۸۷ څخه ۲.۳۰ ته را ټیټه شوی ده

مرکزی امریکا: ۶.۳۸ څخه ۲.۶۶ ته راټیټه شوی ده

جنوبی امریکا: ۵.۷۵ څخه ۲.۴۹ ته راټیټه شوی ده

آسیا (بی له منځنی ختیځ)  ۵.۸۵  څخه ۲.۴۳ ته را ټیټه شوی ده

افریقا : ۶.۷ څخه ۵.۵۳ ته را ټیټه شوی ده

منابع:

د بشر ډیرښت یوازی د بشر په کثرت پوری اړه نلری، بلکه  د هغه تناسب د موجوده تلپاتی منابعو پوری اړه لری  او همدارنګه د منابعو د مصرف او توزیع په څرنګوالی پوری هم اړه لری. په يوه ایکالوژیکه ساحه کی د بشر د ډیرښت د ارزیابی لپاره هغه منابع چی باید ملاحظه شی عبارت دی له پاکی هوا، پاکی اوبه، خواړه، سر پنا،  او نوری داسی منابع چی د بشر ژوند په هغوی پوری اړه لری. که چیری د انسانو د ژوند کیفیت ملاحظه کیږی نو باید نوری اضافی منابع لکه صحی اسانتیاوی، تعلیم، د ناپاکه اوبو د دفعی سمی لاری، د کثافاتو خوندی لری کول او د انرژی زیرمی و څیړل شی.

په یوه سیمه کی د نفوس ډیرښت د بنیادی منابعو  په سر د رقابتی فشار او د ژوندانه د کیفیت د ټیټوالی سبب کیږی.

د امریکی د متحده ایالاتو  د ځمکی پیژندندی اداری په خپله جریده  (د ځمکی د سیاری راتلونکی)  کی د راتلونکی پیړی  د عمده ستونزو تر سرلیک لاندی  لیکلی : لکه څرنګه چی د ځمکی نفوس مخ په ډیریدو دی،  نو طبیعی زیرمو ، خلاصی فضا، حیوانی او نباتی منابعو ته  د خلکو اړتیا ډیره او لا ډیره شی .

د ځمکی طبعی شتمنی د هغه  ارزیابی سرلیک  دی چی د (New Scientist magazine (  له لوری خپور شوی اودا ځرګندونه کوی : هغه منرالونه چی مونږ د هغوی څخه ګټه اخلو په نیږدی راتلونکی کی مخ په خلاصیدو دی.

د نړی د نفوس د ډوډی دموندلو لپاره د بشر هڅی لکه  د نویو کرهنیزو ځمکو د منځته راوړلو لپاره ځنګلونو له منځه تللو ،  او همدارنګه دا د بیلا پیلو  ژویو او بوټو له محو کیدلو،  د خاوری تخریب او د  لوړو حاصلاتو د لاسته راوړولو لپاره د آفت وژونکو او کیمیاوی سرو د استعمال له امله د چاپیریال د تخریب او  ککړتیا لامل شوی دی.

د زریزی د ارزیابی په اساس چی د نړی ۱۳۶۰ تکړه ساینس پوهانو له خوا په څلور کلونو کی تر سره شوه  تر څو چی د نړی د طبیعی منابعو  اصلی ارزښت و ټاکی، داسی څرګندونه وکړه : انسان د تاریخ په اوږدو کی نظر هر بل وخت ته د شلمی پیړی په نیمایی کی د نړی ایکوسیستم ډیر بدلون موندلی دی.

د ایکوسیستم فعالیتونه په ځانګړی ډول د خوړو تولید ، ماهیګیری او د چارتراشو لرګیو کاروبار د اقتصادی چارو لپاره ډیر مهم دی ، له ایکو سیستم څخه په فشاری ډول ګټه اخیستنه د لنډ مهال لپاره ډیره ګټه او تولید منځ ته راوړی خو د اوږد مهال لپاره دا ډول استفاده د تلپاتی منابعو د منځه تللو او له لاسه ورکولو سبب کیږی.

