د بابر باغ 

توريالی ازاد    08.02.2012 

په افغانستان کي د کرهڼې د باغچو په هکله څيړنې د نړي د پرمختللو هيوادونو شانته ندې کوم چې هغوئي د خپل صنعتي پرمختگ په خواکې د خپلو ښارونو د هوا د ککړتيا د مخنوي ،په بازارونو کي د خوراکي ټوکو د زياتوالي او په فارغه وخت کي د خپلو دماغي او فزيکي ستړتياوو د لمنځه وړلو په خاطر د کرهڼې د باغونو څخه استفادې کوې او په دې هکله د کرهڼې د باغچو سازمانونه او دولتي ادارې ښاريانو ته د باغچو د لاسرسي په خاطر مرستې کوي، د بابر باغ او  دغه باغ ته ورته باغونه کوم چې د يرغلگرو لخوا د خپل ارام ژوند د کولو لپاره جوړ کړيدي د نموني په ډول ورڅخه يادونه کوو،د کرهڼې باغونه کوم چې د ټولنې په ژوند کې حياتي ارزښت لري او هم د کرهڼې د باغچو د ارزښتونو او گټو په هکله مغلومات مو لا ړومبي په تيرو شوو مقالوکې د کرهڼې مينه والو ته وړاندي کړيدي او اوس هم کولائي شي چې د پښتو په ويب پاڼو کې ولولې ،د بابر باغ په هکله مغلومات د کرهڼې مينه والو ته په لاندي ډول وړاندې کيږي :ـ

 

د بابر باغ چې د باغ بابر  په نوم سره ئي شهرت لري ،د بابر باغ اوس د کابل په ښار کي په يو لويي تاريخي پارک باندي بدل شويدي .او د ورځې په زرگونو ليدونکي  د چکر وهلو لپاره ورځې  نموړي باغ د مغلو د اولي  ديکتاتو بابر په وختونو کي په ۱۵۲۸ ع  کال کي د هغه په امر جوړشويدي ، دغه د بابر د استراحت کولو اخيري ځاي  هم ؤ د بابر هغه امر کوم چې ددي باغ د جوړولو لپاره ئي خپلو همکارانو ته  ورکړي وه د دي امر پوري اړونده  اسناد د بابر په ياد راوړنې د يادښتونو په کتاب کي اوس هم پيداکولائي شو ،بابر د مړنې څخه وروسته په همدغه باغ کې خاورو ته سپارل شويدي .

د مغلو د شهذادگانو دا رواج  ؤ کله به چې دوئي په کوم ځاي کې اوسيدل هغې سيمې ته به ئي ترقي ورکوله چې ددي جملې څخه يوهم بابر ؤ، بابر د خپل استراحت  او خوښې لپاره د غه باغ اخيري ځاي  ؤ د بابر باغ د بابر د ځاي ناستې لپاره ډير په زړه پوري ځاي ؤ.

 جهانگير په ۱۶۰۷ غ کال کې له دغه ځاي څخه کوم  چې بابر پکې خښ شويدي د يوه زيارت په شکل جوړ کړ او په همدي توگه جهانگير امر صادير کړ چې د کابل باغونه بايد د ديوالونو په زريعه سطر شې که چيري مونږ او تاسو ښه زير شو د کابل د اکثرو باغونو څخه ديوالونو  را تاو کړيدي چي دغه هم د پوخانيو وختونو څخه د يوه رواج په توگه پاتې دې ، د بابر قبر د ديوالونو په زريغه سطر شويدې او د بابر د قبره سرخوا ته په يوه لويه تيگه باندي د هغه لنډه پيژندنه ليکل شويده.