یو هیواد کولای شی چی خپل ټول ځنګلونه له منځه یوسی او یا هم ټول ماهیان ونیسی چی دا به په لنډ مهال کی په ناخالص داخلی تولید مثبت تاثیر ولری  که چیری د تصمیم نیولو په وخت کی د سرمایی دلاسه ورکولو سره د ایکو سیستم پوره اقتصادی ارزښت  په نظر کی ونیول شی نو د ایکو سیستم تجزیه او نابودی شاید د ملاحظی وړ کمه شی.

یوه بله مطالعه چی د ملګرو ملتونود چاپیریال د سازمان  United Nations Environment Program) -UNEP)  له لوری د نړی د چاپیریال لرلید تر عنوان لاندی د ۱۴۰۰ ساینسپوهانو له لوری د ۵ کلونو په موده کی تر سره شوه دا وموندله چی د وګړو مصرف نظر موجودو منابعو ته ډیر پر مخ تللی، هر انسان په اوسنی وخت کی  دریمی برخی نوری ځمکی ته اړتیا لری تر څو چی خپلی اړتیاوی پوری کړای شی.

 

شپږم شکل: د اندونیزیا د سوماترا  د Riau ولایت، د اکتوبر دوهمه ۲۰۱۰ کال:  Pangkalan Kuras ته نیږدی یو ځنګل  سوځول شوی تر څو چی کرهنیزی ځمکی منځ ته راوړی (Photo by Ulet Ifansasti/Getty Images)

 

د طبیعیت او طبیعی منابعو سیستماتیک تخریب  هغه ټکی ته رسیدلی چیری چی  هلته اقتصاد ننګول شوی دی  او هغه د ورکړی  بیل چی مونږ خپلو راتلونکیو ماشومانو ته پریږدو هغوی د هغه په ورکړه  کی ناتوانه دی  ددی راپور لیکونکی ډله یوه تیاره سناریو وړاندی کوی او دیوی بیړنی کړنی لپاره غږ اوچتوی، شاید ددی ډول نړیوالو ستونزو سره مبارزه د ځینو قدرتمندو ډلو او هیوادونو ګټی وننګوی خو نړیوال باید په دی اړه چدی  تصمیم  ونیسی.

حال دا چی د نړی پر مخ د منابعو زیرمی ډیری لږی او ډیری  محدودی دی  خو بیا هم اصلاحی لاری شتون لری د بیلګی په ډول په ۱۹۹۰ کلونو کی  د ځینی پیژندل شویی طبیعی منابع ډیری وی او قیمتونه یی ټیټ وو حال دا چی په ۱۹۷۰ کی ددی ډول طبیعی ذخیرو مصرف ، اړتیا  او قیمتونه لوړ وو. کله چی  نرخونه لوړیږی  مارکیټونه خپل ځانونه د معادلو منابعو او یا هم نوی تکنالوژی سره اعیاروی.

د څښلو پاکی اوبه:

د څښلو د اوبو سرچینی له قطبی یخونو icecaps، د ځمکی لاندی منابعو،  سیندونو ، چینو او څاه ګانو څخه لاسته راځی د تازه اوبو ذخایر چی په اوسنی وخت کی کرهنه په هغه اړه لری مخ په کمیدو دی،  او د نفوس د ډیرښت سره یو ځای  د او بو ستونزه لا نوره هم ډیریږی.

د څښلو اوبه کیدای شی چی له مالګینو اوبو څخه د اوبو د خوږوالی یا Desalination  له لاری لاسته راوړو ، د بیلګی په ډول د مالتا هیواد خپلی ۳/۲ برخه د څښلو وړ اوبه د Desalination  له لاری لاسته راوړی او په نړی کی د اوبو د خوږولو (Desalination ) یوشمیر هستوی بټی شتون لری. د ځینو بیوزله هیوادونو لپاره  د اوبو د خوږوالی طریقه ناشونی ده ځکه چی دوی ته ناشونی ده چی یوه اندزه ډیری  پاتی شونی مالګینی اوبه له هیواد څخه د باندی ولیږدوی.

د اوبو د خوږوالی نرخونه توپیر  لری، اسرايیل په هر متر مکعب ۵۳ سنته، سنګاپور په هر متر مکعب ۴۹ سنته او په امریکا کی په هر متر مکعب اوبو خوږوالی ۸۱ سنته مصرفیږی.  په هغه سیمی چی له بحر څخه لری او یا هم په لوړه ارتفاع کی پرتی وی لکه ریاض او د زیمبابوی پلازمینه حراره کی د بحرونو له مالګینو اوبو څخه د څښلو وړ اوبو لاسته راوړل د اقتصاد له مخی ګران دی.   په ځینو سیمو کی د اوبو د خوږوالی  بیه د اوبو له انتقال یا ترانسپورتیشن څخه ټیټه ده او دا په ځینو ساحلی سیمو لکه بانکوک، بیجینګ ، طرابلس، زاراګوزا، او فونیکس کی د پیسو د کم مصرف سبب کیږی. 

څیړنی دا څرګندوی د هغه سیمو لپاره چی بډایه دی او بحرونو ته نیژدی دی د اوبو د خوږوالی تکنالوژی ډیره مثبته ده ، موږ دا په څرګند ډول ویلای شو چی د ځینو ملکونو لپاره د اوبو خوږوالی  یوه د حل لاره ده نه د ټولو هغه بیوزله هیوادونو لپاره چی د لویو وچو په منځ کی او یا هم په لوړو سیمو کی پرتی دی او په خپګان سره دا ډول ډیری سیمی د اوبو د کمښت له ستونزی سره لاس او ګریوان دی. د اوبو د خوږوالی بله ستونزه  داده کله چی دا مالګینی اوبه  سیندونو ته په لوړ حرارت کی  اچول کیږی په سیندونو کی د مالګینو اوبو منځته راتګ دی چی هغه د سیندونو د ککړوالی لامل ګرڅی.

د نړی تر ټولو لویه د اوبو د خوږوالی کارخونه د اماراتو په جبل علی کی ده  چی هر کال ۳۰۰ میلیونه  متر مکعبه اوبه خوږوی او په یوه ثانیه کی ۲۵۰۰ ګلنه اوبو د خوږوالی توان لری. په امریکا که تر ټوله لویه د اوبو د خوږوالی کارخونه د فلوریدا د ټمپا ساحل کی پرته ده  چی په یوه ورځ کی د ۹۵۰۰۰ مترمکعب اوبو خوږولی شی او  په ۲۰۰۷ کال  کی  په کار پیل کړی دی. د وال ستریت ژورنال د مقالی په اساس په ټوله نړی کی ۱۳۰۸۰ د اوبو د خوږوالی کارخونی شتون لری چی په یوه ورځ کی ۱۲ میلیارده ګیلنه اوبه خوږولی شی.د سعودی په جبیل کی اوبه په کارخونه کی له خوږوالی  وروسته د ۳۲۰ کیلومتره په اوږدوالی د ریاض مرکز ته په پایپ لاین کی پمپ کیږی.

 

اووم شکل: د غربی هند د ګجرات ایالت  Natwarghad په کلی کی د ۲۰۰۳ کال د جون په لومړی نیټه يو ډیر شمیر خلک راټول شوی تر څو چی د یوه لوی څاه څخه اوبه تر لاسه کړی(Reuters/Amit Dave)

 

خواړه:

ځینی کار پوهان په دی اند دی چی په نړی کی په کافی اندازه غذایی مواد شتون لری او د نړی ټولو وګړو لپاره بسنه کوی. که چیری د غذایی موادو د منابعو پایښت په نظر کی ونیول شی نو انتقاد کونکی دا خبره نه منی. ځینی ملکونه په شدید ډول په وارداتو تکیه لری لکه ایران او مصر چی خپل  ۴۰ سلنه حبوبات له نورو ملکونو واردوی یمن او اسرایل ۹۰ سلنه حبوبات له نورو هیوادونو واردوی یوازی ارجنتاین ، کانادا، استرالیا، ټایلند او فرانسه خپل نوی سلنه د حبوباتو تولیدات صادروی ، په ورستی لسیزو کی امریکا په یوازی سر د نړی نیمایی حبوبات صادر کړی دی.