په ۱۶۳۸ کال کې د مغلو د ديکتاتور شاه جهان له دغه ځاي گوټي څخه ليدنه او کتنه کړيده او په همدغه وخت کې د دغه ځاي مسؤلينو ته يي امر وکړ چې د دي ساحې د ټولو قبرونو گردچاپير ځمکه د مرمرو په تيگو باندي فرش کړې، د بابر د قبره څخه ټيټ په يوه تيراس باندي جوميت (جومات ) جوړ شويدي ، ددي باغ په لويه دروازه کي يوه غرفه د کنترول او د ټيکټ د پلورلو په خاطر جوړه شويده چې د شاجهانگير په وختونو کي د همدغه مطلب په خاطر ور څخه کار اخيستل کيده ، يوه وياله ( لښتي) چې پر تيگو باندي  فرشويدي د يوي لاري او تيراس تر منځ قرار لري او د ويالي په مختليفو ځايونو کې د لامبلو ډنډونه هم جوړ شويدي نموړي لښتي د هغه تيراس لاندي کوم چي جومات ورباندي جوړ شوي تيريږي .

 

د بابر د باغ په هکله

بابر په خپل وخت کې ډير اوچت  ځاي درلوده نو له همدې کبله هغه بايد په يوه داسي ځاي کي خښ شوي وائي

چې دي پري ارزيدلائې او د ډيرو خلکو په نظر بابر په خپل ژوند کي داسي عقيده درلودله چي د خپل مرگ څخه ورسته  په همدي باغ کې بايد خاورو ته وسپارل شي  له همدي کبله دا باغ د بابر د باغ په نوم سره ياديږي ، د هغه وخت څخه د مغلو واکمنان پدي ښه  پوهيدل چې په کابل کي يو داسي ځاي ډير ښه تاريخې موقعيت  دي او د راتلونکې پرمختگ لپاره هم يو ښه ځاي کيدلاي شي .

اعاخان( Agha Khan ) د تاريخي ښارونو د پروگرام په يوه مقاله کي داسي ليکلي دي چي ، په ۱۶۳۸ کال کي د مغلود امپراتور شاه جهان لخوا د د قبرونو گردچاپير ساحه د مرمرو په ډبرو باندي ښکلي شوي يعني پوښل شوي ده او دغسي يو په زړه پوري نويشته هم ورباندي شوي وه  : ـ

دغه مسجد د اشرافو او روحانينو د عبادت لپاره جوړ شويدي ، نورو مذهبي ورځو لپاره لکه کرسمس

( Cherubs ) چې د عسويانو د عبادت ورځ ده ، دا باغ د فريښتې پادشاه کوم چې ئې په دي باغ کې استراحت کړيدي ، دايو د اسمانونو باغ دي او د زهيروالدين محمد بابرفتح کونکې باغ دي او يا په لاندي ډول ليکو :ـ

”Only this mosque of beuty ,this temple of nobility, construeted for the prayer of saints and the epiphany of cherubs , was fit to stand in so venerable a sanctuary as this highway of archangels, this theatre of heaven , the light garden of the godforgiven angel king whose rest is in the garden of heaven, Zahiruddin Muhammad Babur the conqueror “

Salome Zajadacz Hastenrath   په يوه مقاله کي داسي ليکي :ـ د بابر په هکله هغه مهمه نقطه له ياده وتلي ده لکه د بابر د جنازي ځاي او مراسم ئې  (A Note on Baburs lost Furnerary and Enclosure at Kabul )  . شاه جهان نموړي ځاي په هديره بدل کړ او هغه وائې يو جومات په ۱۳ تيراس باندي جوړ شوي دي او په ۱۴ تيراس باندي د بابر قبر ؤ اه د بابر د کورني د نارينه ؤ قبرونه هم دلته موجود ؤ او دغه ځايي په يوه حقيقي هديره تبديل شوې ؤ ددي لپاره چې د بابر قبر د نورو قبرونو  څخه را جدا او وپيژندل شي نو د نوموړي د قبره څخه يي يوه احاطه راچاپيره کړه .