 

اتم شکل: اندونیزیا د سوماترا د RIAU ولایت، د اکتوبر دوهمه ۲۰۱۰ کال: یو بزګر د خرما د ونو تخم وروسته د ځنګلو د منځه وړولو څخه کری      (Photo by Ulet Ifansasti/Getty Images)

د ۲۰۰۱ کال د ملګرو ملتونو راپور دا څرګندوی چی د نړی د نفوس رشد د کرهنی په تولیداتو ډیر فشار راوړی،  خو ځینی نور کارپوهان بیا په ډیر احتیاط دا خوشبینی څرګندوی چی نړی کولای شی وګړو ته تر ۲۰۳۰-۲۰۵۰ کلونو پوری غذایی مواد برابر کړی.  که چیری مونږ د نفوس د کموالی فرضیه په نظر کی ونیسو، په همدی حال کی د نړی د سوتغذی کسانو تعداد ډیر شوی او په ۲۰۰۵ کال له ۸۳۲ میلیونه وګړو څخه کی ۹۲۳ میلیونه تنو ته په ۲۰۰۷ کال کی لوړ شوی دی  او د FAO  د تخمین په بنسټ په ۲۰۰۹ کال کی  د نړی  د لوږو خلکو شمیره ۱.۰۲ میلیارده تنو ته لوړه شوی ده.

نهم شکل: د سړی سر غذا ۱۹۶۱۲۰۰۵ کال پوری لوړ شوی

 

د نړی لید لوری:

شنه انقلاب اودی حقیقت ته په کتو سره چی هر کال لا مزروع ځمکی په کرهنیزو ځمکو بدلیږی ، د غذایی موادو نړیوال تولید تر ۱۹۹۵ کال پوری په منظم ډول مخ په لوړیدو وو  خو د هر شخص په سر د غذایی موادو تولید نظر ۱۹۹۶ کال ته  په ۲۰۰۵ کال کی لوړ شوی دی.

لکه څرنګه چی د نړی نفوس له  ۳ میلیارده څخه ۶ میلیارده تنو ته لوړ شو او د ورځنی کالوری مصرف په بیوزله هیوادونو کی ۱۹۳۲ څخه ۲۶۵۰ ته لوړ شو او د سو تغذی  خلکو شمیره په ځینو هیوادونو له ۴۵ سلنی څخه ۱۸ سلنی ته راښکته شوه نو دا څرګندونی دا ښیی چی د دریمی نړی  لوږه او غربت د نفوس د ډیروالی په سبب نه دی بلکه دا بیوزلی د نه انکشاف له وجی ده. له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۱۹۸۴ کال پوری  په ټوله نړی کی د شنه انقلاب په دوران کی کرهنی بدلون و موند او د حبوباتو حاصلات ۲۵۰ سلنه ډیر شول  او همدارنګه د نړی نفوس هم د شنه انقلاب له پیل څخه ۴ میلیارده ډیر شوی دی، کار پوهان په دی اند دی که چیری شین انقلاب نه وای پیښ شوی نو په نړی کی به د لوږو خلکو شمیره او قحطی به تر هغه څه چی د ملګرو ملتونو په راپور کی راغلی اوس مهال څو ځله ډیره وای.

په نړی کی د هغه کسانو شمیره چی بی حده چاغ دی له سو تغذی کسانو څخه ډیر شوی دی ، په ۲۰۰۶ کال کی دNSNBC د راپور په اساس په نړی کی د وږیو خلکو شمیره ۸۰۰ میلیونه تنه اټکل شوی حال دا چی د هغه کسانو شمیره چی له حد څخه ډیر چاغ شوی له یوه میلیارد څخه لوړه شوی، د امریکی متحده ایالات هغه هیواد دی چی په هغه کی تر ټولو ډیر شمیر اضافه وزنه  یا له حده چاغ خلک شتون لری.