  

په ۱۸۳۲ کال کې يوه برتانوي عسکر Charles Masson   د بابر د قبره په هکله داسي ليکلي دي او بيا د نموړي نظريه  په ۱۸۴۲ کال کي نشر ته سپارل شوي هم ده هغه داسي ويلي دي چي د بابر قبر د يوي زلزلي په زريغه له منځه تللي ؤ د قبره د لمنځه تللو غلت داؤ چې قبر په اصلي کار نه بلکه په يوه جغلي کار سره سرته رسيدلائي ؤ يعني په جوړونه کې ئې غلطې شوي وه او دا لوي ديوالونه ئي په دروست ډول نه ؤ جوړ شوې او ډير په ساده توگه ئې ښايسته کړي ؤ يعني ساده پوښل شوي ؤ ،

د بابر باغ د مغولو د وختونو څخه بيا تر اوسه پوري ډير تغيرات خوړلي دي د مثال په ډول شکل او ساحې ئي ډير تغير خوړلي دي .

اغاخان چي د تاريخي ښارونو د پروگرام پر مخ وړونکي دي داسي ليکي دي چې په ۱۸۸۰ کال کي امير عبدالرحمان خان  دلته يو نندارتون او يو کور د خپلي ښځي بي بي حليمې ته د بابر په باغ کې جوړ کړي ؤ .

 

په ۱۹۳۳ کال کي د بابر د باغ ساحه د ټولو خلکو لپاره د استراحت پرځاي باند بدل شؤ او ددي باغ په ساحه کي ئي د لامبو ډنډونه او فوواري هم جوړي کړې او له همدي کبله دغه ځاي د ملاقاتونو په ټاټوبي باندي بدل شو .

په ۱۹۷۰ کال کي د نباتاتو او گلانو د روزنې  لپاره يو لويي کور(روزنځايي) يعني ( Greenhouse ) او لويي ډنډ ( Pool ) جوړ کړي شو ، د بابر باغ اوس په افغانستان يو لويي تاريخي باغ گڼل کيږي .

پدي ورستيو وختونو کې کوشش شويدي چې په کابل کې لوئي وداني جوړي شي او هم د بابر قبر جوړ شوي او يو سلسله نوري د بيا رغونې پروگرامونو عملي شويدي ، زهرا بريښنا ( Zahra Breshna ) چي يوه انجينره ده او اوس په افغانستان کې د ښارونو د ساتنې او بيا رغونې د ډيپارټمنټ کار کونکۍ ده تايده وي چې خاصه پام اړونه او پرمختگ هغو ځايونو ته بايد ورکړل شې کوم چې د یخوانيو نظامونو لخوا ورته کومه توجو نده ورکړل شوي او خوشبختانه په دي وروستيو وختونو کې ددي ملک تاريخي ځايونو ته د نړيوالې ټولنې توجو هم ځانته راجلب کړيده  هدف له دې څخه دادي ” چې بايد يو رواج ( کلتور) هويت  ژوندي  وساتل شي ” د کابل په بيا جوړونه کي ، دغه نظريه د اغاخان د بيا جوړونې د پروگرام د لين سره سر خوري ، کومه نظريه چې د اغاخان د تاريخي ښارونو  د بيا رغونې په پروگرام کې شامله ده په هغې طرحه کې د بابر د باغ بيا جوړونه او

 

نورې مختليفې برخې شاملې دي   ۱- د بابر د باغ شاوخوا د ديوالونو جوړونه   ۲-د هغه مسجد بيا رغونه کوم چې د شاجهان په وخت کي جوړ شوي ؤ   ۳ -- د بابر د قبره بيا رغونه   ۴ -- د باغ بيا جوړونه   ۵ –د کلتوري هويت څخه ساتنه او پام اړونه شامل دي ، او په همدي ډول سره په نظر کي ده چي د ملک په  نور ښارونو کې هم اسلامي  تاريخي ځايونه  د سره و رغول شي او په ساتنه کي شې ، چې دغه ټول زمونږد  ملک تاريخي  لاسته راړنې دي .

- د شاجهان د جوړشوي مسجد د بيا رغوني څخه هدف  هغو ليدونکو ته د لمانځه د ځاي برابر ول دي کوم چې د چکر او ساعت تيري لپاره دي تاريخي باع ته ورځې او يو ډير مهم نظر وجود لري چې هغه هم د بابر د قبره بيا رعونه ده .

د بابر باغ  بيا جوړونه د يوي ثابتې ساختمانۍ پروژي لخوا چې د کابل د ښارپه بيا جوړونه  کې لاس بري او قدرت  لري سرته رسيږي ، د کابل د ښار تاريخي ځايونه چې زمونږ د ملک او د کابل د ښار د اوسيدونکو سترې کارنامي دي به د سره بيا ژوندي او تازه شې ، انجينر عبدالواسع نجيمي (Abdyl Wasay Najimi )داسي ليکي ” بيا رغونه په نفس باندې اغتماد غرور او اوميد به وي چې په نتيجه کي به مونږ وکولائي شو دغه تاريخې ځاې بيا د سره ورغوؤ او دا به د کابل د ښار د پرمختگ او فرهنگ د بيا رغونې لپاره ستر کار وي او دا په خپله د افغانانو د هويت  د ژوندي کولولپاره  ښه مثال کيدلائي شي ” .

د باغ رغونه

د يو سلسله زياتو تحقيقاتواو څيړونو څخه وروسته اټکل شويدي چې د بابر باغ د ديوالونو ځيني برخې د ۱۹ پيړي په اخير کي جوړې شويدې . که څه هم تر اوسه پوري په افغانستان کې د ديوالونو او ابادي په جوړولو کې د پخوانيو اپتدائې ميتودونو (طريقو) څخه کار اخستل کيږي ، ديوالونه د خټو تيگو او خامو خښتو څخه جوړوې او د دغه ډول طريقو څخه  په کلو او بانډوکې د کورونو د جوړونې لپاره لا تر اوسه پوري کار اخستل کيږي . د يو سلسله څيړونو څخه وروسته د بابر د  باغ د ديوالونو ويرانې شوي برخې د ۲۰۰۲ څخه نيولي تر ۲۰۰۴ کال پوري د يوه کارگر د ۱۰۰۰۰۰ کاري ورځو د قدرت په اندازه د مسلکي کارکونکو په زريغه  د ملگروميلتونو په مرسته بيا رغول شويدي . 

  

يو ددې کوششونو څخه چې د خلکو د منلو وړدې ، د هغې ادارې کار او هڅونې  کومه چې د کار او ساتنې

مسؤله ده پدي هکله يو سلسله زيات  اسناد او مدرکونه د بابر د باغ د ښې څيړنې او ساتنې لپاره سرته رسولې دې ، بابر باغ ته د خاصې مخ اړونې څخه علاوه د نوو نيالگيو د کرلو د ښې حساب داري او د اوبو د پڼه کولو د ويش سيستم او داسي نوري چاري په نظر کې نيول شويدې ، د بابر باغ د بيا رغونې لپاره مختليفې لارښونې تجروبې او طريقې د هغو ساحو څخه تر لاسه شوي کوم چې په دي منطقه کې د مغلو د نورو باغونو د بيا رغونې

لپاره  ور څخه کار اخستل شويدي .

د ۲۰۰۳ ع کال څخه وروسته د خلکو د نظر غوښنې د ساتنې لپاره يو هم هغه مسجد دي کوم چې د شاه جهان لخوا په ۱۶۷۵ ع کال کې د مرمرو د سپينو ډبرو په واسطه جوړ شويدې ، دا هم ددې لپاره  چې شاه جهان د بلخ د فتحه کولو علامې دلته څرگندې کړې  . د بابر د قبره شاوخوا ساحې او د باغ د نندارتون بيا رغونه د ۲۰ پيړي څخه شروغ شويده ، د آرام سرائ  مجتمغ (مرکب)  (Complex Haramsrai  ) او د ملکې ماڼي په نامه هم يادولائ شوو ، علاوه پر دي نوي کاروانسرائ  جوړ شوو او دا د هغې ابادي په ادامه ؤ کوم چې د شاه جهان په وختونو کي جوړشوي ؤ اود لامبو لپاره يولوئ  ډنډ ددي باغ په ساحه کي جوړ شؤ .ددې باغ د لاه زرغونولواو د ژوند کولو د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي په خاطر د پاملرنې وړ پانگه ونه شويده ددغه ډول لاسته راوړنواو مخ راړونه ،د ملک د تاريخي ارزښتونواو د باغ څخه د سيلانيانو د ضرورتونواو غوښتنو پر اساس شويدي . په همدي توگه د باغ د اوبو کولو لپاره د اوبو د غذولو او د هغې د تقسيم سيستم په عصري توگه جوړ شويدي ،په زرگونو ميوه لروني او عيري ميوه لرونکي  ونې کښينول شويدي ، ډيره په زړه پوري خبره خو داده داسي بوټې