د ملګرو ملتونو د کرهنی او خوړو سازمان (FAO)  په خپل یو را پور « The State of Food Insecurity in the World 2006» کی دا څرګندونه کړی چی مخ پر ودی هیوادونو کی د وږیو خلکو شمیره ۳ میلیونه را ټیټه شوی ده او نظر ۱۹۹۰-۹۲ کلونو ته  په اوسنی وخت کی کم شوی یعنی د وږیو خلکو سلنه له ۲۰ څخه ۱۷ سلنو ته را ټیټه شوی ده. او همدارنګه FAO  دا وړاندوینه کوی چی په مخ پر ودی هیوادونو کی د لوږو خلکو شمیره به په ۲۰۱۵ کال کی نظر ۱۹۹۰-۹۲ کلونو ته نیمایی شی یعنی ۱۰ سلنه خلک به وږی وی. همدارنګه FAO دا ټینگار  کړی چی په نړی کی باید لوږه له منځه لاړه شی او دا باید نور د کوم سوال په ډول د د نړیوالو سره پاتی نه وی. نړی نظر لس کاله وړاندی حالت ته ډیره غنی ده ، په نړی کی ډیر غذایی مواد شتو ن لری او کیدای شی چی د نرخونود لوړوالی څخه پرته ډیر غذایی مواد تولید شی، هغه منابع او ذخایر چی لوږه کمه کړی شتون لری، یوازی د نړیوالو د سیاسی ارادی نه شتون ددی لامل شوی چی د غذایی موادو ویش او تنظیم د وږیو کسانو لپاره په سمه توګه ترسره کړی.

 

لسم شکل: د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس هغه هیوادونه چی د خوارځواکی سره لاس او ګریان دی.

په ۲۰۰۸ کال د حبوباتو نرخونه له دی کبله چی له هغوی څخه د تیلو په تولید کی ګټه اخیستل کیده لوړ شول.  په نړی کی د هری بوشکی تیلو قیمتونه له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړ شوی دی ،  د نړی نفوس مخ په ډیریدو دی ، د چاپیریال بدلون، د کرهنیزو ځمکو له لاسه ورکول د صنعتی او اوسیدو د سیمو پراختیا ، او همدارنګه په هند او چین کی د مصرف کونکو  د شمیری ډیریدلو له امله د نړی په ډیرو هیوادنو کی د غذایی موادو د کمښت اله ګوله جوړه شوی ده . همدارنګه  د غنمو د یو ډول نوی  سرخی (Ug 99) له امله چی په ټوله افریقا او د آسیا په ځینو سیمو کی خپره شوی د تشویش وړ خبره ده،  دا ناروغی کولای شی چی د غنمو ډیر حاصلات له منځه یوسی او دی ناروغی له افریقا څخه ایران ته سرایت کړی او شاید اوس په افغانستان او پاکستان کی هم شتون ولری.

د نړی غذایی مصونیت نشو کولای  د ډیرو غوړو، ډیرو اوبو، ډیر فاسفورس، او ډیرو حبوباتو او ماهیانو په وسیله وساتو. په ۲۰۳۰ کال کی د نړی مخ په ډیریدو نفوس او دغذایی او انرژی منابعو او ذخایرو کموالی به دی یوه طوفان د منځته راتګ سبب شی. د بریتانیا د یوه لوړپوړی ساینس پوه د څرګندونو په بنسټ د غذایی موادو منابع به په ۵۰ راتلونکیو کلونو کی کم شی حال دا چی په ۲۰۳۰ کال کی غذایی موادو اوبو او انژی  ته د خلکو اړتیاوی به ۵۰ سلنه لوړه وی. نړی به اړ وی چی ۷۰سلنه نور غذایی مواد تولید کړی تر څو چی د FAO د اټکل له مخی ۲.۳ میلیارده ډیریدونکیو وګړیو ته خواړه تولید کړی.

افریقا:

د طبیعی منابعو انستیتیوت UNU)) چی په ګانا کی موقعیت لری د مطالعی په بنسټ که چیری په افریقا کی اوسنی د خاوری تخریب او د نفوس وده دوام وکړی نو تر ۲۰۲۵ کال پوری به دا وچه یوازی خپلو ۲۵ سلنه خلکو ته  غذایی مواد برابر کړی شی. په دی لویه وچه کی هر کال د لوږی او خوار ځواکی له امله ۶ میلیونه ماشومان له منځه ځی او ددی وچی په جنوبی هیوادونو کی په اوسنی لسیزه کی نظر ۱۹۹۰کلونو ته ډیر وګړی وږی دی. د FAO د ( The State of Food Insecurity in the World) راپور په بنسټ په ۲۰۰۱-۲۰۰۲  کلونو کی ۲۰۳.۵ میلیونه وګړی وږی  وو حال دا چی لس کاله وړاندی دا شمیره ۱۷۰.۴ میلیونه وه. په ۲۰۰۱ کال کی ۴۶.۴ ٪ خلک په بی اندازی ډول په لوږه کی شپی او ورځی سبا کولی.

 

آسیا:

د بی بی سی ۲۰۰۴ کال  د راپور په اساس چین د نړی د ډیر نفوس درلودونکی هیواداکثریت وګړی ډیر چاغښت څخه  رنځ وړی همدارنګه  دا راپور څرګندوی چی په چین کی د ۲۰۰ میلیونه (۲۲.۸٪) وګړیو په شا او خوا کی په دی اړه فکر کوی چی د چاغښت سره مخامخ شوی دی او ۷۰میلیونه تنه (۷.۱٪) ډیر چاغ شوی دی . نوی ارقام دا ښیی چی د چین د حبوباتو تولید د ۱۹۹۰ مو کلونو په منځ کی خپل لوړ حد ته ورسید ځکه چی د چین په شمالی دښتو کی د ځمکی لاندی اوبو څخه په کر کیله کی ګټه واخیستل شوه.

نور هیوادونه:

د هند د دولتی ارقامو په بنسټ نیږدی نیمایی هندی ماشومان د خوار ځواکی سره مخامخ دی . د جاپان د یوه لوړ پوړی دولتی مشاور په نظر جاپانیان د خوړو د بحران سره مخامخ دی او کیدای شی د ۱۹۵۰ مو کلونو په شان د خوړو د کمښت د ستونزو سره مخامخ شی.

نفوس او د خوړو  شتون:

ځینی متفکران لکه David Pimentel د Cornell پوهنتون پروفیسور،  په دی نظر دی چی انسانانو شمیره  هم د نور ژوو په ډول د غذایی موادو د ذخایرو او لاسرسی په اسا س ډیریږی او کموالی مومی،  یعنی د وګړیو شمیره د غذایی موادو په ډیرښت سره ډیریږی اود غذایی موادو له کمښت سره یو ځای کمیږی. ددی نظریی پلویان په دی اند دی کله چی په نړی کی غذایی مواد ډیر شوی انسانو شمیره هم لوړه شوی د نفوس ډیروالی د تاریخ په اوږدو کی ددی تیوری پلوی کی مرسته کوی.  هغه وګړیو چی په ښکار او د حبوباتو په ټولو تکیه درلوده  د غذایی موادو د شتون په بنسټ تل په نوسان کی وو خو د ډبری د انقلاب  (Neolithic Revolution ) څخه وروسته چی غذایی مواد ډیر شول نفوس هم وده وکړه  او وروسته له شنه انقلاب څخه د نفوس شمیره نوره هم ډیره شوه. خو ددی تیوری منتقدین دا نظریه ردوی او وایی چی د زوکړی اندازه په پر مختللیو هیوادونو کی کمه ده حال دا چی هلته غذایی مواد ډیر دی. په واقعیت کی په ځینو پر مختللیو هیوادونو کی د وګړو شمیره کمه شوی خو د غذایی موادو عرضه ډیره ده.  د ملګرو ملتونو د پروژی په اساس په ۵۱ هیوادونو کی لکه جرمنی ، ایتالیا، جاپان او د پخوانی شوری په  ځینو هیوادونو کی به د وګړو شمیره به تر ۲۰۵۰ کاله پوری کمه شی.