 

 

او ونې د مرغيو گټورو حيواناتو او حشراتو لپاره کرل شوي چې ورکوټې ميوي نيسې  چي د بي وزلو حيواناتو د ژوند کولو لپاره ډيره ښه منبغ  کيدلائي شي . داسي ويل کيږي چې يو سلسله ميوه لرونکي او سيوري جوړونکي وني د بابر په لارښونه د کابل د شمالي برخو څخه راوړل شويدي .

په ۲۰۰۸ ع کال کي د بابر باغ د يوه بيطرفه باغ په نامه ونمول شؤ يعنې د کوم داسي دولتي او شخصي اورگان پوري اړه نلري چي کومه ناوړه گټه ورڅخه اوچته کړي او نموړي باغ د عامو خلکو پر مخ هميشه لپاره خلاص

دي چي له همدي کبله او ددي باغ څخه د سيلانيانو اندازه د نورم څخه زياته شويده .

 

 

 

  Referenser

  1. ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004).
  2. ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004) 2.
  3. ^ Salome Zajadacz-Hastenrath, "En Anmärkning om Babur s Lost Begravningsvapen och kapsling i Kabul," I Muqarnas XIV: En årlig på visuell kultur i den islamiska världen, ed. Gülru Necipoglu, (Leiden: EJ Brill, 1997), 135-142.
  4. ^ Salome Zajadacz-Hastenrath, "En Anmärkning om Babur s Lost Begravningsvapen och kapsling i Kabul," I Muqarnas XIV: En årlig på visuell kultur i den islamiska världen, ed. Gülru Necipoglu, (Leiden: EJ Brill, 1997), 140.
  5. ^ Salome Zajadacz-Hastenrath, "En Anmärkning om Babur s Lost Begravningsvapen och kapsling i Kabul," I Muqarnas XIV: En årlig på visuell kultur i den islamiska världen, ed. Gülru Necipoglu, (Leiden: EJ Brill, 1997), 135.
  6. ^ Masson, Narrative av olika resor, 2. 239, citerad i Zajadacz-Hastenrath, 136.
  7. ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004). 2.
  8. ^ Zahra Breshna, "ett program för rehabilitering och utveckling av Kabul historiska centrum", i Utveckling av Kabul: återuppbyggnad och planeringsfrågor, redigerad av Babar Mumtaz och Kaj Noschis, 23-49. (Lausanne, Schweiz: Comportements, 2004), 25.
  9. ^ Zahra Breshna, "ett program för rehabilitering och utveckling av Kabul historiska centrum", i Utveckling av Kabul: återuppbyggnad och planeringsfrågor, redigerad av Babar Mumtaz och Kaj Noschis, 23-49. (Lausanne, Schweiz: Comportements, 2004), 27.

10.  ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004). 12.

11.  ^ Abdul Wasay Najimi "Bevarande och Revival av kulturell identitet: Upprustningen av de historiska kvartalen och byar i Kabul svarar mot behoven i staden," i Utveckling av Kabul: återuppbyggnad och frågor planering, utgiven av Babar Mumtaz och Kaj Noschis och 77-83, (Lausanne, Schweiz: Comportements, 2004), 81.

سرپاڼه