د کرنیزو اوبو لږوالی:

د کر کیلی اوبو د لږوالی له کبله ځینی کوچنی هیوادونه دی ته اړ شوی چی خپل د اړتیا وړ حبوبات له بهر څخه وارد کړی  او که چیری له پر مختللی کرهنیزی تکنالوژی څخه ګټه وانخیستل شی دا کیدای شی  چی لوی هیوادونه لکه هند او چین هم له دی ستونزی سره مخامخ شی.  د اوبو اندازه دچین په شمال ، د امریکی په متحده ایالاتو او هند کی مخ په کمیدو ده ځکه چی په دی هیوادونو کی په پراخه پیمانه له اوبو څخه ګټه اخیستل کیږی.  او دا ستونزه په ایران، پاکستان او مکسیکو کی هم تر سترګو کیږی.  د اوبو بی حده استعمال د حبوباتو  او همدارنګه د  اوبو د کموالی سبب شوی دی، چین سره له دی چی له خپلو د ځمکی لاندی اوبو له زیرمو څخه په کرهنه کی ډیره ګټه اخلی خوبیا هم په دی هیواد کی د حبوباتو نرخونه مخ په لوړیدو دی. د اوبو دی کمښت د غلو د نرخونود لوړیدو سره مرسته کړی.

 د وړاندوینو له مخی  ددی پیړی تر نیمایی به ۳ میلیارده خلک نور هم ډیر شی او د هغوی اکثریت به په هغه هیوادونو کی وزیږیږی چی همدا اوس د اوبو د کمښت  له ستونزی سره مخامخ دی  . وروسته له چین او هند څخه ایران ، پاکستان ،  الجزایر، مصر او مکسیکو دکرهنیزو او ځښلو اوبو د کموالی له ستونزی سره مخامخ دی  په دی هیوادونو کی په هرو لسو تنو کی د څلورو تنو لپاره غله له بهر څخه ورایدیږی یوازی پاکستان په خپل ځان بسیا دی او د پاکستان اوسنی نفوس ودی ته په کتو سره چی په هر کال کی ۴ میلیونه ډیریږی ډیر ژر به دا هیواد هم د بهر څخه د غلو په واردولو متکی شی.

 

ځمکه:

د ځمکی یوه برخه د اوبو په وسیله پوښل شوی ده ، یوه برخه د کرهنی لپاره ځانګړی شوی ، یوه برخه د بدلون په حال کی ده ، یوه برخه  د اوسیدو لپاره ځانګړی شوی او انسانانو یوازی ۰.۰۵٪ برخه خپل ځان ته ځانګړی کړی خو تاثیرات یی د ځمکی په ۴/۱ برخه لیدل کیږی. د نړی د منابعو انستیتیوت The World Resources Institute)) د څرګندونو په بنسټ په نړی کی کرهنیزو ځمکو ته د نورو ځمکو بدلولو پروسی ۳.۳ میلیارده هکتاره ځمکه تر تاثیر لاندی راوستی ده  همدارنګه د نړی د حاره او نیمه حاره سیمو ۳/۱ برخه ځنګلونو او ۴/۱ برخه څړ ځایونو کی انسانانو بدلون راوستی دی.

د ځینو عواملو لکه  د مالګینو اوبو څخه د څښلو وړ اوبو لاسته راوړلو،  د ځنګلونو د  له منځه وړولو ،  د ځمکی د تخریب،  د ښارونو د لویوالی له امله د استفادی وړ ځمکه ممکن تر دی هم کمه شی. په ډیرو کرهنیزو سیمو کی د ځمکی ګرموالی شاید د سیلابونو د راوتلو لامل شی، د انرژی د منابعو د لاسته راوړولو لپاره لکه د بندونو جوړول شاید ډیری کرهنیزی ځمکی ضایع کړی،  نو له دی امله اوسنی باارزښته کرهنیزی ځمکی به په راتلونکیو کلونو کی لږشی.

د لوړ حاصل ورکونکی بوټیو لکه کچالو او کاهو اصلی او د استفادی وړ برخی  ډیر کم ځای نظر د هغه د نه خوړلو وړ برخو لکه ساقی او پاڼو  ته نیسی، خو د  نویو  اصلاح شویو بوټو د خوړولو وړ برخه ( حبوبات، سبزیجات او میوه)  یی نظر د نه خوړلو برخی ته ډیره ده، اګر چی دا لاسته راوړنی په کرهنیزه تکنالوژی کی ډیری پخوانی دی او نوی پرمختیاوی په دی برخه کی اوس ستونزمنی دی، په ځینو سیمو کی د خاصو شرایطو لاندی ددی نوی تکنالوژی په کارولو سره امکان لری چی کرهنیز محصولات ډیروالی ومومی.

په هغه سیمو کی چی امکانات لیدل کیږی  ممکن د اوبو د ژوو روزنه ((Aquaculture پراختیا ومومی او همدارنګه د سمندری  بوټیو، بکتریاوو، قارچونو لکه Qourn  روزنه د غذایی موادو په لاسته راوړلو کی مرسته وکړی بی له دی چی د ځمکی کیفیت،  اوبه، هوا، چاپیریال، او حتی د لمر د وړانګی په پام کی ونیول شی،  اګر چی دا مسله ډیری انرژی ته اړتیا لری.

ځنی هیوادونه لکه عربی امارات په ځانګړی ډول دوبی د مصنوعی ټاپوګانو ، لویو بندونو او دیوالونو لکه د هالند د هیواد په ډول چی د خپلی خاوری د ډیروالی لپاره په جوړولو پیل کړی . ځینو پوهانو دا وړاندوینه کړی چی په هغه ګڼ میشتو ښارونوکی به په دنګو ودانیو کی  له کرهنی څخه  ګټه واخلی.

یولسم شکل: دیوه لوړ پوړی تعمیر له پاسه د سبزیجاتو تولید

 

فوسیلی تیل:

عصری کرهنه په ټولیزه توګه د پطرولو په انرژی تکیه لری، لکه د سرو تولید، د کرهنیزو تولیداتو د انتقال  لپاره د د فوسیلی انرژی څخه ګټه اخیستل کیږی. دا خوشبینی شتون لری چی فوسیلی تیل به تر هغه وخت کافی وی تر څو چی نوری د تمدید وړ منابع لکه هایدروجن او نوری منځ ته راشی،  په اوسنی وخت کی د ښارونو د استعمال شویو اوبو، فاضــلاتو او کرهنیزو پاتی شونو څخه د DE polymerization د طریقی په بنسټ  د سری په جوړولو کی ګټه اخیستل کیږی.

بډایتوب او بیوزلی:

لکه څرنګه چی د نړی نفوس  ډیر شوی  د نړی یو ډیر شمیرخلک د ورځی په یوه ډالر عاید ژوند تیروی،  د ملګرو ملتونو راپور ښیی چی په نړی کی ۸۵۰ میلیونه خلک خوارځواکی  او یا هم وږی دی، ۱.۱  میلیارده خلک په نړی کی د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری.  د ملګرو ملتونود ۱۹۹۷ کال راپور دا څرګندوی چی په تیرو ۱۵-۲۰ کلونو کی د نړی ۱۰۰ مخ پر ودی هیوادونه او د شرقی اروپا هیوادونه  د ودی د ماتی له ناورین سره مخا مخ دی ،. په پایله  کی د یو میلیارد تنو عاید نظر ۱۰-۳۰ کلونو مخکی وخت ته ټیټ شوی دی. همدارنګه اګر چی د افریقا په جنوب کی د وږیو کسانو شمیر کم شوی خو په نړیواله سطح د نفوس د ودی له امله دا شمیره لوړه شوی ده.

د ژوندانه ټیټوالی د خلکو په ژوند ډیری بدی اغیزی لرلی او په بیوزله ټولنو کی د ژوندانه  د سطحی ټیټوالی  د بیلا بیلو ناروغیو لکه ملاریا او ایدز د خپریدو سبب کیږی.

چاپیریال:

د نفوس ډیرښت  په چاپیریال د پام وړ تاثیرات لرلی دی، په ځانګړی ډول د شلمی پیړی له پیل څخه را پدی خوا، د نفوس